نړۍ کی 10

لکه کمپیوټرانوته زیان ورساوه، داکیډوچی مشهوره په کنفیکر سره دی

دکمپیوټرپه تاريخ کی تر (ایس کیو ایل سلمر) وایروس وروسته ترټولوخطرناکه

وایروس دی،

 

دسایبرکمپنۍ مشرافسر ښاغلی (هایپوهن) دبې، بې ، سي سره په خبروکی وویل:

په نړۍ کې ددې وایروس له کبله دزیان اټکل مشکل دی، خوزماپه اندتر 90 لکه

زیات کمپیوټران ئې زیان کړیدی؛ په دوومیاشتوکی ئې زیان و دوه کروړه

اوشپېته لکه کمپیوټرانوته ورسېده،  اوددې وایروس څخه مایکروسافټ زیات

زیان من شو، چی داټول اپریټنګ سیستمونه ئې تراغیزی لاندی راوستل:

Windows 2000

Windows xp

Windows Vista

Windows Server 2003

Windows Server 2008

Windows 7 Beta

Windows Server 2008 R2 Beta

البته د (لینکس او میک) سیستمونه ورڅخه محفوظ وه،  دې وایروس

دنورووایروسو څخه زیات پرمخ تللی اواغیزو توپیرئی دادی چی دا وایروس

پخپله خپل ځان (اپ ډېټ) کوی ،  اواوس دې وایروس وپنځواقساموته رسېدلې ده،

چی کنفیکر اې، بي، سي ، ډي او اي،

داویروس څنګه خپریږی؟

په مایکروسافټ وینډوزکی د (Ms08-067) دکمزورۍ په وجه خپریږی، نوځکه

د(یوایس بي) یا دانټرنیټ له لاری وکمپیوټرانوته لاره مومی،

اودوینډوزواپریټنیګ سیستم ته داخلیږی، ووینډوزته ترداخلېدووروسته دا

وایروس د (ایګزیکیوټیبل فایل) (Services.exe) پسې ګرځی اوپیداکوی ئې، ددې

فایل دموندلووروسته داوایروس ددې فایل (کوډ) ګرځی اوپخپله ولاندنیوځایوته

کاپی کيږی:

%System%\[rnd].dll

%Program Files%\Internet Explorer\[rnd].dll

%Program Files%\Movie Maker\[rnd]dll

%All Users Application Data%\[rnd].dll

%Temp%\[Ran]\[rnd].dll

%System %\[rnd].tmp

%Temp % \[rnd].tmp

دلته د (rnd) څخه مطلب (Random) دی یعنی داوایروس ودې فایل ته خپله هم

نوم ورکولای سی، اوددې څخه وروسته د وینډوزپه ثبت (Registary) کی لاندی

(کیلې) جوړوی، چی په نتیجه کی دوینډوزدپیل اوخلاصولوپرمهال داوایروس

پخپله راځی :

[HKLM\System\currentControlSet\Services\netsvcs]

چی وروسته که کمپیوټردنیټ سره وصل وی نودیوه کمپیوټرڅخه وبل

کمپیوټرانتقال کیږی اوداتسلسل وروسته جریان لری۔

هغه هیوادونه اوادارې چی کنفیکراغیزمن کړیدی

دکوچنیواداروڅخه ترلویواداروپوری، دروغتون څخه تردفاعی اداروپوری ئې ټولی

اغیزمنی کړیدې، په ټوله نړۍ کې ئې زیات تاوان داسیاووچې ته رسولی اوپه

ځانګړې توګه دچین وهیوادته، دکسپرسکای لیب مشر(کیملک) په اند لومړی

اغیزمن هیوادچین چی (2649674) کمپیوټران ئې تراغیزې لاندی راوستل، دوهم

هیوادچی ډېرئې زیان ورته ورساوه، هغه برازیل دی چی (1017825) کمپیوټران

ئې ورویجاړکړل، اوپه دریم قطارکی روسیه ده چی (835970) کمپیوټران ئې

ورزیان کړل؛ که واداروته راشو، نودلومړی ځل لپاره ئې دفرانسې دبحریه

قواووکمپیوټرانوته ځان ورساوه، ددې څخه ئې وروسته دبرطانې ووزارت دفاع

ادبرطانېې وسمندری ابتلوته ځان ورساوه، ددې څخه ئې دبرطانېې د(شفیلډ) په

ښارکی 800 کمپیوټران دځان کړل، دامریکې ومتحده ایالاتوکي ئې

وروغتونواونورمهمواداروته ځان ورساوه، اوډېرئې اغیزمن کړ، چی په دې

روغتونوکي وډېرمهموسامان الاتواوماشینوته لکه (ایم ، ار، ای) ته هم نقصان

ورساوه، ددې څخه ئې وروسته پرپینتاګون اودامریکایوپوهنتون چی (یوینورسیټی

اف یوټا) اود(سي ای اې) پرډېروځایونوباندی ئې په تدریجی ډول سره حملې پیل

کړی اوونوروهیوادونه اوادروته ئې هم لاره پیدکړل۔

هغه هیوادونه چی دکنفیکرڅخه په درومیاشتوکی اغیزمن سویدی

هیواد   داغیزمن سووکمپیوټرانوشمېر

چین     262082

روس     191052

برازیل  176901

هندوستان        122338

ارجنټاین        85572

جنوبی کوریا     77627

یوکراین 70591

ایټالیا 59199

رومانیا 46786

اندونیزیا       41579

چیلی    39026

ټایوان  38656

ملازیا  32034

تایلينډ 30797

امریکا  30369

کولمبیا 29474

فلپاین  28384

میکسیکو 27080

وینزویلا        24177

جرمنی   23881

قزاقستان        17226

پاکستان 14949

سعودی عربستان   14010

برطانیه 12355

فرانسه  12018

تُرکیه  11369

یوه میاشت وروسته درې هیوادونه ورڅخه ډېراغیزمن سول

چین     2649674

برازیل  10117825

روسیه   835970

په جنوبی مشرقی اسیاکی هم دری هیوادونه ورڅخه ډېراغیزمن شول

ملازیا  2649674

تایلینډ 165080

اندوبیزیا       164794

دکنفیکروایروس جوړونکی که هرچاوموندی هغه ته مایکروسافټ دوه نیم لکه

ډالره انعام ورکوی!

ددې وایروس خطرډېرزیات دی چی په دروورځوکی ئې زیان وکمپیوټرانوته دد(3)

لکوڅخه و(90) لکوته جګ شو، له همدې کبله مایګروسافټ د (کنفکرورکنګ ګروپ)

په نامه سره یوټیم جوړکړترڅوددې مخه ونیسی، چی په دې کی دنړۍ ټولې حفاظتی

اداری ګډون لری، لکه : ایف سکیور، کسپرسکای، میکافی، مایکروسافټ، سمنیټک،

ټرینډ مایکرو، اې اوایل، سسکوسیستمز، فېس بوک، ګلوبل، او ای، بی ایم پکښې

ونډه لری۔

ایاتاسوپوهیږی چی تاسوئې هم اغیزمن کړی یاست اوکه نه؟؟؟

دلاندنیونښوپه څرګندولوسره تاسی باید پوه شی چی تاسی هم ددې وایروس ښکارشوی یاست

1       کله چی تاسی چی وینډوز اپ ډېټ کوی نوهغه نه اپ ډېټ کیږی

2       دوینډوزداپ ډیټ ویب سایټ تاسی خلاصوی خوهغه نه خلاصیږی

3       کله چی دوینډوز(ډیفنډ) (ډیس اېبل ) سی

4       کله چی تاسی دهر(انټی وایروس) دویب سایټ دخلاصولوکوښښ کوی مثلا:

www.kaspersky.com, www.avg.com, www.symantec.com

اوداویب سایټونه نه خلاصیږی

دغه ئې ټولې ښکاره نښانیانی دی ددې وایروس دشتون

داوایروس لاندنی نومونه لري په کپمیوټرکی، چی بایدورته متوجه سو!!!

ددې وایروس یونوم، کنفیکر، ډاون اپ، اوکیډودی اوپه انټی وایروسی کی ئې

نوموسره بېل دی:

Win32/conflicer.A (CA)

W32.Downadup (Symantec)

W32/Downadup.A( F-Secure)

Conficker. A (panda)

Net-worm.Win32.Kido.bt (Kaspersky)

W32.Conficker.worm (McAfee)

Win32.Worm.Downadup.Gen  (BitDefender)

Win32:Confi (avast)

WORM_DOWNAD (Trend Micro)

Worm.Downadup  (ClamAV)

ددې وایروس څخه څنګه خپل کمپیوټران وژغورو

کله چی په دې پوه سواست چی دکنفیکرښکارسوی یاست نودلاندنیوتدابیروڅخه کارواخلی:

ټول (اینټی وایروسونه) ددې سره مقابله کولای سی، اوتاسو ښه انټی وایروس

پخپل کپمیوټرکی انسټال کی، مثلا: کسپرسکای، نارټن، میکافی، ایواسټ یا ایف

سکیور، اویادوساتی چی ددوی نوی ورژن استعمال کړی، خپل ټوله سیستم سکېن

کړی، مایکروسافټ د (ریموول ټول) په نامه سره یونوی اینټی وایروس جوړکړی

دی دکنفیکردختمولولپاره که موورته لاس رسی ونوخپل سیستم په دې سره هم

سکین کی، دانټرنیټ لپاره دمایکروسافټ ایکسپلورر پرځای فایرفوکس یا

اوپیرااستعمال کی، اوزه اوس څه دویب سایټوڅه نومونه لیکم اوپوره کوښښ وکی

چی ددې ویب سایټوڅخه هیڅ شی ډاون لوډ نه کی، که ستاسوپه کمپیوټرکی

داوایروس نه وی هم  احتیاط ډېرپه کاردی۔

یادونه:

کنفکیراوس هم موجوددی اوهرورځ په اوسط ډول سره (50000) کمپیوټرانوته زیان

رسوی، پېشانې ئې زیاته کړی اوونړۍ ته ئې (15) لازیات تاوان رسولی دی، چی

لاهم هرورځ داتاوان اونقصان زیاتیږی، ځینی دکمپیوټرماهرین په د ې اند دی

چی، کیدای شی دکنفیکردمخترع له خواڅخه بله نوې حمله پیل اونوې وایروس په

نړۍ کی خپورکی۔

ددې ویب سایټوڅخه ځان وساتی!!!

تراوسه په نړې کی تر(150) زیاتوویب سایټوکی دغه وایروس شتون لری، چی زه

ئې یوڅه درته لیکم اوهوښیارورسره اوسی:

http://conficker.biz/

http://conficker.com

http://conficker-cleaner.com

http://conficker.net/

http://conficker.org

http://conficker.co.uk

http://confickercvirus.com

http://confickercvirus.info

http://confickercvirus.net

http://confickercvirus.org

http://conficker.de

http://conficker.info

http://conficker-removal.com

http://conficker-removal.info

http://conficker-removal.org

http://conficker-removal-tool.com

http://confickera2z.com

http://confickerabcd.com

http://confickerator.com

http://confickerremovaltool.com

http://confickerremover.bogspot.com

http://conficker.us

http://confickervirus.com

http://confickervirus.info

http://confickervirusremoval.com

http://conficker-wg.com

http://confickerwg.com

http://conficker-worm.com

http://confickerworm.com

http://conficker-worm.org

http://conficker-worm.net

http://conficker-worm-removal.com

http://confickerupdate.com

http://confickerupdate.info

http://confickerworkinggrpu.com

http://confickerworkinggroup.net

http://confickerworkinggroup.org

http://downadupc.com

http://downadup.co.uk

http://downadup.de

http://downadup.org

http://downadupvirus.com

http://howtoremoveconflicker.com

http://iloveconflicker.com

http://killconficker.net

http://theconflickerworm.com

http://stopconficker.com

http://w32downadupc.com

http://confickercable.com

http://advance-care-free.com

http://anti-malware-free.com

http://antivirus360removaltool.com

http://av360remover.com

http://bytescan.org

http://compbofixtool.com

http://combofixtool.org

http://fix-download.com

http://hijacktool.org

http://malwarebot.org

http://malware-malware.com

http://malware.ms

http://remove-a360.com

http://remove-antivirus-2009.com

http://rmove-antivirus-360.com

http://remove-conficker.com

http://remove-personal-defender.com

http://remove-spyware-guard.com

http://remove-spyware-protect.com

http://remove-total-security-2009.com

http://remove-ultra-antivirus-2009.com

http://remove-virus-alarm.com

http://remove-virus-melt.com

http://remove-winpc-defender.com

http://smitfraudfixtool.com

http://vundofix.org

http://vundofixtool.com

http://www.spaywarecease.com

http://zlobremovaltool.com

 اوداسی نورچی لیکل ئې څوک ستړی کوی۔

+ لیکل شوی دی   Sat 26 Dec 2009ساعت 3:7 بعد از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

جى بى آر اس

ستا نه مير زهير  

 

GPRS  د (   General Packet Radio Service) لنډيز دی .

دا د  بي سيمه مخابرې (wireless communications) لپاره يومشهور  سټنډرډ دی  چې د GSM او IS-136 موبايل ټليفون استعمالونکو له پاره د موبائيل data سرويس د Packet  (غوټی) په بڼه اماده کوي. د دې Data دليږد راليږد اندازه  په يوه ثانيه کې د ٥٦ نه تر ١١٥ کيلو بايټو پوری رسيږی..

 د GSM (Global System for Mobile communications ) په موجوده موبايل تليفونونو کې د Data    دليږد راليږد چټکتيا ٩،٦کيلو بايټه ده . خوکه همدا موبايل تليفونونه  GPRS  ولري نو په عملي بڼه ، په يوه ثانيه کې  د 40 کيلو بايټه په چټکتيا  د انټرنيټ سره د دوصل کيدو شونتيا برابريږي  .

. GPRS په حقيقت کې  د GSM په شبکه کې د  Circuit Switched سټنډرډ بشپړونکی دی. يعنې د دويم نسل (2G)او دريم نسل  (3G) موبايل تليفونونو له پاره ، يو په زړه پورې ټکنالوژي ګڼل کيږي   چې په   زياتې چټکۍ سره  د معلوماتو ( Data) د ليږدولو او لاس ته راوړلو دنده تر سره کوي .

.GPRS د لومړي ځل له پاره د موبايل تليفونونو له لارې په دايمي توګه د انټرنيټ سره دنښلولو شونتيارا منځ ته کړه. نن ورځ هرهغه مو بايل  تليفون چې GPRS ولري او د انټرنيټ د يوه  سروس ورکونکې شبکې سره تړلی وي ، هرهغه څه چې  په يوه کورني يا دفتري کپميوټر کې دانټرنيټ نه د استفادې وړ وي،  په موبايل  تليفونونو کې يې هم وړتيا  شتون لري . لکه  يو بل سر چټ کول ، انټرنيټي ويب پاڼو کتل ، د FTP  فابل  ليږدول ،برښنا ليک تر لاسه کول اويانورو ته  ليږل ، د WAP (Wireless Application Protocol)  کارول ، ديوه موبايل نه بل موبايل تليفون ته د  لنډ متني پيغام (  SMS (Short Message Severs)   اويا هم د تصويري ، ويدويي او غږيز پيغامونوMMS

  (Multimedia Massaging Services) ليږدول  او داسې نور .   

د GPRS يوه  ښه ځانګړتيا داده چې موږ په دايمي ډول د انټرنيت سره تړلي ساتي ، يعنې دا اړتيا نه شته  چې هر ځل موږ د انټر نيت ورکونکي سرويس سره ځانونه وصل کړو .

بله ښيګڼه يې داده جې د لګښت اندازه يې د هغو معلوماتو ( Data) په حجم پو رې اړه لري  چې موږ يې چاته ليږو او يا يې په لاس راوړو .يعنې د انټرنيټ سره يې تړلتيا ، په زمان او وخت پورې اړه نه لري

د GPRS ټکنالوژي په افغانستان کې هم  په ډيرې چټکۍ سره د ګرځنده تليفونونو شبکو ته لاره پيدا کړی او په دې لړ کې لومړی د روشن د ګرځنده  تليفونونو شبکې او ورپسې افغان بيسيم ګرځنده تليفونونو شبکې خپلو مشتريانو ته دازمينه برابره کړې ده .

 

 

 

+ لیکل شوی دی   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:46 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

څنګه کولي شو چه دخپل Yahoo اکونټ پسورډ بدل کړو!

 

سراج احمد(بشردوست)  

 

ګرانوهيوادوالو اودانټرنيټ مينه والواسلام عليکم ورحمت الله وبرکاة!

شايد چې بعضي وروڼوته دخپل ياهو اکونټ پاسورډ (شفر)بدلول يوګران کاروي

کولي شې په لاندي طريقې سره يې بدل (Change)کړي

لومړي خپل  د ياهواکاونټ خلاص کړې کله موچه اکاونټ خلاص کړوپه هغه کې پر My Account  باندي کليک وکړۍ

 

 

 

 

کله  موچه پرMy account  باندې کليک وکړو يو نوې بکس به درته ښکاره شي دلته بيه دې  پاسورډ غوښتنه کوي

 

 

 

 

پاسورډ ورکړي يوبل بکس به درته ښکاره شي

 

 

 

 

په دي بکس کي پر Change Password  باندي کليک وکړي يوبل بکس به درته ښکاره شي

 

 

 

په دغه بکس کې لومړي زوړ (    (Current Passwordورکړي له هغي وروسته بيه (Choose a New Password ) پاسورډ (نوي )پاسورډورکړي له هغه وروسته (Confirm Your New Password ) پاسورډ(دتايد لپاره) به يې ورکړي ورپسې (save) بټن باندي کليک وکړي ستاسوپاسورډ به بدل (Change) شي

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:46 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

Atomic Alarm Clock v5.61

 

ګلام خان يحي خيل  

 

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !

قدرمنووروڼو الارم ګهړی چی ډیرښکلی ښکلی ډیزائینونه لری

نولکه څرنګه چې ماخپل کمپیوټر پرې ښائیسته کړی تاسوته یی هم دډانلوډ کولولپاره ځای درپه ګوته

کوم هیله ده چی خوښ موشې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

وزن یی :- 1,6MB

 

دپروګرام دډانلوډکولولپاره په دې ځای کلیک وکړی

 

اویاهم په همدغه ځای

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:42 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

کمپيوټر د نويو ويرسونو په هکله خبرتيا

 

 

 

شمشاد شينواری  

 

د کمپيوټر امنيتي متخصصانو د کمپيوټر کاروونکو ته خبرداری ورکړی چې د هغو نويو وايرسونو په هکله بايد خبر واوسي چې د پيغامونه له لارې يو بل ته لېږل کېږي. ن وی وايرس (روز ولنتاين) د دې وړتيا لري چې ستاسو سيستم له کاره وغورځوي.

(پاندالب) امنيتي شرکت د يوه مخفي وايرس له کشف وروسته چې د ( Togahter You and I) او (Till the end of time heart of mine) په نومونو يې ترلاسه کړي، دا موضوع اعلان کړه. د دغو ليکونو په پرانستلو سره دکاروونکي په سيستم کې داسې وايرس ننوځي، چې سيستم ته ډير زيان رسوي. له دې امله د کمپيوټر او انټرنيټ کاروونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د هر ډول مشکوک الکترونکي ليک څخه ډډه وکړي تر څو يې د کمپيوټر د زيانمنېدو مخه ونيول شي.

په عمومي ډول د نوي کال لومړۍ ورځ، اخترونه او د خوښۍ نورې ورځې د دې وايرس د خپرونکو لپاره ښه فرصتونه برابروي.

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:40 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

په وينډوز XP کې د Booting ستونزي حل لار

 

شمشاد شينواری  

 

 

کله چې مونږ خپل کمپيوټر ته دوه هارډ ډيسک ولګوو او بيا تري يو هارډ ډيسک بيرته وباسو نو اکثره وخت د کمپيوټر په چالانيدو کې ستونزي پيدا کيږي چې له دغو ستونزو څخه يو هم Booting  ده يعني وينډوز په بشپړه توګه نه خلاصيږي اوکمپيوټر دغه پيغام ورکوي: Windows Could Not Start.... And invalid Boot.ini, Missing or Corrupt HAL.DLL

کله چې دغه پيغام ورکي نو اکثراً خلک وينډوز له سره انسټال کړي،او  ياده دي وي چې  د نوي انسټاليشن سره  زمونږ فايلونه، پروګرامونه او نور ضروري ډيټا له لاسه ځي. خو زه وايم چې د دي ستونزي حل لار د  وينډوز له سره انسټالول نه ده بلکه بله لار ده چې ستاسو حضور ته لاندي وړاندي شوي ده.

١- کمپيوټر چالان کړي او وينډوز اکس پی CD په سي ډي روم کې واچوي.

٢- کله چې Press any key to boot from Cd... پيغام وګوري نو د کيبورډ څخه يوي تڼۍ ته فشار ورکړئ.

٣ - د وينډوز اکس پی Setup به چالان شي، لاندي Status Bar ته ګوري کله چې دغه Press R to Start the Recovery Console  پيغام راغي نو د کيبورډ څخه R تڼۍ  ته فشار ورکړي.

٤- اوس د ليست څخه Microsoft Windows XP Professional وټاکئ چې د ټاکولو لپاره ١ تڼۍ ته فشار ورکړي.

٥- اوس په  Administrator  پاسورډ باندي ننوځئ.

٦- په ام اس ډاس کې bootcfg/rebuild ټايپ کړي او Enter کړي.

٧-  وينډوز به ستاسو هارډ ډيسک سکن کړي د معلوماتو لپاره. وروسته له څو دقيقو تاسو به لاندي ډول پيغام وګوري.

Total Identified Windows Installs: 1

[1] C:\Windows

Add Installation To Boot List?

اوس Y تڼۍ ته فشار ورکړي تر څو Setup ستاسو خراب شوي فايلونه له سره جوړ کړي.

٨- له تاسو څخه به د Load Identifier پوښتني وکړاي شي. دا ستاسو د وينډوز نوم دي چې په مينو کې به وي.     Microsoft Windows XP Professional  وټاکئ. او بيا  Fastdetect وټاکې.

٩- اوس Exit ټايپ او Enter کړي تر څو ستاسو کمپيوټر له سره چالان شي.

اوس به کمپيوټر نوموړي پيغام نه ورکوي او وينډوز به په نارمل حالت کې چالانه شي

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:39 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

درشلونه (Ports)

 

په ډيره مينه له کمپيوټر سائنس مجلې څخه  

 

درشلونه د کارن له کمپيوټر سره او همدا راز د کمپيوټر له خپلو نورو محيطي وسيلو (لکه چاپګر، او ځيرنګر) سره د تماس وسيلې دي. کمپيوټر سيسټم د درشلونو او درشلمزيو (Port Cables) په وسيله له يو بل سره تړلی وي. د دې په وسيله ټول خبرتياوي او لارښوونې له يوه ځای څخه بل ته لېږدول کېږي.درشلونه په دوه ډوله دي:

لړيز درشلونه (Serial Ports)

متوازي درشلونه (Parallel Ports)

لړيز او متوازي درشلونه د راکړيز / ورکړيز (Input / Output) درشلونه دي، يعنی کمپيوټر د دوی په وسيله لارښوونې له راکړيزو وسيلو (Input Devices) څخه اخلي او له بهيره وروسته يې ورکړيزو وسيلو (Output Devices) ته د همدې درشلونو په وسيله لېږدوي.

 

لړيز درشلونه ( Serial Ports):

دغه درشلونه د لړيزو اړيکو ملاتړ کوي. لړيزې اړيکې په يو خاص وخت کې د ډېټا د يو بېټ (Bit) لېږدولو او بهيرولو (Process) کې اچولو ته وايي. لړيزو درشلمزيو مخ پر مخ د کمپيوټر په لړيزو درشلونو کې ټومبل کيږي.

ډېر ځانې کمپيوټرونه دوه ډوله لړيز درشلونه لري، چې لړيزې وسيلې لکه موږک (Mouse)، موډېم او چاپګر (Printer) له کمپيوټر سره تړي.

 

متوازي درشلونه (Parallel Ports):

متوازي درشلونه دمتوازي اړيکو ملاتړ کوي. متوازي اړيکې په يو خاص وخت کې د ډېټا د يو بايټ (Byte) (1 byte = 8 bits) په يو خاص وخت کې لېږدولو او بهيرولو ته وايي.

پر ٨ بېلو لېږد ليکو (Transmission line) باندې دغه سګنل لېږدول کيږي، په عمومي توګه متوازي اړيکه تر لړيزې هغې ډېره چابکه وي. ډېر متوازي درشلونه نن سبا د ECP ( Extended Capabilities Port، پراخ وړتيايي درشل) يا EPP ( Enhanced parallel Port، نويال موازي درشل) پر معيارونو جوړېږي. چې ان تر ٢ ميګابايټ في ثانيه (2 MBps) څخه له ډېر ګړندي تګ سره د ډېټا لېږدونه کې مرسته کوي.

کولای شئ، چې متوازې درشلونه د هغوی په ٢٥ ټومبوني (سنجاقه) ښځينه کنکټر وپېژنئ.

 

 

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:31 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

سيپکر Speaker

 

 

اوس وختونو کښې هر کمپيوتر سره سپيکر موجودوي او د کمپيوتر سپيکر هم د نور سپيکرو په شانتی جوړ شوی دي. لکه تايپ سپيکر او تاسی نور...، خبرو او يا سندرو اوريدلو لپاره ډيره استفاده تری کيږی.هر يو سپيکر يو تار لری چي د کمپيوتر ساوند کارت سره وصل کيږی. په ساوند کارت کښې دري کوچنی سوری دي،چي اول يي سپيکر دويم يي ټيپ ريکارډنګ او دريم يې mic لپاره استعماليږی.

نوټ : مثلا که څوک سندری يا نور شيان ولګوی په کمپيوتر کی ، او سپيکر جوړوي او لګيدلی وی او اواز نه راوځی. نو دا د سپيکر خرابی نه ده. يا به ستاسو sound card نه وی انستال شوی وی.او يا ستاسو sound card خرابه وی.

 

 

 

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:29 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

ماوس Mouse                            

 

ماوس څنګه چي له نوم څخه څرګند کيږی د موږک په ډول دی. کمپيوتر چي لومړی ځل جوړ شو نو ماوس نه لره ،د ماوس کارونه به يي په کيبورد له لارې کول.. چي کله ماوس جوړ شوو.د کمپيوتر هغه کارونه چي انسان په ساعتونو کول هغه کارونه يې په دقيقو واړول،او هغه کارونه چي په دقيقو ختميدل .هغه يې په ثانيو واړول..

ماوس کي دو بټنۍ دي چي يو بټنۍ ته primary button او بلي بټنۍ ته secondary button ويل کيږی. ماوس په مينځ کښی يو توپ دی چي په دی ذريعه cursor د مانيټور په سکرين يا پرده باندی حرکت کوی او که توپ حرکت ونه کړی نو cursor د مانيټور په پرده هم حرکت نه کوی.ماوس د کمپيوتر دوهم مهمه ان پټ پرزه ده .

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:27 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

بک اپ Backup ( احتياطي کاپي )

 

ستا نه مير زهير شينواري  

 

په کمپيوټر کې دځانګړو موخو او يا هم د غوره او مهمو فايلونو د خونديتوب په خاطر چې اصلي مطلب مو له لاسه ونه وځي د پروګرام اويا هم data يو نقل ( copy) ساتلو ته بک اپ وايي . بک اپ په اصل کې يوه بيمه شوې کاپي ده چې د اړتيا په وخت کې ورنه ګټه اخيسل کيږي . ځنې کمپيوټري پروګرامونه په اتوماتيک توګه د فايلونو بک اپ کاپي جوړوي چې اوسنۍ او پخوانۍ دواړه يې په يو ډسک باندې خوندي ساتل کيږي . دغه ډول پروګرامونو ته Backup Utility وايي . که چيرې کوم فايل د بيلابيلوستونزو له امله د لاسه ووځي دا وسيله د کمپيوټر کارن ته واک ورکوي چې نوموړی فايل بيرته لاس ته راوړي . نو ځکه د کمپيوټر هر کارن بايد په پرله پسې توګه دData بک اپ ته پوره پاملرنه وکړي . داحتياطي کاپي د backup copy اوکله هم د , backup file په نومونو هم ياديږي

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:24 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

اساسي تختئ Mother board

 

 

Motherboard اساسي تختئ د کمپيوتر هغه تختئ ده چی په هغی باندی د کمپيوټر نوري برخی نصب شوی دې يا ديو سپم يا پټي ورته سيم په ذريعه د اساي تختۍ سره ارتباط لري.

لکه :

cpu, RAM, ROM, Netcard(NIC), I/O ports, Harddisk, CD drive, discket drive

که څه هم د کمپيوټر په هارډډسک يو چلوونکي نظام لکه ډاس DOS ، وينډوز WINDOWS ، يونيکس UNIX يا لينوکس LINUX نه وي ځاې په ځاې شوئ بيا هم که تاسو کمپيوټر روښانه کړۍ ، کمپيوټر روښانيږي او تاسو د کمپيوټر د خيښې په مخ ليک وينۍ چې د کمپيوټر حافظه او ځينې نور شيان څيړلکيږي ، او کمپيوټر د سي ډي ځاي CD-Drive او ډسکټځاي FloppydiskDrive لوستلو کوښښ کوي تر څو يو د چلولو نظام (Operating System) پيدا کړي . دا د کمپيوټر روم ROM دی چي د کمپيوټر په اساسي تختئ نصب (ځاي په ځاي شوي) وي او په دی که د کمپنۍ له طرفه مخکی د مخکی لارښودني ځاې په ځاي شوۍ وي چی د همدغي اساسې تختۍ پوری اړه لري دی لارښودنو ته زه ړومبني پروګرام وايم.دا لارښودنې د کمپيوټر په لګيدلو کي مرسته کوي.په اصل کی دا د ډېرو وړو پروګرامونو يوه مجموعه ده.

 

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:13 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

د کمپيوټر قسمونه

 

محمد نذير  

 

 

د کار او جوړښت په ترتيب کمپيوټرونه په دری قسمه دي.

 

 

١. Analog کمپيوټر

هغه کمپيوټر دي چې د هغې په مرسته مونږ د يو شي مقياس (اندازه) معلومولی شو لکه په پټرول بمپ کې هغه ماشين چې نمبر اړوي، ترماميټر چې تبه معلوموي، دستنو واله ساعت چې وخت معلوموي دا ټول د Analog Computer د پيژندلو لپاره ښه مثالونه دي.

 

 

٢. Hybrid کمپيوټر

هغه کمپيوټر دي چې د Analog Computer او د Digital Computer دواړو خصوصيات او د کار صلاحيتونه پکې وي.ځينې کارونه لکه د مخکني کمپيوټر (Analog) داسې کوي او ځينې کارونه لکه د وروستني (Digital) داسې کولی شي.او مونږ او تاسې چې عام کوم کمپيوټر په کورونو، دفترونو او ادارو کې استعمالوو هغه د Digital کمپيوټر له جملې نه دي.

 

٣. Digital  کمپيوټر

دا هغه کمپيوټر دی چې د برقي سرکټ په واسطه کار کوي او په دوه شيانو پوهيږي  ٠ او ١  په ډيجيټل کمپيوټر کې رنګونه، حروف، اوازونه، اعداد او هر څه په ٠ او ١ ذخيره کېږي.

 

د Digital آلاتو کار او نتيجه ورکول له Analog نه واضح تيز او يقيني وي د دې وجې نه اوس کوشش کيږي چې اکثر Analog آلات ډيجيټل ته واوړي او ډير واوښتل.

 

لکه موټر ته د پټرولو د اچولو ماشين، ساعتونه، تله  وغيره داسې نور آلات او د Digital  کمپيوټر مثال اوسنی هر کمپيوټر دی چې مونږ يې وينو او کار پرې کوو.

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:11 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

VGA (Video Graphics Array)

 

محمد نذير  

 

 

دا هم له هغه شيانو نه يو دی چې په  Motherboard باندې نصب کيږي او يا په ځينو Motherboards کې تيار نصب شوی (Built-in) راځي. د اول ځل لپاره په ١٩٨٧ کې د IBM کمپنۍ لخوا بازار ته وړاندې شو او د دې کارډ کار د کمپيوټر نه مانيټور ته ډسپلې ورکول دي په مانيټور باندې چې هر څه ښکاره کيږی هغه د دې کارډ په مرسته او د مانيټور کيبل هم د همدې کارډ له لارې نه له کمپيوټر سره وصل کيږي.

 

 

 

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:9 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

Disk Management(پارټيشن جوړول) لاری چاری

 

شمشاد شينواری  

 

په کمپيوټر کې د يو څخه زيات Drive جوړول ستاسو او ستاسو کمپيوټر ته مفيد دي دا ځکه که چيری ستاسو کمپيوټر کې يواځې او يواځی يو ډرايف موجود وي او په هغې کې مو وينډوز اچولې وي نو زياتره وخت داسی چل کېږي چې وينډوز مو خرابيږی او بيا مونږ دي ته اړ يو تر څو خپله وينډوز له سره انسټال کړو او دا معلومه خبره چې د وينډوز انسټاليشن لپاره د ډريف Format کول ډير ضروري دي خو.......... د Format کولو سره به ټول فائلونه له مينځه لاړ شي. تاسو کولې شي چې يو کمپيوټر کې د يو څخه زيات Drive جوړ کړي چې زده کړي لپاره لاندي لاري خپلې کړي.

کمپيوټر چالان کړي، د وينډوز ٩٨ سی ډی په سی ډی روم (CD ROM) کې واچوي او تنظيمات ته دننه شئ،د ننوتلو لپاره هر کمپيوټر ځانته سويچ لرې: په DELL او INTEL کمپيوټرونو کې F1 ، په COMPACT کمپيوټر کې F10 ، په MERCURY کمپيوټر کې Dell يا F8 ته فشار ورکړئ نو دSetupپاڼه به درښکاره شې.

کله چې د Setup پاڼې ته دننه شوئ، هلته به Boot sequence په DELL کمپيوټر کې، Boot پهINTELکمپيوټر کې او Advance پهMERCURYکمپيوټر کې پيدا کړئ، او Enter به کړئکله چې هلته دننه شوئ، په DELL کمپيوټرکې د + او - په ذريعه CD-Rom لومړیانتخاب په لاندې ډول وکړئ:

 

1- IDE CD-Rom device

. په INTEL کمپيوټر کې Boot بيا په هغه کې Boot Device Periority او په هغه کېلومړی انتخاب پيدا او به هغه کې CD-Rom انتخاب او Enter ته فشار ورکړئ، اوس چېهر څه مو وکړل بايد چې له setupڅخهووځو، او هغه داسې چې Esc سويچ به ووهئ،او له هغه وروسته به

 

save changes and exit

ته فشار ورکړئ، چې له هغه وروسته لاندي پوښتنه راښکاره شي

 

Do you want to save the changes and exit? Y or N

چې دلته به Y ليکئ او Enter به کوئ، لهsetup څخه ووځئ. کمپيوټر به Restart شي، کله چې کمپيوټر Restart شي نو تاسو ته به لاندي پيغام راڅرګند شي.

 

To Boot From Cd Press Any Key

 

په دې وخت کې مخکې له دې چې دغه پيغام مو تير شي زر تر زره د کيبورډ څخه يوه بټن ووهي تر څو ٩٨ وينډوز سی ډی واخلی. د بټن وهلو څخه وروسته به Startup Menu راڅرګنده شي . (لاندي انځور ته توجو وکړي)

 

 

د Startup Menu په ليست کې دويم Option خوښ کړي. د يو څه انتظار څخه وروسته به په لاندي ډول څيره راښکاره شي.

 

 

اوس Fdisk کمانډ ليکو او د کيبورډ څخه انټر (Enter) بټن ته فشار ورکوو، بيا د کيبورډ څخه Y بټن وهو تر څو Fdisk کمانډ ته داخل شو......... (Fdisk کمانډ ته د داخلېدو څخه وروسته به په لاندي ډول څيره راڅرګنده شي)

 

 

که چيری ستاسو هارډ ډيسک بلکل نوي يعنی هيڅ ډريف په کې نه وي نو د Drive جوړولو لپاره اول د کيبورډ څخه 1 بټن ته فشار ورکړي.

اوس يو ځل بيا له کيبورډ نه د ١ بټن ته فشار وکړي او( Create Primary Dos partition ) به خوښ او انټر کړئ چې له دې سره به تر ١٠٠ پورې د پارټيشن جوړولو پروسيس بشپړ شي

د ١بټن په فشار ورکولو څخه به تاسو ته لاندي ډول څيره رامخی ته شي.

 

 

 

اوس به يو پروسيس ١٠٠ پوری جريان وکړي او بيا د ډريف د سايز ورکولو لپاره به په لاندي ډول څيره رامخې ته شي

 

اوس که غواړي هر ډريف (Drive) مو يو نيم GB شي نو د Create primary Dos Partition په ځای کې ورته ١٥٠٠ورکړي او انټر کړي.

له پورته قدم د تلو سره به Primary Dos partition جوړ شي اود Extended partition لپاره به له کيبورډ څخه د Escape بټن ته فشار وکړي. تر څو يو وار بيا ليست ته ورشي.

اوس د کيبورډ څخه ١ بټن ته فشار ورکړي او انټرکړي اوس به بل ليست خلاص شي په دي ليست کې مو مخکې Create Primary Dos partion جوړ کړ خو دا ځل بايد په دويم Option ته ورشو يعنی د کيبورډ څخه ٢ بټن ووهي او بيا انټر کړي.

له دي سره به يو ځل بيا يو پروسيس شروع شي چې د پروسيس د ختميدو څخه وروسته د ډرايف د ساېز غوښتنه کوي نو انټر به ووهي ډرايف به جوړ شي.

د ډيسک په پاتی ځای به هم انټر کړي او بيا Escape کړي.

اوس که غواړي وګوري چې ايا ستاسو ډريفونه جوړ شوي دي نو په ٤ (Display Partition Information) ورکړي او انټر کړي.

 

د ډرايف د Delete کولو لاره:

د ډرايف د ړنګ کولو لپاره به همغه کمانډ Fdisk کې وليکې او بيا به Y بټن ووهي.

ليست به خلاص شي. اوس په ليست کې 3 خوښ او انټر کړي.

اوس به د هغه ډرايف او ليبل (Label) غواړي کوم چې تاسو Delete کول غواړي. ډريف نوم او ليبل ورکړي تر څو ستاسو ډريف ړنګ کړي.

د Y په نيولو سره به يي Yes او بيا انټر کړئ.چې له دې سره به ستاسې Extended Partition ډيليټ شي.

او بيا د دې لپاره چې Primary Partition هم ړنګ کړئ له کيبورډ څخه به يي Escape کړئ يو ځلې به يي بيا Escape کړئ

اوس به يو وارې بيا له کيبورډ څخه د ٣ د کيلي پۀ پريس کولو د ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) غوره کړئ او د انټر کيلي به ووهئ

چې دا کار مو وکړ او س به له کيبورډ څخه د ٢ د کيلي پر کېکېښلو سره د ( Delete Extended Dos Partition ) غوره کړئ او انټر ، بيا به د Y پۀ کېکيښلو سره yes او بيا Escape کړئ. يو وارې به بيا له کيبورډ نه د ٣ کيلي ووهئ او ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) به غوره او انټر کړئ.

بيا به له کيبورډ څخه د١ کيلي ووهئ او ( Delete primary Dos partition ) باندې به يي نټر کړئ

ورپسې به يي yes / yes او بيا Escape کړئ .

له دې سره به ستاسې ډيسک پارټيشن ړنګ شي او که غواړئ چې ويي ګورئچې رښتيا هم ستاسو د ډيسک پارټيشن ړنګ شوی او که يه؟ نو تر Escape کولو وروسته بهله کيبورډ څخه د 4 کيلي ووهئ او ( Display Partition information ) به غوره کړئ.

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:7 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

د فرعی ډرایونو جوړول !

 

شفيق ساپی  

 

د فرعی ډرایونو جوړول کوم مشکل کارنه ده ، د دی له پاره له دی ( subst) کلیمی څخه کار اخلوـ چې نوموړی کلیمه د Substitution په معنا ده .د نوموړی کار له پاره څو طریقی وجود لری مکر زه تاسوته دوه طریقی ښیم . چې عبارت د نوټ پټ له لاری او ډاس له لاری .

لومړی د ډاس له لاری ـ

طریقه کار : ـ لومړی د Dos پروکرام خلاصو د دی له پاره په Start / Run کښی د cmd کلیمه لیکو ورپسی Ok کوو . ـ اوس په نوموړی پروکرام کښی پورتنی کمانډ په دی قسم لیکو

 

Subst NewDriveName: Folder Direction

د NewDriveName: نه مطلب د ډرایو نوم یعنی D:, G: , H: , I:, ....Z: یادونه: د ډرایو نوم باید مشابه نه وی د بل ډرایو سره د مثال په ډول که چیری ستاسو په کمپیوټر کښی مخکی د D: په نوم ډرایو موجود وی باید د D نوم ور نه کړی ، بل نوم ورکړی ( E: , F: ...)

د Folder Direction نه مطلب د کوم فولډرنه چې ډرایو جوړول غواړی د نوموړی فولډر ادرس ! دمثال په ډول زه غواړم په C : ډرایو کښی د یو فولډر نه ډرایو جوړ کړم د دی له پاره زه د نوموړی فولډر ادرس لیکم . راځی چې اوس د F په نوم یو فرعی ډرایو جوړ کړو ـ

Subst F: C:\safi

د پورتنی کمانډ په اجراء کولوسره زمونږ د F په نوم ډرایو جوړ شو .

یادونه : دی ته فارټیشن نه وایی !.

 

دوهمه طریقه د نوټ پټ له لاری :

 ـ ډیره آسانه لار د نوټ پټ پروکرام خلاص کړی او لاندی کوډ په کښی ولیکی ـ Subst F: C:\safi اوس نوموړی فایل Save کړی مکر د فایل ورستاړی باید bat وی د مثال په ډول داسی نوم safi .bat اوس په نوموړی فایل ډبل کلیک کړی ستاسو فرعی ډرایو به جوړ شی .

اوس که چیری کمپیوټر ریسټارټ کړی نو نوموړی ډرایو به له مینځه تللی وی ! د دی له پاره چې جوړ کړی ډرایو مو له مینځه لاړ نشی د رجیسټری فایل څخه استفاده کوو . د دی له پاره په Start / Run کښی دا کلیمه ولیکی regedit اوس دا ادرس پیداکړی HKEY_CURRENT_USER\SOFTWARE\Microsoft\Windows\Curre nt Version\Run د ادرس د پیداکیدونه بعد د نوموړی کړکی په ښی طرف کښی د موز ښی بټن کیکا کی اوس په New کښی String Value انتخاب کړی، دی نه بعد یونوم ورکړی ورپسی په نوموړی نوم ډبل کلیک وکړی او د Value Date په ځای کښی د bat فایل ادرس ورکړی ، که چیری نوموړی فایل مو په C: ډرایو کښی Save کړی وی نوپه دی قسم ادرس ورکړی C:\sas.bat اوس Ok کړی . کارمو ترسره شو. اوس که چیر کمپیوټر ریسټارټ هم شی نوموړی جوړشوی فرعی ډرایو له مینځه نه ځي .

 

یادونه: ـ د فرعی ډرایو د له مینځه وړلو له پاره نوموړی فایل مو چې په نوټ پټ کښی جوړ کړی دی له مینځه یوسی .

په درنښت

ساپی

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:6 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

Sound Card

 

 

محمد نذير  

 

 

 يو له هغه آلاتو نه ده چې په mother board باندې نصب کيږي او يا په Motherboard کې Built-in راځي. ساونډ کارت دکمپيوټر هغه پرزه ده چې ددې په مرسته مونږ په کمپيوټر باندې اواز چلولی او ثبت کولی شو په کمپيوټر کې د اواز چلول (غږول) ثبت کول او نور متعلق کارونه لکه له کمپيوټر نه اواز بهر ته راويستل او کمپيوټر ته اواز له بهر نه ورداخلول ټول تر ده پورې اړه لري.

او ټول هغه پروګرامونه چې د اواز مربوط خدمتونه کوي لکه د Presentation جوړونکي پروګرامونه، په ويډيو کې تصرف کونکي د لوبو وغيره ټول پروګرامونه د همدې آلې له سهولتونه نه ګټه اخلي.

مخکې له دينه چې ساونډ کارت اختراع شي په کمپيوټر کې اواز د هغه سپيکرونو په مرسته اوريدل کيدلو چې په کمپيوټر کې به تيار نصب شوي وو. د ١٩٨٠ لسيزې په اخر کې د Sound Card استعمال شروع شو. په عمومي توګه Sound Card په يوه clip باندې مشتمل وي چې په هغه کې د دې استعداد ځای په ځای شوی وي چې هغه Digital اوازونه چې په کمپيوټر کې ريکارډ شوي او يا هلته پکې جوړ شوي وي په Analog باندې بدل کړي او هغه اوازونه چې په Analog شکل کې کمپيوټر ته داخليږي  هغه د Digital په شکل کې په کمپيوټر کې ثبت کړي.

سره د دې چې په اوسني نويو Sound Cards کې د ښه کار کولو لپاره د يو په ځای متعدد Chips راغلی دي خو يو حتمي دی چې بايد ويې لري.  د دې لپاره چې له بهر نه ځينې اوازونه مونږ د عام ټايپ او يا بل داسې ماشين نه چې په هغه کې اواز ثبت وي کمپيوټر ته داخل کړو د دې لپاره په ځينو Sound Cards کې خاصي connecter وي چې Line in ورته وايي له اواز چلونکې آلې نه چې لين راتير کړو او ددې connecter سره يې وصل کړو Sound card په کمپيوټر کې د اواز ثبت کونکی software په مرسته هغه اواز ثبت کولی شي چې په هغه اواز چلونکی ماشين کې چليږي.

هغه اواز چې له دې لارې نه کمپيوټر ته داخليږي sound card اول هغه digital کوي او بيا په کمپيوټر کې ذخيره کيږي.

که زمونږ په sound card کې د line in د connecter سهولت نه وي نو مونږ دا کار د يو بل connecter  له لارې نه کوو چې د Microphone لپاره جوړ شوي وي. په دي connecter کې چې مونږ Microphone يا بله داسې  د اواز داخلولو آله connect کړو په کمپيوټر کې د Software له لارې نه مونږ کولی شو هغه اواز ثبت کړو چې د همدې Microphone او يا بلې آلې له لارې نه کمپيوټر ته داخليږي.

له ١٩٩٩ نه را په ديخوا په sound card کې موجوده connecter له بهر طرف نه په مختلفو رنګونو سره بيلدلی او پيژندل کيدلی شي چې په لاندې ترتيب باندې جوړ شوي وي.

١. ګلابي رنګ connecter :  دا connecter  د Microphone يعنی Mic او يا بلې داسې آلې لپاره وي چې د هغې په مرسته مونږ کمپيوټر ته اواز له بهر نه داخلولی شو.

٢. تيز آبي رنګ connecter : دا  connecter د هغه لاين لپاره دی چې لږ مخکې  مو د Lin in تر لفظ لاندې وويل چې ددې په واسطه مونږ کولی شو په ښه معيار له بهر نه اوازونه کمپيوټر ته داخل کړو.

٣. ضعيف زرغون (شفتلي) رنګ connecter : دا عموماً د هغه آلو لپاره دی چې اواز بيرون ته را وباسي لکه  Head Phone چې مونږ ورته ګوشکي وايو او همدانګه مونږ کولی شو Speaker هم له همدې ځای نه ورسره connect  کړو.

٤. تور رنګ connecter : دا هم د يو قسم بيروني Speaker لپاره دی چې د هغې په مرسته مونږ کولی شو دکمپيوټر نه مختلف اوازونه واورو او تيز او ورو يې کړو.

٥. نارنجي رنګ connecter : په ټولو connecters کې دا کنکټر Digital Output ورکوي چې بعضی داسې آلات چې په هغې کې زمونږ Digital اواز په کاروي ورسره connect کوو او کله کله د دې سره هم مونږ Speaker تړلی شو.

خو بايد په ياد مو وي چې ضروري نده چې په هر Sound Card کې به دا پنځه قسمه Connecter ټول موجود وي.

 

 

 

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:5 قبل از ظهر  په واسطه صفت الله (ذاهدی) |  دنظرونو ارشیف

Power On Self Test) POST )

 

 

شمشاد شينواری  

d

دا يو ووړ پروګرام دی چې د کمپيوټر فزيکي حالت څيړي يعني ګوري چی د کمپيوټر مختلفې برخې جوړی دي او په سمه توګه کار کوي . د POST فعاليت تاسو د کمپيوټر د روښانولو سره سمدلاسه ليدلاې شۍ. هغه داسی چې د خيښې په مخ عموما په پاسني کيڼ اړخ کې RAM شميرل کيږي . دا د POST کار دې .

 

د غلطيو خبرتيا

POST د غلطيو خبرتيا هم ورکوي. که پوسټ کوم نقص په نظام کې پيدا کړي د هغی خبر د خيښی په مخ ليکي يا د لنډو او اوږدو بيپ(beep) ورته غږونو له لاری د خرابۍ او نقص خبر ورکوې. مثلاْ که video card خراب وي نو تاسو به دوه لنډ او يو وږد غږ واورۍ. که تاسو غواړۍ چې د دې غږونو په هکله نور معلومات تر لاسه کړۍ نو کولاي شۍ چه د ROM Chip د جوړونکو لکه Phoenix , (AmericanMegatrends) AMI او Award ويب پانړو ته رجوع وکړۍ.

+ لیکل شوی دی   Sun 14 Sep 2008ساعت 11:1 قبل از ظهر  په واسطه صفت ا