لیکنه: نصیر کوټوال

په لنډ ډول کاروباري اخلاق یا business ethics   د ورځني ژوندانه اخلاقي ارزښتونه دي کوم چې د کاروبار او سوداګرۍ په برخه کې هم ورته باید پاملرنه وشي،  نن سبا کاروباري اخلاق د یوې علمي او اکاډمیکې رشتې په توګه په علمي ادارو کې لوستل کیږي او ټول هغه اصول، ارزښتونه او اخلاقي موضوعات او ستونزې چې په سوداګریز چاپیریال کې رامینځ ته کیږي تر څیړنې لاندې نیسي

د یو کاروبار د کامیابۍ لپاره یې څښتنان بیلابیلې هڅې او منډې ترړې وهي، د کاروبار د کامیابۍ د تر ټولو مهمو وسایلو او لارو چارو څخه یو هم د سوداګریزو اخلاقو مراعتول دي چې له بده مرغه نن سبا ډیری کاروباریان او سوداګریزې کړۍ ورته هیڅ پاملرنه نه کوي. لکه مخکې مو چې وویل، سوداګریز اخلاق هغه اخلاق دي چې د یوې ټولنې په سوداګریز جریان کې د اخلاقي ارزښتونو د مراعتولو سره سر و کار لري او همدغه اخلاقي ارزښتونه په ټولیز ډول مونږ ته ښه او بد او د هغوی تر مینځ توپیر را په ګوته کوي. یادونه باید وکړو چې د یوې ټولنې منل شوي سوداګریز اخلاق هدایتي یا normative  بڼه لري، په دې مانا چې د ښو او بدو یا ګټورو او زیان اړوونکو شیانو تر مینځ تفکیک کوي او بیا وګړي د ښو او ګټورو کارونو په تر سره کولو مکلفوي او د ناوړه او زیان اړوونکو کارونو څخه یې منع او راستنوي.

اسلام د ژوندانه په نورو اړخونو کې د اخلاقي ارزښتونو تر څنګ په کاروبار او اقتصادي معاملاتو کې ځانګړي احکام او اخلاقي موازین لري او په دې برخه کې یې د یوې ټولنې په  اقتصادي جریان کې شاملو لوریو یعنې تولیدوونکو او لګښت کوونکو ته د ځانګړو کړو وړو د تر سره کولو احکام وضع کړي. په اسلامي نظام کې د دا ډول ځانګړو کړو وړو د اختیارولو موخه د یوې هوسا ټولنې او دولت رامینځ ته کول دي، همدارنګه نوموړې اصول او احکام په سوداګریزو یا اقتصادي چارو کې د شاملو ټولو لوریو که هغه اخیستونکی وي او که خرڅوونکی ګټې خوندي کوي. د بیلګې په توګه تر هر څه د مخه، اسلام  حلال او حرام په ګوته کړي، کله چې په کاروبار کې د حلالو او حرامو تمیز وشي او د هغه کارونو د ترسره کولو څخه چې په اسلام کې حرام ګرځول شوي ځان وژغورل شي دا چاره پخپله د یو سالم او اخلاقي پلوه بشپړ اقتصادي نظام د رامینځ ته کیدا لامل کیږي. راځئ لومړی د اسلام په سپیڅلي دین کې د کاروباري، اقتصادي او سوداګریزو اخلاقي ارزښتونو څیړلو او راسپړلو ته تم شو له هغه وروسته به د معاصر اقتصاد له نظره په کاروباري اخلاقو هم یو څه خبرې وکړو.

د حلالو او حرامو په ترڅ کې قرانکریم د نورو وګړو د مال او جایداد خوړل او غصبول او د هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستل په کلکه رد کړيدي.

ژباړه: په خپلو کې یو د بل مالونه په ناروا سره مه خورئ او مه یې حکامو یا چارواکو ته ورکوئ (رشوت) په داسې حال کې چې تاسې پوهیږئ او د نورو وګړو د مال یوه برخه په ناروا او ګناه سره خورئ. البقره ۱۸۸.  همدارنګه د النسا سورت په ۲۹ آیت کې څښتن تعالی داسې فرمایي: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی د یو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ مګر هغه وخت یې خوړلای شئ کله چې ستاسو تر مینځ د دوه اړخیزې خوښې او رضایت سوداګري وي. په دغه آیتونو کې څښتن تعالی د حرامو او غیر قانوني لارو څخه لاس ته راغلی مال څخه ګټه اخیستل په روښانه ټکو کې منع کړیدي او ټول مسلمانان یې په دې مکلف کړي چې د خپلو معاملاتو او کاروبار په ترڅ کې د حلالو او حرامو تمیز وکړي.

همدارنګه په دې اړوند د رسول الله (ص) څخه پوښتنه وشوه چې کومه ګټه غوره ګټه ده نو هغه ورته وفرمایل چې هغه ګټه چې په خپل زیار او زحمت د حلالو او قانوني لارو څخه ګټل شوي وي. د حرامو او نارواوو تر څنګ مسلمان سوداګر د شکمنو کارونو څخه هم منع شویدي، په دې اړوند د ستر پیغمبر څخه روایت دی چې ویلې یې دي د شکمنو کړنو او فعالیتونو څخه ځان وساتئ او پر ځای یې هغه کارونه وکړئ چې په رواوالي کې یې کوم شک او پوښتنه نه وي. د شکمنو کارونو اړوند رسول (ص) په یو بل حدیث کې وایي چې تاسو ته حلال هم در ښودل شي او حرام هم چې د دوی تر مینځ کارونه په شکمنو کارونو او مشتبهاتو کې حسابیږي چې مسلمانان او په ځانګړي ډول مسلمان سوداګر ترې باید ځانونه وژغوري.

د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو د جملې څخه چې د اسلام په سپیڅلې دین کې ترې د ځان ساتلو امر شوی یو هم سود دی، سود هغه اضافه پیسې دي چې پور ورکوونکی یې د پور اخیستونکي څخه د پور د وروستۍ تادیې له امله اخلي. اسلام سود ځکه حرام ګرځولی چې پر وګړو د ظلم او د هغوی د استثمار یو ډول دی، له همدې امله په قرانکریم کې څو ځایه د سود د حرمت او د هغه څخه د ځان ساتلو اړوند آیاتونه راغلي دي.

څښتن تعالی د البقرې د سورت په ۲۷۵ آیت کې وایي چې الله تعالی بیعه حلاله او سود یې حرام کړی، همدارنګه د آل عمران په سورت کې فرمایي چې ای مومنانو دوه چنده او څو چنده سود مه خورئ. د سود اړوند رسول الله (ص) فرمایي چې د څښتن لعنت دې وي پر هغه چا چې سود اخلي، هغه څوک چې سود ورکوي او هغه څوک چې د سود او ربا د راکړې ورکړې سند لیکي. دا یې څو بیلګه آیاتونه او احادیث دي، له دې پرته په نورو ډیرو احادیثو کې د هر ډول سود څخه سخته منع راغلې. یادونه باید وکړو چې سود بیلابیل ډولونه لري چې د اسلامي فقهې علماوو په خپلو کتابونو کې ترې یادونه کړې او د سود نوموړې ټول ډولونه یې حرام او ناروا بللي.

په تیره برخه کې مو د اسلام د کاروباري او معاملاتي اخلاقو په لړ کې د قراني ایاتونو په رڼا کې د سود د حراموالي په هکله خبرې وکړې، دلته غواړو په دې بحث وکړو چې ولې په اسلام کې سود حرام شوی او د سود په حرام والي کې کوم حکمت شته او کنه؟ د نوموړې پوښتنې د ځواب په موخه د هغه زیانونو څخه لنډه یادونه کوو چې د سود له امله د یوې ټولنې وګړو او اقتصادي جریان ته رسیږي.

لومړی – سود خواره بې له دې چې کوم ګټور، مولد او اقتصادي کار تر سره کړي، له کومې ستړیا او منډو ترړو څخه پرته یوازې ګټه لاس ته راوړي او په هر حالت کې د تاوان څخه په امن وي، دا په داسې حال کې ده چې روا او مشروع کاروبار تل د ګټې او تاوان دواړو لرونکی وي. دا چې د ټولنې یوه سود خوړونکې طبقه تل ګټه لاس ته راوړي او په مقابل کې یې د ټولنې ځینې نور وګړي چې بیلابیل اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه لري د ګټې تر څنګ وخت نا وخت د زیان سره هم مخ کیږي نو په دې سره په ټولنه کې د سود خورو او مشروع کاروبار لرونکو وګړو تر مینځ طبقاتي توپیرونه رامینځ ته کیږي. د نورو کاروباریانو سره د طبقاتي توپیر د رامینځ ته کیدو  ور ها خوا د سود خورو او هغه کسانو څخه چې سود ورڅخه اخیستل کیږي د نوموړي توپیر اندازه تر نورو ډیره ځوروونکې ده، داسې چې سود خور هم سود تر لاسه کوي او هم یې خپل اصل پانګه خوندي وي او هغه وګړي چې د سود په پیسو کاروبار کوي د خپل کاروبار ګټه د پانګې سود خور څښتن ته د سود په بڼه ورکوي او نوموړي وګړي چې کله په کاروبار کې تاوان کوي نو خپله اصلي پانګه یې هم له مینځه ځي.

د عدالت پلي کول د دې تقاضا کوي چې د وګړو تر مینځ د دا ډول توپیر مخه ونیول شي، د مخنیوي لپاره یې تر هر څه له مخه د نوموړي توپیر لاملونه له مینځه وړل پکار دي چې تر ټولو  ستر لامل یې سود ګڼل کیږي او باید مخنیوی یې وشي. که د سود مخنیوي ونه شي نو نوموړي طبقاتي توپیرونه لاپسې پراخیږي او په ټولنو کې د بیلابیلو انساني ناورینونو د رامینځ ته کیدو لامل کیږي لکه نن سبا چې ډیری هغه ټولنې چې د کاپیټالیسټي نظام څخه پیروي کوي د داسې ناورینونو شاهدان دي. د اسلام سپیڅلي دین چې ستره موخه یې د انساني ټولنو هوساینه او رفاه ده، دا ډول ناورینونه مخکې له مخکې درک کړي او د مخنیوي لپاره یې اصول او معیارونه وضع کړي.

دوهم – په یوې ټولنه کې د سود او ربا  د دود کیدلو له امله د هغه ټولنې د وګړو څخه انساني عاطفه او خواخوږي کډه کوي،  د انسانانو ترمینځ د مالي او اقتصادي مرستو تر ټولو مهم ډول یعنې د حسنه پورونو ځای سود اخیستل نیسي چې په دې صورت کې تر ټولو نزدې ملګري او دوستان هم پرته د سود څخه یو بل ته پور نه ورکوي. حسنه پور په اسلام کې له دې امله ستر ځای لري چې له یوه لوري د محتاجو وګړو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي او له بله اړخه د هغه خلکو پت او آبرو هم ساتي چې د اقتصادي ستونزو پر وخت په ټولنه کې د خپل موقف له امله د صدقې او خیر خیرات پیسې نه اخلي. لوی څښتن سود له دې امله هم حرام کړی چې نوموړي ټول اررښتونه تر پښو لاندې کوي او وګړي د ځانځانۍ لوري ته سوق کوي.

دریم - سود اخیستل د دې لامل کیږي چې وګړي خپل ګټور، حلال او مولد کارونه  پریږدي او د سود بې تاوانه او بې ستړیا کارونو ته مخه کړي، زمونږ په ټولنه کې چې څوک ډیری پیسې پیدا کړي نو د تولیدي فعالیتونو پر ځای پرې بانکونه جوړوي او یا یې هم بانک ته په پور ورکوي او کال په کال پرې ټاکلی سود تر لاسه کوي. د بانکونو له لوري په سود باندې د پور ورکول د بیلابیلو اروایي ناروغیو او فکرونو لامل کیږي ځکه چې د پور اصل پیسې او د هغه سود په ډیری ځایونو کې د پور اخیستونکي له وسه پورته وي او د نوموړي پور او سود د پیسو د تادیې غم او فکر هره شیبه هغه ځوروي.

څلورم – سود د بیو د لوړوالي یا انفلاسیون لامل کیږي، کله چې په یوه ټولنه کې سودي نظام حاکم وي ټول تولیدي یا صنعتي واحدونه مجبور دي چې د خپلو پورونو د تادیې پر وخت سود هم ورکړي دا چاره د نوموړو صنعتونو د تولید د لګښتونو د زیاتوالي لامل کیږي، همدارنګه تولیدوونکی چې کومه ګټه کوي د هغې یوه ستره برخه سود اخیستونکې او یا هغه مرجع ته چې په سود یې ترې پور اخیستی وي ورکول کیږي، همدا لامل دی چې تولیدوونکی د خپلې ګټې د زیاتوالي په موخه د خپلو تولیداتو قیمتونه لوړوي او د دغه کار بوج او بار په عامو وګړو یا مصرف کوونکو لویږي چې دا چاره په خپل وار سره د تولیداتو د له مینځه تللو او اقتصادي ګډ وډۍ  لامل کیږي. د دې تر څنګ سود نورې ډیرې اقتصادي ناوړه پایلې لري لکه د ټولنې د یو څو ځانګړو وګړو لاسونو ته د ټولنې د ډیرې پانګې ور ټولیدل، همدا لامل دی چې نن سبا په سلو کې اتیا شتمني د ټولنې د ۲۰ سلنه وګړو په واک کې ده او پاتې ۲۰ سلنه یې د ټولنې دنورو ۸۰ سلنه وګړو تر مینځ ویشل شوې.

په پای کې باید ووایو سود په ناروا او باطل سره د نورو وګړو د مال خوړل دي، په باطل سره د نورو د مال خوړل په دې مانا چې یو څوک پرته له کوم عقلي اومنطقي دلیل څخه عاید ولري او د داسې کوم فعالیت په نتیجه کې لاس ته نه وي راغلی چې د ټولنې اقتصادي جریان ته دې کومه ګټه ورسوي، اسلام زمونږ اقتصادي او ټولنیز نظام په سمه توګه اټکل کړی او بیا یې د همدغه بې حکمتۍ، بې منطقوالي او نه ګټورتوب له امله سود حرام ګرځولی.

 اسلام امر کوي چې سوداګریزې راکړې ورکړې باید د دواړو لوریو په خوښه تر سره شي، دا په اسلامي معاملاتو کې یو ستر شرط دی او په جبر او زور سره په یو چا د سوداګریزو راکړو ورکړو منل او تحمیلول په اسلام کې ناوړه عمل شمیرل کیږي. د دې تر څنګ د یو چا له اړتیا او مجبوریت څخه ګټه اخیستل او په هغوی د اجناسو او توکو ګران خرڅول په اسلام کې مالي استثمار شمیرل کیږي او په کلکه ترې منع راغلې، په همدې اړوند لوی څښتن په قرانکریم فرمایي، ژباړه: ای مومنانو! یو د بل مالونه په ناروا او باطل سره مه خورئ مګر دا چې تر مینځ مو روا او مشروع تجارت او راکړه ورکړه وي.

که پورتني آیت ته پاملرنه وکړو نو د یو معاملاتي قرارداد دوه مهمې برخې یعنې د دواړو اړخونو خوښه او د نوموړې تبادلې څخه دواړو لوریو ته ځانګړی ګټورتوب او افاده  ترې له ورایه ښکاري.

اسلام په سوداګریزو چارو کې په ریښتینولۍ ټینګار کوي او ریښتینی سوداګر په درجه کې د پیغمبرانو، شهیدانو او پرهیزګارانو سره برابر بولي. په دې اړوند د پیغمبر(ص) یو حدیث دی چې فرمایلې یې دي: ریښتینی سوداګر به د قیامت په ورځ د پیغمبرانو، شهداو او پرهیزګارانو سره یو ځای حشر کیږي. پیغمبر  (ص) په یو بل حدیث کې فرمایي، که چیرته په یوه سوداګریزه معامله کې دواړه اړخونه ریښتیا ووایي نو څښتن تعالی به یې په کاروبار کې برکت واچوي او که یې له دروغو او خیانت څخه کار واخیست نو څښتن به یې کاروبار بې برکته کړي. بخاري

په سوداګریزو چارو کې ریښتینولي د اسلام د اخلاقي نظام د اصولو څخه یو ستر اصل دی، نوموړی اصل له بیسارې حکمت څخه برخمن دی، د پورتني حدیث پر بنسټ که چیرته کاروباري اړخونه د خپلو ایماني او اسلامي دندو او مسولیتونو په پام کې نیولو سره له دوکې او فریب پرته د خپلو تبادله کیدونکو توکو ځانګړتیاوې، ښیګڼې او بدۍ په ګوته کړي نو څښتن به یې په راکړه ورکړه کې برکت واچوي او په راتلونکې کې به د سوداګریزو لوریو تر مینځ جنجال نه پیښیږي. نن سبا چې زمونږ کاروبار برکت نه لري او هره اقتصادي معامله مو په شخړو او لانجو تمامیږي، لوی لامل یې همدغه دی چې مونږ د خپلو سوداګریزو معاملاتو پر وخت له ریښتینولۍ کار نه اخلو.

اسلام په سوداګریزو چارو کې پر سخاوت، نرمۍ او اسانۍ امر کوي. کله چې یو پور ورکوونکی د پوروړي څخه خپل پور بیرته غواړي باید له سختۍ او سخت زړیتوب څخه کار وانخلي. همدارنګه پوروړی هم باید په خپل وخت خپل پورونه پرې کړي او د پور په تادیې کې له ځنډ او لټۍ  څخه ځان وساتي تر څو د مسلمانانو تر مینځ د مرستو دا بڼه یعنې قرض حسنه زیان ونه ویني، په دې هکله حدیث دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

څښتن دې په هغه کس ورحمیږي چې د پیر او پلور او د پور د بیرته غوښتلو پر وخت له نرمۍ کار اخلي (بخاري). یادونه باید وکړو چې پیغمبر(ص) د خپلو پورونو په پرې کولو کې تر نورو تیزي کوله، مسلمانان باید د هغه (ص) لاره تعقیب کړي او پور ورکوونکو ته په خپل وخت او د هغوی څخه د مننې او کور ودانۍ په ترڅ کې خپل پور بیرته ور وګرځوي.

 

اسلام د سوداګریزو اخلاقو اړوند د اقتصادي راکړو ورکړو د شرایطو او ژمنو په پوره کولو هم تاکید کوي او مسلمان سوداګر ته د خپل اعتبار د ساتلو او په ژمنو د وفا درس ورکوي. څښتن تعالی د سورت مایدې په لومړي آیت کې فرمایي چې ای  مومنانو په خپلو ژمنو وفا وکړئ. پیغمبر(ص) فرمایي چې مسلمانان د خپلو ژمنو په پوره کولو مکلف دي، همدارنګه په یو بل حدیث کې د منافق د نښو او علایمو څخه د ژمنې ماتول ښودل شوي.

د دې لپاره چې د اخیستونکي او خرڅوونکې دواړو ګټې خوندي کړو پکار ده چې د یوې سوداګریزې معاملې ټولې اړینې خواوې په ګوته او روښانه کړو، هر سوداګریز قرارداد باید د تبادله کیدونکې خدمت او یا جنس کیفیت، اندازه، بیه او نور ټول اړینې ځانګړتیاوې ولري، همدارنګه هغه توکي چې تبادله کیږي باید شتون ولري او د قرارداد پر وخت اخیستونکې ته د لیږد وړ وي. په اسلام کې د داسې شیانو د راکړې ورکړي قرارداد او ژمنه کول چې لا تر اوسه موجود نه وي منع او نا جایز دي. د دې لپاره چې د راتلونکې احتمالي شخړو مخنیوی وشي، په یو سوداګریز قرارداد کې د دواړو لوریو مسولیتونه او حقوق باید په روښانه ډول ولیکل شي.

د کارګرو سره ښه چال چلند:

د اسلام د اوامرو له مخې یو استخداموونکی په دې مکلف دی تر څو د خپل کارګر سره ښه چال چلند وکړي او په کار کې د هغه هوساینه او هغه ته د ښه شرایطو برابرول په پام کې ونیسي. مناسب مزد ورته وټاکي او هغه ته د مینې او اسلامي ورورولۍ احساس ورکړي نه دا چې د هغه استثمار کړي او ناوړه استفاده ورڅخه وکړي.

رسول (ص) وویل چې زه به د قیامت په ورځ د درې ډله کسانو سره دشمني کوم چې د هغې جملې څخه یو هغه څوک دی چې د مزدور څخه کار اخلي خو هغه ته خپل حق نه ورکوي.

پیغمبر (ص) د مزدور د مزد اړوند فرمایي چې خپلو مزدورانو ته د هغوی مزد د هغوی د خولې له وچیدلو مخکې ورکړئ. په دې کار کې لوی حکمت پروت دی ځکه بیچاره مزدور خپلې خولې یوازې د همدغه مزد د تر لاسه کولو لپاره تویوي او نوموړي ته په  خپل وخت د مزد ورکول هغه ته ستره افاده لري، له همدې امله دا د هر استخداموونکي اخلاقي دنده ده چې د خپلو کارګرو د مزد په ورکړه کې ځنډ، بهانه او چل و نه کړي.

هغه شیان چې راکړه ورکړه یې حرامه ده:

تر اوسه مو په اسلام کې د سوداګریزو اخلاقو په یو اړخ خبرې وکړې چې هغه د اسلام په سپیڅلي دین کې د اقتصادي چارو او کاروبار اړوند بیلابیلې عمومي لارښوونې او احکام وو چې باید په سوداګریزو چارو کې په پام کې ونیول شي. دلته د سوداګریزو اخلاقو په یو بل اړخ خبرې کوو او هغه ځینې سوداګریز فعالیتونه او کړنې دي چې د نورو اقتصادي نظامونو خلاف د اسلام په اقتصادي نظام کې ترې د ځان ساتلو امر شوی دی.

د ناروا او حرامو توکو راکړه ورکړه:

اسلام خلک مشروع کاروبار او سوداګرۍ ته رابولي خو د دې تر څنګ د وګړو او ټولنې اوږدمهاله ګټې هم له پامه نه غورځوي همدال لامل دی چې اسلام د هغه توکو خرڅلاو او سوداګري منع کړې کوم چې په یو نه یو ډول انسانانو او ټولنې ته زیان رسوونکي دي، د بیلګې په ډول په اسلام کې د مردارې، د خوګ د غوښې، بوتانو، شرابو او ځینې نورو ضرر رسوونکو توکو خرڅلاو په کلکه منع شوی. د هغه څاروي او مرغه غوښه حرامه ده چې په غیر اسلامي طریقو وژل شوي او ترې د حلالولو پرته سا وتلي وي، په غیر اسلامي طریقه د حیوان په وژلو کې په برقي ماشینونو سره د هغوی حلالول، په کوم پڅ او ځوروونکي څیز او یا هم په وسلې سره د حیوان وژل شامل دي. مسلمانان د دا ډول غوښې د خرڅلاو څخه منع شوي او په هکله یې قرانکریم فرمایي، په تاسو باندې د مردار شوي څاروي غوښه، وینه، د خنزیر غوښه او د هغه څه غوښه چې پرته له الله څخه بل چا ته نذر شوې وي حرامه ده ( المایده)

د المایدې د سورې په یو بل آیت کې الله تعالی فرمایي: ایې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، نشه راوړونکې شیان، جواري کول، د مجسمو جوړول او په غشو سره فال نیول د شیطان د کارونو څخه دي نو ځانونه ترې وژغورئ تر څو کامیاب شئ.

په بخاري شریف کې د رسول الله (ص) څخه هم یو حدیث روایت شوی چې هغه (ص) پکې فرمایلي دي، الله او د هغه رسول د شرابو، د مردارو څارویو د غوښې، د خنزیر د غوښې او بوتانو سوداګري حرامه ګرځولې ده. همدارنګه د امام احمد په کتاب کې د رسول الله (ص) نه یو بل حدیث هم روایت شوی چې فرمایلې یې دي: کله چې څښتن تعالی یو شی حرام وګرځوي نو د هغه بیه او قیمت هم حرام دی. د پورتني حدیث په استناد زمونږ د وګړو هغه ادعا بې بنسټه ده چې د اپینو کرل او د هغوی د خرڅلاو پیسې د دې امله ځان ته حلالې بولي چې مونږ خو یې یوازې قیمت او پیسې تر لاسه کوو او پخپله یې نه کاروو.

د فریب او دوکې راکړه ورکړه:

دا ډول راکړې ورکړې ته د اسلامي فقهې په اصطلاح بیع الغرر وایي، نوموړې بیعه د داسې یو توکې د خرڅلاو ته ویل کیږي چې د خرڅوونکې سره اصلاً موجود نه وي، یا هم د داسې یو توکي خرڅلاو دی چې راتلونکی یې بیخي مبهم وي او اخیستونکې یې په دې ډاډمن نه وي چې نوموړی توکی به یې لاس ته ورشي او که نه. له داسې بیعې څخه په اسلام کې منع راغلې ځکه چې پیرودونکي ته د تبادله کیدونکې توکي اصلي ځانګړتیاوې پوره نه وي معلومي او نوموړې بیعه شاید په راتلونکې کې د قرارداد د دواړو اړخونو تر مینځ د شخړو سبب وګرځي، همدا لامل دی چې رسول الله (ص) د هغه څه چې لا د اوښي په رحم کې دی، یا د هغه ماهي چې لا په اوبو کې وي او یا هم هغه مرغه چې لا په هوا کې وي د خرڅلاو څخه منع کړیده. همدارنګه پیغمبر (ص) د هغه میوې د خرڅلاو څخه چې غیر صحي وي او د هغه غلې دانې د خرڅلاو څخه چې لا په پټي کې وي او وخت ته نه وې رسیدلې د راکړې ورکړې څخه د ځان ساتلو امر کړی.

په خپل سر د قیمت ټاکل:

اسلام د حلالو کارونو د دایرې دننه سوداګرو ته په سوداګریزو چارو کې پوره ازادي ورکړې همدا لامل دی چې اسلامي اقتصادي نظام په بازار کې د قیمت د کنټرول او ټاکلو سره کومه دلچسپي نه ښایي او سوداګرو ته دا چانس ورکوي چې د اسلامي حدودو دننه یو د بل څخه په سوداګریزو چارو کې ګټه وکړي. په همدې اساس دولتي چارواکي دا حق نه لري چې په زور او د خپل ځواک څخه په ګټه اخیستلو سره د توکو قیمت وټاکي دا ځکه چې د سوداګرو د حرص پرته د بیو لوړوالی او ټیټوالی بیلابیل لاملونه او فکتورونه لري چې په داسې حالاتو کې د چارواکو له لوري د بیو په سیستم کې د لاسوهنې له لارې شاید د دواړو سکتورونو یعنې دولت او خصوصي سکتور ګټې تر ګواښ لاندې راشي.

د یو روایت له مخې وایي چې د پیغمبر(ص) په وخت کې یو ځل د توکو بیې لوړې شوې چې له امله یې خلک پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورغلل او ورته یې وویل چې ای د الله رسوله د توکو بیې لوړې شوي دي تاسو یې د خپلې مهربانۍ له مخې په سمه توګه وټاکئ، پیغمبر (ص) ورته وفرمایل چې د بیو ټاکونکی الله تعالی دی، زه دا کار نشم کولای او نه غواړم چې د الله تعالی سره په داسې حالت کې مخ شم چې څوک راباندې د نا انصافۍ دعوه وکړي او یا راباندې د چا د وینې او جایداد پور پاتې وي.

خو د دې ټولو تر څنګ د دولتي چارواکو د مداخلې اړتیا پیښیږي او هغه هغه وخت کله چې سوداګر په مارکیټ کې ناروا او د خلکو استثمار ته مخه کوي. د دغه نارواوو په لړ کې سوداګر د قیمت په ټاکلو کې بې انصافي کوي، د بیلابیلو چلونو له لارې کوچني سوداګر له صحنې وباسي او پر بازار د انحصار کوښښ کوي. په دې صورت کې د چارواکو له لوري به بازار کې مداخله او د خپل سري قیمت کنټرول د اسلام د احکامو سره په مغایرت کې ندی  او باید د عدالت د ټینګښت په موخه په بازار کې د مداخلې له لارې مناسب قیمتونه وټاکي.

احتکار:

د اسلام په اقتصادي اخلاقي نظام کې بل هغه عمل چې منع ترې راغلې احتکار دی، احتکار په دې مانا دی چې ځینې سوداګر خوراکي او د انسانانو د اساسي اړتیا وړ توکي اخلي او د ځان سره یې زیرمه کوي، بیا وروسته له دې چې د دا ډول زیرمه کولو له امله په بازار کې نوموې توکې کم شي او قیمتونه یې مخ پورته لاړ شي نوموړي توکي بازار ته عرضه کوي. ځینې وختونه یو سوداګر په بازار کې یو ځانګړی جنس د بیلګې په ډول وړه د ټول بازار څخه رانیسي او د ځان سره یې تر هغه وخته ساتي کله چې نوموړی جنس په بازار کې کمیابه شي، له هغه وروسته یې د ډیرې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه راباسي چې په دې حالاتو کې د لګښت کوونکو سره د نوموړي جنس له اخیستو پرته بل انتخاب نه وي او مجبور دي چې په هره بیه یې راونیسي ځکه وړه چې ډوډۍ ترې پخیږي د انسانانو د بنسټیزو اړتیا وړ توکو څخه دي او پرته له دې څخه انسان ژوندی نشي پاتې کیدلای. دا چې احتکار کوونکی سوداګر د نوموړې جنس یوازینی عرضه کوونکی وي ځکه خو بازار په خپل انحصار کې راوړي او بیا یې چې هر قیمت خوښ شي د خپل جنس د خرڅلاو لپاره یې ټاکلی شي. رسول (ص) د احتکار کوونکي اړوند فرمایلي احتکار کوونکی غل او خاین دی، همدارنګه په یو بل روایت کې راغلي چې پر هغه سوداګر چې خپل سوداګریز اموال نه زیرمه کوي او بازار ته یې عرضه کوي د الله رحمت او په احتکار کوونکي سوداګر د الله تعالی لعنتونه دي. (ابن ماجه).

د یو چا له بې خبرۍ څخه ناوړه ګټه اخیستل:

ډیری وختونه یو پلورونکی خپل توکي بازار ته د خرڅلاو لپاره وړي خو شاید سمدلاسه نوموړی د بازار د شرایطو څخه نه وي خبر، دلته مسلمان سوداګر ته دا روا نه دي چې د دا ډول وګړو د نا خبرۍ څخه ناوړه ګټه واخلي، د هغه څخه یې توکي په ارزانه او د بازار د نرخ څخه په ټیټ نرخ واخلي او بیا یې په نورو په لوړه بیه وپلوري. دا ډول کار د اسلام څخه د مخه د جاهلیت په دوره کې موجود وو چې بیا ترې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خلک منع کړل.

په بیه کې دوکه:

ځینې وګړي پرته له دې چې یو توکی وپیري د هغه لپاره د لوړ قیمت وړاندیز کوي، دا ډول خلک د نوموړي توکې د اخیستلو اراده نه لري بلکې له دې لارې هغو خلکو ته دوکه ورکوي چې هغوی په رښتیا هم د نوموړي توکې پیریدونکې وي. ځینې خرڅوونکې د دا ډول کسانو سره لار لري او مخکې له مخکې یې ورسره خبره کړي وي چې تاسو به زما جنس زما څخه په لوړ قیمت غواړئ تر څو نور خلک پرې را ګرم شي. په اسلام کې دا چاره هم په سختو ټکو غندل شوې او په هکله یې پیغمبر (ص) فرمایلي: د یو بل سره کینه او حسد مه کوئ، یو د بل په بیعه مزایده مه کوئ، یو د بل څخه کرکه مه کوئ، له تاسو څخه یو ته هم دا نه ده روا چې په هغه بیعه کې ځان ورشریک کړي چې لا وار د مخه ستاسو بل مسلمان ورور نوموړې معامله او بیع کړې وي، یو د بل ورونه او د څښتن تعالی ریښتیني بندګان و اوسئ.

بیځایه قسمونه خوړل:

نن سبا دا عادت زمونږ په سوداګرو کې ډیر زیات دی او هغه دا چې ډیری وختونه کاروباریان او سوداګر د خپلو اجناسو د ښه معرفي کولو لپاره قسمونه او سوګندونه کوي، دوی نوموړي قسمونه د ډیر تاکید او د مقابل اړخ د اعتبار او باور په موخه کوي دا په داسې حال کې چې د قسمونو خلاف یې توکي د هغه ډول کیفیت لرونکې نه وي کوم چې دوی یې دعوه کوي او یوازې د خلکو د دوکه کولو لپاره د الله تعالی د سپیڅلي نوم څخه استفاده کوي خو دا یې هیر دي چې د الله تعالی نوم یادول د هغه څه څخه ډیر لوی او ستر دي چې د دوی له لوري د خپلو توکو د خرڅلاو په موخه وکارول شي. قسم خوړل که په حقه وي او که په ناحقه په اسلام کې ښه کار نه ګڼل کیږي. که مونږ ریښتیني مسلمانان و اوسو او د اسلام په احکامو عمل وکړو نو بیا په یو سوداګریزه معامله کې قسم ته څه اړتیا ده. د راکړې ورکړې په ترڅ کې د قسم کولو اړوند پیغمبر (ص) فرمایلي چې دا ډول قسم خوړل به پیریدونکی دې ته تیار کړي چې د یو پلورونکې توکی واخلي خو دا ډول معامله به له برکته خالي وي.

په تول کې ټګي کول:

په تول کې ټګي کول په دې مانا چې له نورو څخه یو شی د ځان لپاره دروند وتلل شي خو خپل توکي نورو ته په تول کې سپک ورکول شي، دا چاره د اسلام څخه په مخه ټولنو کې یو عام رواج وو چې د اسلام په سپیڅلې دین کې ترې سخته منع راغلې او په هکله یې په قرانکریم کې یو ایت دی چې وزن او تول په انصاف سره کوئ، دا ستاسو د اخرت لپاره غوره او ګټور کار دی.

د غلا د مالونو خرڅول:

الله تعالی غلا هم حرامه ګرځولې او د هغه توکو راکړه ورکړه او سوداګري چې د غلا له لارې تر لاسه شوي هم په اسلام کې ناروا او ناوړه کار دی، د غلا کوونکې لپاره په قرانکریم د لاس د غوڅولو سزا ټاکل شوي، همدارنګه پیغمبر (ص) د غلا د مال په هکله وایي چې هغه وګړي چې پوهیږي او د غلا د مالونو راکړه ورکړه او سوداګري کوي ستر ګناهګاران او د اخرت په ورځ شرمیدلي خلک دي.

  د اسلام د سپیڅلي دین له مخې مو په سوداګریزو اخلاقو تفصیلي خبرې وکړې او ومو لیدل چې د اسلام سپیڅلی دین مسلمانان په خپلو سوداګریزو چارو کې د هر هغه څه څخه منع کړي چې نورو وګړو او یا هم ټولنې ته زیان اړوونکې وي دا په داسې حال کې چې نړیوال په  ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۹۰زیږدیز کلونو تر مینځ  د سوداګریزو اخلاقو اهمیت ته متوجه شو. نن سبا اقتصاد پوهان په دې خبره ټینګار کوي چې سوداګر او کاروباریان باید د خپل کاروبار او ګټې د زیاتولو تر څنګ خپل ټولنیز مسولیتونه درک کړي او د کاروبار په لړ کې له داسې کارونو ځان وژغوري چې ټولنې ته یې زیان رسیږي، په همدې اړوند ادم سمیت ویلي چې دوه تنه سوداګر د خپلو ګټو د زیاتوالي په موخه په خپلو کې سره یوه معامله کوي خو د دوی نوموړې معامله شاید د ټولنې په زیان تمامه شي او یا هم دوی په خپلو مینځونو کې د جوړ جاړي په ترڅ او د خپلې ګټې د زیاتوالي په موخه د توکو بیې لوړې کړي.

د سوداګریزو اخلاقو اصطلاح په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره د امریکا په متحده ایالاتو کې رامینځ ته شوه، د نوموړې اصطلاح تر رامینځ ته کیدو وروسته د سوداګریزو اخلاقو اړوند په سلهاوو کتابونه ولیکل شول، په همدغه برخه کې د وګړو د روزلو په موخه په سلګونو کورسونه او روزنیز پروګرامونه پکار واچول شول او په دې برخه کې یې په زرګونو شاګردان وروزل. بیلابیلو کمپني ګانو هڅې پیل کړې چې د اخلاقي معیارونو په مراعتولو سره تر نورو ځان لوړ او غوره وښایي او له دې لارې په بازار کې تر نورو مخکې شي، په همدې ترڅ کې مطبوعاتو او میډیا پاملرنه هم د سوداګریزو اخلاقو لوري ته را واوښته.

معاصر اقتصاد پوهان په دې اند دي چې یو کاروباري اداره باید د یو هیواد د یو وګړي په څیر د ټولنې ګټو ته ژمن وي که څه هم د ټولنې د ګټو په پام کې نیول د هغوی په شخصي زیان او تاوان تمام شي. ډیری کاروباري ادارې حقوقي شخصیتونه دي او د سوداګریزو اخلاقو څخه د سرغړونې په صورت کې پر هغوی دعوه اقامه کیدلای شي او د مدعی او مدعی علیه په څیر محکمې ته حاضریدلای شي. کاروباري واحدونه باید د خپلو کارګرو، عرضه کوونکو، مشتریانو، سیالانو او نورو دحقونو مراعتول  خپل اخلاقي مسولیت وګڼي او د پورته یادو شوو ډلو سره باید د ټاکل شوو اصولو له مخې برخورد وکړي او د خپلو سیالانو سره د دښمنانه او جګړه ایزې پالیسې د پر مخ بیولو پر ځای د سالمې سیالۍ له لارې د هغوی څخه د مخکي والي هڅې وکړي.

کله چې زمونږ سوداګري او کاروبار د کور دننه پر ځای نورې نړۍ ته هم غزیږي نو په ترڅ کې یې سوداګریز اخلاق هم توپیر مومي او سوداګر باید نوموړې توپیرونو ته پوره پاملرنه وکړي، د بیلګې په ډول د نړۍ د هیوادونو تر مینځ کلتوري، ټولنیز او دینې معیارونه توپیر کوي، په ځینې هیوادونو کې شاید د پنځلس کلن ماشوم استخدامول قانوني جرم وي خو په ځینو نورو کې شاید دا کار قانوي بڼه ولري، یا هم د دینې توپیرونو له امله په ځینو ټولنو کې شراب خرڅول او یا هم سود اخیستل قانوي کار دی خو په اسلامي ټولنو کې بیا دا کار ناروا ګڼل کیږي ځکه خو باید سوداګر دغه ټکي په پام کې ونیسي او د هر هیواد سره چې سوداګري کوي نو د هغه هیواد کلتوري معیارونو او ټولینیزو اخلاقو ته پاملرنه وکړي. په نړیواله سوداګرۍ کې ځینې هیوادونه د خپلو سیالانو د ماتولو لپاره د ډمپینګ له سیاسته کار اخلي یعنې په نورو هیوادونو کې خپل توکې د خپل اصلي ارزښت څخه هم په کمه بیه پلوري چې دا چاره د یو هیواد داخلي تولید او بازار ته تاوان اړوي او کورني تولیدوونکې نشي کولای چې د مالي پلوه د غښتلیو بهرنیو تولیدوونکو سره سیالي او رقابت وکړي، د ډمپینګ نوموړی سیاست په نړیواله سوداګرۍ کې یو غیر اخلاقي کار شمیرل کیږي همدا لامل دی چې آی ټي سي یا International Trade Commission د ډمپنګ خلاف د ځینو قوانینو د رامینځ ته کولو او پلي کولو لپاره کار کوي تر څو له اقتصادي پلوه په وروسته پاتې هیوادونو کې هغه صنعتونه وژغوري چې د ډمپینګ له امله د پرمختللو تولیدوونکو تر ګواښ لاندې دي.

نن سبا پر سوداګریزو اخلاقو د څار په موخه سازمانونه په رسمي ډول ځانګړې وګړي استخداموي، د نوموړو وګړو دنده دا ده چې تر څو د یو کاروبار او یا هم سازمان ټول کړه وړه وڅاري،  د سوداګریزو اخلاقو د سرغړونې موارد په ګوته او د هغوې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخلي. هغه کارمندانو ته چې د اخلاقي معیارونو د څار په موخه استخدامیږي ځانګړې روزنه ورکول کیږي او دغه روزنې په لړ کې هغوی ته د سوداګریزو اخلاقو موضوعات د یو علمي دسپلین په توګه تدریسیږي. سوداګریز اخلاق په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې د یو علمي دسپلین په توګه منل شوي او نن ورځ د ډیری اقتصادي خپرونو او ژورنالونو د بحث مهمه موضوع جوړوي.

پای