لیکنه: نصیر کوټوال

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د یو هیواد د کرنسۍ د تبادلې د نرخ رالویدنه په ډیرو مواردو کې د تشویش خبره نده او ځینې وخت خو ډیری هیوادونه په لوی لاس د ځینو ځانګړو اقتصادي موخو د لاس ته راوړلو لپاره د خپلې کرنسۍ د تبادلې نرخ راکموي.

خو آیا په دې وروستیو کې د ځینو غښتلو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ بې ارزښته کیدل هم د همداسې سیاستونو پایله ده؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې نه هیڅکله نه، ځکه د خپلې کرنسۍ د ارزښت په زیاتولو کې ناغیړي او بې تفاوتي د هغه هیوادونو کار دی چې له اقتصادي پلوه غښتلي، صادرات یې زیات او سوداګریز بیلانس یې مثبت وي چې له بده مرغه مونږ له یادو شیانو د ډلې څخه د یو څخه هم برخمن نه یو ځکه خو د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت رالویدل زمونږ په درانه زیان تمامیږي.

 په دا وروستیو کې د بیلابیلو لاملونو او ناسمو سیاستونو له امله افغانۍ د ستر ناورین سره مخ ده او د افغانۍ د تبادلې د نرخ نوسانات د ډالر په مقابل کې چې ځینې خلک یې د پنځوسو او پنځه پنځوسو تر مینځ ګڼي زیاتوب کوي. د افغانۍ د ارزښت رالویدل ډیر لاملونه لري چې دلته یې د ځینو څخه یادونه کوو.

لومړیامنیت او نامعلومه راتلونکې: د افغانۍ د رالویدو تر ټولو ستر لامل زمونږ ناوړه امنیتي حالت او ګونګ راتلونکی ګڼل کیږي. د ۲۰۱۴ کال تر اوازو مخکې افغانۍ د سیمې د باثباته پولي واحد څخه شمیرل کیده، دا په داسې حال کې چې زمونږ د ګاونډي هیواد کرنسي د ډالر او افغانۍ په مقابل کې په چټکۍ سره بې ارزښته کیده او په څو کلونو کې یې ارزښت د ډالر په مقابل کې له دوه چنده څخه هم را ولوید، همدارنګه مونږ د هغه ورځو شاهدان هم یو چې یو افغانۍ به د دوه کلدارو په مقابل کې تبادله کیدله. د دې لپاره چې افغانۍ باثباته شي باید د هیواد د امنیت په اړه خلک ډاډمن شي. تر څو چې په هیواد کې ریښتینی امنیت نه وې ټینګ شوی پر افغانۍ به خلک بې باوره وي او ارزښت به یې له یوې ورځې بلې ته راکمیږي.

دوهم د هیواد څخه د ډالر فرار: دا کار هم د لومړي لامل سره تړلی دی، وګړي د ناوړه امنیتي وضعیت او ګونګ راتلونکې له امله خپلې پانګې او کاروبارونه خوندي نه ګڼي همدا لامل دی چې خلک خپلې پانګې په ډالرو زیرمه کوي او بیا یې په بیلابیلو لارو د هیواد څخه وباسي. که پام وکړو مرکزي بانک د پیسو د عرضې د تیوري پر بنسټ مارکیټ ته د ډالرو د پمپ کولو پالیسي پر مخ بیایي خو د مرکزي بانک له لوري بازار ته عرضه شوي په ملیونونو ډالر په دوه درې ورځو کې تری تم کیږي او خلک یې د افغانیو په وسیله د بازار څخه ټولوي. مرکزي بانک باید د همدغه ټولو شوو ډالرو د تیښتې مخنیوی وکړي تر څو نوموړي ډالر په دوران کې پاتې شي. د ډالرو د تیښتې مخنیوی یوازې مرکزي بانک کولای شي ځکه ټول خصوصي سوداګریز بانکونه د مرکزي بانک تر ولکې او کنټرول لاندې وي. دا کار هغه وخت شونی دی چې مرکزي بانک حالاتو او شرایطو ته په پام سره پدې اړوند ځانګړې پالیسي او مقررات ولري.

دریم – په افغانیو راکړه ورکړه: نامعلومې راتلونکې او امنیت د ډالر او نورو اسعارو په وړاندې افغانۍ بې ارزښته کړې خو د افغانۍ ارزښت په مونږ پورې تړلی، که مونږ افغانۍ چې زمونږ هویت دی په خپل پېر او پلور کې وکاروو او د اقتصادي راکړو ورکړو په جریان کې یې واچوو نو افغانۍ به هیڅکله د نورو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت و نه بایلي. که د هغه توکو د راکړې ورکړې قیمت چې په نورو اسعارو لکه کلدارې، ایرانی ریال یا تومن او ډالر اخیستل کیږي په افغانیو سره تادیه شي نو دا چاره به د افغانیو تقاضا دوه چنده کړي. په افغانیو باندې راکړې ورکړې ته د خلکو مجبورول د مرکزي بانک او چارواکو کار دی چې له بده مرغه تر اوسه یې په دې اړوند کوم اغیزمن ګامونه ندي اخیستي او که څوک یې د نورو بهرنیو اسعارو د کارولو په جرم نیولی نو بیرته یې د هماغه بهرنیو اسعارو په رشوت پرېښی هم دی.

له بله اړخه د هیواد دننه ډیری بهرني ادارې او نادولتي بنسټونه د خپلې اړتیا وړ توکي په ډالرو رانیسي، دولت باید د نوموړي کار مخنیوی وکړي او ټولې دولتي او نادولتي ادارې دې ته مجبوري کړي چې خپلې راکړې ورکړې په افغانیو سرته ورسوي، که لازمه ولیدل شي او ستونزې نه را ولاړوي نو نادولتي سازمانونه باید د خپلو کارکوونکو معاشونه هم په افغانیو ورکړي.

څلورم – د مرکزي بانک ناسمې تګلارې: د مرکزي بانک تر ټولو مهمه دنده د کورنیو پیسو یا کرنسۍ ثبات او د هغه د ارزښت ساتل دي.مرکزي بانکونه نوموړی هدف د بیلابیلو تګلارو په وسیله چې پولي پالیسي Monetary Policy یې بولي تعقیبوي. له بده مرغه زمونږ مرکزي بانک د افغانیو د ثبات لپاره د دومره سترو داخلي او خارجي اقتصادي مشاورینو او بانکي متخصصینو او کارپوهانو د شتون په صورت کې هم د افغانیو د ثبات لپاره کارنده پالیسي جوړه نکړای شوه.

پنځم – د صادراتو نه شتون: افغانۍ مونږ د خپل کور دننه کاروو او له بده مرغه د صادراتو د کموالي او یا نه شتون له امله بهرنیان ډیر کم وختونه خپل اسعار د افغاني توکو د رانیولو لپاره افغانیو ته اړوي، همدا لامل دی چې د بهرنیو نغدي مرستو پرته مونږ د خارجي اسعارو زیرمې لاس ته نشو راوړلای او که د کور دننه افغانۍ د خارجي اسعارو د زیرمو د لاس ته راوړلو پر بهرنیو اسعارو بدلوو نو په لوی لاس د افغانیو ارزښت راغورځوو. د افغانیو د ارزښت د رالویدلو د لاملونو څخه یو هم په وراداتو اتکا او د صادراتو نه شتون دی چې د مخنیوي په موخه یې باید صادرات زیات او غښتلي او واردات په کورنیو محصولاتو تعویض شي.

په پای کې باید ووایو چې د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت رالویدل دومره ډیره د تشویش خبره نده او نه هم دلته د پړسوب کچه د ځینو هیوادونو د پړسوب تر کچې رسیدلې. د نړۍ د ټولو هیوادونو اسعار د بیلابیلو لاملونو له مخې د نورو په مقابل کې خپل ارزښت بایلي او بیا وروسته د نوموړو عواملو په له مینځه تګ او د اقتصادي شرایطو په ښه والي او اړوند پالیسیو په عملي کولو سره خپل ارزښت بیرته تر لاسه کوي.