١: د سړيو لۀ پاره يو ستر زينت او ښکلا ده ! پۀ دې مانا چې کۀ يو انسان ږيره پرېږدي ښکلا يې څو برابره زياتيږي ، ځکه چې دغه د ږيرې ښکلا هغه مهال سړي ته جوتيږي چې کله يو سړی کوڅا (هغه چې پۀ مخ وېښتان نۀ لري) وويني نو ليدونکي ته به جوته شي چې ږيره د نارينه لۀ پاره څومره ښکلا ده !؟
٢: د ږيرې پۀ پرېښودو سره د انسان وقار او عزت نور هم لوړيږي او درندښت يې زياتيږي !
٣: د ږيرې پۀ پرېښودو سره د مخ داغونه ، دانې ، زخې ، د زخمونو پاتې شوني دا ټول پټيږي !
٤: اوس ، اوس ثابته شوې ده چې ږيره د غاړې ، سينې او د مخ د هډوکو ساتنه کوي ! پۀ بله ماناهغه ضربه چې د بې ږيرې سړي ژامه ماتوي د هغې ضربې دوه چنده هم د ږيرې لرونکي سړي ژامه نۀ شي ماتولی!
٥: د ږيرې پرېښودل د سړي د سترګو د ليدو قوه زياتوي او د وخت پۀ تېرېدو سره يې د نظر لۀ کموالي څخه ژغوري .
٦: ږيره هغه وسيله ده چې د ګرد او مکروبونو، ډېری هغه برخه چې پۀ خوله او پزه ننوځي ځان ته کش کوي او انسان لۀ بيلابېلو حساسيتي او مکروبي ناروغيو څخه ژغوري .
٧: ثابته او کره شوې ده چې د ږيرې پرېښودل د منيو پۀ تقويه کې رول لري او جنسي قوت زياتوي کۀ ږيره لۀ يو موټي څخه نوره هم اوږده شي نو جنسي خواهش او قوت دوه برابره کوي ځکه خو د فرعون پۀ څېر پخوانيو کفارو ددې لۀ پاره ږيره پرېښودله چې جنسي قوت يې زيات شي .
٨: هغه خلک چې ږيره لري پۀ بشپړ ډول د نارينه ؤ ځانګړتياوې لري .
٩: د ږيرې پتری هغه وسيله ده چې د ږيرې پۀ خريلو سره بيلا بېلې خطرناکې ناروغۍ د يوۀ نه بل ته لېږدوي هغه چې ږيره نه خريي د دغو ناروغيو څخه پۀ امان کيدای شي .
* مونږ يوه دوکلنه څېړنه وکړه دغه څېړنه پۀ نږدې ١٦٨٠ وګړو تر سره شوه دوی هغه څوک ؤ چې ږيره يې درلوده دوی نسبت هغو ١٦٨٠ وګړو ته چې ږيره يې نۀ درلوده سالم او قوي غاښونه يې درلودۀ دغې څېړنې څرګنده کړه چې ږيره د غاښونو اروا زياتوي او پۀ دې وسيله غاښو ته پر خپل وخت غذايي توکي او اکسيجن رسيږي ځکه خو قوي روغمن وي .
لۀ بلې خوا ډېره يخني هم کولی شي چې رګونه تنګ کړي او اړونده ځای ته يې د وينې جريان کم کړي نو پۀ سخته يخنۍ کې هم ږېره هغه وسيله ده چې ژامه ګرمه ساتي او د غاښونو رګونه د يخنۍ وهنې څخه ژغوري .
* کۀ د اوږدې ږيرې سړی مخامخ پۀ تېرۀ څيز ولګيږي غاړې او د غاړې رګو ته يې پۀ اسانۍ زيان نۀ رسيږي .