د ښاغلی داؤد نعیم پوښتنه:

"پوښتنه دا ده چې سره له دی نه چې نن صبا بلخصوص تول ایران محوره میدیا هم د جنرال رازق پسی ظاهراْ ژاړی، اما آیا امکان لری چه د جنرال رازق یو ماهرانه ایرانی-روسی-پاکستانی طرح وو؟

ایران په تیرو اوه لس کلو کې په افغانستان کښې خپل دیرو هدافو ته ر سېدلې ده. د وطن د بقا په خاطر باید چه د ایران مختلفه مخربانه مداخلات په ګران افغانستان کې په دیره دقت او عمق تر څیړنی او معاینه ونیسو!

ایران پوهیده چه افغانانو څلور امپراطوریه ړنګولي، د صفويانو، د هند د مغلو، د انګرېزانو، د کمونیستانو او اوس هم افغانان دا توان لری چې امریکا سره هم خپل حق اوحقانیت ثابت کړی. د افغانانو سره د ایران آخوندی رژیم نه د مستقیم جګړه توان لری او نه هم دا غواړی. په عین حال ایران امریکا سره په یو ډول جنګ اخته دی چې هلته خو هم په مستقیمه ټوګه جګړه هرو مرو د ایران آخوندی رژیم خاتمه ده. مګر ایران په دی نه هم شه پوهیږی چې له افغانانو څخه د ایران منافعو لپاره په آسانه ټوګه ابزاری استفادی کولای شی.

نو د امتیاز طلبی ښه استراتېجي ایران ته، په افغانستان کې له امریکا څخه یو ډول د زور د ښودنې او په دی ذریعه امتیاز طلبی ده.

د سپتمبر پلمه، د ایران ماهرانه او مخربانه مداخلات، بلخصوص د ایران میدیائی نفوذ ته په افغانستان کې ته لاره خلاصه کړه. ایران په تیره یوونیم لسیزو کې د خپل دیر ماهرانه ژبنیز سیاست په اساس په افغانستان کې دا زمینه مساعده کړه چه د ایران میدیائی نفوذ ته لاره خلاصه شي. ایران خپل ژبنیز سیاست په افغانستان کې ڼن صبا نه دی پیل کړل بلکه د فارس دا ماهرانه ژبنیز سیاست تقریباً دوه نیمه پېړۍ ئې دوام درلود، مګر پس له ۲۰۰۱م. کال کې، یعنی پس له د سپتمبر یوولسمه تروریستی پېښه ئې، د افغانستان ګدود فضا د فارس ژبنیز سیاست د پراخولو
لپاره مساعد او آماده زمینه احساس کړ او خپل فعالیتونه په دی ساحه کې شدت او عمق ورکړ.

واضح خبره ده چې روسیه ته، امریکا ته، انګریز ته، عربی هیوادو ته، پاکستان ته، فارس او یا ڼنی ایران ته سر ټیټول او وطن ته شا ګرځول، دګران افغانستان خاینانو او هم د ګران هیواد بی غورانو او لږ عقلانو یو زوړ عادت دی چه زمونږ په تاریخ کښې ژورې نیلې او ریښې لري، مګر نن صبا په داسی بغرنج حالت کې د ایران محیلانه او مخربانه مداخلاتو په هکله بی غوری کولای شی چه په راتلونکی یو لویه فاجعه ایجاد کړی.

نن صبا چه امریکا څلور افغانان، دوه ایرانیان او دوه پاکستاني وگړي د طالبانو سره د اړیکو او په ځانمرگه حملو کې د ککړتیا په تور د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدي، آیا له امکان څخه خارج ده چه د جنرال عبدالرازق قتل د ایران-روسیه یو ماهرانه طرح وو، چې له پاکستان او د پاکستانی وګړی په مرسته او د طالب افراد په ذریعه انجام اخیستی دی؟

د امریکا د خزانې وزارت په ۲۳/۱۰/۲۰۱۸م. اعلانوی چې په اتو کسانو د طالبانو سره د اړیکو په تور بندیزونه لگولي دي، په دغو کسانو کې دوه ایرانیان هم شامل دي. د امریکا د خزانې وزیر سټیو منچن په ایران د طالبانو د کومک تور لگولې او وایي "ایران طالبانو ته د ترهگرۍ لپاره پوځي روزنې، مالې مرستې او وسلې ورکوي، دا د ایران په سیمې کې د ترهگرو د ملاتړ یو بل څرگند مثال دی.

منچن تیره اونۍ د ترهگرو د مالي سرچینو او په ایران د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره منځني ختیځ ته سفر کړی و. د یادونې وړ ده چې په طالبانو دغه بندیزونه د ترهگرو د مالي ملاتړ د مخنیوې مرکز ٧ غړیو هم لگولې دي.

د امریکا د خزانې وزات وایي چې هغوي به د هغو کسانو په نښه کولو ته ادامه ورکړي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د سولې پروسې ته تاوان رسوي.

د امریکا حکومت دغه بندیزونه پداسې وخت کې لگولي چې د افغانستان د انتخاباتو په دوران کې د تشدد پیښې زیاتې شویدي او د دغه ملک ځینې مهم سیاسي مشران پکې ووژل شول."
----------------------------------------------
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید حمایت حقوق زنان مظلوم در افغانستان!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما