د نیټورک پروتوکولونه

Network Protocols

لیکنه: نصیر کوټوال

په شبکه کې د دوو کمپیوټرونو لپاره اړینه ده یو د بل سره د تړاو لپاره یوه لاره یا لیږدلاره ولري چې د داوړو لوریو لپاره د منلو وړ او یو د بل سره پرې مکالمه او لیږدونه سرته ورسوي. د کمپیوټرونو ترمینځ همدغه لیږدلاره د پروتوکول په نوم یادیږي. نن ورځ کمپیوټرونه بیلابیل پروتوکولونه کاروي چې هر یو یې بیلابیلې برخې او دندې لري خو د ټولو پروتوکولونو اساسي دنده د کمپیوټرونو ترمینځ د تړاو رامینځ ته کول دي.

پروتوکولونه خپلې دندې دOSI موډل دننه سر ته رسوي، دغه دندې د نوموړي ماډل په مختلفو برخو Layers کې سر ته رسیږي او هغه پروټوکول چې د او اس آی ماډل په ټولو لوړې برخې یا لیر کې دنده لري تر نورو پیچلی وي.

د پروتوکولونو هغه ټولګه چې یو ځای سره کار کوي د Protocol Stack یا Protocol Suite په نوم یادیږي، هر پروتوکول ځانګړې دندې او فعالیتونه لري او لکه چې مخکې مو یادونه وکړه چې یو پروټوکول سټاک د OSI موډل د هر یو لایر لپاره بیلابیل پروتوکولونه لري چې په لاندې شکل کې درې مهم پروتوکولونه د مختلفو برخو لپاره ښودل شوي دي.



 

د پورتنیو پروتوکولونو څخه هر یو یې په بیلابیل ډول تر څیړنې لاندې نیسو.

د شبکې پروتوکولونه Network Protocols :

د شبکي پروتوکولونه هغه پروتوکولونه دي چې د نیټورک لپاره د ادرسونو، لیږدلارو، د غلطیو د کتلو او مکالمې او تړاو په برخه کې معلومات برابروي، د دې ډول ځینې مشهور پروتوکولونه په لاندې ډول دي:

TCP/IP (Transmission Control Protocol/Internet Protocol) - 1: هغه پروتوکول دی چې د نیټورک لپاره ادرسونه او لیږد لاره برابروي.

IPX (Internetwork Packet Exchange) -2: نوموړی پروتوکول په Novell Netware چلیز سیستم کې کارول کیږي او د پیکیټونو د لیږد دنده په غاړه لري.

NetBEUI (NetBios Extended User Interface) – 3: هغه پروتوکول دی چې د مایکروسافټ او IBM له لوري رامینځ ته شوی او په ډیری شبکو کې کارول کیږي.

4 – Delivery Datagram Protocol(DDP) : نوموړی پروټوکول په ایپل کمپیوټرونو او Apple Talk کې کارول کیږي.

5 – Data Link Control(DLC) : هغه پروتوکول دی چې د HP پرینټرونو له لوري کارول کیږي.

د لیږد پروتوکولونه:

د لیږد یا ترانسپورت پروتوکولونه هغه پروتوکولونه دي چې د معلوماتو په لیږد را لیږد کې مرسته کوي، نوموړې پروتوکولونه عبارت دي له TCP یا Transmission Control Protocol ، SPX(Sequenced Packet Exchange) او ATP یا Apple Talk Transaction Protocol څخه.

غوښتنیز پروټوکولونه:

اپلیکیشن پروتوکولونه د او ایس آی موډل په تر ټولو پاسنۍ برخې یا لایر کې فعالیت کوي چې ځینې د پام وړ ډولونه یې په لاندې ډول دي.

1 – Simple Mail Transfer Protocol (SMTP)  : د TCP/IP پروتوکول د کورنۍ یو غړی دی چې د بریښنالیکونو د لیږد را لیږد مسولیت او دنده لري

2 – File Transfer Protocol (FTP) : د اهم د ټی سي پي/ آی پي د ټولګې یو پروټوکول دی چې یوازینۍ دنده یې د شبکې په اوږدو کې د فایلونو شریکول او لیږدول دي.

3 – Simple Network Management Protocol (SNMTP): نوموړی پروټولکو د TCP/IP یو بل پروټوکول دی چې د نیټورک د آلاتو د ادارې او څارنې په برخه کې خدمت کوي.

د دې تر څنګ د اپلیکیشن پروتوکولونو د جملې څخه په Novell نیټویر کې Network Core Protocol(NCP) او د ایپل په شبکو کې AppleTalk File Protocol (AFP) کارول کیږي.

لکه مخکې مو چې یادونه کړیده، هر پروټوکول بیلابیلې برخې لري تر څو د کمپیوټرونو تر مینځ اغیزمن تړاو او لیږدونه رامینځ ته کړي، د پروټوکولونو همدغه بیلابیلې برخې د protocol suite په نوم یادیږي. دا هم باید په یاد ولرئ چې پروتوکول سوټ د پروتوکولونو هغه ټولګه ده چې په ګډه او همکارۍ سره د شبکې د تړاو او پرمخ بیولو لپاره کار کوي. نن ورځ د شبکو د تړاو ګڼ شمیر پروتوکولونه شتون لري چې هر ډول یې خپل خپل ښه والی او خامیانې لري، د دغه پروتوکولونو څخه یې ځینې  د دوو کمپیوټرونو تر مینځ، ځینې یې په محلي شبکو او ځینې نور یې بیا په پراخه شبکو لکه نړیجال یا انټرنیټ کې کارول کیږي. په ټولیز ډول عام کارول کیدونکي پروټوکولونه عبارت دي له:

  1. TCP/IP
  2. IPX/SPX
  3. NetBIOS/NetBEUI
  4. AppleTalk
  5. DLC
  6. XNS
  7. DECNet
  8. X.25                         

د پورتنیو پروتوکولونو تر مینځ تر ټولو ډیر کارول کیدونکی پروتوکول چې د انټرنیټي شبکو پروتوکول هم دی TCP/IP دی چې دلته پرې مفصل بحث کوو.

TCP/IP (Transmission Control Protocol/Internet Protocol)

نوموړی پروټوکول د انټرنیټ د پروتوکول په نوم هم یادیږي او نن ورځ په کمپیوټري شبکو کې تر ټولو زیات کارول کیدونکی پروټوکول دی، نوموړی پروتوکول هغه وخت ډیر مشهور شو کله چې د Unix له لوري د خپلو سیستمونو د پروتوکول په توګه ومنل شو. همدارنګه د نوموړي پروتوکول د تړاو پیاوړتیا د دې لامل شوه چې نن سبا د کمپیوټرونو د تړاو د یو معیار په ډول د بیلابیلو کمپیوټرونو او شبکو د سره تړلو لپاره کارول کیږي. د نوموړي پروتوکول ډیر استعمال او مقبولیت دی چې په زیات شمېر چلیز سیستمونو لکه Novell Netware، Windows XP/Vista/7/8 او د مایکروسافټ په ټولو چلیز سیستمونو کې د مخکې له مخکې نصب شوي یا Default پروتوکول په ډول راځي.

د ټي سي پي د پروتوکولونو د ټولګې ټول پروتوکولونه د OSI په موډل کې په لاندې ډول ترتیب شویدي:

IP یا Internet Protocol د نیټورک د برخې پروتوکول دی چې د منابعو او کمپیوټرونو د ادرسونو او لیږدلورو اړوند ټي سي پي ته معلومات برابروي، همدارنګه ICMP یا Internet Control Message Protocol هم د نیټورک د برخې پروتوکول دی چې د پیغامونو د کنټرول لکه د غلطو پیغامونو د جریان کنټرول او نور معلومات برابروي، یادونه باید وکړو چې د PING کمانډ چې د یو ریموټ سیستم لخوا جواب برابروي د همدغه پروتوکول په وسیله کار کوي.

ARP یا Address Resolution Protocol د نیټورک د برخې یو بل پروټوکول دی چې د د شبکې د شاملو آلاتو دIP ادرسونه د هغوی فزیکي ادرسونو یا MAC ته بدلوي

TCP یا Transmission Control Protocol د ترانسپورت د برخې پروتوکول دی، نوموړی پروتوکول نوموړی پروتوکول د پورتنۍ یا اپلیکیشن له برخې څخه پیغامونه اخلي او د شبکې په اوږدو کې یې مطلوبو ځایونو ته استوي، کله چې تړاو رامینځ ته شي د ټي سي پي د درشلونو Ports  ادرس دا ټاکي چې نوموړی پیغام باید کوم سیستم ته ولیږدول شي ، په همدې ډول ټی سي پي د لیږدولو په موخه په وړو برخو د پیغامونو د پاشلو یا Fragmentation او مطلوب ځای ته تر رسیدلو وروسته د دوباره را یو ځای کولو دنده هم په غاړه لري.

FTP یا File Transfer Protocol د آپلیکیشن د برخې پروتوکول دی چې د سیشن او پریزینټیشن د برخو سره په همغږۍ کارکوي، نوموړی پروتوکول په شبکه کې د فایلونو د لیږدول، ترتیب او کنټرول په برخه کې فعالیت کوي، د پورتنۍ برخې هر یو Layer د FTP لپاره ځانګړې کارونه کوي، د بیلګې په ډول د سیشن برخه د ارتباط د قایمولو او بیرته له مینځه وړلو په برخه کې د FTP سره مرسته کوي.

SMTP یا Simple Mail Transfer Protocol د ټي سي پي/آی پي یو بل پروتوکول دی چې د او ایس آی په لومړیو درې لایرونو کې فعالیت کوي او لکه د نامه څخه چې یې څرګندیږي د شبکې په اوږدو کې د پیغامونو د لیږد دنده په غاړه لري، یادونه باید وکړو چې د انټرنیټ ډیری بریښنالیکونه د نوموړې پروتوکول له مخې په شبکه کې مطلوبو ادرسونو ته لیږدول کیږي.

HTTP یا Hypertext Transfer Protocol د ټی سي پي/آی پي د اپلیکیشن د برخې پروتوکول دی چې دنده یې د شبکې د کمپیوټرونو پرمخ د بریښنا پاڼو ښودل دي

ګرانو لوستونکو، پورتني ټول پروتوکولونه د TCP/IP د پروتوکول ټولګې برخې دي او دا هم په یاد ولرئ چې نن سبا ډیری شبکې د همدغه پروټوکول پر بنسټ جوړیږي. د نوموړي پروتوکول ډیره مهمه برخه د شبکې د شاملو آلاتو پتې او ادرسونه یا IP Addresses  دي چې د نیټورک د زده کړې په راتلونکې برخه کې به پرې خبرې کوو...

نور بیا

د نیټورک د زده کړې د لړۍ نورې برخې دلته لوستلای شئ:

کمپیوټري شبکه یا نیټورک - لومړۍ برخه

کمپیوټري شبکه یا نیټورک - دوهمه برخه

کمپیوټري شبکه یا نیټورک - دریمه برخه

کمپیوټري شبکه یا نیټورک - څلورمه برخه

کمپیوټري شبکه یا نیټورک - پنځمه برخه