زه غواړم تا ووژنم. ته مړ شوې. زما او ستا د کورنۍ يا قوم دښمني شوه. هغوی ما وژني يا مې نېږدې د کورنۍ غړی. زه نه غواړم زه يا مې عزيز ووژل شي نو تا نه وژنم.
زه غواړم ستا په ناموس تېری وکړم; مال درنه واخلم . . بيا هم پورته کيسه!
دا ځل زه پوليس يم; عسکر يم . . . ستا د وژلو حکم را سره دی. که تا ووژنم نو زما کورنۍ او ماته مسوليت ندی راجع.
هو که ما حکم جعلي جوړ کړی وي بيا به حکومت سپيناوی وکړي. تاته او حکومت ته مجرم يم.
دا هم ونشوه !
دا ځل تا وژنم. مال او هر څه دې اخلم خو وايم د خدای امر راسره دی. دا سپيناوی نه ته کولی شې او نه حکومت. د خدای سره هم اړيکه نشې نيولی ( چې سپيناوی وشي چې دا د خدای حکم ندی).
مغل, انګليس او اوس پاکستان دا وروستی چم کاروي . مشکل دادی چې پنجابی پوځي,مغل او انګليس ملحدين دي. دوی د خدای شتون نه مني . دوی ځان ته ډاډه دي چې د پوښتنې څوک نشته که د خدای له آدرسه هر څومره ظلم وکړې پوښتنه يې نشته.
له بلې خوا پښتون ته لګيا دي چې خدای شته او حکم يې جهاد دی. بدله يې له مرګ وروسته ده. په سلګونو ملحدين ملايان يې ګمارلي چې مدرسې وچلوي او تبليغيان اوسي تر څو پښتون د وطن جوړونې خواته پام ونه کړي. په اخرت او وطن ورانونه يې بوخت وساتي. پدې کار تر ننه بريالي دي. بدبختانه پښتون لا هم د دغه ملحد پوځ په چلونو ندی پوه.