اسلام (عربي: الإسلام; (واوری! (مرسته·مالومات)، "اطاعت" (د الله(ج) د رضا)) يو مونوتېسټېک (د يوه څښتن مننونکي) ګروهې (عقيده) لرونکې دین دی. پخپله د اسلام وی د سولې، امن، سلامتۍ، روغې جوړې رامنځته کول دي. دا دین له درېیو ابراهيمي دينونو (یهوديت، عیسویت، اسلام) له ډلې څخه دی، چې د نړۍ په کچه دویم ستر مذهب ګڼل کېږي. د اسلام د دين لارويانو ته مسلمانان وايي. مسلمانان پدې ګروهه دي چېالله(ج) د انسانانو د لارښوونې لپاره وخت پر وخت، خپل استازي (پيغمبران) رالېږلي، چې هریو خپله دنده د الهي اوامرو په رڼا کې په بشپړه توګه سرته رسولې. د الهي استازو (پیغمرانو) وروستې استازې محمد(ص) دی.

اسلام "تسليمۍ او غاړه اېښودنې ټه وایي", يا په بله وينا ځان د الله تعالی رضا ته تسليمول. د اسلام د دين لاروي ته مسلمان ويل کېږي، مانا دا چې "هغه څوک چې ځان يې الله(ج) ته سپارلی او د هغه د احکامو اطاعت کوي، مسلمان ګڼل کېږي".[1][2] په ټوله نړۍ کې د ۱٫۱ بيليون او ۱٫۸ بيليون ترمېنځ وګړي د اسلام د دين لارويان دي، چې په همدې توګه وروسته د عيسويت نه اسلام د نړۍ دویم ستر دين ګڼل کېږي.[3]

مسلمانان په دې ګروهه دي چې الله(ج) قرآن مجيد پر محمد(ص) نازل کړی، او محمد(ص) د الله تعالی وروستی پيغمبر دی. مسلمانان پدې عقيده هم دي چې قرآن مجيد او سُنت (د محمد(ص) خبرې او اعمال) د اسلام بنسټيزې سرچينې دي.[4] مسلمانان په دې عقيده هم دي چې محمد(ص) د يوه نوي دين په توګه د اسلام د دين بنسټګر نه ؤ، خو همدا وروستی پيغمبر د اسلام د دين د ګروهې آرنۍ لمانځونکی او پرځای کوونکی دی چې پر زمکه يې بنسټ آدم(ع) ايښی چې بيا تر هغه وروسته ابراهيم(ع) او د هغه نه پخوانيو او وروستنيو، د الله(ج) ټولو پيغمبرانو يې د دغه دين او اصلي لارې بلنه ورکړې. مسلمانان دا عقيده لري چې په يهوديت او عيسويت کې د الله(ج) پيغام چې د بېلابېلو انبياو لخوا پر دوی نازل شوي، هغه د دوی لخوا د وخت په تېرېدو سره تحريف شوي، او ناسمه ترجماني يې شوې، که هغه په ليکلې بڼه وي او که پرته د ليکلې بڼې وي.[5]

د اسلام دين د ګڼ شمېر اسلامي اعمالو يو غونډال دی. د دغه دين مننونکي بايد د اسلام د دين د پينځه ستنو مننونکي او پلي کونکي وي، د اسلام د دين پينځه ستنې له بېلابېلو فرايضو او دندو نه جوړ شوی او همدغه پينځه ستنې دي چې په يوې ټولنه کې مسلمانان سره متحده کوي.[6] د اسلام د دين د پينځه ستنو سره سره، اسلامي قانون (شريعة) د احکامونو يو دوديزه قضايي واک دی چې د مسلمانانو د ژوند او ټولنې هر اړخ يې اغېزمن کړی. په دې قانون کې هر څه رانغښتې دي، د عملي چارو نه نيولې لکه د خوراک، څښاک آن تر سوداګريزو او پانګه ايزو چارو او تر جګړايزو چارو پورې هر څه په دې قانون کې راغلي دي.[7]

نژدې ټول مسلمانان د اسلام په دوو لويو فريقو لکه سني او شيع پورې تړاو لري. د تشيع فرقه په ۷مه پېړۍ کې د مسلمانانو تر مېنځ د مذهبي او سياسي توپيرونو په پايله کې رامېنځ ته شوې. په اټکلي توګه ۸۵ په سلو کې مسلمانان د اهل سنت لارويان دي او ۱۵ په سلو کې د تشيع فرقې لارويان دي.په منځنی ختيځ، او همداراز د افريقا او آسيا په برخو کې د اسلام دين برلاسی دی. د دغه دين د مننونکو لويې ډلې په چين، د بالکان هيوادونو په ختيځه اروپا او روسيې کې شته. په لويديځه اروپا کې هم ګڼ شمېر مسلمان مهاجرين مېشت دي او همدا راز په امريکا کې هم د مسلمانانو ټولنې شته. په سلو کې نژدې ۲۰٪ مسلمانان په عربو هېوادونو کې مېشت دي.[8]

آرپوهه

اسلام د عربي ژبې د درې تورو، سين-لام-ميم (س-ل-م) نه راوتلی. اسلام د همدغې ريښې يو تجريدي فعل دی چې مانا يې ده "تسليم يا ځان سپارل، څان الله(جته سپارل، اطاعت کول او د سولې" په مانا هم ده.

کله چې د پورتني ويي د ريښو په اړه په نورو ژبو کې څېړنه کوو، نو بيا په عبراني ژبه کې د پورتني وييکي ضمني ماناګانې هم راوځي. په عبراني ژبه کې د شلومويي، د (شين-لامد-ميم) نه خپلې ريښې اخلي (کينډۍ:Ivrit). په ډېرو سېمېټک ژبو کې د همدغه لغت ضمني ماناګانې شته، چې مانا يې بشپړکېدل، پوره کېدل، سر ته رسېدنه، ښه اوسېدنه، هوسا اوسېدنه، يو داسې اصطلاح چې په ژباړه کې اکثراً د سولې د وييکي مانا په ځان کې رانغاړي، ورکوي.

په قرآن کې هم د اسلام د لغت د مانا بېلابېل تعبيرونه راغلي. په ځينو آيتونو، کې د اسلام کيفيت د يوې راسخې عقيدې په توګه تاکيد شوی: "الله(جکه وغواړي چې د يو چا لارښونه وکړي، نو الله(جد هغه سينه د اسلام لپاره پراخه کوي."[9] نور آيتونه بيا اسلام او دين (اکثراً د "مذهب" په توګه ژباړل کېږي) د يو شي په توګه تعبيروي : "نن، ما ستاسو دين ستاسو لپاره مکمل کړ؛ ما ستاسو لپاره خپل د برکتونو اچول مکمل کړل؛ ما ستاسو لپار د اسلام دين غوره کړ."[10] ډېر نور خلک بيا اسلام داسې تعريفوي چې دا هغه دين دی چې انسان د همدې دين په مرسته بېرته الله تعالی ته ورستنېږي نسبت و دې ته چې د ايمان د اعمالو د تصديق په توګه وګڼلای شي.[11]

هغه نور عربي وييونه چې د س-ل-م نه راوتلي:

سلام, چې د "سولې او سلامتۍ" په مانا ده او د ورځيني روغبړ يوه اهمه کلمه دهالسلام عليکم (ته دې سلامت وې/سلامتي دې پر تا وي).

السلام(سوله)د الله(جد ۹۹ مبارکو نومونو نه يو نوم دی چې په قران کې هم راغلی.

مسلمان, د اسلام د دين مننونکي ته وايي او مانا يې ده هغه څوک چې ځان الله(جته تسليم کوي او يا د الله(جاطاعت کوي.

سلامه, د "سلامتي," په مانا ده چې د "خدای پامانۍ" په وخت کې وييل کېږي، د "مع السلامه" مانا ( سلامتۍ سره[لاړ شه]) ده.

عقيده

د اسلام بنسټيزه عقيده شهادت دی چې د ګواهۍ مانا لري شهادت ( لا إله إلا الله محمد رسول الله )"نشته بل کوم څښټتن يا معبود پرته د الله(جنه او محمد(ص) د الله(جپيغمبر دی." د دې لپاره چې څوک مسلمان شي، نو سړي ته پکار ده چې دغه پورتنی شهادت د يو څو شاهدانو مخکې ووايي او پرې ايمان راوړي. او که چېرته يو څوک غواړي چې اسلام ته راشي نو هغه يا هغې ته پکار ده چې بايد د زړه له صدق نه وغواړي او بيا د دې نه مخکې چې شهادت ووايي نو پکار ده چې د شهادت په اصلي مانا او مفهوم پوه وي.
مسلمانان په دې عقيده دي چې الله(جانسانانو ته خپل پيغام د محمد(صاو د نورو پيغمبرانو لخوا لکه آدم(ع)، نوح(ع)، ابراهيم(ع)، موسی(ع) او عيسی(ع) له لورې په بېلابېلو وختونو کې رالېږلی.مسلمانان په دې عقيده هم دي چې محمد(ص) د الله(جوروستنی پيغمبر و او د هغه نه وروسته تر قيامته بل هېڅ کوم پيغمبر نه راځي. نو ددې پخاطر مسلمانان بايد د محمد(ص) په لارښوونې تر قيامته پورې عمل وکړي.
مسلمانان پدې عقيده دي چې قران د انسانانو د لارښوونې يو داسې کتاب دی چې تر اوسه پکې هېچا ګوتې نه دي وهلي او پدې کتاب کې هېڅ کومه نيمګړتيا نشته، او هېڅ کله به پکې بدلون را نه شي، او دا د خدای له لورې انسانانو ته وروستی نازل شوی کتاب دی. مسلمانان دا هم وايي چې د انجيل او تورات هغه اسماني کتابونه دي چې د بېلابېلو مذهبي فرقو له لورې پکې لاسوهنې شوي په بل ډول سره ليکل شوي او په ناسمه توګه تعبير شوي او د دغو اسماني کتابونو اصلي بڼې اوس نه شته او د وخت په تېرېدو سره خلکو هماغه لومړني لارښوونې چې په اصلي اسماني کتابونو کې وه هېر کړي، او يا يې هم درغلي پکې کړې. نو ددغه ليد پر بنسټ الله(جانسانانو ته د لارښوونې لپاره قرآن راولېږه چې په دې کې هماغه د اصلي انجيل او تورات لارښوونو سره سره د هغو وختونو د خلکو چې پېغمبران به يې ځورول او وژل به يې او د الله(جله احکامو د سرغړونې سره سره يې د خپل زاتي ګټو لپاره د الله(جپه کلام کې چې بدعتونه راوستلي دا ټول تاريخ ثبت دی.
مسلمانان دا هم وايي چې اسلام هماغه دين دی چې د آدم(عله وختونو نه او د نورو پيغمبرانو په وختونو کې هم وه، او دغو ټولو پيغمبرانو د همدغه مذهب په لار د تلو ټينګار کړی. اسلامي کتابونه او ليکنې د يهوديت او عيسويت د هغو اصلي لارښوونو نه راوتلي چې د ابراهيم(عپه وختونو کې يې ښوونې شوي نو د همدغه پخاطر دا درېواړه مذهبونه يعنی يهوديت، عيسويت او اسلام چې درېواړه سره ګډې ريښې لري، د ابراهيمي دينونو په نامه سره هم يادېږي. په قرآن عظيم الشان کې يهوديانو او عيسويانو ته د اهل الکتاب يا هغه خلک چې کتابونه ورباندې نازل شوي، په نامه اشاره شوې ده.
اسلام يو دين دی، دين د ژوندون لار مانا لري او يا هم په بله وينا د لارښوونې لار.

"د قرآن شريف له مخې مسلمانان بايد په خپل پاک رب باندې ايمان راوړي او د هغه وحدانيت ته د تسليمېدو سره سره، د الله(جپه ټولو وحيو، نازل شوو کتابونو، د الله(جپه پرښتو، د الله(جپه پيغمبرانو او د قيامت په ورځ بايد ايمان ولري."[12] په همدې توګه، نور عقايد هم شته چې د اسلام د دوه لويو فرقو تر مېنځ پکې د تعبيرونو توپير شته. د تشيع د لارې خلکو کې د امامت يو سياسي او روحاني لارښوونې يو نظام دود دی.[13]

مسلمانان په دې ګروهه دي چې الله(جانسانانو ته خپل وروستی رسول محمد(صورلېږلی دی. او پر محمد(صيې قرآن نازل کړی چې وروستی اسماني کتاب دی. د قرآن د نزول موده پوره دوه لسيزې وخت نيولی.[14] په اسلام کې پيغمبران، خدای ته نژدې هغه انسانان دي چې خدای تعالی يې د خپل پيغام رسولو په موخه په انسانانو کې غوره کوي. مسلمانان په دې هم عقيده لري چې پيغمبران انسانان دي چې خدای ورته د انسانانو د لارښوونې، عبرت او د خپلو ادعاوؤ د ثبوت په خاطر د معجزو د ښودلو توان ورکړی. په اسلام کې پيغمبران هغه انسانان دي چې تر نورو انسانانو په تقوا او نېکۍ کې تکامل ته رسېدلي او همدوی د خدای غوره، بې مثاله بنده ګان دي چې خدای د پرښتو له لارې خپل پيغام همدوی ته د وحيو په بڼه ور رسوي.[15] د اسلامي زده کړو نه داسې څرګندېږي چې د آدم نه وروسته د خدای ټول پيغمبرانو د اسلام د دين تبليغ او دعوت کړی، دا هغه دين دی چې يو خدای الله(جد معبود په توګه راپېژندلی. په قرآن کې اسلام د "هغه ازلي طبيعت چې پر بنسټ يې خدای مخلوقات خلق کړل",[16] راپېژندل شوی او په قران کې دا هم راغلي چې د مسلمان ځانګړی نوم د ابراهيم لخوا د دې دين لارويانو ته ورکړ شوی.[17]

د تاريخ له مخې د اسلام دين په ۷مه پېړۍ کې په عربستان کې رامېنځ ته شوی.[18] په اسلامي ليکنو کې يهوديت او عيسويت هغه دوه دينونه دي چې د ابراهيم(عپيغمبر د لارښوونو وروسته د بېلابېلو پيغمبرانو په وخت کې رامېنځ ته شوي. په قرآن کې يهوديان او عيسويان د اهل الکتاب يا د کتابونو د خلکو په توګه پېژندل شوي، او د هغو خلکو نه چې ډېر خدايان پالي او عبادت يې کوي، تر مېنځ په ښکاره توپير پېژندل کېږي. مسلمانان په دې عقيده دي چې د پخوانيو اسماني کتابونو لکه زبور، تورات او انجيل سپېڅلي کتابونه د تاريخ په بېلابېلو پړاؤونو کې د ترجمې او متن په برخه کې تحريف شوي او اوس همدا سپېڅلي کتابونه پخپلو آرنيو بڼو هېڅ نه شته.

د عقيدې شپږ ارکان

مسلمانان شپږ بنسټيزه ارکانونو باندې عقيده لري:

د الله(جپه وحدانيت باندې ايمان راوړل او يواځی الله(جته عبادت او اطاعت کول او د هغه نه مرسته غوښتل توحيد.

د الله(جپه پيغمبرانو باندې ايمان راوړل (انبيا‌ء) چې ټول پېغمبران (رسول) د الله(جله خوا رالېږل شوي. (د اسلام پېغمبران وګورۍ.)

په اسماني کتابونو عقيده(کتب):

په ابراهيمي صحيفو (ابراهيم(عباندې نازل شوې صحيفې)

په تورات باندې ايمان راوړل چې همدا کتاب پر موسی(ع) باندې نازل شوی.

زبور باندې ايمان راوړل چې همدا کتاب پر داود(ع) باندې نازل شوی.

انجيل باندې ايمان راوړل چې همدا کتاب پر عيسی(ع) باندې نازل شوی.

په قرآن باندې ايمان راوړل چې همدا کتاب پر محمد(ص) باندې نازل شوی.

د الله(جپه پرښتو باندې.(ملايکه).

په قيامت او وروسته د مرګ نه د بيا ژوندي کېدلو عقيده (قيامة) (په جنت او دوزخ عقيده). (يادونه: کله ناکله دغه وروستۍ موضوع باندې ځانګړی بحث کېږی, او په همدې توګه د عقيدې ارکان اوو ته رسېږي.)

په قسمت عقيده(تقدير).

د اسلام بنسټيزه عقيده په پښتو ژبه :

"زه شهادت ورکوم چې پرته د الله تعالی د ذات نه بل کوم ذات نه شته؛ او زه شهادت ورکوم چې محمد(صد هغه پيغمبر دی."

"زه په الله(جايمان راوړم؛ او د هغه په ملايکو؛ او د هغه په کتابونو؛ او د هغه په پيغمبرانو؛ او د محشر په ورځ؛ او په تقدير؛ او ټول شيان د الله(جله خوا نه دي، او پس د مرګ نه ژوندون حق دی."

 

 

 

اسلام پينځه بنسټونه

د حج د لمانځنو يو منظر. په مکه کې کعبې، مسجد الحرام ته سفر د اسلامي فرايضو څخه يو فرض دی چې هر مسلمان يې په ټول ژوند کې يو ځل ترسره کړي.

د مسلمانانو دوه لويې فرقې سني او شعيه مسلمانان جوړوي. په اسلامي نړئ کې د شعيه ګانو په پرتله ډېرئ مسلمانان سنيان دي، خو په څينو هېوادونو کې لکه د منڅنئ آسيا هېوادونه ايران او عراق بيا شعيه مسلمانان ډېرکئ مذهبي ډله جوړوي. خو په نورو هېوادونو کط لکه سعودي عربستان، اندونيزيا او پاکستان کې سني مسلمان د هغه هېوادونو په مذهبي ټولنو کې ډېرکۍ برخه جوړوي.

د سني مسلمانانو بنسټيزه ارکان د اسلام پينځه ستنو په نامه يادېږي2، خو شيعه مسلمانان بيا يو څه مختلفه نومونپوهنه، چې د سني مسلمانانو د پينځه اهمو بنسټونو تر څنګ، د دين ريښې او لس عمده اعمال د دې مذهب د طريقو نه ګڼل کېږي. خو ټول مسلمانان بيا په همدې پينځه بنسټيزو فرايضو او ګروهو سره پوهاوی او سره يوه خوله دي چې سني مسلمانان يې د اسلام د پينځه ستنو په نوم پېژني او شيعه مسلمانان يې د دين د څانګو او ريښو اهم عناصر بولي.

شهادت: د تصديق په مانا دی، چې يو مسلمان د الله (جنه پرته بل څوک د عبادت وړ نه ګڼي او همداراز د الله(جد وحدانيت (توحيد) او د محمد (صد الله (جرسول (نبوت) او غلام په توګه مني .

لمونځ: هره ورځ پينځه وخته لمونځ کول.

روژه: د روژې په مياشت کې د لمرخاته نه تر لمرپرېواته روژه نيول.

زکات: زکات ورکول.

حج:د مکی زیارت په ټولو مسلمانانو باندی په ژوند کې یوځل فرض دی او هغه هم په هغو کسانو باندې چې د ادا کولو وس یې ولري.

شعيه او سنيان دواړه په لاندنيو ګروهو باندې باور لري، خو دغه دوه فرقې همدا عقايد په بېلابېلو ډلبنديو وېشي او هره ډله ورته ځانګړی تعبير لري:

عدل: د الله(جعدل.

قيامت: د خېر او شر د مالومولو ورځ.

امر بل معروف: د ښو امر.

نهي عن المنکر: د بدو نه ډډه.

الجهاد في سبيل الله: د الله(جد رضا لپاره هڅه کوشش او زيار.

هغه عقايد چې د شيعه مذهب لارويان پرې معتقد دي او سني مسلمانان پرې عقيده نه لري هغه دا دي::

امامت: ديني لارښوونه، ديني مشري، ديني رهبري. د علي او د هغه د اولاد رهبري او امامت د خدای لخوا نه د لارښوونې لپاره ټاکل شوی و.

تولا: د اهل البيت او د هغوی د لارويانو سره مينه.

تبارة: د اهل البيت د دښمنانو نه ځان بېلول او ليري والی.

خمس: د ګټې لپاره د ماليې ورکړه.

که څه هم چې داسې مسلمانان هم شته چې نه د تشيع او نه هم د سني په ډلو کې ځانونه شمېري او دا هغه مسلمانان دي چې د قرآني دلايلو له مخې په اسلام کې د فرقې او د ډلې جوړول حرام ګڼي، دا هغه مسلمانان دي چې په ساده توګه ځانونه 'مسلمانان' بولي.

   

إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

   

 

"هغه څوک چې ځانونه په ډلو وېشي هغه زموږ د ډلې خلک نه دي. د هغوی فېصله الله(جته مالومه ده، الله(جبه هغوی له هر هغه څه نه خبر کړي کوم چې دوی ترسره کړي."

 

خدای

په اسلام کې تر ټولو لومړنی بنسټيزه موخه د خدای د وحدانيت منل دي چې دې ته توحيد وايي. په اسلام کې توحيد يو مطلق امر دی چې ترې هېڅ انکار نه کېږي او دا هڅکله يوه نسبي او يا هم په کومه بله مانا د نسبي شراکت مانا نه ورکوي. د قرآن مجيد په سورة الاخلاص کې خدای داسې راپېژندل شوی:

ووايه "خدای هغه دی، يوازې او بې ساری. الله تل پايېدونکی، په بشپړه توګه له ځان نه بسيا مالک. نه څوک يې زېږولي، او نه له چا نه زېږېدلی. او د الله په شان هېڅ بل څه نه شته."

په عربي ژبه کې الله د خدای په مانا دی. د آرپوهنې له مخې دا لغت د الهه "معبود" لغت سره ډېر نژدې دی، د الله نوم د عيسوي او يهودي عربانو لخوا هم د خپل معبود په يادولو کې کارېږي، دغه نوم د محمد نه مخکې مخينه لري او د دغه ځانګړی نوم مخينه د ابراهيمي مذهبونو د خدای نه پرته د يو بل معبود نورې توپيري ځانګړنې نه څرګندوي.

د "الله" نوم يو جمع او يا د جنس نوم نه دی، دا يو خاص نوم دی، دا نوم د "خدای" د نوم سره توپير لري، دا په دې سبب چې د خدای نوم د جمع بڼه لري او جنسيت هم ترې څرګندېدلای شي د ساري په توګه خدايان چې د همدې نوم جمع بڼه ده. په اسلام کې د الله پېژندنه په قرآن کې داسې شوې:

   

فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ

   


قران عظيم الشان

 

 

د

قرآن شريف د مسلمانانو سپېڅلی کتاب دی او دوی په همدغه آسماني کتاب باندې ايمان راوړی. د قرآن لغوي مانا “لوستنه” ده. مسلمانان په دې باور دي چې قرآن يو آسماني کتاب دی چې د الله (جل جلاله) په وروستي نبي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی. دا سپېڅلی کتاب د ۶۱۰ ز. کال نه تر ۶۳۲ ز. پورې په بېلابېلو وختونو کې د الله تعالی له لوري او د حضرت جبراييل عليه السلام په منځګړتوب پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې د وحيو په څېر نازل شوی. چې د وحيو په وختونو کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حفظ کړی او بيا د الله تعالی د وروستي نبي د يارانو له خوا راټول شوی او پر ډبرليکونو او پاڼو ليکل شوی.

مسلمانان په دې باور دي چې له کومې ورځ نه الله تعالی قرآن شريف پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی له هماغې ورځې نه تر ننه پورې قرآن شريف په خپلې آرنۍ بڼې پاتې دی چې بيا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نه وروسته د هغه لارويانو چې قرآن شريف يې حفظ کړی وه وليکه او په همدې توګه يې قرآن شريف په ليکنې بڼه خوندي کړ. مسلمان عالمان ددې خبرې منښته کوي چې قرآن شريف د اسلام د درېيم خليفه حضرت عثمان (رض) د واکمنۍ پر مهال په ليکلې بڼه سره راټول شو، چې په دې توګه د قرآن شريف د بېلابېلو برخو د راټولولو او سره يوځای کولو نېټه له ۶۵۰ ز پېر نه تر ۶۵۶ ز پېر پورې ښودل شوی. او وروسته له دې چې قرآن شريف ليکلې بڼه وموندله نو بيا د هماغه خليفه د واکمنۍ پر مهال د قرآن شريف لمېسې جوړې شوې او د اسلامي خلافت بېلابېلو ولايتونو ته يې لمېسې ولېږل شوې

 

پرښتې

د اسلام په دين کې د الله (جل جلاله) په پرښتو عقيده د ايمان جز ګڼل کېږي. په عربي ژبه پرښتې ته (ملک) وايي چې د همدغه لغت مانا ده "پيغام رسونکی"، په عبراني ژبه کې همداسې ورته نوم (ملخ) د پرښتې په مانا ده خو په يوناني ژبه بيا پرښتې ته (انجېلوس) وايي. د قراني مالوماتو له مخې، پرښتې د خپلې خوښې واک په لاس کې نه لري، او په مکمله توګه د الله تعالی په عبادت کې بوختې دي.[26] قران کې دا هم راغلي چې د پرښتو په کارونو کې د الله تعالی حکمونه منل او د الله تعالی پيغامونو رسولو برسېره، پرښتې تل د الله په ثنا او صفت په عبادت بوختې دي، او د انسانانو اعمال ثبتوي ددې سره سره پرښتې د الله (جل جلاله) په حکم د انسانانو د مړينې په وخت کې روحونه باسي. داسې هم انګېرل کېږي چې پرښتې د انسان او الله تعالی ترمېنځ منځګړتوب کوي. قرآن شريف، پرښتې موږ ته داسې راڅرګندوي لکه "يو ډول پيغام رسونکي چې دوه، درې يا څلور جوړه وزرې لري: خدای هماغسې خپل مخلوق جوړوي څنګه چې يې خوښه وي..."[27]

 

 

محمدص

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم (c. ۵۷۰ – جولای ۶ ۶۳۲) د الله تعالی وروستی نبي، يو مذهبي، سياسي او پوځي عرب و چې د همدغه نبي د اسلام د دين بيرغ لوړ کړ او د اديانو په تاريخ کې يې د اسلام نوم هم وځلاوه. مسلمانان په دې ګروهه دي چې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د يوه نوي مذهب بنسټ ايښودونکی نه دی، بلکه د اسلام د اصلي دين چې د حضرت آدم عليه السلام او حضرت ابراهيم او د نورو پيغمبرانو دين و، د هماغه دين بيا پرځای کونکی دی. مسلمانان په دې عقيده هم دي چې حضرت محمد د الله تعالی وروستی پيغمبر او د نورو پيغمبرانو په ډله کې د لويې مرتبې خاوند پيغمبر و.[28] دروند پیغمبر د خپل خوږ ژوند په وروستیو ۲۳ کلونو کې، یانې د ۴۰ کلني عمر په پیل کې د الله له لوري د ایاتو د نازلولو لړۍ پیل شوه، چې د دغو ایاتونو ټولګه د قرآن په نوم یادیږي چې دغه آیتونه بیا د صحابه و لخوا یاد کیدل[29]

مسجد النبوي ("د پيغمبر(صلی الله علیه وسلم) جومات") په مدينه کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مقبره هم ده.

په دغه کې وخت محمد ص د مکې خلکو ته په تبلیغ باندې پیل وکړ، تر څو دوې له شرک څخه راوباسي او د اسلام لور ته یې راوبلي. که څه چې محمد صلی الله عليه وسلم ځینې کسان اسلام ته راواړول خو په دې کار سره دی او د ده لارویان د مکې د چارواکو او لارښودګرانو لخوا تر زور او اذیت لاندې راغلل. چې بیا وروسته له ۱۳ کلنو څخه په کال ۶۲۲ کې محمد صلی الله عليه وسلم او نور مسلمانان له مکې څخه مدینه (رسما یثرب نومیږي) ته کډه شول.

 

 

 

د قيامت ورځ

 

د "جزا په ورځ"، يعنی د قيامت په ورځې ايمان لرل د اسلام يوه بنسټيزه ګروهه ده. مسلمانان په دې عقيده دي چې د قيامت ورځ د الله تعالی له خوا ټاکل شوی چې په يوه ځانګړي وخت کې به وي خو انسانانو ته يې وخت نه دی څرګند. د قيامت د ورځې د محکمې او کړاونه په هکله په قرآن او حديثونو کې هم بیان شوي، او همدارنګه د اسلامي علماوو په تفسيرونو کې

 

اسلامي واک

داسې هېڅ کوم رسمي اسلامي واک نشته چې په اسلام کې د يو کس د منلو او يا هم د اسلامي ټولنې (اُمة يانې ملت يا کورنۍ) نه د رټلو واک په لاس کې ولري. اسلام خپلې دروازې پرته د کوم توپير، تعصب، رنګ، جنس، عمر او پخواني عقايدو نه د ټولو پر مخ پرانيستې دي او ټولو ته په دغه دين کې د ننوتلو اجازه شته. د مسلمان کېدو لپاره همدومره بس ده چې يو څوک د زړه له کومي په رسمي توګه د يو څو تنو مسلمانانو په مينځ کې د اسلام دين ومني او شهادت ووايي. شهادت هغه بيان دی چې مسلمان پرې د يوه خدای د وحدانيت او د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) پر نبوت او په خپل ژوند کې د هغه د لارښوونو د پلي کولو د تکل اقرار بلل کېږي. د شهادت په نه وييلو سره هېڅوک نه شي کولای چې مسلمان شي. د مسلمان لپاره د شهادت نه وروسته د اسلامي حکمونو پلي کول فرض دي او همدا رنګه يو مسلمان بايد د اسلامي اخلاقو خاوند هم وي ترڅو هغه په يوه اسلامي ټولنه کې د منلو وړ وګرځي.

 

 

اسلامي قانون

د اسلامي قانون نوم شريعت دی، چې د مسلمانو عالمانو لخوا د قرآن او حديث په رڼا کې وضع شوی. قرآن شريف د شريعت او اسلامي قضايه نظام لومړنۍ سرچينه ده، تر دې وروسته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سنة او د لومړنۍ اسلامي ټولنې دود او دستورونه په دوهم پړاو کې ځای لري. سنت د احاديثو په شننو کې رامېنځ ته شوی، او احاديث د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) لارښوونو ته وايي چې مسلمانانو ته يې کړي. اجماع چې د يوې مسلمانې ټولنې د احصايې په مانا ده، د قياس سره يوځای د اسلامي قانون او د شريعت درېيمه او څلورمه سرچينه جوړوي.

په اسلامي قانون کې د ژوند د هر اړخ په اړه بحث شوی دی. د دولت او حکومت د چلولو او د باندنيو اړيکو د ساتلو نه نيولې آن تر ورځيني ژوند و ژواک پورې د هرې ستونزې او مسلې لپاره د حل لار څېړل شوې او د اسلامي احکامو پر بنسټ يې د پلي کولو لارښوونه شوې.د اسلامي قانون په اړه په څرګنده ډول په قرآن شريف کې چې ?