A. کلکالي يا د کمپيوټر پرزې((Hardware
B. پوستکالي يا د کمپيوټر پروګرامونه(Software) 
C. لخت افزار(Firmware)
A: د کمپيوټر پرزې يا کلکالي (Hardware):
د کمپيوټر ټول هغه ميخانيکي او اليکترونيکي پرزې دي چې د ليدو او لمس کولو وړ وي.کله چې د کمپيوټر ظاهر ته وګورو کېدای شي چې زموږ تصور دا وي چې ټول کارونه همدا پرزې سرته رسوي.مګر کمپيوټر د پروګرامونو په مرسته خپلې دندې سرته رسوي.پروګرامونه او پرزې يو دبل لازم او ملزوم دي.پروګرامونو، پرزو ته روح بښلي او هغوی فعالوي.
کمپيوټر کولای شي چې لاندې څلورې بنسټيزې دندې سرته ورسوي:
1) د لمړنيو معلوماتو اخیستل
2) د لمړنيو معلوماتو پراسس او یا تر کارلاندې نیول.
3) د پايلو برابرول
4) د معلوماتو ساتل
له همدې کبله کولای شو چې د کمپيوټر پرزې هم په څلورو برخو وويشو:
1) د معلوماتو د ننه کولو وسايل((Input Devices
2) د سيستم برخه(System Unit)
3) د پايلو دښودلو يا د راايستلو وسايل(Output Devices)
4) د اطلاعاتو د ساتلو وسايل(Storage Devices)

B: د معلوماتو د ننه کولو وسايل
Input Devices

دمسايلو د حل لپاره دکمپيوټر کړنه انسانانو ته ورته ده.لمړنی کار چې يو انسان يې د يوې مسلې د حل لپاره سرته رسوي هغه دادی چې يا غوږ نيسي او يا د مسلې صورت لولي او مهم ټکي يې ذهن ته سپاري.وروسته يې دحل په اړه فکر کوي،د حل د موندلو لپاره مسله تحليل او تجزيه کوي او د هغې جزءيات تر پراسس لاندې راولي.
د حل له موندلو وروسته د مسلې حل يا پايله څرګندوي.کمپيوټر هم د مسلو د حل لپاره وسايلو ته اړتيا لري تر څو  کمپيوټر ته د هغه مسلې جزيات دننه شي چې ددې وسايلو دنده، کمپيوټرته له بانديني چاپيريال څخه  د معلوماتو د ننه کول دي.او له کمپيوټر سره د انسان د اړيکو وسيله ده. کمپيوټر ته دا وسايل د غوږو او سترګو په څير دي. د کمپيوټر پواسطه ټول هغه معلومات چې پراسس کېږي بايد کمپيوټر ته د همدې وسايلو له لارې دننه شي.
کمپيوټر ته، د معلوماتو دننه کولو لپاره له لاندې لارو چارو څخه کار اخيستل کېږي:
الف:د ليکمن(Key board) پواسطه د معلوماتو دننه کول
ب:د اشاره کوونکو وسايلو(Pointing Devices) له لارې د معلوماتو دننه کول
ج:د لوستلو دوسايلو(Reading Tools) له لارې د معلوماتو دننه کول
د:د رقم جوړونکو وسايلو(Digitizing Tools) له لارې د معلوماتو د ننه کول
الف:ليکمن(Key board ): 
کمپيوټر ته د معلوماتو د ننه کولو دوديزه وسيله ليکمن (Keyboard) دی چې د يوه کېبل پواسطه د پرله پسي Com او يا د پرله پسي USB پورټونو له لارې د کمپيوټر له سيستم سره نښلول کېږي.
د يادونې وړ ده ، کوم هغه ليکمن چې د کمپيوټر له سيستم سره د USBپورټ له لارې نښلول کېږي،په کمه اندازه ترې ګټه اخيستل کیږي.او په نژدې راتلونکي کې به د USB پورټونو د ښه والي له امله له هغې څخه ګټه اخيستل دCOMپورټونو په پرتله ډير شي.کولای شو چې د ليکمن په مټ د الفبا توري ،ارقام ،نښې او خپل دستورونه نيغ په نيغه کمپيوټر ته دننه کړو.
د ليکمن د کلي ګانو شمير نظر د ليکمن ډول ته توپير کوي.
په کمپيوټر کې شته کلۍ په لاندې څلورو ګروپونو ويشل شوي دي:
1) د نښو او تورو کلۍ چې د الفبا د تورو او د ځانګړو حروفو د ننه کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
2) د ارقامو کلۍ چې د حساب د ماشين کلي ګانو ته ورته دي او د اعدادو دننه کولو لپاره پکار وړل کېږي.
3) ځانګړې او د کنترول کلۍ چې په يواځې او يا په ځينو نورو برخو کې له نورو کلي ګانو سره يو ځای کار کوي.
4) د تابع کلۍ چې د دستورونو داسانه ننه کولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي.کېدای شي چې په بيلا بيلو پروګرامونو کې د هغوی دپه کار وړلو ډول توپير وکړي او يا په بل ډول، د هغوی دنده د پروګرام ليکونکي د غوښتنې پر بنسټ ټاکل کېږي.

ب:اشاره کونکي وسايل(Pointing Devices ):

له دې وسايلو څخه په ګرافيکي پروګرامونو کې کوم چې په هغه کې د کارن((User تړاو له کمپيوټر سره په ګرافيکي توګه وي، کار اخيستل کېږي.چې دا وسايل داشاره کوونکو وسايلو په نامه ياديږي او دا وسايل په لاندې ډول دادي:
1:موږک(Mouse): 
له ليکمن څخه وروسته ،کمپيوټر ته د معلوماتو دننه کولو لپاره دوديزه وسيله چې د ليکمن په پرتله په هغې کار کول اسانه وي ،موږک دی. مګر دنورو دندو لپاره لکه کمپيوټر ته د اوامرو ورکول،مؤشر ته حرکت ورکول اوپه نورو برخو کې له موږک څخه کار اخيستل کېږي.موږک ډير ډولونه لري چې له هغې ډلې څخه نوري (Optic) يا له مزي پرته او معمولي موږک چې له سيستم سره د يوه مزي په واسطه نښلي يادونه کولای شو.
د وړلو وړ کمپيوټرونه (Portable)له لاندې وسايلو څخه د موږک په حيث کار اخلي:
1:ځای ښودونکی پنډوسکی(Track Ball):
دسرچپه موږک په څير دی چې کارن (User) د خپلې ګوتې په مرسته د پنډوسکي په خوځولو د موږک مؤشر خوځوي.
2:لمسي پاڼې(Touch Pad): 
لمسي پاڼه ديوې پلنې پاڼې په څير ده چې دخج( فشار) په مقابل کې حساس دي.کارن د خپلې ګوتې د خوځولو په واسطه د موږک مؤشر ته حرکت ورکوي او ځينې وخت د Track Padپه نامه هم ياديږي.
3:لمسي ټکی(Track Point):
د Laptopکمپيوټرونو د ليکمن په منځ کې ځای لري او د ګوتې پواسطه هغې ته دخج په ورکولو مؤشر د ښودلو د پاڼې پر مخ خوځوي.
4:د ګوتې اشاره:
ځانګړي مانيتورونه کولای شي چې د  ګوتي اشاره هم د خپل ورودي په حيث ومني او له هغې سره سم ټاکلی عمل سرته ورسوي.
5:بريښنايي قلم(Light Pen):
د يوه قلم په څير دی او د ښودلو له پاڼې سره د اړيکې په اثر ټولې هغه چارې چې د همدې قلم له لارې هغه ته اشاره کېږي سرته رسوي.د ښودلو د پاڼې پر مخ د متن ليکل او يا رسامي کول ټول په مستقيم ډول د نوري قلم له لارې سرته رسيږي.