زموڼږ د هېواد ۹۰ % وګړي  خولا دا نه پېژني چې  كپيوټر څه شى دى ، يا خو ډېرو خلكو ته يوه معجوزه ښكاريږي، داسې هم ډېر دي چې تر اوسه يې د كمپيوټر مخ هم نه دى ليدلى ، بيا د خواښينۍ خبره خولا دا ده  چې نړۍ د هرې شېبې په تېرېدو سره د پرمختګ يوه نوي معما لټوي ، نړۍ د د هرې شېبې په اوږدو كې د پرمختګ د يوې نوي زلزلې په  لټون كې دي، د  دا سې زلزلې چې ښور يې ټول جهان وښوروي،خود افسوس ځاى دا دى چې مونږ نه يوازې پرمختګ لټوو بلكې د دې كلمې  د نوم څخه مو هم بد راځي، هغه دا چې موږ  د حسد او كنې  په درياب كې داسې ډوب شوي يو چې خپل ځان هم رانه هېر شوى دى، دا نه پېژنو چې زه او زما ورور يانې څه ؟
 زما د ټولو پاسينيو خبرو څخه دا مطلب دى چې  دنيا په څه كې ده موږ اوګوره چې د يوبل  نه د نفرت په  رنځ اخته يو .

ورور   وژنه، غلا، د هېواد تاريخ خرڅول مو ورځينۍ چارې ګرځېدلي دي .
ايا يوازې زمونږ هېواد دى چې د ډېرو مليتونو څخه جوړ دى؟ كه نور هېوادونه هم شته ؟
ايا داسې اور چې  موږ خپلې جونګړې ته ورپورې كړى او د هرې شېبې په تېرېدو يې موږ  وړانګې نور هم په خپلو پوكيوتازه كوو  ، د نړۍ په كوم بل كونج كې هم بليږي؟
 كه  جهان د تاريخي اثارو په ساتلو خپل كلتور او فرهنګ خلكو ته ښيي او پيسې پرې  ګټي نو  په موږ كې ښه سړى هغه دى چې تاريخي اثار په خارجي بازارونو كې خرڅ كړي او پيسې پرې جوړې كړي.
 خبرې ډېر دي او د هرې لحظې څخه د انسان زړه پرې كوي، نو ښه  به دا وي چې خپلې اصلي موضوع ته راشو.
كمپيوټر:
كمپيوټر يوه بريښنايي (الكتروني) معجزه  او وسيله ده چې ډول ډول معلومات تحليلوي او ساتي يې. او د لاندې برخو څخه جوړ شوى دى:
كليدړه (keyboard) او موږك(mouse) دا هغه الې دي چې د هغو په مرسته  معلومات كمپيوټر ته وركول كيږي.
په كمپيوټر كې ډېره مهمه برخه  (Central Processing Unit  يا CPU) دا ځكه دا وسيله د كمپيوټر ټولې وسيلې كنټرولوي او لارښونه ورته كوي.

بله برخه يې تلويزيون  ته ورته الكتروني پرده(مانيټور) ده ، چې موږ پكې د خپلو معلوماتوپايلي ګورو. كمپيوټر نورې برې هم لري لكخ چاپګر (پرينټر) چې په كمپيټر كې ليكل شوي  متنونه چاپوي، انځورګر(سكانر) دا چاپ شوي متنونه او يا  هغه څه چې پر كاغذ ليكل شوي وي كمپيوټر ته انځوروي او داسې نور.

په دنيا كې ډېر ې داسې كمپنۍ شته چې ډول ډول پروګرامونه جوړوي او پلوري يې، چې د دغو پروګرامونو څخه په خپل وار ټوله نړۍ كار اخلي.

خو له بده مرغه د پښتو ژبې پروګرامونه او يا هغه پروګرامونه چې زموږ ژبه پكې په بشپړه توګه وچليږي او كار وكړي ډېر لږ دي او يا سره له دې چې ډېر ضعيف پروګرامونه دي په بازار كې په  لوړه بيه خرڅيږي .

د پورګرامونو زياته برخه  د ليكلو، رسامي(ګرافيك) ، له پاره په كار وړل كيږي،  چې د هغو له ډلې څخه ډېر مشهور او نومي پروګرام كورل ډرا (Corel Draw)دى، چې د نړۍ ټول پروګرامونه يې په خپلو كړو سره خنثا كړي دي، په تېره بيا دا ورستنى ورژن چې كورل ډرا۱۲ دى ،نوموړى  ډول نورو ټولو  ګرافيك پروګرامونو ته داسې ماته وركړي چې علاج به يې ډېر ګران وي.

كورل ډرا پروګرام مخكې هم د اشيا سافټ په ۹۸ ويندوز كې په پښتو ژبه كار كاوه ، خو د خوشبختى ځاى دا ده چې د كورل ډرا ۱۲ ورژن اوس په  پښتو ژبه په ټولو هغه ويندوزونو كې چې په پښتو چليز دى چې پښتو ژبه ولري.

يو بل ښه خبر دا دى چې اوس دا ټول پروګرامونه په ټيټه بيه يا مفت له ډېرو سايتونو څخه راكش كولي شو، په تېره بيا د  پښتو ژبې كليدړه چې زمږ د هېواد ډېر پر معلوماته او پرمختللي ويب سايتونه يې  سره د مكملې لارښونې  ټولو پښتنو ته د راكش كولو وړ جوړه ګرځولي دي.