په اندونیزیا کې یوی محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ناقانونه کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله زندان او ۴۸ زره ډالرو نغدي جریمې محکوم کړو.
ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم مشهور دی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته د لږترلږه ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوالو په قاچاق کولو تورن وو.
نوموړی د ۲۰۱۶م کال په پیل کې له اندونیزیا څخه لمړی تایلنډ او بیا کینیا ته وتښتید، خو کله چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د خپل کار لپاره بیرته جاکارتا ته راستون شو نو سمدلاسه د پولیسو لخوا ونیول شو او د بشري قاچاق په جرم توقیف کړی شو.
تیر کال د نوموړي یو همکار تنیش کومار د محکمې له لوری په پنځه نیم کاله زندان محکوم شوې وو.
د لوناپسي دویم همکار سوریش چې د نوموړي سره یې په دغه غیرقانوني کړنو کې ډیرې مرستې کړي لا تر اوسه د اندونیزیا د پولیسو لاس ته نه دی ورغلې.
راپورونه ښیي د اندونیزیا حکومت په دی وروستیو کې د بشري قاچاق په وړاندې خپل دریځ ډیر سخت کړي.
د ۲۰۱۵م کال راهیسې په دغه هیواد کې لوناپسي د کډوالو اتم لوی قاچاق کوونکی دې چې په زندان محکومیږي.
21.03.2017
- سرلوڅ مرادزی
د افغانستان پوتین لږ مهال وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو، که څوک غواړي سیاست زده کړي، لیري سفرونو او نورو ځایونو ته يي اړتیا نشته، بلکې له لغمان څخه يي زده کولای شي. ریښتیا هم لغمان ولایت د سیاستپوهانو، تاریخپوهانو، لیکوالو او شاعرانو ټاټوبی او د پوهنې په بېلا بېلو څانګو کې هېواد ته د ښوونکو، استادانو، قاضیانو، اداري کادرونو او مخورو سپينږیرو او مشرانو لویه او بډایه زیرمه ده. که ډېر وړاندې لاړ نه شو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر له لغمان ولایت څخه د اوسني پیر پ...
22.03.2017
- آرین صافی
د تایلنډ حکومت پلان لري په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان دي، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته ولیږدوي.
نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي دي.
د تایلنډ حکومت وایي په دغه اقدام کې يې ماشومان، ښځې او هغه کسان چې له جدي ناروغیو سره مخ دي شامل کړي نه دي.
که څه هم دغه ټول کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ سره راجستر شوي دي خو د کډوالو په وینا...