لیکنه: نصیر کوټوال

کورنی اقتصاد او بهرنۍ مرستې

بهرنۍ مرستې Foreign Aid د یو ځانګړي هیواد سره د نړۍ د نورو هیوادونو مرستې ته ویل کیږي. په نوموړو مرستو کې نغدې پیسې، توکي یا کالي او  وګړي شامل دي. دا ډول بهرنۍ مرستې ډیری وخت په بیړنیو حالاتو لکه شخړو او جنګ، سیلاب، زلزلې، ولږې او بیوزلۍ او نورو بحراني حالاتو کې ځپلو هیوادونو ته ورکول کیږي. دا مرستې کیدای شي د یو د یو بهرني هیواد د حکومت له لوري وي او یا هم له دولت پرته یې د یو هیواد عادي وګړي د یو بل ځپلي او وروسته پاتې هیواد وګړو ته د خیرات په ډول ورکړي.

په ۱۹۷۰ زیږدیز کال د نړۍ بډایه هیوادونو پریکړه وکړه چې هر کال به د خپل نا خالص ملي عاید 0.7 سلنه د نړیوالو مرستو په ډول مخ پر ودې هیوادونو ته د هغوی د اقتصادي پرمختګ په موخه ورکوي. نوموړې داسې یوه پریکړه ده چې د پریمانه نړیوالو مرستو سره سره چې هر کال وروسته پاتې هیوادونو ته ورکول کیږي تر اوسه مرسته کوونکو هیوادونو د خپل ملي عاید د ۰.۷ سلنې په اندازه مرسته نده پوره کړې، امریکا چې په نړیواله کچه دنړۍ د نورو مرسته ورکوونکو هیوادونو په پرتله د وروسته پاتې هیوادونو سره ډیرې مرستې کوي، د مرستو اندازه یې د هغوی د ملي عاید د 0.7 فیصدۍ څخه تل کمه وي.

په هر صورت د نورو مرستې بې څه نه وي او تل پکې د مرسته ورکوونکو هیوادونو ځانګړې موخې پرتې وي چې د بیلګې په ډول به یې دلته د یو څو څخه یادونه وکړو.

۱ – بهرنۍ مرستې ډیری وختونه داسې شرایط لري له مخې یې باید مرسته تر لاسه کوونکې هیوادونه درانده قیمتونه پرې کړي، د بیلګې په توګه ډونر هیوادونه د وروسته پاتې هیوادونو سره د مرستو په صورت کې پر هغوی شرط ږدي چې یوازې د همدوی (ډونر هیواد) توکي او خدمات به رانیسي.

۲ – ډیری بهرنۍ مرستې وړ او مستحقو وګړو ته نه رسیږي او بیوزله او غریبه طبقه د دا ډول مرستو د استفادې څخه محروم پاتې کیږي.

۳ – بهرنۍ مرستې د بډایه هیوادونو له لوري په وروسته پاتې هیوادونو کې  خپلو توکو او خدماتو ته د بازار موندلو په موخه کارول کیږي په داسې حال کې چې نوموړې هیوادونه بیا د مرسته اخیستونکو هیوادونو تولیدات خپلو هیوادونو ته نه نه ور پریږدي او د بیلابیلو لارو چارو په وسیله د protectionism  د پالیسۍ په عملي کولو سره د هغوی د  ورود څخه مخنیوی کوي.

۴ – ډیری وختونه د نوموړو مرستو په وسیله اساسي او بنسټیز کارونه نه تر سره کیږي، یا هم د بهرنیو مرستو د بندیدو په صورت کې دا ډول پروژې له چلښت او فعالیته لویږي.

 د اقتصادي پرمختګ په موخه د نورو ملتونو د مرستو تمه نده پکار او د نوموړې موخې د لاس ته راوړلو لپاره پخپله لاس پکار کیدل او د خپل اقتصادي پر ځان بسیاتوب لپاره هڅې کول هغه څه دي چې مونږ د نورو له نیاز او اړتیا څخه ژغوري. له همدې امله ډیری هیوادونو د Trade not aid پالیسي خپله کړې. له بله اړخه بډایه هیوادونه تل د ۱۹۷۰ زیږدیز کال پریکړې ته ژمن ندي پاتې شوی او د وروسته پاتې هیوادونو سره هغه ژمنه شوې مرستې چې په ملګرو ملتونو کې یې د ورکړې ژمنه کړې نه کوي. د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۰ کال په عمومي ناسته کې مرسته ورکوونکو بډایه هیوادونو ژمنه کړې چې د خپل ناخالص ملي عاید  0.7 سلنه به د ODA یا Official Development Assistance په نوم د اقتصادي پرمختګ په موخه وروسته پاتې هیوادونو ته ورکوي، خو له هماغه پیل څخه تر دې دمه ټول مرسته کوونکې هیوادونه د خپلو ژمنو په سر ته رسولو کې ناکام دي او د نوموړو هیوادونو د مرستو اندازه د هغوی د نا خالص ملي عاید د 0.2 څخه تر 0.4 سلني پورې وي چې هر کال پکې ۱۵۰ بلیونه ډالر کسر موجود وي. یادونه باید وکړو چې په او ډي آی کې یوازې د نورو هیوادونو سره دولتي مرستې شاملي وي او د وګړو او افرادو او یا د خصوصي پانګې لیږد پکې نه حسابیږي

د سړې جګړې په دوران کې د بهرنیو پرمختیایي مرستو اندازه په بیسارې ډول لوړه شوه خو بیا هم د ملي ناخالص عاید ژمنه شوې فیصدۍ ته و نه رسیده، دغه وخت هر زبر ځواک د هغه هیوادونو سره مالي او هر ډول مرستې کولی چې د دوی ګټې یې خوندي کولای شوې، همدارنګه ځینې نیوکه کوونکې ادعا کوي چې ډونر هیوادونه د خپلو جیو پولیټیکي موخو لپاره د ځینو هیوادونو سره مرستې کوي یعنې یو ډونر هیواد د خپلو مرستو جیو پولیټیکې ارزښت ته ګوري او د هغه هیوادونو سره مرسته نه کوي چې جیو پولیټیکې ارزښت ورته و نه لري.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۴ کلونو تر مینځ بهرنۍ مرستې زیاتې شوې خو نوموړو مرستو هم خپل جیو ستراتیجیکې موخې تعقیب کړې چې د دغه موخو څخه یې د ډونر هیوادونو په اصطلاح د تروریزم په ضد جګړه یادولی شو. د همدغه موخو په خاطر په ۲۰۰۵ کال کې ډیری نړیوالو مرستو عراق ته د خیریه مرستو تر نامه لاندې لار پیداکړه.

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د تعریف له مخې د خصوصي وګړو او یا سازمانونو له لوري مرستې هم د بهرنیو مرستو په کتار کې راځي خو نوموړې مرستې د پرمختګ لپاره د رسمي مرستو یا او ډي آی برخه نه ګڼل کیږي، نوموړې مرستې هم د بهرنیو مرستو د ځانګړتیاوو پر بنسټ ځانګړې سیاسي، ایډیالوژیکي او اقتصادي موخې تعقیبوي. که یوه خصوصي کمپنې د کوم هیواد سره خیریه مرسته کوي نو د همدغه بشر دوستانه مرستو تر سیورې لاندې په نوموړې هیواد کې د خپل کاروبار او کمپنۍ اشتهار هم کوي. د مایکروسافټ کمپنۍ څښتن او بنسټګر بیل ګیټس هم همداسې یوه ستراتیژي پرمخ وړي او په همدې موخه یې د ټیکنالوژۍ په بازار کې خپلو سیالانو ته د ماتې ورکولو لپاره د خپلې میرمنې سره یو ځای د خیریه مرستو یو بنسټ جوړ کړی.

ډیر ځایونه، بهرنۍ مرستې د پرمختګ مخنیوی کوي:

د مرستو او پرمختګ په برخه کې د اقتصاد پروفیسور ویلیم ایسټیرلي په دې اند دی چې بهرنیو مرستو هغه څه ندي تر لاسه کړي او نه یې بیوزله هیوادونو ته هغه څه ورکړي د کومو چې وړاندوینه او ژمنه شوې وه. د نړۍ د بیوزلۍ او غربت تراژیدي لا هغسې پر ځای پاتې ده، لویدیځو هیوادونو په وروستیو پنځو لسیزو کې ۲.۳ دوه اعشاریه درې تریلیونه ډالره پر بهرنیو مرستو لګولي خو تر اوسه یې پر ملاریا اخته ماشومانو ته ۱۲ سلنه دارو درمل هم  ندي برابر کړي. لویدیځ نوموړې مرستې کړي خو داسې یې ندي اداره کړي چې په نړۍ کې د اولاد د زیږون له امله د پنځه ملیونه میندو او ماشومانو د مړینې مخنیوی وکړي. دا د فکر وړ خبره ده چې بډایه هیوادونه خپلو وګړو ته تر اړتیا پورته د ښه ژوند او عیاشۍ چانس برابروي خو په بیوزله هیوادونو کې رنځورو ماشومانو ته آن لومړني روغتیایي خدمات او دارو درمل هم نشي رسولای. پورتنیو ټکو ته په پام سره ډیری کار پوهان په دې عقیده دي چې بهرنیو مرستو په وروسته پاتې هیوادونو کې د پرمختګ د بهیر سره مرسته نده کړې بلکې سر چپه یې نوموړی بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړیدی.

کله چې یو هیواد ته د پرمختګ نړیوالې مرستې لار پیداکوي نو په نوموړو هیوادونو کې د اقتصادي پرمختګ د شونتیا له امله هلته د شخصي پانګې بهیر هم ورماتیږي، په دغه حالاتو کې شخصي پانګوال یوازې د خپلې شخصي ګټې په موخه په نوموړو هیوادونو کې پانګونې ته زړه ښه کوي کنه دا ډول پانګونو له بهرنیو مرستو له مخه هم په بیوزله هیوادونو کې شونې وې، د بیلګې په ډول د افریقا د صحرایي سیمو هیوادونو د دوه زرم زیږدیز کال څخه د مخه د بهرنیو بډایه هیوادونو هیڅ ډول مرستې او پانګونه را جلب نه کړای شوه، خو کله چې چین پریکړه وکړه چې په افریقا کې به پانګونه کوي، لویدیځو بډایه هیوادونو فکر وکړو چې چین غواړي نوموړې هیوادونه او وګړي استثمار کړي خو خپل هغه استثمار ترې هیر وو چې پخوا یې په کلونو کلونو نوموړې لویه وچه استثمار کړې وه. چین ته به خامخا خپلې ګټې مهمې وي خو راتلونکې به دا ثابته کړي چې موخه یې رښتیا هم د افریقایانو استثمار او که هغوی ته د ښه ژوند او کاروبار برابرول دي. له بله اړخه، دا هم باید په پام کې ونیسو چې د پرمختګ لپاره بهرنیو رسمي مرستو یا او ډي آی تر ډیره بریده د نړیوالو او څو ملتیزه کمپنیو او خصوصي وګړو پانګونه مخ پر ودې هیوادونو ته جذب کړیده.

د نوموړې موضوع یوه بل لوری به هم وڅیړو او هغه دا چې نوموړې هیوادونو ته ورکول کیدونکې بهرنۍ مرستې د هغو بلا عوضه مرستو یا سبسایډي ګانو څخه چې بډایه دولتونه یې خپل صنعتي سکتور ته ورکوي ډیرې کمې دي چې دا په بیوزله هیوادونو نیغ په نیغه خپل اغیز غورځوي داسې چې د بډایه هیوادونو صنعت د خپلې ځواکمنتیا له امله د بیوزله هیوادونو کورني مارکیټ ته لار پیداکوي او هلته د ډمپینګ له سیاسته کار اخلي.

پر بهرنیو مرستو یوه بله نیوکه دا هم ده چې د بډایه هیوادونو د بهرنۍ پالیسيۍ د یوې برخې په توګه نوموړې مرستې د د ترلاسه کوونکو هیوادونو په پرتله ډونر هیوادونو ته ډیره ګټه رسوي. په نړۍ کې د بډایه هیوادونو له لوري د نړیوالې سوداګرۍ او بهرنیو مرستو اړوند داسې پالیسي ګانې طرحه او عملي کیږي تر څو وروسته پاتې هیوادونه له صنعتي پلوه پرمختللی هیوادونو پورې منحصر او وتړل شي. دا چاره بډایه هیوادونو ته ډیرې ګټې لري، د بیلګې په ډول بډایه هیوادونه د وروسته پاتې هیوادونو کاري ځواک په ډیرو کمو مزدونو په کار ګوماري نو کله چې وروسته پاتې هیوادونه د اقتصادي پلوه پرمختګ کوي نو نوموړی کاري ځواک په کور دننه په کار ګومارل کیږي او په دې توګه د بډایه هیوادونو له لاسه د تولید یو مهم عامل یعنې ارزانه کاري ځواک ووځي. دلته د ځینو هغه هیوادونو څخه په لنډ ډول یادونه کوو چې نورو هیوادونو ته د مرستو د ورکولو په لړ کې خپلې ځانګړې موخې تعقیبوي.

د امریکا متحده ایالات نورو هیوادونو ته د مرستو د ورکولو په لړ کې د خپل داخلي یا ملي امنیت موضوع په پام کې نیسي، د بیلګې په ډول د منځني ختیځ هیوادونه او د ساړه جنګ په دوران کې د مرکزي امریکا او کارابین هیوادونه. فرانسه د دې تر څنګ چې د فرانسوي ژبې او کلتور د رواجولو هڅه کوي د پرمختګ د بهرنیو مرستو لپاره هغه هیوادونه ټارګیټ کوي چې د فرانسې سره سوداګریزې اړیکې او تړلتیا ولري، د بیلګې په توګه یې د لویدیځې افریقا هیوادونه یادولی شو. همدارنګه جاپان هم د پرمختګ بهرنۍ مرستې هغه هیوادونه ته ځانګړې کوي چې د نوموړې هیواد سره سوداګریزې اړیکې ولري او د جاپان هیواد د محصولاتو مصرف کوونکي و اوسي.

په دې برخه کې ځینې کارپوهان په دې اند دي چې د یو مرسته کوونکې هیواد ځینې داخلي کړۍ، کمپني ګانې او بیلابیل ګروپونه هم کولای شي چې د بیلابیلو لارو، د پرمختګ لپاره د خپلو دولتونو بهرنۍ مرستې د خپلې خوښې هیوادونو ته ور جذب کړي.

د بهرنیو مرستو نظامي اړخ:

د بهرنیو مرستو څخه ډیری یې فوځي مرستې وي چې دا په مستقیم ډول په بشري مرستو اغیز لري او د هغوی د کموالي لامل کیږي. ډیری وختونه امریکا د دا ډول مرستو په صورت کې په مرسته اخیستونکو هیوادونو شرط ږدي تر څو د امریکا څخه وسلې او نظامې تجهیزات را ونیسي. همدارنګه د دا ډول مرستو یوه لویه برخه په مرسته اخیستونکو هیوادونو کې د امریکا د سفارتونو او امریکایي ډیپلوماټانو د امنیت په ساتنه لګول کیږي. په دې برخه کې امریکا تر نورو په اسراییلو ډیره مهربانه ده او د ځینو احصایو له مخې تر اوسه یې ورته درې بلیونه ډالر د فوځي مرستې په توګه ورکړي دي. همدارنګه اروپایې اتحادیه هم د پرمختګ لپاره خپلې بهرنۍ مرستې د تروریزم د جګړې سره تړلي او هغه هیوادونه چې په دغه جګړه کې ناغیړي کوي او یا په نوموړې جګړه کې پاتې راځي د اروپایي اتحادیې د مرستو څخه هم محروم پاتې کیږي.

ویل کیږي کله چې امریکا غوښتل په عراق پوځي یرغل وکړي و د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هیوادونو رایه او موافقه پکې شرط وه، د رایه ورکولو په ورځو او شپو کې ځینو افریقایي هیوادونو لکه ګوینیا، انګولا او نورو ته وویل شول چې د امریکا پورونه پرې کړي، دلته د امریکا موخه رښتیا هم د پورونو پریکول نه وو بلکې له دې لارې څخه یې غوښتل چې په امنیت شورا کې د نوموړو هیوادونو د تایید رایه تر لاسه کړي. د دې تر څنګ ځینو نورو هیوادونه ته روښانه پیغام ورکړل شو چې یا خو د تایید رایه ورکړئ او یا درباندې خپلې مرستې قطع کوو. په افغانستان باندې د یرغل پر وخت کله چې پاکستان امریکا ته پوځي هډې او لاره ورکړه نو د امریکا له لوري ورته ډیری پورونه وبخښل شول.

د بهرنیو مرستو ځینې نور شرایط:

د بهرنیو مرستو په لړ کې د ډونر هیوادونو د شرایطو څخه یو هم د مرسته اخیستونکې هیوادونو له لوري د ډونر هیوادونو د کالیو او خدماتو رانیول دي چې په تیر کې مو ورته یوه لنډه اشاره کړې او دلته به پرې یو څه په تفصیل خبرې وکړو. ځینې وګړي دا چاره یوه موازنه بولي او ادعا کوي چې د دا ډول مرستو په بدل کې ډونر هیوادونه هم باید یو څه تر لاسه کړي، خو که عملاً وګورو نو دا چاره د مرسته اخیستونکو وروسته پاتې هیوادونو په ستر زیان تمامیږي، په دې صورت کې به نوموړې هیوادونه خپل قیمتي تر لاسه شوي منابع د داسې شیانو په رانیولو لګوي چې د هغوی لپاره به چندان ګټور نه وي او نوموړې منابع به د نورو ګټورو توکو د رانیولو او  فرصتونو د تر لاسه کولو څخه ووځي. له بله اړخه د داسې شرایطو د وضع کولو له امله د مرسته اخیستونکو هیوادونو خپلواکي هم تر پوښتنې لاندې راځي او هغوی د ترلاسه شوې مرستې د لګښت اړوند په خپلو تصامیمو کې د ډونر هیوادونو پورې منحصر پاتې کیږي.

د کار پوهانو په اند د شرایطو سره تړلې بهرنۍ مرستې د مرسته کوونکو هیوادونو لپاره د نوموړو مرستو ارزښت د ۲۵ څخه تر ۴۰ سلنې پورې راکموي، دا ځکه چې دوی مجبور دي چې د بډایه ډونر هیوادونو څخه د سیالي او رقابت د بازار پرته وارداتي توکې وپیري، د ملګرو ملتونو د اقتصادي کونسل د یوې څیړنې له مخې چې د افریقایي هیوادونو لپاره یې تر سره کړې راغلي چې یوازې ناروی، ډنمارک، نیدرلینډ او انګلستان داسې هیوادونه دي چې خپلې ۹۰ سلنه مرستې تر شرایطو پورې نه تړي.

له بله اړخه که وګورو د بهرنیو مرستو ستره برخه د ډونر هیواد مشاورینو ته ورکول کیږي، زمونږ د هیواد څخه د پرمختګ په موخه د بهرنیو مرستو لویه برخه د مرسته کوونکي هیواد د مشاورینو د تنخواوو او امتیازاتو له لارې بیرته بهر ته لیږدول کیږي. د بهرنیو مشاورینو استخدامول د نوموړو مرستو د شرایطو څخه یو شرط دی کنه هغه کار چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې کورني متخصصین تر سره کولای شي د بهرنیو مشاورینو څخه یې اغیزمنتوب یو په دوه زیات دی. کله چې د اریتریا هیواد د ټول هیواد په اوږدو کې د ریل پټلۍ د غزولو پروژه پیل کړه نو دا ورته څرګنده شوه چې پر شرایطو ولاړې بهرنۍ مرستې څخه چې د بهرنیو مشاورینو په کار ګومارل او د ډونر هیواد د توکو رانیول به یې په لومړي سر کې ځای ولري ورته د خپلو متخصصینو، انجینرانو او نور کاري ځواک څخه استفاده کول ارزانه او اغیزمن تمامیږي.

د روغتیا په برخه کې بهرنۍ مرستې هم په ډیرو ځایونو کې پر شرایطو ولاړې وي، امریکا په افریقا کې د ایډز د ناروغۍ سره د مبارزې مرستې د امریکایې درملو د کارولو سره تړلي په داسې حال کې چې د هند، جنوبي افریقې او برازیل هیواد تولید شوي درمل شاید د امریکایې درملو څخه ارزانه تمام شي. ځینې نا تایید شوې ادعاوې دا هم وایي چې یو شمېر امریکایي کمپینو د خپلو درملو د خرڅلاو په موخه په افریقا کې په لوی لاس ایډز خپور کړیدی.

پورتنیو نقطو ته په پام سره د بهرنیو مرستو نزدې نیمایي برخه خیالي مرستې یا phantom aid نومول کیږي، دا ځکه نوموړې مرستې یوازې د کاغذ پرمخ لیکل کیږي او د بیوزلۍ د له مینځه وړلو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، د یو هیواد وګړي ترې نه وي خبر چې نوموړې مرستې څنګه وشوې؟ چا ته راغلې؟ چیرته او څه ډول ولګول شوې؟ ښه بیلګه یې په دا دولسو کلونو کې زمونږ هیواد ته د ملیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو ورود دی چې په ښه او بد یې تر اوسه افغانان نه پوهیږي او نه یې هم زمونږ په اقتصادي پرمختګ کوم څرګند اغیز ښکاره کیږي. د نوموړو مرستو پنځوس سلنه د ناوړه کارونې او د بهرنیو مشاورینو په بې ځایه او بې ګټې لګښتونو، ټرینینګونو او روزنو او نورو مصارفو لګول شوي.

دا چې مخکې مو وویل چې د پرمختګ لپاره د بهرنیو مرستو ګټه د مرسته تر لاسه کوونکو هیوادونو پر ځای ډو نرانو ته زیاته ده، د بیلګې په توګه یې د امریکا متحده ایالات په پام کې نیسو. د Earthscan د یوې خپرونې د دوه زرم کال په یوه ګڼه کې د مرستو د حقیقت تر سرلیک لاندې په یو راپور کې راغلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو 71.6 سلنه یې په دې شرط ورکول شوی چې د نوموړو مرستو تر لاسه کوونکې هیوادونه به د اړتیا وړ توکي او خدمات د امریکا څخه رانیسي. ښکاره ده چې دا ډول مرستې د بیوزله هیوادونو سره دومره مرسته نه کوي لکه څومره چې امریکا ته ګټه رسوي او امریکا هم د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لړ کې د دا ډول مرستو له لارې د یوه لوري د ملګرو ملتونو پریکړې ته ځان ژمن ښایي خو له بل لوري د خپل ځان او خپل اقتصاد د غښتلي کولو هڅه کوي. له دې ور پورته شتمن هیوادونه خپلې مرستې د ځینو سیاسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره هم کاروي، که د نړۍ د هیوادونو ترمینځ کوم پریکړه او تړون کیږي او بډایه هیوادونه لکه د امریکا متحده ایالات او نور یې د خپل ځان په زیان ګڼي نو وروسته پاتې هیوادونو ته د رشوت په بڼه خپلې مرستې ورکوي تر څو هغوی د داسې تړونونو او پریکړو پر وخت منفي رایه وکاروي. د امریکا متحده ایالات د همدغه وسیلې په کارولو سره د چاپیریال د ککړتیا اړوند د نړۍ د هیوادونو د ډیری پریکړو مخنیوی کوي.

د چارو ځینې پوهان ادعا کوي چې د مرستو د هغه پیسو په پرتله چې بیوزله یا وروسته پاتې هیوادونو ته ورکول کیږي د هغه پیسو اندازه زیاته ده چې د نوموړو هیوادونو څخه بډایه هیوادونو ته لار پیداکوي. د امریکا متحده ایالات د خپلو مرستو د دریو څخه دوه برخې یوازې اسراییلو او مصر ته ورکوي، پاتې دریمه برخه یې د داسې پالیسیو له لارې اړمنو هیوادونو ته لیږدوي تر څو پرې خپل صادرات غښتلي کړي چې له مخې یې د مرسته اخیستونکو هیوادونو څخه امریکا ته د پیسو بهیر راماتیږي. همدارنګه بډایه هیوادونو د دې پر ځای چې خپلې مرستې په بیوزله هیوادونو کې د ښوونې او روزنې، روغتیا او زیربنا په برخه کې پا پانګونې ولګوي نوموړې مرستې لکه مخکې مو چې یادونه کړې په ډیرو بیځایه کارونو لګوي. د بیلګې په ډول نوموړې مرستې شاید د یو هیواد وګړو ته د پورنو د خدماتو برابرولو ته تخصیص شي په دې صورت کې دا شوني ده چې د پور په بڼه ترلاسه شوې پانګه په کوربه هیواد کې د پانګونې پر ځای بهر ته فرار شي.

له بله اړخه بډایه هیوادونه د بهرنیو مرستو سره هم مهاله د سبسایډي یا بلا عوضه مرستو له لارې خپل دا خلي صنعت هم تقویه کوي. دا چې د مخ پر ودې هیوادونو اقتصاد په کرنه یا زراعت ولاړ دی نو کله چې د اقتصادي پلوه پاخه او غښتلي هیوادونه د نړیوالو مرستو تر څنګ د دا ډول سبسایډي ګانو له لارې خپل کرنیز سکتور هم غښتلی کړي نو طبعي خبره ده چې مخ پر ودې هیوادونه چې تازه د اقتصادي پرمختګ بهیر ته ننوتې وي په ازاد نړیوال بازار کې د نوموړې هیوادونو د تولیداتو سره سیالي نشي کولای. که بډایه هیوادونه رښتیا هم د بیوزله هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې د خپلو مرستو اغیز غواړي نو باید د دا ډول خود غرضانه پالیسي ګانو د پلي کولو څخه لاس واخلي او په نړیواله سوداګرۍ کې د انډول د رامینځ ته کولو لپاره لاره هواره او په دغه برخه کې د ځان په ګټه خنډونه رامینځ ته نه کړي. خپل صنعتي سکتور ته د بډایه هیوادونو دا ډول سبسایډي ګانې هلته د خصوصي کمپنیو د تولید لګښتونه راکموي او د دې لارې په نړیوال سوداګریز بازار کې د هغوی د برلاسۍ له امله د نوموړو هیوادونو صادرات په بیسارې توګه زیاتیږي، د نوموړو صادراتو له لارې بډایه هیوادونو ته د داخلیدونکو پیسو اندازه د هغه مرستو څخه ډیره زیاته وي چې نوموړې هیوادونه یې نورو بیوزله هیوادونو ته ورکوي. د صادراتو له درکه بډایه هیوادونو ته لیږدیدونکي پیسې او اسعار په خپل ځای خو دا چاره په نړیواله سوداګرۍ کې د پرمختیایي هیوادونو موقف زیانمنوي، د هغوی صادرات ټکني کوي، صادرات یې د ماتې سره مخامخ کوي او بالاخره د مخ پر ودې هیوادونو سوداګریز بیلانس د کسر سره مخ کیږي او نوموړې هیوادونه د اقتصادي پرمختګ څخه راستنیږي.

دلته د اقتصادي پرمختګ لپاره د مرستې پر ځای د سوداګرۍ پالیسي ډیره ګټوره ده، مونږ مخکې هم یادونه کړې وه چې ډیری هیوادونه د Trade not Aid  پالیسۍ په خپلولو سره د اقتصادي پرمختګ لارې ته برابر شوي. مخ پر ودې هیوادونه باید خپل سوداګریز مزیتونه وپیژني، د هغوی څخه د ګټې اخیستلو لپاره بیلابیل پلانونه په کار واچوي او له دې لارې په راتلونکې کې په بهرنیو مرستو پورې د تړلتیا او نیازه ځانونه وژغوري. بډایه هیوادونه هم باید په مخ پر ودې هیوادونو یو احسان وکړي او هغه دا چې د نوموړو هیوادونو د صادراتو او نړیوالې سوداګرۍ د پرمختګ په مخ کې خنډ نشي او که په رښتیا هم د نړۍ د مخ څخه د بیوزلۍ او غربت ورکول غواړي نو د ډیرو بې ګټو او خود غرضه مرستو پر ځای دي د مخ پر ودې هیوادونو د هغه توکو د سوداګرۍ د مخنیوي څخه لاس واخلي چې نوموړې هیوادونه پکې سوداګریز مزیت ولري. دا چاره به په نړیواله سوداګرۍ کې نا انډولي څه نا څه راکمه کړي او مخ پر ودې هیوادونه به د اقتصادي پر ځان بسیاتوب پر لور ګامونه واخلي.

بهرنۍ مرستې ګټې هم لري:

د دې تر څنګ چې ډونر هیوادونه نورو سره د مرستو کولو په لړ کې خپلې ګټې لټوي نوموړې مرستې تر لاسه کوونکو هیوادونو ته هم څه نا څه ګټه رسوي، خو دا هغه وخت کله چې مرسته ورکوونکې هیوادونه خپلې مرستې رښتیا هم د بیوزله هیوادونو د اقتصادي پرمختګ په موخه هغوی ته ورکړي او دا چې نوموړې مرستې د خیر ښیګڼې مرستې دي نو باید د سیاسي او اقتصادي موخو لپاره ونه کارول شي. د امریکا په څیر ځینې بډایه هیوادونه په دې اند دي چې د پرمختګ لپاره بهرنۍ مرستې به هغه وخت ګټورې وي کله چې نوموړې مرستې لاندې موخې تعقیب کړي:

۱ - د پانګونې زیاتوالی

۲ - د اقتصادي پرمختیا لپاره اغیزمنې او ګټورې ستراتیژیګانې پر مخ وړل تر څو له امله یې هیواد ته د اسعارو راتګ او یو تلپاتی او با دوامه اقتصادي پرمختګ رامینځ ته شي

۳ - په وروسته پاتې هیوادونو کې د هغوی د منابعو د نه ګټورتیا له مینځه وړل او د هغوی د اقتصادي جریان د حجم لوی کول

د ځینو په اند مرسته کوونکې هیوادونه کولای شي د بیوزله هیوادونو د اقتصادي پرمختګ سره داسې مرسته وکړې چې هلته د پانګونې د ډیروالي سره مرسته وکړي، د پورونو اسانتیاوې برابرې کړي او د دې تر څنګ ازادې سوداګرۍ ته لار هواره کړي. یعنې په پورتنیو دوو برخو کې د مرستې او کومک وروسته باید بډایه هیوادونه د وروسته پاتې هیوادونو د سوداګرۍ په مخ کې خنډ نشي او په وړاندې یې د پروټیکشنیزم له ستراتیژۍ څخه کار وانخلي.

د مرستو د اغیزمنتوب په برخه کې جي ډبلیو سمیت په دې اند دی چې مرستې باید په نقدي ډول نه وي بلکې نیغ په نیغه پرې د یو وروسته پاتې هیواد صنعت ورغول شي. هغه وایي: اړمنو ته پیسې مه ورکوئ، بلکې د هغوی صنعت یا انډسټري غښتلې کړئ. د هغه نوموړې خبره که د بهرنیو مرستو په هکله عملي شي نو د اقتصادي پلوه د وروسته پاتې هیوادونو د پرمختګ سره به بیسارې توګه مرسته وکړي ځکه نغدې پیسې د مخ پر ودې هیوادونو د فاسدو حکومتونو د چارواکو له لارې شخصي جیبونو ته اچول کیږي. نړیوالو مرسته کوونکو په تیرو کلونو کې زمونږ سره همداسې یوه جفا کړیده، د دې پرخای چې زمونږ اقتصادي زیربنا را ورغوي خپلې مرستې یې زمونږ د فاسدو چارواکو په ولکه کې ورکړې او یا یې په داسې پروژو او کارونو ولګولې چې مولدیت یې صفر، ځینې یې له مینځه تللي او ځینو یې زمونږ د اقتصادي ښه والي سره هیڅ ډول مرسته نده کړې، همدا لامل دی چې زمونږ اقتصاد تر اوسه په پښو ندی دریدلی. نړیوالو تر بوسو لاندې اوبه تیرې کړي او چې کله دوی ووځي او خپلې مرستې دروي نو زمونږ دغه کاذب اقتصاد به بیرته خپل زاړه حالت ته ورګرځي.   

جی ډبلیو سمیت وایي چې مرستې باید په داسې توګه تر سره شي تر څو عام وګړي ځواکمن کړي، په ځانګړو شرایطو او حالاتو کې د نوموړو مرستو څخه ځینې یې غوره ده چې د دولت له لارې خلکو ته ورسول شي، خو ځینې مرستې به هغه وخت اغیزمنې وي چې پرته د دولت د دخالت څخه نیغ په نیغه هغه چاته ورکړل شي چې اړتیا ورته لري دا چاره د دولتونو له لوري د مرستو د پیسو د ځان سره ساتلو، هغه خلکو او چینلونو ته چې د مرستو مستحق نه وي د نوموړو مرستو د لیږد په مخنیوي او د مرستو په رسولو کې د ځنډ مخنیوی کوي.

پروفیسر ویلیم ایسټرلي مرسته کوونکې هیوادونه په دوه ډلو ویشلې چې یوه ډله یې Planners او بله یې Searchers  نومولې ده، د پلانرانو ډله په دې اند ده چې بهرني هیوادونه د مرسته تر لاسه کوونکو هیوادونو په ستونزو او د هغوی په حل لارو ښه پوهیږي خو په مقابل کې یې د سرچر ډله په دې اند ده چې خپله کورنۍ کړۍ د خپلو ستونزو او د هغوی په حل لارو تر نورو ښه پوهیږي او د ستونزو حل لارې باید د داخل څخه سرچینه واخلي. د ایسټرلي وایي چې د پلانرانو ډله په خپلو ژمنو او مرستو کې بې مسولیته ده، ایسټرلي وایي چې پلانرانو دپخوا وختونو د استثمار او ښکیلاک نوې بڼه خپله کړیده، په دې مانا چې غښتلي او بډایه هیوادونه د نورې نړۍ په ښو او بدو پوهیږي او باید د هغوی د کارونو اړوند تصامیم ونیسي. همدارنګه دا کار یوه بله ستونزه هم لري او هغه دا چې بهرنۍ کړۍ د یو هیواد د کلتور، دود او لومړیتوبونو سره بلدتیا نه لري، هغوی نشي کولای چې نورې ټولنې د خپل لرلید له مخې اټکل کړي او د هغوی لپاره لومړیتوبونه وټاکي او یا هم د نوموړو ټولنو د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو وړاندیزونه وکړي. اصلاً بهرنۍ کړۍ دا ډول حق نه لري او که بیا هم داسې کارونه کوي نو دا د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه  او د استعمار نوې بڼه بلل کیږي.

د دې تر څنګ بهرني وګړي یو هیواد ته په حساب ورکولو کې ځان مسول نه ګڼي، ښه بیلګه یې زمونږ هیواد دی، دلته مرسته کوونکې ټول هیوادونه او سازمانونه په خپل سر داسې کارونه او پروژې پرمخ بیایي چې ګټورې ندي او زمونږ د اقتصادي پرمختګ سره یې تر اوسه د پام وړ مرسته نده کړې، له بله اړخه مونږ د نوموړو بهرنیانو د مرستو د څرنګوالي په هکله د هغوی څخه د پوښتنې حق هم نه لرو. که نوموړې مرستې د کورنیو چارواکو له لوري لګول کیدلای نو لږ تر لږه د یو هیواد وګړو کولای شو د خپلو دیموکراتیکو حقوقو له مخې یې د لګښت د څرنګوالي  پوښتنه وکړي او په هکله یې سپیناوی وغواړي. د خلکو په رایه ټاکل کیدونکي حکومتونه د خپلې سیاسي برلاسۍ په موخه هم په خپلو چارو کې د شفافیت د رامینځ ته کولو او ولس ته حساب ورکولو ته لومړیتوب ورکوي. ځکه خو غوره دا ده چې د دیموکراتیکو حکومتونو د شتون په صورت کې بهرنۍ مرستې باید د دولت له لوري ولګول شي تر څو دولت د خپل اقتصادي پرمختګ د ستراتیژۍ لومړیتوبونه په پام کې ونیسي او له نوموړو مرستو څخه د بنسټیزو پروژو په پلې کولو کې ګټه واخلي.