كوو. په ساده عمليو کې لږاو په ګرانو معادلاتو کې ډېر وخت ته اړتيا ده ، په دې عملیاتوکې تر ټولومهمه خبره  دقت او د عمل چټكتيا ده، د دې اصولو په نظرکې ساتلو سره پوهان د داسې يو ماشين په لټه كې شول چې تر څو وكولای شي پورته یاد شوي عمليات په چټكۍ سره  سرته ورسوي، چې  با لآخره دا كار د يوه ماشين يعني كمپيوټر د منځته را تګ سبب شو

 مګرv  دا پدې مانا چې نه يواځې په محاسبه كې بلكې د ژوندانه په ټولو چارو كې د آسانتياوو رامنځته كولو په خاطر ورځنې ګټه اخستل کېږي.vله پيله تر اوسه د كمپيوټر د كړنو په کېفيت او فزيکې شكل كې ډېر د پام وبدلون راغلی دې.

موږ په خپل ورځني ژوند كې د كمپيوټر ډېر تغيرات لېدلای شو، د بيلګې په توګه د الوتكو د ټكټونو ريزرف كول،د بريښنا ،ټيليفون بيلونو تحويولول،د بانکې معاملاتو،ترسره كول،د بانکې معاملاتو تحليل او تجزيه،لوي سوداګريز معاملات طبي تشخيصونه د هوا د حالاتو د وړاند وينه اوداسې نور چې د كمپيوټر څخه پكی په خورا لويه كچه ګټه اخيستل کېږي.

كمپيوټر څه شی دې؟

د کمپیوټرتعریف:

كمپيوټر يو برېښنايي ماشين دې چې معلومات Input اخلي  ، په اخیستل شوو معلوماتو باندې عملیات تر سره کوي د عملیاتو تر سره کولو وروسته موږ ته نتیجه یعنې Out put  راکوي او معلوماتذخیره کوي.كمپيوټر يو برقي ماشين دې چې كړنې(عمليات) په ډېرې چټكۍ سره ترسره كوي.او وروسته به تاسې وګوري چې څرنګه دا ماشين ډېر مغلق دماغي او جسماني كارونه ترسره كوي اوبالاخره موږ دا ماشين د يو جادويي صندوق سره تشبیه كوو. ديو غېری مسلکي سړي لپاره كمپېوټر د يو ساده ماشين په څير دی چې د لومړنېو حسابي عملیو او ليكلو په چارو کې ترې ګټه اخلي. كمپيوټر يو  ماشين دي چې په ډېر لږ وخت کې د ډېرو حساسو او پيچلو فعاليتونو تر سره كولو وړتيا لري او كولای شي معلومات ثبت او اداره كړي. كمپيوټر معلومات اخلي او د ځينو عمليو په واسطه يې تجزيه كوي.

Input 

      هغه هدایات چې کمپیوټر ته ورکول کېږی دInput په نامه یادېږي.            Out put

     هغه معلومات چې د کمپیوټر لخوا پرې عملیات تر سره شوي وي او د کمپیوټر د پردې پر مخ     د Soft copy  په نامه یادېږي او یا د چا پ شوي پاڼې په شکل په نظر راځی چې د      Hard copy په نامه یادېږی د  Out   put په نامه یادېږی.

      Process

     د کمپیوتر په وسیله په دقیقه توګه د Dataیعنې معلوماتو د تحلیلول او پر هغو د عملیاتو تر سره      کولو ته Process وایي.   

                                                                                                       Data

     د Data   کلمه د لاطینۍ ژبې د کلیمې Datum څخه اخیستل شوې ده چې د یوې موضوع په هکله د  حقایقو او ارقا مو په مانا کارول کېږي.

Information    

    هغه Data چې عملیات پرې تر سره شوي وي او د پرېکړې نېونې په منظور کارول کېږی د Information        په نا مه یا دېږي.

Hard ware   

   د کمپیوټر  ټولې هغه برخې چې  لمس کیدای شی د Hard ware په نا مه یادېږي. لکه: ماوس    سي- پي- یو . پرنټر او...........