٢: د ږيرې خريلو والا پۀ بېلا بېلو تنفسي ، حساسيتي او مکروبي ناروغيو اخته کيدای شي .
٣: ثابته شوې ده چې پۀ دوامداره توګه څوک ږيره خريي نو د پاکي پۀ وسيله يې د سترګو عصب کم ځواکه کيږي چې پايله يې د ليد د قوې پۀ کموالي تماميږي . (نظرکميږي)
٤: د ږيرې پۀ خريلو سره اوس مهال خطرناکې ناروغۍ لکه : تورزېړی ، ايډز ، د پوستکي بېلابېلې ناروغۍ لېږد کولای شي .
٥: يو ستر عالم وايي چې تر اووم نسله پورې که څوک پۀ مسلسل ډول ږيره وخريي نو اتم نسل يې شنډ يا عقيم ګرځي ، لامل يې همدا دی چې د ږيرې پۀ خريلو سره د انسان مني ورو ، ورو کموالی پيداکوي ترڅو پۀ نشت واوړي .
٦: دوکتور هومر وايي : ږيره پۀ انسان کې مېړانه ، شجاعت ، حوصله مندي او همت پيدا کوي او خريونکی يې لۀ دغه ټولو ځانګړتياوو بې بر خې وي . دی وايي چې : ږيره خريونکی ښځينه ځانګړتياوې غوره کوي ، دلاوري او زړورتيا يې کميږي ، وېره او بې زړۀ توب يې پۀ شخصيت کې را ژوندی کيږي .
٧: د ږيرې خريونکي غاښونه د حفاظت سره سره خرابيږي .
٨: د ږيرې خريلو سره چې پاکي مخ ګروي نو د وخت نه مخکې پکې ګونځې پيدا کيږي .
دا خو ؤ هغه زيانونه چې د ږيرې لۀ خريلو نه پيدا کيږي ، اوس راځو د هغه حديث شريف دوهمې برخې ته چې رسول الله (ص) فرمايلي : (تاسې برېتونه کم کړئ ) دغه خبره پۀ خپل وار سره د لۀ پوره طبي ښېګڼو نه برخمنه ده ، برېتونه کمول چې د پورتنۍ شونډې د څنډې نه راښکته نشي ، دا عمل خپلې طبي ګتې لري ، يو خو د برېتونو لنډول د انسان د ښکلا لامل ګرځي ، بل طبي ارزښت هم لري هغه دا چې مناسب برېتونه پوزې او خولې ته لۀ دوړو او مکروبونو څخه پۀ مخنيوي کې تر خپله وسه مرسته کوي او د ځان طرف ته يې راکش کوي نو برېتونه پۀ دغه ډول ځانګړتيا سره د دوړو نه مخنيوی کوي ، خو کۀ برېتونه اوږدۀ پرېښودل شي نو يو خو دغه وېښتان خولې ته ننوځي ، دويم : کۀ د ډوډۍ ګوله خولې ته ننوځي نو حتما برېتو سره لګيږي او د برېتو ګرد او دوړې ورسره ملګرې کيږي او هضمي جهاز پۀ بېلا بېلو ناروغيو اخته کوي ، دغه ورځنی ګرد ښايي پۀ سترګو ونۀ ليدل شي خو موجود وي .
دا چې د طب لۀ اړخه څومره ږيره وړ ده ، اوږده ښه ده کۀ لنډه ؟ دا به واورو :
د اسلام له نظره خو نبي (ص) د ږيرې د پرېښودلو امر کړی ده چې ږيره پرېږدئ او برېتونه کم کړئ ، مذاهبو د ږيرې د پاره پېلا بېل انداز ټاکلی ده او زمونږ مذهب د ٌبضې پۀ اندازه ښودلې ده او ددې لۀ پاره يو ستر دليل هم وايي چې د ټولو پيغمبرانو ږيرې اوږدې وې ، هيڅ پيغمبر ږيره لنډه کړې نۀ ده . خو پۀ طبي لحاظ زما څېړنه دا دۀ چې کۀ ږيره اوږده او د موټي پۀ اندازه وي نو دا ښه خبره ده او پۀ طبي لحاظ هم ددې ګټې زياتې دي ، خو کۀ ږيره کمه وي يا پۀ بله مانا پۀ بياتي کمه شوې وي نو ځينې طبي ګټې بهپکې ساتل شوې وي او زيان يې پۀ پاکي باندې د خريل شوې ږيرې پۀ نسبت کم وي .
مسلمان امت ته پۀ کار ده چې ږيره ونۀ خريي ، ګټه يې داده يو خو به د رسول الله (ص) امر تر پښو نۀ وي لاندې شوی ، دويم : ږيره پرېښودونکی به د قيافې لۀ اړخه هم لۀ کفري وګړو سره توپير پيداکړي او درېم دا چې د ږيرې خريلو لۀ زيانونو به پۀ امان وي .