د انګلستان تعلیمی اسناد!
عبدالله وردک
انګلستان - اکتوبر - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام‌ علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې تاسي ټول روغ او جوړ وئ.
په انګلستان کې د پوهنتون دوره ۳ کاله ده. دا پدې معنا چې شاګردان د لېسانس دوره په دریو کالو کې پای ته رسوي.
کېدای شي، ځینو لوستونکو ته دا سوال پیدا شي، چې په انګلستان کې شاید درس ویل آسانه وي، او شاید شاګردان وکولای شي، چې د لږ علم په حاصلولو سره، خپله د لېسانس ډګري لاسته راوړي. نه داسې باالکل نده، او باید هېڅکله دغه شانته فکر و نه شي.
ما په ګران افغانستان کې، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله درس ورکړی، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، د انګلستان په پوهنتون کې مې هم درس ویلی، او هم له ۲۶ کالو راپدیخواه، د انګلستان په یوه پوهنتون کې درس ورکوم. دا پدې معنا، چې ماته د دغه ۳ ملکونو، تعلیمي پروګرام، یو څه نا څه، معلوم دی. نو زما په فکر سره، د شاګردانو دپاره، د انګلستان د پوهنتونو درس، لږ شانته سخت دی.
د انګلستان په پوهنتونو کې مسلکي مضامین په لومړي کال کې شروع کیږي. یعنې، شاګردان پوره ۳ کاله، ټول مسلکي مضامین لولي. په انګلستان کې د پوهنتون د هر مسلک دپاره ځانګړي او مناسب مضامین، د کالج په لومړي، او دویم صنف کې په ښه توګه، شاګردانو ته تدریس کیږي، او شاګردان، د همدغه د کالج د ۲ کالو، د نمرو په آساس، د خپلې خوښې مسلک او پوهنتونو ته د لازمو نمرو، د پوره کولو څخه وروسته داخله اخلي.
هېره د نه وي، چې د طب او فارمسي، د محصلینو تعلیمی دوره د نورو مسلکونو، د محصلینو سره فرق لري.
د پوهنتون محصلین، د کامیابۍ په صورت کې، له خپلو پوهنتونو څخه خپل تعلیمی اسناد، تر لاسه کوي. دغه تعلیمی اسناد (شهادتنامې)، ډېر د اهمیت وړ دي، او د دغه تعلیمی اسنادو، مطابق هغوی ته، د لوړو زده کړو، او کارونو زمینه برابریږي.
هېره د نه وي، چې د انګلستان په زیاتره پوهنتونو کې د (Honour) ډګري پروګرام مخ ته بېول کیږي، او په ډېرو کمو او محدودو پوهنتونو کې د (Ordinary) ډګري پروګرام هم په موازي ډول پر مخ بېول کیږي.
هغه فارغین چې ښې لوړې نمرې تر لاسه کړي، هغوی ته د لوړې درجې تعلیمی اسناد ورکول کیږي. دا پدې معنا، چې په انګلستان کې د مختلفو درجو تعلیمى اسناد، وجود لري.
کله چې یو څوک، د انګلستان له پوهنتون څخه، فارغ التحصیل کیږي، نو هغه به د کامیابۍ په صورت کې، له دغه لاندې، تعلیمی اسنادو څخه، یو تر لاسه کوي.
۱- لومړۍ درجه (First Class):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه تر ټولو لوړه او مهمه ډګري یا شهادتنامه ده. کله چې یو شاګرد، دغه شانته ډګري، لاسته راوړي، نو هغه شاګرد ته، د لوړو زده کړو داخله، هر پوهنتون په ډېره آسانۍ او خوښحالۍ سره ورکوي. دغه شاګرد ته په ډېره آسانۍ سره، د هغوی په مسلک کې، ښه وظیفه پیداکیږي. هر څوک غواړي، چې دغه شانته شاګرد، د خپل ځان کړي.
د دغه شهادتنامې لاسته راوړنه، ډېر منظم درس ویلو، او ښه تکلیف او ښه استعداد ته ضرورت لري. دغه ډول شاګردان، د ډېر قدر وړ دي، او هغو ته، د هغه استادان، هم ډېر په درنه سترګه ګوري.
د یادولو وړ ده، چې ډېر کم شاګردان کولای شي، دغه ډول ډګري لاسته راوړي. دا پدې معنا، چې کېدای شي، چې په یوه صنف کې ډېر لږ، او یا کله کله، هېڅ شاګرد دغه شهادتنامه تر لاسه نکړای شي. دغه شانته شهادتنامه، یوه شاګرد ته د خپل علم په برخه کې ډېر اطمنان ورکوي، او هغه د لوړو زده کړو، او لوړو علمی تحقیقاتو دپاره، آماده کوي.
۲- دوهمه درجه ( Upper 2nd):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه دویمه درجه ډګري یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته (1_2) هم ویل کیږي. دغه هم ډېره ښه عالي شهادتنامه ده. اما، د لومړۍ درجې شهادتنامې څخه، یوه اندازه ټیټه ده. د دغه شهادتنامې، لاسته راوړونکي ته هم د مسلکي وظیفې پیداکولو، او د لوړو زده کړو امکانات، ډېر زیات دي. د دغې شهادتنامې لرونکي، هم په ډېره آسانۍ، لوړو زده کړو ته لار پیدا کولای شي.
۳ - درېیمه درجه (Lower 2nd):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه درېیمه درجه ډګري یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته (2_2) هم ویل کیږي.
د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په یوه اندازه مشکل سره د خپل مسلک برابره وظیفه پیداکولای شي. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم ډېره پراخه خلاصه نده. اما، بیا هم امکان لري، چې د خپل مسلک وظیفه لږ په سختۍ ورته پیداشي. د لوړو زده کړو، امکانات یې، هم لږ شانته سخت دي. البته، زیات شاګردان دغه ډګري اخلي.
۴ - څلورمه درجه (3rd Class):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه څلورمه درجه ډګري او یا شهادتنامه، شمېرل کیږي. دغه درجې ته په انګلستان کې (3rd Class) ویل کیږي.
دغه ډګري، د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه، لومړنۍ ټیټه ډګري ده. د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په ډېر مشکل سره د خپل مسلک برابره، ښه وظیفه پیداکولای شي. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم په ډېره اندازه سره تړلې ده. دغه شاګردان هم له خپلې ډګرۍ څخه خوښحاله نه وي.
۵ - پنځمه درجه (Pass):
دغه د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه پنځمه درجه ډګري، شمېرل کیږي. دغه درجې ته په انګلستان کې (Pass) ویل کیږي. دغه ډګري، د انګلستان په پوهنتونو کې د لېسانس په سویه، تر ټولو ټیټه ډګري ده. د پوهنتون هغه فارغان چې دغه ډګري، لاسته راوړي، په ډېر مشکل سره هم د خپل مسلک برابره، ښه وظیفه نشي پیداکولای. د دوی پر مخ د نورو لوړو زده کړو دروازه هم تقریباً ټوله تړلې ده. پخپله شاګردان هم، د دغه شانته ډګري، په لاسته راوړلو، ډېر خفه وي.
۶ - عادي ډګري (Ordinary):
دغه شانته ډګري، په ځینو پوهنتونو کې ورکول کېږي. په دغه شانته ډګري کې شاګردان، له نورو شاګردانو څخه جدا تدریس کیږي، او جدا امتحان لري. د دغه ډول ډګري، اهمیت تر ټولو پورتنیو شهادتنامو څخه ټیټ دی. یعنې، د دغه شانته ډګري، لومړۍ درجه ډګري، د دغو پورتنیو، پنځو ډولو شهادتنامو څخه ټیټه ده.
۷ - یوازې یو تصدیق:
دغه تصدیق، هغو شاګردانو ته ورکول کیږي، چې هغه له پورتنیو ۶، شهادتنامو، څخه د یوې هم مستحق نه وي. یعنې، یوازې په یو کم تعداد مضامینو کې کامیاب شوی وي. دغې ته په انګلستان کې (Diploma of Higher Education) وایي.
۸ - یوازې یو تصدیق:
دغه تصدیق، هغو شاګردانو ته ورکول کیږي، چې له پورتني اووم تصدیق څخه، هم په کم تعداد مضامینو کې کامیاب شوی وي. دغې ته په انګلستان کې (Certificate of Higher Education) وایي.

د پام وړ ټکي:
کله چې یو څوک د انګلستان له پوهنتونو څخه خپله ډګري یا شهادتنامه تر لاسه کوي، نو هغه زیات مالي توان ته ضرورت لري. په انګلستان کې د کورني محصلینو فیس په اوسط ډول ۹۲۵۰ پونډه تعین شوی دی. البته، تر اوسه د اروپا د اتحادیې د ملکونو د شاګردانو فیس هم ۹۲۵۰ پونډه دی. د نورو ملکونو شاګردانو ته چې په انګلستان کې دوی ته، انټرنشنل شاګردان وایي، د هغو فیس د انجینرۍ په برخه کې په اوسط ډول له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پونډو پورې دی. دلته په انګلستان کې د ډېرو کمو شاګردانو فیس، د هغوی د کورنیو پذریعه ورکول کیږي، او د زیاتره شاګردانو فیس، د یوې ادارې له خوا، د قرضې په ډول ورکول کیږي.
هیله ده، چې د هغو ټولو خلکو څخه، چې په انګلستان کې یې تحصیل کړی، او د انګلستان څخه ګران افغانستان ته د کار دپاره ځي، دغه پوښتنه په ډېره جدي توګه ترې وشي، چې دوی کومه درجه ډګري لاسته راوړې ده.
د یادولو وړ ده، چې دغه ۶ ډوله شهادتنامې، او ۲ ډوله تصدیقونه، داسې تعبیر نشي، لکه په صنف کې، اول نمره، دوهم نمره، دریم نمره، څلورم نمره، پنځم نمره، او شپږم نمره. نه، داسې نده، دلته دغه شانته اول نمره او دویم نمره نشته، چې فلانی اول نمره او فلانی پنځم نمره شو. دلته کېدای شي، ډېرو شاګردانو، دویمه درجه ډګري، او یا ډېرو شاګردانو درېیمه درجه ډګري، او یا نورې ډګري، لاسته راوړې وي.
په ګران افغانستان کې باید دغې ټکي ته ډېر اهمیت ورنکړل شي، چې فلاني په انګلستان، او فلاني په امریکا، او فلاني په آلمان، او فلاني په کوم بل خارجي ملک کې درس ویلی دی. البته، دغه ټکی ډېر مهم دی، چې دوی کومه درجه شهادتنامه لاسته راوړې ده. د افغانستان خلک باید د چا په انګلسي خبرو کولو خطا نشي. خصوصاً، هغه خلک چې په مهمو دندو ګمارل کیږي. یا په بل عبارت، د یوه ملک بې سواده خلک هم، د هغه ملک په ژبه ښې خبرې کولای شي، او یوازې د ژبې خبرې کول، د یوه چا سواد، او بې سوادي نشي تعینولای.
د یادولو وړ ده، چې الله (ج) مکړه، زما هدف د یوه چا توهین کول ندي، او هم زما مقصد لوړو زده کړو ته بې احترامي نده. اما، د افغانستان ټول خلک حق لري، چې له دغه حقیقت څخه خبر شي، او داسې ونه شي، چې د چا حق، پدې خاطر چې فلاني، په خارج کې درس ویلی دی، تر پښو لاندې شي.
نن سبا دغه خبره سمه نده، چې فلاني، په خارج کې درس ویلی دی، نو هغه ته باید حتمي د ښو معاش، او مهمه وظیفه ورکړل شي.
د یادولو وړ ده، چې د عالی تحصیلاتو وزارت باید دغه ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي، او دا ځکه، چې د استادۍ دپاره د لومړۍ درجې، او یا د دویمې درجې شهادتنامې نه بغیر، نورې شهادتنامې، هېڅ په نظر کې ونه نیول شي، او دا ځکه، چې استاد، باید په خپل مسلک کې ښه وارد وي.
دا به له انصافه لیرې خبره وي، چې ونه ویل شي، چې د انګلستان په پوهنتونو کې، شاګردان ډېر زحمت وباسي، او له دوی څخه، نسبتاً زیاته توقع هم کیږي. دا پدې معنا، چې د لېسانسه، شاګردانو څخه، په هر مضمون کې، د علمي تحقیقاتو (ریسرچ) توقع هم کیږي. دوی ټول په آخري کال کې، د نورو مضامینو په شمول یوه پروژه (Project) لري، چې په هغه کې شاګردان ډېر زده کړي شیان په عمل کې پیاده کوي. زه غواړم، چې په بله لیکنه کې د هغه په باره کې مکمل معلومات قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم.
همدارنګه، د ټولو پوهنتونو، هر شی، د یوې صلاحیت لرونکې خپلواکه، حکومتي ادارې، پذریعه څارل کیږي، او هم نیږدې هره ډګري، د یوې بلې مسلکي ادارې له خوا هم تاىٔید او کنترول کیږي.
په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته هم اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، نورو خلکو ته وړاندې کړي.
زه یو ځل بیا دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ د دعا دپاره پورته کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او ټوله نړۍ کې قایمه کړي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com