امريکا له افغانستان څخه په دومره اساني پښې نه وباسي لکه څومره چې افغانان يې د وتون پايلو ته اندېښمن دي او يا طالبان، پنجاب او ايران تبليغ کوي. خو بيا که چېرې امريکا خپل ټول سرتېرې چې څوارلس زره کېږي، وباسي، نو هېڅ منفي پايلې به و نه لري. په دوه زره او څوارلسم کال کې چې ناټو او امريکا تر سلو زرو ډېر سرتېري واېستل، هېڅ ټکه هم را و نه لوېده. نه طالبانو دولت ړنګ کړ، نه ټلواليانو ارګ ونيوای شوی او نه هم پنجاب او ايران کوم د پام وړ ورانی رامنځته کړ. دولت ورځ تر بلې خپلې پښې ټينګوي، لاسونه غځوي، لمن ډکوي، کدرونه روزي، پرمختګ کوي او له غليم څخه مخکې روان وي.

د دې ټولو پرمختګونو راز په څه کې وو او څه کې دی؟

ولسمشر ښاغلی اشرف غني يو مدبر، څيرک او هېوادپال سپين ږيری دی. سربېره پرپنځوس سلنه واک يې وکړای شول چې نه يوازې کورني، بلکې پنجابي او ايراني يرغلونه په پوره مېړانه او ځيرکۍ سره په شا وتمبوي. همدا اوس هم چې طالبان له افغان دولت سره د سولې په جرګه کې برخه نه اخلي، يوازينی لامل يې دا دی چې پنجاب په ګونډو شوی دی او خپل غچ اخلي. که چېرې پنجاب او ايران له ولسمشر ښاغلي غني څخه ماتې نه وای خوړلې، نو د ښاغلي کرزي د دورې په څېر به يې طالبان هلته او دلته ورسره کښېنولای. خو د جرمنيانو په وينا "د غولن سړي غچ" همداسې وي لکه د پنجاب او ايران.
همدا ښاغلی غني وو او دی چې افغانستان يې د څلورو کلونو په موده کې د پنجاب او ايران له اقتصادي، سياسي او نظامي محاصري څخه واېسته او په بې شمېره کچه سره يې د دوی شوم پلانونه په شاه وتمبول. د څلورو کلونو په موده کې ولسمشر ښاغلي غني وکړای شول چې د افغانستان په بې کچه اندازه ګرانبيه پانګه "اوبه" مهار، خپل وطن پې اباد او د غليم کور ور وران کړي.
د ايران په سلګونو کلې له هغو سيمو څخه کډه شوي دي چې د افغانستان په اوبو وړيا اوسېدل، هغه ښارونه يې اوس د څښاک اوبه نه لري چې د افغانستان په وړيا ابو به يې د لامبا حوضونه ډکول، هغه رودونه يې اوس وچ دي چې د ماښامني چکر کښتۍ به يې پکې کښته پورته ځغولې او عاشقانه لوبې به يې پکې کولې.
د ښاغلي کرزي په څوارلس کلنه دوره کې افغانستان د خوراکي توکو له محاصرې څخه هم و نه ووت. نو اوسمهال چې افغانستان نه يوازې له اقتصادي، سياسي او نظامي محاصرې څخه وتلی او بلخوا يې په پنجاب او ايران خپل کور سور سکروټه ګرځولی دی، نو پنجاب او ايران به ولې او څنګه ومنلای شي چې ولسمشر اشرف غني دې د بلې دورې لپاره ولسمشر شي؟
که تاسې لوستونکي د ايران او پنجاب پر ځای وای، نو آيا دومره ستره ماتې مو د يوه خوار، نېستمن او جنګ ځپلي وطن څخه منلای شوی؟
سړی په بشپړ باور ويلای شي چې نه!
اوس هم پنجاب او ايران په خپل ټول واک او ځواک سره هڅه کوي چې د ولسمشر اشرف غني د دوهمې دورې مخه ونيسي او يو ځل بيا افغانستان ان د خوراکي توکو په ارمان کړي. پنجاب همدا غواړي چې په طالبانو دا وران او ويجاړ وطن نور هم وران کړي او ولس يې دومره ذليل او سپک کړي چې د پنجاب هر ناروا غوښتنې ته تر خپل سر، مال او ناموس تېر شي. همداسې يې ايران در واخلئ. آيا ايران دا منلای شي چې د يوه سپين ږيري ولسمشر له لوري داسې په شا وتمبول شول چې هره ورځ د دوې کېدون شته چې ايراني ولس د نېستۍ، بې کارې او د اوبو د کمښت له امله يوه خونړي انقلاب ته لاس واچوي؟

طالبان به تر ټاکنو پورې د تل په څير هلته او دلته خورا خونړي يرغلونه وکړي چې د سرزيان به نوي سلنه (90٪) ملکي وګري، په تېره ښځې او ماشومان وي. خو په ټوله کې طالبانو جنګي مورال او نوښت له لاسه ورکړی، ولسي ملاتړ نه لري، مذهبي ملاتړ خو ګرد سره نه لري، جنګ جګړې ته يې د نړۍ اسلامي علماّو د فتنې فتوا ورکړه او تر دې ټولو ډيره اړينه دا چې خپله غلامي يې افغان ولس ته په دې سره زباد کړه چې قطر ته د پنجاب په نظامي الوتکو کې د بې ننګو غلامانو او جنګي اجيرانو په څېر راوړل او بېرته بوتلل شول. تر دې لوی ذلت طالبانو ته بل نشته. که څوک په دې اند وي چې طالبان ان روسيې ته ولاړل او خپل دريځ يې وړاندې کړ، ښايي چې په دې پوه شي چې روسيه او امريکا خپل سياست کوي او د طالبانو په څېر يو وړوکی جنګي، لار ورکی، خوني، غلام او هرځايي ګروپ د دوی د سياسي ډګر پچې دي. تر ټولو ډير بايد پام وشي چې د هرې جګړې پای روغه جوړه او سوله ده. نو که طالبان هر څومره ولسي وګړي ووژني، بيا به هم يوه ورځ په ځړېدلي سر د روغې جوړې مېز ته را ځي، خو په کومو سترګو؟؟

له دومره سياسي، اقتصادي او نظامي برياوو سره سم، دا دي ټاکنې بيا را رواني دي. اوس نو امرل (انتخاب) د ولس په لاس کې دی چې خپل بچيان، سر، پت، عزت، غرور او هېواد ساتي، که يو ځل بيا پنجاب او ايران ته دا موکه ورکوي چې د افغان په هر کلي او کوڅه کې وينې وبهوي. دا انتخاب د ولس په لاس کې دی او ولس بايد خپله راتلونکې په پوره ايماندارۍ او ځيرکتيا سره وټاکي.

د ښاغلي اشرف غني له څلورو کلونو څخه داسې مالومېږي چې په دې ړنګ او مات وطن کې د نورو پينځو کلونو لپاره همدا سړی تر ټولو نورو ځيرک، هېوادپال، ريښتينی او د افغانستان د دفاع او پرمختګ لپاره يو لوی ستراتيژيک سنګر دی او بس.
ژوندی دې افغانستان او په واک دې وي ولسمشر اشرف غني