له ولـسـمشـره د خلکو هیله !
وایي، چې هغه پخوانی کفن کښ دې خدای وبښي دا اوسنی خو د مړیو په ...
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال به په ژمي کې جنګ- جګړې پیکه او یا په نشت حساب وې؛ خو د نوي ولسمشر له راتلو سره د ژمي او اوړي توپیر ورک شوی؛ جګړه، تاوتریخوالی، تربګنۍ او انسان وژنه ورځ تر بلې ګرمه او له دولت سره د خلکو واټن پراخ شوی چې ښه بېلګه یې د دولت د مخالفانو د نفوذ او پر نویو سیمو د واک ټینګیدل دي. دغه راز په ډېر شمېر ځوانان مو د کار موندنې او ژوندي پاتې کیدو په هیله د خپل پلارني هېواد پرېښودو ته اړ شوي.
نـوی ولسمشر او تازه مشاورین یې ډېری وخت په دې ضایع کوي چې د هېواد عواید زیات او په پای کې افغانستان له اقتصادي پلوه د بسیاینې په لوري روان شي.
په هره توګه سر مو په دغو اقتصادي مسایلو ډېر نه خلاصېږي؛ خو دومره پوهېږو چې د دې مظلوم ولس له جېبه پیسې ویستل ګټه نه ده؛ ځکه، چې له ورور څخه ګټه؛ ګټه نه، بلکې ... ده!
معنا دا، چې د چارواکو دا عوایدي پیسې د نویو پاسپورتونو د رانیولو له درکه تر لاسه کېږي. یعنې دا ټولو ته څرګنده ده، چې که دې مظلوم ولس ته کار وای؛ خلکو به ولې دا خوږ هېواد پرېښودای او په دې اندازه پاسپورتونه به نه ویشل کېدای او نه به د دې تش په نامه اقتصادي پلان د غښتلي کیدا ظاهري عواید زیاتیدل!
کیدای شي چې دې ډول هڅو ته پوره نابریالۍ یا بې پایلې کړنې ووایو؛ ځکه دوی په خپل رنګ کې کوټ خوړلی او عام ولس پر دغو تشو خبرو تېر باسي، چې زمونږ عواید د تېر په پرتله دومره سلنه لوړ شوي دي.
اې مسلمانه ولسمشره! تاسې؛ خو اقتصاد پوه یاست. که له تاسې سره یوازې د پاسپورت له درکه هغه هم یوازې په کابل کې د عوایدو حساب وشي؛ نو دا تېر څو کاله په ورځ کې زر دوه زره پاسپورتونه وېشل شوي. که دا زر دوه زره ضرب ۵ زره شي(پنځه کاري ورځې په اونۍ کې) چې د هر پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره هر افغان پېنځه زره او 7 سوه څو افغانۍ بانک ته سپاري. له سلګونه یې تېریږو، چې عام خلک هم ژر پرې پوه شي او د دغو پاسپورتونو د لګښت پیسې یې وشمېرو؛ نو 5000X2000=10000000 افغانۍ او بیا دا لس ملیونه افغانیو ضرب د 22 کاري ورځو کړو؛ نو 22X10000000= 220000000 یعنې دوه سوه شل ملیون د میاشتي. بیا دا ضرب د 12 میاشتو کړو؛ نو 2640000000 افغانۍ ترې د یوه کال په جریان کې جوړیږي.
آیا دا مشاورین او چاوارکي به د دې ځواب ووایي او که به د څېړنې لپاره ورته پلاوی وټاکي؟! خبره دا ده چې له هر تورتم وروسته رڼا وي. یعنې الله پاک مهربان پاچا دی؛ داسې وخت به راشي چې له یادو مشاورینو او چارواکو سره ذره ذره حساب وشي. یعنې هغه مهال به له شک پرته محاکمه شي.
بله مهمه مسله دا ده، چې ای چارواکو تاسې خو عواید د نفتو او ګازو له هغو سوداګرو ندي تر لاسه کړي، چې نفت او ګاز په ارزانه حتا ویل کېږي، چې د نفتو او ګازو په هر لیتر یا هر کیلوګرام کې له شل ډېرې پیسې د اول لاس غټ شریکان یا مافیایي کړۍ ګټي. البته که د نړيوال بازار د بیې له مخې پرتله شي!
آیا دغه راز پوښتنو ته به ځواب ومومي؟ او یا پـه بـــــل ډول تقریباً د درې لکو په شاوخوا کې موتر یوازې په پلازمېنه کابل کې چلېږي که حد اقل هر موتر د ورځې لس لیتره تېل لګښت ولري او بیا دا ضرب د درې لکو کړو او بیا له هغې یادې شوې ګټې سره (۲۰ افغانۍ) ضرب شي؛ نو څومره پیسې بشي؟ او همدا شان ولې دا د نفتو او یا ګازو بیې نه راټېږي؟
دا په داسې حال کې ده، چې زموږ ولسمشر خو غوره اقتصاد پوه دی او همداسې مشاورین یې! که نفت او ګازو بیې حد اقل لږ راټیټې کړای شئ دا به د ټول ملت لپاره ګټور وي مثلاً کرنیز حاصالات او کر کیله به زیاته شي ځکه تقریباً هر څه په همدې دوو مهمو سرته رسي که له ژورو څاوو اوبه هم راباسي په تیل او ماشین په مرسته راوځي او د توکیو انتقال او نور کارونه په نفت او ګاز تر سره کېږي.
همدا شان وړو او منځنیو پانګوالو یا سودا ګرو ته د پرمختګ زمینه برابره کړئ. دا سوداګر له مالیې معاف او یا یې مالیه پرې بیخي کمه کړئ؛ په کال کې څلور ځله نه د پخوا په شان یې یو ځل د خپل جواز د تصفیې په خاطر وغواړئ او دې ورته نورې آسانیتاوې، چې تاسې پرې له مونږ څو چنده ښه پوهېږئ؛ برابرې کړئ! نه دا چې له هېواده د ځوان کدر د پاسپورت د رانیولو په پار خپل عواید زیات کړو؛ ځکه ځوان د یوه دولت د ملا تیر بلل کېږي او بنسټیزه خبره د یوه هېواد د پرمختګ لپاره اقتصاد، امنیت او پوهنه ده، چې حتا د یوه بدن د شا او خېټې حیثیت لري؛ خو دا ټول په اصل کې له سولې سره تړاو لري؛ نو د خلکو یوازنۍ هیله له تاسې ښاغلي ولسمشره همدا سوله ده. که سوله مو راوستله؛ نو دا همتي افغان ملت هر څه په خپل همت او غښتلي هوډ رغولای شي او مهمه دا چې ستاسې نوم به له شک پرته پر زرینو کرښو ولیکل شي او رښتینی اقتصاد، پوهنه او امنیت به له شک پرته احساس او د بسیاینې پر لوري به هم ډاډمن ګامونه پورته کړي.
له شک پرته که افغانان یو ځل د سولې له نعمته برخمن شول؛ ډېر ژر به په نړیواله سطحه ځانونه ثابت کړي. لکه د کرکت او نورو لوبو په ډګر کې یې، چې له خروار تشویشونو سره- سره نړیوال هک- پک او حیران کړي دي.
هو ولسمشره! که د سولې په راوستو کې پاتې راغلئ او په خپل رنګ کې مو کوټ وخوړ؛ نو له شک پرته به په افغان ملي تاریخ کې د ولسمشرۍ بدترینه پېر ستاسو له نامه سره ولیکل شي!
هو اوس له ولسمشره د خلکو یووازنۍ هیله سوله ده او بس؛ په همدې هیله