د سیاسي سوداګرو غوغا!
تر هر څه مخکې، د خپل عقیدت او درناوۍ ګېډۍ ګېډۍ ګلونه، د وروستیو څلور واړه شهیدانو ملي اتل عبدالجبار، جنرال عبدالرازق، جنرال مومن حسن خېل او د ملي تلویزیون فلم اخیستونکي سلیم پر مزارونو نذرانه کوم. دا هغه مېړني دي چې د هېواد ژغورنې او د افغانانو د سوکالۍ په لار کې په بېساري مېړانه او سرښندنه شهیدان شول!
چې د قام په ننګ کې ومړ هغه زویه
په عالم کې د خپل پلار غاړه که لکه
خوشال بابا
دغو شهیدانو د هېواد د زرګونو شهیدانو په څېر، یو وار بیا په خپلو پاکو وینو افغان خاوره لا خړوبه کړه او د ښمن ته يي وښوده چې افغان بچی له سره تیریږي، خو د هېواد د یوې لویشتې خاورې، خپلواکۍ او ملي حاکمیته په هیڅ شان تېرېدونکی نه دی.
دغو شهیدانو په ریښتیا، د خوشال بابا په وینا، په عالم کې د افغانانو غاړه جیګه او د سر شمله لوړه کړه!
له بده مرغه د وطن په لار کې د شهیدانو سرښندنه په ریښتیني بڼه، تل او د ټولو لخوا یو شان نه تفسیریږي، دلته هم سیاسي سوداګر خپل مال او سودا خرڅوي او غواړي پر داسې پاکې ویني هم تجارت او معامله وکړي.
سیاسي سوداګرو اوس د کندهار د امنیي قومندان جنرال رازق شهادت، خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ګرځولې!
د کندهار د غملړلې پېښې او د جنرال رازق د شهادت د څرنګوالي په اړه، مخکې تر دې چې افغان دولت خپله ارزونه او څېړنه پیل او اعلان کړي، لومړی د ماسکو سیاسي سوداګرو په سپوتنیک کې د توطيې تیورې پر بنسټ داسې خبر چې امریکایان د پېښې لامل دی، میدان ته راوییسته. دا جعلي خبر لکه ځانمرګی بم وو، یوازې په ۲۴ ګړیو کې د هغه رسنیو په مټ چې سپوتنیک سره نږدې تړاو لري، په افغانستان، سیمې او نړۍ کې خپور شو.
د سپوتنیک په پل، ایراني خبرتون لکه تسنیم او ایرنا هم دغه جعلي خبر نور هم وشاربه او د خپلو خواخوږو غوږو ته يی په بېړه ورساوه چې وروسته بیا په اصطلاح ځینې افغاني رسنیو لکه ماندګار، ۸ صبح، جمهور، پایم افتاب او نور رامیدان ته شول او ځینو يي په پټو سترګو پر هغه جعلي خبر شخوند پیل کړ چې یوازې څو ګړۍ مخکې سپوتنیک خپور کړی وو.
د دغو جعلي خبرونو سره سم د شهید رازق جعلي ملګرو او ملاتړو هم سملاسې میدان ته ورودانګل، څو په خړو شویو اوبو کې د خپل مراد کبان ونیسي.
جمهوری خبرتون، د خبر تر مخې عطامحمد نور تر نورو مخکې شو او ويي ویل«جنرال رازق که یکی از استوانه های قدرت در جنوب کشور محسوب می ګردید، از محبوبیت خوب در میان مردم برخوردار بود. او نه تنها یک نظامی تمام عیار بود، که عامل اساسی امنیت کندهار وحوزه جنوب کشور محسوب می ګردد او از اعضای ارشد ایتلاف ملی بزرګ افغانستان بود که نقش ارزشمندی در تعاملات سیاسی کشور داشت» اعطا نور ورزیاتوي«ترور جنرال رزاق در یک محل مصون و تحت شرایط شدید امنیتی نشان میدهد که او در نیجه توطیه حریفانش و مقامات بلندپایه درون حکومت، هدف قرار ګرفته است»
په دې توګه سپوتنیک چې پر امریکایانو د پېښې پړه وراچوي، کورني سپوتنیکوال لکه عطانور او نور بیا«مقامات بلندپایه درون حکومت» هم ور سره رانغاړي، څو د توطيې تیورې اړخونه بشپړ شوې وي. جمهوري خبرتون د ایراني خبرتون، ایرنا پر بنسټ ادامه ورکوي او لیکي« در پی ترور جنرال عبدالرزاق محمد محقق معاون دوم ریاست اجراییه افغانستان در صفحه رسمی فیسبوک خویش نوشت: این حادثه تروریستی که در نتیجه ان جنرال رازق، عامل اصلی در ثبات در جنوب کشور به شهادت رسید، یک دسیسه سازمان یافته از پیش تعیین شده بود و سد اهنینی که رازق با درایت و تدبیر، با شجاعت و اخلاق خود در برابر تروریزم ایجاد کرده بود، شکسته شد»
همدغه خبرتون د امرالله صالح د خولې خبر هم رااخلي، امرالله د مکر په اوښکو سره وايی«یک جنرال اسطوره ای را نباید به مانند یک سپاهی ګمنام به خاک می سپردند»، خو کاشکې چې دا خبرې امرالله د جنرال رازق پر مزار کړی وای او کندهار ته تللی وای.
خو که موزې له ګودره مخکې له پښو ونه باسو، ولسمر غني خپله کندهار ته لاړ. د جنرال رزاق په مزار يي د ګلو ګېډۍ کېښوده او د هغه د مور او کورنۍ سره يي ولېدل. د کندهار د پولیسو اکاډیمې يي د جنرال رازق په نوم ونوموله، هغه ته يي د خپلواکۍ د اتل لقب ورکولو او پر قبر يي د مقبرې د جوړولو ژمنه وکړه.
پیام افتاب د سپوتنیک د خبر ترڅنګ لږ نور هم وړاندې تللی او زیاتوي«برګزاری نشست فرمانده نیروهای قاطع (سکاټ میلر) با مقامات محلی کندهار وهمزمان وقوع این حمله، سوال برانګیز به نظر میرسد؛ بویژه اینکه حمله زمانی صورت می ګیرد، که اقای میلر سواربر هواپیما می شود و از اسیب در امان می ماند. شاید این معمای باشد که بتوان رد اقای خلیلزاد سفیر صلح امریکا رانیز در ان دید»
په بله زیاتونه کې، جنرال دوستم چې غواړي په دې اړه تر کاروان وروسسته پاتې نه شي، له نامالوم ځای، وايي«جنرال رازق یک مرد (تلخه ناک) و دوست صمیمی من بود، و از جانب ایتلاف ملی حوزه جنوب راتحت پوشش خود داشت» او وړاندې ځي«امریکا بشنود؛ ما رییس جمهور تعیین میکنیم»
که سړی دا شان نورو ورته رسنیو او سایټونو ته هم سر ورښکاره کړي، د یوه اړخ ټول سیاسي سوداګر، د یوې ټلوالې پېژندل شوې څېرې او د هېواد د روان ناورین اصلي لوبغاړي، په ګډه تر یوه ماسک لاندې، ځانونه د جنرال رازق په ملاتړ کې ولاړ ځلوي او مرکزي حکومت ته سپورې ستغې وايی.
کله چې سړی د دغو سیاسي سوداګرو درواغجن ملګرتوب او ملاتړ ته ګوري، ګوته په غاښ پاتیږي چې میره څنګه تر مور مهربانه کېدلای شي!
سیاسي سوداګرو د حکومت لخوا د پېښې د څېړنې پلاوي پایلو او پریکړو ته، ځنډ ونه کړ او د باورچاپیریال يي مخکې له مخکې خړپړ کړ.
د هېواد د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي«د جنرال رازق قاتل د پاکستان ISI سره نږدې اړیکې درلودې. هغه کس چې جنرال رازق يي شهید کړ، د الحمزه په نوم ډلې کې روزل شوی وو. د الحمزه ډله د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکز دی او د تاج میر جواد په نوم د ISI د یو نږدې کس تر لارښوونو لاندې کار کوی، روهي بریښناپاڼه»
تر دې وړاندې د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزی هم رسنیو ته ویلي ول چې د جنرال رازق د وژنې دسیسه تر کرښې هغه خوا ترتیب شوې وه.
دا مهال د کندهار د خونړۍ پېښې په اړه نور مهم لاسوندونه هم تر ګوتو شوې دی. په همدې تړاو د هېواد ولسمشر اشرف غني په کندهار کې وویل«پاکستان ته وایم، توطیه په پاکستان کې شوې، مجرمین راکړۍ چې موږ يي محاکمه کړو. هر ډول پلاوی چې منۍ رادې شي او څېړنه دې وکړي چې موږ ملامت یوو او که تاسو، BBC »
شهید جنرال رازق چې په سرښندنې سره د پولیسو په چوکاټ کې جنرالۍ ته رسېدلی وو او په همداسې سرښندنې سره يي سر په وطن کېښود، د هېواد د سیاسي سوداګرو د شومو پلانونو څخه يي ژوره خبرتیا نه درلوده. د هېواد د هویت او پر مختګ کورني دښمنانو غوښتل چې شهید جنرال د مرکزي حکومت په وړاندې استعمال کړي او کندهار کې يي د واک په یوه ټاپو کې بندي وساتي. نن چې همدغه کړۍ د جنرال رازق په مړینه د مکر اوښکې تویوي او په خپل تبلیغ سره د هغه د شهادت پل له اصلي ځایه بلخوا انتقالوي او په دې اړه د افغانانو ذهن ګیچوي د هغه لويي توطیې یوه برخه ده چې د واک ټاپوګانو ساتلو لپاره د مرکزي حکومت په وړاندې ترسره کیږي.
که څه هم په ورته وخت د جنرال رازق سره ملي اتل عبدالجبار، جنرال مومن حسن خېل او د ملي تلویزیون فلم اخیستونکي سلیم هم شهیدان شوي، خو څنګه چې نوموړي شهیدان په پخوا کې د دغه کړیو د ملي ضد ګټو سره تړاو نه لري، د دوی په اړه نه غږ پورته کیږي او نه اوښکه تویږي!
کاشکې چې د جنرال رازق او نورو شهیدانو توی شوې وینه، له هر ډول سیاسي سوداګرۍ پرته، د ټولو افغانانو ترمنځ د ریښتیني یووالي او پيوستون لامل شي.
د همداسې څه په هیله!
د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی