که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسولو لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.
مګر له شک پرته د نن ورځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلومات
 ( (Data
تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.
پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:
1:
کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.
2:
کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.
3:
کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
4:
کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.
5:
کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.
5:
کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.
6:
کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.
7:
كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات
( (Data
کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر حسابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي.