لیکنه: نصیر کوټوال

د آی پي پتې یا ادرسونه

IP Addresses

د TCP/IP د پروټوکول ټولې برخې په شبکه کې یو کمپیوټر د هغه د IP ادرس څخه پیژني، د شبکې هر سیستم او آله باید د ځانګړې او بیل آی پي ادرس څښتن و اوسي تر څو د شبکې نور سیستمونه د همدغه ادرس یا پتې له مخې ورسره په تړاو کې و اوسي او هغه څه چې نوموړي سیستم ته لیږدوي د هغه د همدغه ادرس په پیژندلو سره هغه ته ولیږدوي.

یو IP ادرس د 32   بیټو (Bits) څخه جوړ شوی چې اته بایټه کیږي او هر بایټ پکې د بل څخه د یو ټکي په وسیله بیلیږي لکه 190.170.10.140 . د اتبه بیټو په حساب تر ټولو لوی عدد (11111111) دی  . نو په دغه حساب تر ټولو لوی آی پي ادرس به عبارت وي له (11111111.11111111.11111111.11111111) څخه، نوموړی آی پي ادرس مو د دوو یا Binary System پر بنسټ حساب کړو،که نوموړی عدد د لسو سیستم یا اعشاري سیستم Decimal System  ته واړوو نو تر ټولو لوی آی پي ادرس به عبارت وي له 255.255.255.255 څخه.

په یوه آی پي ادرس کې د ټکو په وسیله بیل شوی هر عدد د Octet په نوم یادیږي او د پورته حساب له مخې د صفر څخه تر 255  پورې قیمتونه اخیستلای شي او په هر اوکټیټ کې 256 ادرسونه راتللای شي چې ورڅخه ټول(256 x 256 x256x256)  یا 4.3 څلور اعشاریه درې ملیارده ممکن آی پي ادرسونه لاس ته راځي، خو د آی پي ادرسونو د ځینو جوړښتونو له مخې نوموړي ټول ادرسونه نشي کارول کیدای د بیلګې په ډول صفر (0) د کورني نیټورک ادرس ښایي او 255 په شبکه کې د ټولو شاملو کمپیوټرونو لپاره د بروډ کاسټ broadcast په ډول استعمالیږي، له همدې امله حقیقي آی پي ادرسونه د یو 1 څخه تر 254  پورې قیمتونه اخلي (کاروي).

یو آی پي ادرس د دوو برخو څخه جوړ شوی، لومړۍ برخه یې د شبکې یا نیټورک برخه او دوهمه یا اخیري برخه یې د هاسټ برخه ښایي. مثلاً په 174.25.208.18 ادرس کې شاید لومړۍ برخه یا 174.25 د هغه شبکې ادرس وي چې کمپیوټر ورسره تړلی او دوهمه برخه 208.18 خپله د نوموړي کمپیوټر یا هاسټ ادرس دی، له همدې کبله کله چې معلومات د یو څو سره تړلیو شبکو تر مینځ لیږدول کیږي نو د آی پي ادرس د نیټورک برخه دا دنده لري چې مطلوب نیټورک په نښه کړي، کله چې معلومات نوموړي نیټورک ته راورسیږي بیا د هاسټ د برخې دنده ده چې د همدې محلي شبکې دننه هغه کمپیوټر په نښه کړي چې معلومات ورته لیږل کیږي.

د آی پي ادرس ښه بیلګه ستاسو ګرځنده تلیفون نمبر دی، د بیلګې په ډول که ستاسو د موبایل نمبر 0778 026 905 وي، تاسو پوهیږئ چې د شبکې برخه چې ایم ټي این دی 0778 او پاتې ارقام د نوموړې شبکې دننه ستاسو د خپل ګرځنده تلیفون ادرس ښایي. که تاسو ته څوک تلیفون کوي د هغه تلیفون لومړی شبکې (ایم ټي این) ته ځي، هلته دا کتل کیږي چې آیا په شبکه کې نوموړی نمبر فعال دی او کنه، که نمبر مو فعاله وي تاسو ته د شبکې له لوري زنګ راځي او که نه وي تلیفون کوونکی د نمرې د نه شتون ځواب یا نه فعالیت ځواب اوري.

د دې لپاره چې د یو IP ادرس د نیټورک او هاسټ Host برخې څه ډول وټاکل شي آی پي ادرسونه په مختلفو ګروپونو یا کلاسونو ویشل شوي دي.

د آی پي ادرسونو بیلابیل ګروپونه یا کلاسونه Classes of IP Addresses

کله چې یوه کاروباري اداره یا یوه تعلیمي اداره یا کوم بل سازمان د شبکې لپاره د آی پي ادرسونو غوښتنه وکړي نو دا ډول سازمانونو ته ورکول کیدونکي آی پي ادرسونه په مختلفو کلاسونو ویشل شوي لکهA, B, C, D,  او E چې په عمل کې د لومړیو دریو صنفونو A,B او C څخه استفاده کیږي. د آی پي ادرسونو ټولګې د ځینو دولتي او نادولتي سازمانونو له لوري چې IP Address Registries یې بولي او د International Assigned Number Authority  (IANA) له لوري کنټرولیږي اداره کیږي چې دا یوه غیر انتفاعي اداره ده د نړیجال یا انټرنیټ د ادرسونو او دهغوی د کنټرول او اداره کولو مسولیت لري.

د یو آی پي ادرس کلاس یا صنف او هغه سازمان چې نوموړی کلاس آی پي ادرس ورته ورکول شوی خپله د IP ادرس په وسیله ټاکل کیږي، همدارنګه د آي پي ادرس څخه دا هم معلوميږي چې کومه برخه یې نیټورک او کومه برخه یې هاسټ ته ځانګړې شویده.

لومړی – د A کلاس:

د نوموړي کلاس چپ اړخ ته لومړی اوکټیټ د نیټورک د ادرس او پاتې درې اوکټیټونه د هاسټ د ادرس ښودونکي دي. په نوموړي کلاس کې د نیټورک برخه د 01, څخه تر 126 پورې قیمتونه اخیستلای شي او په دې حساب پکې ټولې 127 شبکې او 256 x256 x 256 یا 16777216 کمپیوټرونه او آلات ځاییدلای شي. د نوموړې کلاس د کارونې سند یوازې ډیرو لویو سازمانونو لکه IBM, HP او داسې نورو ته ورکول کیږي.

که یو سازمان ته 73 د هغه د نیټورک د برخې په ډول ورکړل شي، نوموړي 73 د هغه ادارې په شبکه کې د شاملو آلاتو څخه د هر یو د آی پي ادرس په سر کې راځي مثلاً 73.0.0.1, 73.0.0.2, 73.0.03 او داسې نور، خو یادونه باید وکړو چې په نوموړي کلاس کې اخیرنۍ درې برخې ټول صفرونه او یا 255 نشي کیدلای.

دوهم – د B کلاس:

د نوموړي کلاس لومړی دوه اکتیتونه د نیټورک د برخې او وروستي دوه یې د هاسټ د برخې ښودونکي دي چې په دې حساب پکې ټول ټال 265 x 256 یا 65536 آلات ځاییدای شي. د نیټورک د برخې لومړی اوکټیټ د 128 څخه تر 191 عددونه اخیستلای شي چې تر مینځ یې 63  عددونه راځي، همدارنګه د نوموړي کلاس د نیټورک د برخې دوهم octet د 0   څخه تر 255 تر مینځ قیمتونه اخلي چې په دغه کلاس کې ټول 63 x 256 یا 16065 نیټورکونه ځاییږي خو دا چې صفر او 256 په نوموي اوکټیټ کې نشي راتللای ځکه خو د نوموړي شمیر نه باید دوه کم کړل شي یعنې (16065 – 2 = 16063) .

که د یوې ادراې د نیټ ورک د برخې ادرس 124.22 وي نو د شبکې د ټولو شاملو سیستمونو لپاره د هغوی د آی پي ادرس په سر کې نوموړی ادرس راځي او تر هغه وروسته د نورو سیستمونو لپاره بیلابیل اعداد ورکول کیږي خو په یاد لرئ چې تر 254  لوړ عدد نشو ورکولای.

دریم – د C کلاس:

د نوموړی کلاس لومړي درې اکټیتونه د نیټورک برخه او اخیرنی یو یې د هاسټ ادرس ښایي چې له همدې امله په نوموړي کلاس کې یوازې  254 آلات د هاسټ په ډول ځاییدای شي. د نوموړي کلاس د نیټورک د برخې لومړی اوکټیټ د192  څخه پیل کيږي او تر 223 پورې عددونه اخیستلی شي چې تر مینځ یې 31 عددونه راځي. د نوموړي کلاس د نیټورک د برخې دوه نور اکټیټونه د 0 او 255 تر مینځ قیمتونه اخلي ځکه خو په نوموړي کلاس کې ټول ټال 31 x 255 x 255 منفي څلور نیټورکونه ځاییدای شي، څلور نیټورکونه مو ترې ځکه منفي کړل چې دنیټورک د برخې دوه پاتې اکټیټونه د صفر او 255 قیمت نشي اخیستلای.

د D د کلاس ادرسونه چې د 224 څخه پیل او په 239 ختمیږي د یوې ځانګړې دندې یعنې Multicast لپاره کارول کیږي، په دا ډول لیږدونه کې د یو هاسټ له لوري لیږل شوي پیکیټونه یا پیغامونه د یو څخه ډیرو سیستمونو ته استول کیږي لکه د شبکې پرمخ ویډیویي کانفرانس چې په یو وخت کې پکې څو کمپیوټرونه ګډون کوي او یا لکه د تلویزیون په څیر جاري او روانې خپرونې.

د E کلاس چې لومړی اکټیټ یې د 240 څخه پیل او په 255  ختمیږي په ازمایښتي ډول د څیړنې او کارونې لاندې دی او په عام ډول نشي کارول کیدلای.

یادونه کوو چې د آی پي د صنفونو تر مینځ داسې آی پي ادرسونه هم شته چې په عمل کې یې نشو کارولای او د TCP/IP له لوري د یوې ځانګړې دندې لپاره ټاکل شویدي او باید و نه کارول شي، د بیلګې په ډول هغه ادرس چې په 127 پیل کیږي د Loop back ادرس په نوم یادیږي او هر هغه پیغام یا پیکیټ چې داسې یو ادرس ته ولیږل شي خپله همدغه کمپیوټر ته استول کیږي، یعنې دغه ادرس خپله همدا زمونږ د کمپیوټر ادرس دی.

همدارنګه 0.0.0.0 داسې یو ادرس دی چې لا تر اوسه د هیڅ کومې آلې یا دندې لپاره ندی وضع شوی. 255.255.255.255 ادرس د خپرنیزو پیغامونو یا بروډکاسټینک لپاره کارول کیږي او هر هغه پیغام چې په نوموړي ادرس ولیږل شي د شبکې ټولو شاملو سیستمونو ته به ورسیږي

په شبکه کې هر آی پي ادرس د نورو څخه جلا او عین آی پي ادرس باید په شبکه کې دوو یا څو سیستمونو لپاره ونه کارول شي او هر هاسټ ته باید د شبکې د مدیر یا Network Administrator له لوري ځانګړی IP ادرس ورکول شي. یادونه کوو چې یو منفرد  stand alone کمپیوټر ته چې د شبکې سره نه وي تړلی هم آی پي ادرس ورکولی شو تر څو د هغه د نیټورک آلات معاینه کړو چې کار کوي او کنه. دا چې یو کمپیوټر ته په شبکه کې څه ډول آي پي ادرس ټاکلی او ورکولای شو د آي پي ادرسونو د ډولونو د پیژندلو څخه وروسته یې تر مطالعې لاندې نیسو.

د آی پي IP ډولونه:

آی پي درې ډولونه لري:

  1. په ځانګړي ډول کارول کیدونکې آي پي ادرسونه یا reserved IPs چې پورته ترې یادونه وشه
  2. عام IP ادرسونه یا Public IPs
  3. شخصي آی پي ادرسونه Private IPs

هغه ادرسونه چې د انټرنیټ سره د تړلیو شبکو لپاره ورکول کیږي د Public IP Addresses په نوم یادیږي. دا ډول آی پي ادرسونه د کمپنیو لخوا په رسمي ډول اخیستل کیږي او یا چې کله مونږ د انټرنیټ کنکشن اخلو د خپلو انټرنیټي خدماتو د برابروونکي کمپنۍ له لوري را ته راکول کیږي.

د IP ګانو بل ډول یا شخصي آی پي ادرسونه هغه آی پي ادرسونه دي چې د هغو شبکو لپاره چې د انټرنیټ سره نه وي تړلي کارول کیږي، ځکه خو مونږ په کورنیو شبکو کې دې ته نه یو اړ چې د رسمي آی پی ګانو غوښتنه وکړو بلکې د خپل نیټورک د آلاتو د شمیر په پام کې نیولو سره  د خپل نیټورک دننه د شبکې شاملو آلاتو ته د یو کلاس آی پي ادرسونه ورکوو.

څرنګه چې نن سبا د TCP/IP پروتوکول ډیر زیات مشهور شوی او په ډیری شبکو کې کارول کیږي، ورځ په ورځ د آی پي ادرسونو کمبود رامینځ ته کیږي، له همدې کبله د شخصي IP ګانو لپاره IEEE د آی پي ګانو یوه ساحه ټاکلې په په لاندې ډول ده.

1 -  د  Aپه کلاس کې د  10.0.0.0 نه تر 10.255.255.255 پورې

2 – د B په کلاس کې د 172.16.0.0 نه تر 172.31.255.255 پورې

3 – د C په کلاس کې د 192.168.0.0 نه تر 192.168.255.255 پورې

نور بیا...

راتلونکي برخه: د شبکې شاملوکمپیوټرونو ته د IP ادرس د ورکولو لارې چارې