وروسته، د دغې جوړې شوې نظريې پر بنسټ د انجنيرۍ په مرسته د كمپيوټر پرزې او سافټويرسمون را منځته كوي او بيا د تجربې لپاره پرې آزموينه ترسره كوي او څرګندوي، چې اصلي پايله لاسته راغلې كه نه؟ پدې ډول سره دا هم شونې ده، چې د تجربو په نتيجه كې كومه نوې نظريه رامنځته شي.

كمپيوټر پوهنه په لاندې څانګو وېشل شوېده

سافټوېر پراختيا Software Development د سافټوېر پراختيا لپاره د سافټوېر د سګښت، د مختلفو تخنيكونو لوستنه د كمپيوټر پوهانو او انجينرانو لپاره د ډېر اهميت وړ ده. د بېلګي په توګه په يو پروګرام كې د استعمال لپاره د غوره او وړ كمپيوټري ژبو او الګوريتمونو ټاكنه، دا دركول چې څنګه كېداى شي د خبرتياوو زيرمول او ساتنه په اغېزمنه توګه ترسره شي، او د يوځانګړي سافټوېر د جوړښت په نتيجه كې د هغه سولګريز (Computational ) بريد څرګند كړي. نو پدې ډول د سافټ وير سګښتګر (designer) بايد د يو سافټوير يا د پروګرام د جوړولو پروخت ډېر لاملونه په پام كې ونيسي، چې وكړاى شي يو بشپړ سافټوېر يا پروګرام جوړ كړي.

همدا راز سافټوير سګښت بايد د يو پروګرام د ځانګړتياوو دايره كوچنۍ كړي، چې هغه سافټوېر د كمپيوټر د حافظې له بريده وانه وړي.

سافټوير انجنيري د سافټوير جوړولو هغه برخه ده، چې كمپيوټر پوهان او انجنيران پكې د يو باوري او غښتلي كمپيوټري پروګرام د جوړښت لپاره د اسانتياوو په منځته راوړلو څېړنې كوي، د كمپيوټر د دغې برخې په څېړنه كې د يوه سافټوېر ژوند ارابه ( life cycle ) ټول اړخونه په پام كې نيول كېږي.

Algorithm او ډېټاجوړښت (Data Structure) د كمپيوټري پروګرامونو ودانيزې ستنې (blocks building) منل كېږي. Algorithm د يوې مسئلې د حل ګام پر ګام دقيقه كړنلاره ده، چې په يوه ټاكلي وخت كې د يوې ځانګړې كمپيوټري حافظې په كارونې سره تر سره كېږي. د ډېټا د يو كلكسيون پلټنه، د ډېټا برابرښت (sort كول)، او د حسابي اجرآتو ترسره كول (لكه د مېټركس ضرب) د الګوريتم ځينې عامې بېلګي دي.

ډېټا جوړښت د خبرتياوو د منظم كولو او تر ډېره ځايه د ډېټا تر منځ د اړيكو جوړولو يوه تګلار ده. ځينې عام ډېټا جوړښتونه لكه لېستونه (lists)، سپونه (queues)، كړۍ (arrays)، stacks او rewords زياتره د پورتنيو هڅو د تكميل لپاره كارول كيږي، كمپيوټر پوهانو د نويو مسئلو د حل لپاره د نوي Algorithm او ډېټاجوړښت ارتولوته ادامه وركړېده او ورسره يې د شته پروګرامونو په اغيزمنتابه كې د زياتونې په هكله هم هڅې پيل كړې دي.

سافټوېر انجنيران دغه الګوريتم (چې د انګليسي ژبې پر كلماتو جوړ شوى) د كمپيوټري ژبو په وسيله پلي كوي، چې وكولاى شي خپله موخه (هدف) ترلاسه كړي او د مسئلې حل ته د عمل جامه ورواغوندي.

د خبرتياوو بياترلاسى (Information Retrieval) او Database هم د څېړنې د څانګې دوه برخې دي، يو ډېټابېس په كمپيوټر كې د معلوماتو يو منظم كلكسيون دى، لكه څنګه، چې په يوه كمپنۍ كې د مشتريانو د حساب (Account) ډېټا موجوده وي. كمپيوټر پوهان پدې هڅه كې دي، چې كارن (user) په اسانه توګه يو Database ته ورسېږي، د رسېدو سرعت يې زياتوي او د نااړونده كسانو مخه نيسي. لدې سره سره كمپيوټر پوهان د ډېټا د برابروالي په اړه پر كار بوخت دي، چې وكړاى شي دكمپيوټر د حافظې په لږه برخه كې ډېره ډېټا خوندي كړي. د ډېټا پيداكول په يو داسې كلېكسيون، چې په څرګنده توګه اوډل شوي نه وي ورته د خبرتياوو بياترلاسى وايي. دبېلګې په توګه په يوه دوسيه كې د خبر لټول ستونزمن بريښي. كمپيوټر پوهانو د ډېټا لړښوون (Index) د جوړولو په اړه ځينو Algorithms ته پراختيا وركړېده، كله چې خبرتياوې لړښوون شي، نو د ډېټابېس لپاره جوړكړى شويو تخنيكونو له كبله د هغوى برابرول په اسانه توګه سرته رسېداى شي. چليز سيسټم (چليز سيسټم هغه سيسټم دى، چې دكمپيوټر ټول فعاليتونه كنترولوي.) په كمييوټركې د ( (user-interface تيارول، د پرګرامونو په كمپيوټري حافظه كې خوندي او د هغوى چلول، د كمپيوټر د راكړيزو\وركړيزو (input/output) وسيلو كنټرولول، د كمپيوټري سرچينو اداره كول، لكه د (Hard disk) د زيرمې اداره كول، له اړتيا پرته دكمپيوټر د كارولو مخه نيسي، د كمپيوټر په حافظه كې د شته خبرتياوو خوندي ساتنه او داسې نور اړين كارونه سرته رسوي كمپيوټر پوهانو د چليز سيستم د كارولو د اسانتيا او ژغورنې په پار او د اغېزمن كار لپاره په هڅو بوخت دي .

 

كمپيوټري ودانيز Computer Architecture

كمپيوټري ودانيز د يوه كمپيوټر سګښتنې (ډيزائن) ، انځورونې او شننې ته وائي د كمپيوټر انجينران پدې هڅه كې دي، چې د كمپيوټر تېزوالى، د سپما ونډه، ډاډمنتوب، د كمپيوټر نرخ، او د برېښنا د مصرف په كمولو سره د كمپيوټر ځانګړتياوې نورې هم زياتې كړې. د كمپيوټر ډېر انجينران د يوه داسې كمپيوټر جوړولو ته لېواله دي، چې د يو ځانګړي كړنيز ( application ) لپاره جوړيږي لكه image processing ، signal processing او د ميخانكي سيستم كنترول. پدغه ډول كار سره كمپيوټري ودانيز د يو ځانګړي كار لپاره كارول كيږي او په فعاليت كې زياتوالى او په نرخ كې كموالى راولي.

 

 

خپللاسي زيركتيا Artificial Intelligence

د خپللاسي زيركتيا څېړندويه كمپيوټرونه او ماشينونه دېته تيار كړاى شويدي، چې د انسان د ذهن اوحسي اجراتو د وړتيا په وړاندې ودريږي. خپللاسي زيركتيا لاندې برخې لري:

۱: ماشين زده كړه (Machine Learning) ۲: منځمخه (Interface) ۳: د پوهنې ځواك ( Cognition) ۴: پوهنيز استازيتوب (Knowledge Representation) ۵: د مسئلې حلونه (Problem Solving) ۶: كمپيوټرمرستې سافټوير انجينترۍ په بنسټ دليل ويېنه (Case-Based Reasoning) ۷: د طبيعي ژبې پوهيدنه (Natural Language Understanding) ۸: د خبرو پيژندنه (Speech Recognition) ۹: كمپيوټري لرليد (Computer Vision) ۱۰: خپللاسي عصبي شبكې (Artificial Neural Networks)
يواځينى تخنيك، چې د خپللاسي زيركتيا له مطالعې رامنځته شويدى، هغه د يوې مسئلې د حالتونو د سېټ په توګه څرګندول دي او لدې حالتونو ځينې به د مسئلي حل وي، مګر ددغه حالتونو لټونه پكار ده، چې وكړاى شو د يوې مسئلې حل راوباسو.

د بېلګي په توګه د شطرنج په لوبه كې د نوي پړاو له پيلېدو سره سم نوى حالت منځته راځي، كمپيوټر كولاي شي، چې سرته رسيدلي چالونه وڅيړي او هغه چالونه په ګوته كړي، چې د لوبې ګټلو لامل ګرځېدلي .دغه ډول فعاليتونه، چې كمپيوټر په كې پخپله فكر كولاى شي، د خپللاسي زيركتيا (Artificial intelligence) له امله منځته راغلي دي.

 

 

انسان كمپيوټر پوهاوى Human Computer Interfacing

HCI خلكو ته د كمپيوټر د كارولو زمينه برابروي، د HCI بېلګې ليكمن (Keyboard) ، موږك او مايكروفون دى، د دې په وسيله خلك كولاى شي كمپيوټر ته هر ډول لارښوونې (commands) وركړي او په ځانګړي كړنيز Application كې يو متن وليكي.

روبوټپوهنه Robotics

د كمپيوټرپوهنې يوه بله څانګه، چې په پراخ مټ ترې كار اخستل كيږي روبوټپوهنه نوميږي. روبوټپوهنه د ټولو هغو ماشيني پرزو د سګښتې (انځورونې) پرمختللې پوهنه ده، چې دكمپيوټر په وسيلې سره كنټروليږي. روبوټپوهنه د ساتېرۍ له څيزونو نيولې تر خپلكاري (اوتوماتو) فابريكو پورې رسېداى شي او انسان ته له ټولو هغو كارونو څخه د ژغورنې لامل ګرځي، چې نارامه، تكراري او زيانمن وي. وبوټپوهان (Robotcists) (هغه پوهان، چې د روبوټپوهنې په اړه شننې، څېړنې سرته رسوي). د روبوټونو د كنټرول په اړه د مختلفو برخو مطالعه كوي. دوى د روبوټونو د فزيكي ځانګړتياوو جوړښت، چاپېريال، د كړنو د پلان جوړونې، دsensors - حس كوونكې پرزې، چې د پروګرامجوړونې (programming) په وسيله جوړې شويدي- استعمال، چې وكړاى شي له كنټرولوونكي پروګرام سره اړيكې ټينګې كړي او له غوښتي ډاډ څخه يې برخمن شي. نو زموږ د ليكني پايله په دې ډول راووته چې كمپيوټرپوهنع د خلكو ترمنځ دود او وپېژندل شوه، او په ننۍ نړۍ كې يې يو نوى اوښتون رامنځته كړ

كمپيوټر څه شى دى؟

كه چېرې په غربي نړۍ كې د عامو وګړو سره دا پوښتنه پيدا كيږي چې د كورني ژوند د استعمال له پاره كوم ډول كمپيوټر ښه كمپيوټر دى   ؟  خو ډېر دې افسوس ځاى دى چې زموڼږ د هېواد ۹۰ % وګړي  خولا دا نه پېژني چې  كپيوټر څه شى دى ، يا خو ډېرو خلكو ته يوه معجوزه ښكاريږي، داسې هم ډېر دي چې تر اوسه يې د كمپيوټر مخ هم نه دى ليدلى ، بيا د خواښينۍ خبره خولا دا ده  چې نړۍ د هرې شېبې په تېرېدو سره د پرمختګ يوه نوي معما لټوي ، نړۍ د د هرې شېبې په اوږدو كې د پرمختګ د يوې نوي زلزلې په  لټون كې دي، د  دا سې زلزلې چې ښور يې ټول جهان وښوروي،خود افسوس ځاى دا دى چې مونږ نه يوازې پرمختګ لټوو بلكې د دې كلمې  د نوم څخه مو هم بد راځي، هغه دا چې موږ  د حسد او كنې  په درياب كې داسې ډوب شوي يو چې خپل ځان هم رانه هېر شوى دى، دا نه پېژنو چې زه او زما ورور يانې څه ؟
 زما د ټولو پاسينيو خبرو څخه دا مطلب دى چې  دنيا په څه كې ده موږ اوګوره چې د يوبل  نه د نفرت په  رنځ اخته يو .

ورور   وژنه، غلا، د هېواد تاريخ خرڅول مو ورځينۍ چارې ګرځېدلي دي .
ايا يوازې زمونږ هېواد دى چې د ډېرو مليتونو څخه جوړ دى؟ كه نور هېوادونه هم شته ؟
ايا داسې اور چې  موږ خپلې جونګړې ته ورپورې كړى او د هرې شېبې په تېرېدو يې موږ  وړانګې نور هم په خپلو پوكيوتازه كوو  ، د نړۍ په كوم بل كونج كې هم بليږي؟
 كه  جهان د تاريخي اثارو په ساتلو خپل كلتور او فرهنګ خلكو ته ښيي او پيسې پرې  ګټي نو  په موږ كې ښه سړى هغه دى چې تاريخي اثار په خارجي بازارونو كې خرڅ كړي او پيسې پرې جوړې كړي.
 خبرې ډېر دي او د هرې لحظې څخه د انسان زړه پرې كوي، نو ښه  به دا وي چې خپلې اصلي موضوع ته راشو.
كمپيوټر:
كمپيوټر يوه بريښنايي (الكتروني) معجزه  او وسيله ده چې ډول ډول معلومات تحليلوي او ساتي يې. او د لاندې برخو څخه جوړ شوى دى:
كليدړه (
keyboard) او موږك(mouse) دا هغه الې دي چې د هغو په مرسته  معلومات كمپيوټر ته وركول كيږي.
په كمپيوټر كې ډېره مهمه برخه  (
Central Processing Unit  يا CPU) دا ځكه دا وسيله د كمپيوټر ټولې وسيلې كنټرولوي او لارښونه ورته كوي.

بله برخه يې تلويزيون  ته ورته الكتروني پرده(مانيټور) ده ، چې موږ پكې د خپلو معلوماتوپايلي ګورو. كمپيوټر نورې برې هم لري لكخ چاپګر (پرينټر) چې په كمپيټر كې ليكل شوي  متنونه چاپوي، انځورګر(سكانر) دا چاپ شوي متنونه او يا  هغه څه چې پر كاغذ ليكل شوي وي كمپيوټر ته انځوروي او داسې نور.

په دنيا كې ډېر ې داسې كمپنۍ شته چې ډول ډول پروګرامونه جوړوي او پلوري يې، چې د دغو پروګرامونو څخه په خپل وار ټوله نړۍ كار اخلي.

خو له بده مرغه د پښتو ژبې پروګرامونه او يا هغه پروګرامونه چې زموږ ژبه پكې په بشپړه توګه وچليږي او كار وكړي ډېر لږ دي او يا سره له دې چې ډېر ضعيف پروګرامونه دي په بازار كې په  لوړه بيه خرڅيږي .

د پورګرامونو زياته برخه  د ليكلو، رسامي(ګرافيك) ، له پاره په كار وړل كيږي،  چې د هغو له ډلې څخه ډېر مشهور او نومي پروګرام كورل ډرا (Corel Draw)دى، چې د نړۍ ټول پروګرامونه يې په خپلو كړو سره خنثا كړي دي، په تېره بيا دا ورستنى ورژن چې كورل ډرا ۱۲ دى ،نوموړى  ډول نورو ټولو  ګرافيك پروګرامونو ته داسې ماته وركړي چې علاج به يې ډېر ګران وي.

كورل ډرا پروګرام مخكې هم د اشيا سافټ په ۹۸ ويندوز كې په پښتو ژبه كار كاوه ، خو د خوشبختى ځاى دا ده چې د كورل ډرا ۱۲ ورژن اوس په  پښتو ژبه په ټولو هغه ويندوزونو كې چې په پښتو چليز دى چې پښتو ژبه ولري.

يو بل ښه خبر دا دى چې اوس دا ټول پروګرامونه په ټيټه بيه يا مفت له ډېرو سايتونو څخه راكش كولي شو، په تېره بيا د  پښتو ژبې كليدړه چې زمږ د هېواد ډېر پر معلوماته او پرمختللي ويب سايتونه يې  سره د مكملې لارښونې  ټولو پښتنو ته د راكش كولو وړ جوړه ګرځولي دي.