Brown ) ډېر نږدې ملګرى و ، بروان هغه كس دى چې په لومړي ځل يې مصنوعي سپوږمكۍ جوړه او بيا يې هوا ته پورته كړې ده ، اسټائن د براوان سره په دې پنځ كې ډيره مرسته كړې وه .
د اسټائن د مسلمانېدو سره يې مېرمن او كوچينيان هم مسلمانان شول، اسټائن پر ځان اسلامي نوم نورالدين كېښود،د اسلام د منلو څخه وروسته يې وويل : ( زه د ډېرې مودې راهيسي د رښتيني مذهب په لټه كې وم ، د دې لپاره مې لومړى دهندويزم او بيا د بدمت كتابونه ولوستل خو كله چې مې اسلامي كتابونه شروع كړل په دې پوه شوم چې دا سپيڅلى او رښتينى مذهب دى د كتابونو دمطالعې څخه مې وروسته اسلام ومنلو . )
اسټائن دمسلمانېدو وروسته دخپل ژوند په اړه وايي : ( كله چې مې اسلام ومنى داسې مې حس كړل چې ورك شوى شى مې بيرته لاس ته راغلى وي او يا دويم ځل ژوندى شوى يم ) د نورالدين صاحب مېرمن او كوچنيان همدا ډول وايي : ( د ټولې كورنۍ د مسلمانېدو سره مونږ يوه لويه خوشحالي لاس ته راوړې ده )
نورالدين صاحب اوس دتركې په هېواد كې اوسېږې هغه وايي : ( زه غواړم چې نور ژوند د مسلمانانو سره تېر كړم او د هغوى سره اوږه په اوږه د اسلام د بلنې لپاره ټول عمر خدمت وكړم .