یوه ادبي ټوټه
ساعت د شپې له دریوو اوښتي
خوب له سترګو الوتی
له ځایه پورته شوم
له کړکۍ نه د باندې نری باران
د یو نیم لاروي
په لاس نیولې چترۍ
لمندوي
د لارې پر سر لګېدلي څراغونه
ځای ځای رڼا لګولې
او لاره داسې نه ښکاري لکه
یوه عمومي جاده .
بېرته راستون شوم
د کمپیوټر د میز خوا ته
په یاد مې شول چې
فیسبوک کې ولیکم
یوه خبره پخه خبره :
باران اوري
خو لکه زموږ د کلي باران سېل
نه جوړوي
په آسمان کې بريښنا
پړق وهي
خو نه لکه زما د ماشومتوب
د وخت برېښنا
چې زه به یې وېرولم
اوسنۍ بې خوبوي
لکه زما د ځوانۍ بې خوبي نده
چې :
د یارانو لیدو ته به مې تلوسه درلوده
هيواددوست
24.12.2018
- احسان الله مومند
له ولـسـمشـره د خلکو هیله ! وایي، چې هغه پخوانی کفن کښ دې خدای وبښي دا اوسنی خو د مړیو په ... د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال به په ژمي کې جنګ- جګړې پیکه او یا په نشت حساب وې؛ خو د نوي ولسمشر له راتلو سره د ژمي او اوړي توپیر ورک شوی؛ جګړه، تاوتریخوالی، تربګنۍ او انسان وژنه ورځ تر بلې ګرمه او له دولت سره د خلکو واټن پراخ شوی چې ښه بېلګه یې د دولت د مخالفانو د نفوذ او پر نویو سیمو د واک ټینګیدل دي. دغه راز په ډېر شمېر ځوانان مو د کار موندنې او ژوندي پاتې کیدو په هیله د خپ...
25.12.2018
- محمدکريم نور
امريکا له افغانستان څخه په دومره اساني پښې نه وباسي لکه څومره چې افغانان يې د وتون پايلو ته اندېښمن دي او يا طالبان، پنجاب او ايران تبليغ کوي. خو بيا که چېرې امريکا خپل ټول سرتېرې چې څوارلس زره کېږي، وباسي، نو هېڅ منفي پايلې به و نه لري. په دوه زره او څوارلسم کال کې چې ناټو او امريکا تر سلو زرو ډېر سرتېري واېستل، هېڅ ټکه هم را و نه لوېده. نه طالبانو دولت ړنګ کړ، نه ټلواليانو ارګ ونيوای شوی او نه هم پنجاب او ايران کوم د پام وړ ورانی رامنځته کړ. دولت ورځ تر بلې خپلې پښې ټينګوي، لاسونه غځوي، لمن...