کدو ډیر دروند دی

عمران د مکتب له همصنفیانو سره له ښوونځی بهر یو لنډ سفر درلود. په لاره کی ورته ښوونکي ووییل چی موږ او تاسو به نن د کدوانو یو پټی ووینو. زده کوونکي ډیر خوشحاله شول او په لاره کی چی کله ښوونکي ورته ووییل چی دوی کولای شی له ځانه سره یو یو کدو کورته هم راوړي، نور هم خوشحاله شول.
عمران او رسول چی ډیر نږدي ملګري وول له ځانه سره هود وکړ چی دوی به یو غټ کدو له ځانه سره کورته یوسي چی ټول خوشحاله کړي.
وروسته له نیم ساعته دوی پټیو ته ورسیدل او عمران منډه کړه او یو غت کدو یی خوښ کړ. هغه د ښوونکي په مرسته کدو وشکوه او په اوږه یی کیښود. د هغه ملګری رسول چی هرڅه ولټوه هومره غټ کدو یی پیدا نه کړ. نو هغه ته غوسه ورغله او عمران پسی یی منډي کړی چی کدو تری واخلی عمران په یو کوچني دیوال جګ شو او منډو ته یی دوام ورکړ. د هغه ملګری چی لا هم ورپسی منډي وهلی ونه شو کولای چی له عمران څخه کدو واخلی نو هغه یی ټیله کړ او له دیوال یی وغورځاوه. عمران چی یو غټ کدو یی هم په لاس کی وو په مځکه ونشو دریدلای، ولوید او په ژړا یی پیل وکړ.
د هغه ملګری چی د خپل له دي کاره ډیر پښیمانه وو منډي کړي او معلم یی خبر کړ. ښوونکی راغی او ویی لیده چی د عمران یو لاس ډیر پرسیدلی او په ښورولو سره یی درد نور هم زیاتیږی. هغه فکر وکړ چی د عمران لاس به مات شوی وي نوله نور ښورولو یی ډډه وکړه او په وارخطایی سره یی امبولانس ته زنګ ووهه چی عمران روغتون ته بوزي. د عمران ملګری چی د هغه په سر ولاړ وو، ورو ورو یی په غوږ وییل
“ عمران جانه”
“ عمران جانه”
“ عمران جانه ما وبخښه او لطفاً ښوونکي ته مه وایه”
“ عمران جانه ما وبخښه او لطفاً ښوونکي ته مه وایه”
“که معلم خبر شی بیا به زما پلار ته ووایی او زما پلار به ما ډیر ووهی عمران جانه”
عمران هم پوهیده چی څه به وشی که هغه ښوونکي ته ووایی، نو کله چی ښوونکی له هغه وپوښتل چی څه وشو، هغه د رسول نوم وانه خیست او ښوونکي ته یی ووییل
“ ما منډي وهلي او له دیواله ولویدم”
پای
د نومبر۲۹ ، ۲۰۱۸ کال
مونتری، کالیفورنیا