په ځواب کې يې وويل؛ له يوه لېرې ځايه راغلى يم، يو څه پوښتــنې لرم او غواړم ځوابونه يې پخپله له نبي اکرم ص څخه واورم....  

اعرابي : نه غواړم په عمل نامه کې مې له عذاب نه څه وليکل شي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : له خپل مور او پلار سره نېکي کوه.

اعرابي : غواړم خلک مې په  امانت ساتونکي (امين)  وپېژني.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خدايه وېرېږه.

اعرابي : غواړم د الله ج په نزد د هغې له دوستانو اوسم .

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : سبا او بېګا د سپېڅلي قرآن تلاوت مه هېروه.

اعرابي : غواړم همېشه مې زړه روښانه او منور وي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : مرګ هېڅکله مه هېروه.

اعرابي : غواړم همېشه د الله ج د رحمت په سيوري کې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : د الله ج له مخلوق سره نېک سلوک کوه.

اعرابي  : غواړم د دښمنانو له شر نه په امان اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل په الله ج بروسه او توکل کوه.

اعرابي : نه غواړم د چا له خوا مې سپکاوى وشي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : له نورو سره په غور سلوک کوه.

اعرابي : غواړم اوږد عمر ولرم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خپلوانو سره خپلوي پاله.

اعرابي : غواړم روزي مې پراخه وي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل په اوداسه اوسه.

اعرابي : غواړم د قبر له عذابه په امان اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : کالي او جامه تل پاکه ساته.

اعرابي : غواړم د دوزخ له اوره په امان کې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : د خپلو سترګو او ژبې ساتنه کوه.

اعرابي : څه وکړم چې ګناګانې مې وبښل شي؟

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل له خدايه بښنه او مغفرت غواړه او په وړاندې يې متواضع او خاشع اوسه.

اعرابي : غواړم تل د خلکوتر منځ يوقدرمن شخص اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : هېڅکله د احتياج او اړمنۍ لاس چا ته مه اوږدوه.

اعرابي : غواړم عزتمن ژوند ولرم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : هېڅکله په چا ملنډې مه وهه او مه نورو ته په سپک نظر ګوره.

اعرابي : غواړم چې قبر مې تنګ نه اوسي.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : الملک سورت ډېر ډېر تلاوت کوه.

اعرابي : غواړم شتمن اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم :  هره شپه الواقعه سورت تلاوت کوه.

اعرابي : غواړم د قيامت په ورځ د الله ج د رحمت تر سيوري لاندې اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : په شپه کې د الله ج ذکر مه هېروه.

اعرابي : غواړم په لمانځه کې کاملاً په خشوع او خضوع اوسم.

نبي اکرم صلى الله عليه وسلم : تل اودس په غور او دقت کوه.

 

ګرانو لوستونکو!

له تاسې څخه په ډېرې مننې؛ رسول الله ص فرمايي: له ما نه يې خلکو ته ورسوئ اګر که يوه کلمه اوسي». مهرباني وکړئ دا لیکنه له لوستو ورسته د خپلې ايماني دندې په توګه خپلو ملګرو او خپلوانو ته و استوئ. الله ج دې پر موږ او د ټولې نړۍ په مسلمانانو ورحميږي.