لیکنه: نصیر کوټوال

انحصار څه ته وایي

د بازار د بیلابیلو ډولونو څخه یې یو ډول انحصاري بازار دی، انحصار یا monopoly هغه حالت ته ویل کیږي کله چې په بازار کې د یو ځانګړي توکي او یا ځانګړي خدمت یوازې یو عرضه کوونکی شتون ولري. دا ډول انحصار د پېریدونکو د انحصار یا monopsony سرچپه دی چیرته چې د یو ځانګړي توکي او یا خدمت یوازې یو تقاضا کوونکی د ګڼ شمیر عرضه کوونکو په وړاندې شتون ولري.

انحصار د سالمې سیالۍ یا رقابت په پرتله بد ګڼل کیږي ځکه په سالم رقابت کې قیمتونه د بازار د قواوو یعنې عرضې او تقاضا له لورې ټاکل کیږي چې په ترڅ کې یې د قیمتونو د رالویدو له امله مستهلکینو ته ګټه رسیږي دا په داسې حال کې چې په انحصاري بازار کې د قیمت ټاکل د انحصار کوونکي په واک کې وي او هغه چې هر قیمت وغواړي نو د خپل جنس لپاره یې ټاکلی شي، یادونه باید وکړو چې ټول انحصارات غیرقانونی نشو ګڼلای ځکه ډیری وختونه دولتونه د ځانګړو توکو او خدماتو تولید ته امتیاز ورکوي، نوموړې تولیدات د تولیدوونکې لپاره د خطراتو او زیانونو ډک او د یوې ټولنې لپاره د ځانګړي اهمیت لرونکې وي ځکه خو دولتونه په داسې ځایونو کې د پانګوالو د هڅولو په موخه هغوی ته تر یو وخته په بازار د انحصار ځواک او واک ورکوي. ځینې وختونه دولت هم په داسې برخو کې پانګونه کوي او تر یو وخته بازار په خپل انحصار کې راولي.

دا چې یو تولیدي واحد څه ډول بازار تر خپل انحصار لاندې راولي بیلابیل منابع او عوامل لري چې دلته ترې لنډه یادونه کوو.

لومړی – په قصدي ډول بازار ته د نورو عرضه کوونکو د ننوتلو مخنیوی کول: هغه څوک چې غواړي بازار تر خپل انحصار لاندې راولي د بیلابیلو چلونو او خپل ځواک او زور په کارولو سره کوښښ کوي چې بازار ته نوي عرضه کوونکې داخل نشي په همدې موخه دا ډول خلک له خپل رسمی صلاحیت، شخړو، زور او زمونږ په هیواد کې خو آن د وژنو او تښتونو څخه کار اخلي.

دوهم – قانوني خنډونه: د یو تولیدوونکې لپاره د کاپي ځانګړي حقوق، patent او د دولت له لوري په قانوني ډول ځینې نور ځانګړې امتیازونه چې مخکې مو ترې یادونه کړې هم د دې لامل کیږي چې یو عرضه کوونکی پر بازار خپل انحصار وساتي.

دریم – طبیعي منابع: که یو څوک هغه طبیعی منابعو ته لاسرسی ولري چې د یو ځانګړي توکې په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي نو ښکاره ده چې د نوموړې توکي په تولید کې به مزیت ولري او د همدغه مزیت پر بنسټ به له بازار څخه خپل سیالان بهر او پر بازار به خپل انحصار ته لار هواره کړي. د دا ډول انحصار بیلګو څخه یو هم هغه ډله هیوادونه دي چې نفت ولري.

څلورم - اقتصادي خنډونه: یو عرضه کوونکې له دې لارې هم په بازار انحصار پیداکوي چې کله په لویه پیمانه د تولید یا economy of scale له لارې د خپل تولید لګښتونه راکم کړي، د تولید د لګښتونو د راکمولو له امله د یو عرضه کوونکې د توکو قیمتونه رالویږي، د قیمتونو د رالویدو له امله د د داسې ځواکمن عرضه کوونکې سیالان او یا بازار ته نوې داخل شوي عرضه کوونکې خپل عملیاتي لګښتونه هم نشي پوره کولای ځکه خو هغوی ډیر زر د تاوان سره مخ کیږي او د بازار څخه وتلو ته اړ ویستل کیږي چې له امله یې بازار یوازې د یو ځواکمن عرضه کوونکې په انحصار کې پاتې کیږي. په پانګوال اقتصادي نظام ځینې نیوکه کوونکې وایي چې په نوموړې نظام کې د کوچنیو کاروباریانو سره تل داسې ناوړه لوبه کیږي او میدان لویو پانګوالو ته پاتې کیږي چې هغوی بیا هر ډول وغواړي د خپل ناروا انحصار پر مټ د وګړو مالونه تروړي او هغوی تر خپل استثمار لاندې راولي.

د پانګې ډیروالی او پریماني هم یو عرضه کوونکې ته د انحصار ځواک ورکوي، ځکه د ډیرې پانګې د شتون په صورت کې یو عرضه کوونکی کولای شي خپل کاروبار ته پرمختګ ورکړي، نوې تولیدات ډیزاین او په هکله یې اړونده تحقیق او څیړنه وکړي، له همدې امله هغه عرضه کوونکې چې د پانګې د کمښت سره مخ وي د داسې عرضه کوونکې په وړاندې مات او له بازار څخه وتلو ته اړویستل کیږي.

د تولید د نوې او موثرې ټیکنالوجۍ کارول او هغه ته لاسرسی هم یو عرضه کوونکې ته پر بازار د انحصار ځواک وربخښي، د دا ډول ټیکنالوجۍ له لارې د یو تولیدوونکې د تولید لګښتونه راکمیږي او که چیرې سیالان یې داسې کومه اغیزمنه ټیکنالوجي په لاس کې و نه لري نو په بازار کې رقابت او سیالي نشي کولای، بالاخره له صحنې څخه ووځي او پر بازار د ځانګړو عرضه کوونکو انحصار ته لاره هواریږي.

د اقتصادي خنډونو د ډلې څخه یې یو هم د یو توکې د بدیل یا جانشین نشتوالی دی، یعنې کله چې په بازار کې د یو انحصارګر د عرضه کوونکي جنس کوم بدیل او عوض نه وي نو وګړي مجبور دي چې د نوموړي عرضه کوونکې توکې راونیسي. په دغه حالت که انحصار کوونکی خپل جنس په هر قیمت خرڅوي نو په مقابل کې یې تقاضا کوم ارتجاعیت نه ښایي.

په پای کې د انحصاري بازار د ځانګړنو څخه په لنډ ډول یادونه کوو:

په داسې بازار کې د یو ځانګړي توکي یوازې یو عرضه کوونکی شتون لري چې دې ته خالص انحصار هم وایي، د عرضه کیدونکې توکي لپاره کوم تعویض او بدیل هم نه وي، دا چې په بازار کې یوازې یو عرضه کوونکی وي ځکه خو دغه عرضه کوونکی تولیدي واحد یا شرکت د ټول صنعت څخه نمایندګي کوي، بازار ته په نوې داخلیدونکو عرضه کوونکو او مولدینو ځانګړي بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي وي او په دغه بازار کې انحصارګر د قیمت یوازینی ټاکونکی وي چې کولای شي د خپل توکې لپاره هر ډول قیمت چې یې زړه وي وټاکي البته د تقاضا ګراف میل به یې بیا هم ښکته لوري ته وي یعنې په ټیټ قیمت کولای شي خپل ډیر توکي وپلوري.