نا دولتي سازمانونه

لیکنه: نصیر کوټوال

نا دولتي ادارې یا Non-governmental organizations (NGOs)  په اوسنۍ نړۍ کې له خورا اهمیت او پاملرنې برخمنې دي چې په ډیری ځایونو کې د هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې هم اغیزمنې ګڼل شوي. این جی او پراخ مفهوم لري چې بیلابیلې ادارې او سازمانونه پکې راتلای شي د بیلګې په ډول نړیوال بانک این جي او داسې تعریفوي: ان جي او ګانې نا دولتي یا شخصي ادارې دي چې د خیر ښیګڼې، د بیوزله وګړو سره د مرستې، چاپیریال ساتنې، د وګړو لپاره د بنسټیزو ټولنیزو مرستو د برابرولو او د ټولنیز پرمختګ په برخه کې فعالیت کوي. د نړیوال بانک د تعریف له مخې هر هغه سازمان چې د ګټې په موخه نه وي جوړ شوی او له دولت څخه خپلواک وي انجو بللی شو. انجوګانې خپله څه نه لري او د نورو وګړو او یا هیوادونو په خیرات او صدقو او داوطلبانه مرستو خپل کارونه پر مخ بیایي، دا ډول ادارې په بیلابیلو نومونو لکه انجو، د بشري مرستو ادارې، د خیر ښیګڼې ادارې، غیر انتفاعي سازمانونه او ادارې، د دریم سکتور ادارې او ګڼو نورو نومونه فعالیت کوي.

د ۱۹۷۰ زیږدیز کال راهیسې نا دولتي سازمانونو په ځانګړي ډول په هغه برخو کې چې دولت یې نشي سمبالولای او یا یې هم نه سمبالوي بیسارې پرمختګ کړی. د نړیوال بانک د معلوماتو پر بنسټ له یاد شوي کال را وروسته په دواړو پرمختللي او مخ پر ودې هیوادونو کې د نا دولتي سازمانونو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د یو اټکل له مخې د بهرنیو مرستو پنځلس سلنه د همدغه نا دولتي سازمانونو له لوري د نړۍ هیوادونو ته چینل کیږي چې د ټولو نړیوالو مرستو اته بلیونه امریکایي ډالره جوړوي. د نړیوال بانک د همدغه اټکل له مخې یوازې په پرمختیایي هیوادونو کې د نادولتي ادراراتو شمیر له دیرش زرو څخه اوړي.

د تعریف له مخې انجوګانې باید غیر انتفاعي وي یعنې د فعالیت موخه یې باید ګټه لاس ته راوړل نه وي. همدارنګه انجوګانې باید ناپیېلې او او کوم سیاسي اړخ ته میلان ونه لري. د انجوګانو لپاره د خپلې وروستۍ ځانګړنې ساتل یو څه ستونزمن دي ځکه هغوی خپل فنډ یا له دولت، یا د کوم ځانګړي بنسټ، خصوصي سکتور، ځینو سوداګریزو سازمانونو او نورو څخه لاس ته راوړي چې نوموړې مرسته یا فنډ ورکوونکې ادارې په یو نه یو ډول د انجوګانو په تصامیمو او پریکړو خپل اغیز غورځولای او هغوي تر خپل سیورې لاندې راوړلی شي.

د انسان پیژندنې پروفیسور ریچارد رابینز په خپل کتاب (نړیوالې ستونزې او د پانګوالې کلتور) کې ځینې هغه لاملونه په ګوته کړي چې له مخې په وروستیو لسیزو کې نا دولتي سازمانونو ځانګړی اهمیت پیداکړی.

۱ – د ساړه جنګ پای چې د انجوګانو د فعالیت لپاره یې لار هواره کړه

۲ – د ارتباطاتو یا کمونیکیشن په برخه کې پرمختګ په ځانګړې ډول د نړیجال یا انټرنیټ مینځ ته راتګ چې نړیوال یې سره نزدې کړل.

۳ – د انجوګانو لپاره د منابعو زیاتوالی، د مسلکیتوب زیاتوالی او د انجوګانو له لوري وګړو ته د کاروبار یا اشتغال د زمینو برابرول.

۴ – د رسنیو یا میډیا رول او ځواک چې وګړي یې د نړۍ له ستونزو، حالاتو او پرمختګونو خبر کړل، د هغوی درک او پوهاوی یې زیات کړ چې په پای کې یې د یو هیواد وګړي هم له خپلو دولتونو څخه د هغه څه غوښتنه کوي چې نوره نړۍ یې  تر سره کوي.

۵ – د رابینز په اند د انجوګانو د پرمختیا ستر او مهم لامل اقتصادي نیولیبرالیزم دی. نیو لیبرالیزم زړې اقتصادي او سیاسي ایډیالوژۍ ته بدلون ورکړ او پر ترڅ کې یې نا دولتي سازمانونو د دولت او نورو مرستندویه کړیو او وګړو مرسته او پاملرنه را جلب کړه.

نیولیبرالیزم چې سرچینه یې د امریکا متحده ایالات ګڼل کیږي په اوسنۍ نړۍ د چارو په هکله تر ټولو غالبه ایډیالوژي ده، د نوموړې ایډیالوژۍ یو اړخ په ځینو چارو لکه ښوونې او روزنې او روغتیایي برخه کې د دولت د ونډې کمول دي، طبعي ده چې د دولت د کمې شوې ونډې ځای به نا دولتي ادارې یا سازمانونو نیسي. په دا وروستیو کې د ځینو ټولنیزو ستونزو د راولاړیدو او بیلابیلو زیانونو له امله د نیولیبرالیزم نظریه او د هغې پالیسي ګانې تر نیوکو لاندې راغلي خو بیا هم د نوموړې ایډیالوژۍ په پایله کې د دولت د متبادل په توګه په مخ پر ودې او پرمختللې نړۍ کې ډیر نا دولتي سازمانونه یا انجو ګانې رامینځ ته شوي.

ځینې کار پوهان د دولت  او شرکتونو یا کارپوریشنونو په پرتله انجوګانې دریم او ضعیفه سکتور ګڼي. د انجوګانو د نوموړې کمزورۍ او ضعف یو لامل دا هم کیدای شي چې دا ډول سازمانونه له مالي پلوه په نورو پورې تړلي او د دولت او یا خصوصي تشبثاتو په څیر پر ځان بسیاتوب او خپلواکي نه لري. د خپلواکۍ د نه شتون په صورت کې طبعي ده چې انجوګانې به پراخه منابع او سیاسي ځواک په لاس کې ونه لري .

له پخوا راهیسې ډیری انجوګانې په پرمختیایې هیوادونو کې د خپلو ناوړه کارونو له امله بدنامې شوي، دوی په سر غړوونکې او مغرورانه توګه بیوزله هیوادونو ته ځي او د هغه ځای وګړو څخه د دوی د خوښې د لارو چارو د پلي کولو غوښتنه کوي. په ډیری برخو کې د دوی رول د ښکیلاک یوه نوې بڼه ده او د امریکایي او اروپایي نزدې دا ډول ټولو ادارو موخه د عیسویت خپرول دي. په دا وروستیو کلونو کې د نړۍ د شمالي هیوادونو د دا ډول ادارو ستره موخه هم په نورو هیوادونو کې د خپلې بهرنۍ پالیسې پر مخ بیول دي.

د دې تر څنګ چې ځینې کوربه هیوادونه هم د بیلابیلو دلایلو له مخې د انجوګانو د زیاتیدا او پرمختګ سره مرسته کوي نوموړې ادارې د بهرنیو هیوادونو او ادارو لکه نړیوال بانک څخه هم په پراخه پیمانه مرستې تر لاسه کوي، دغه چارې د نا دولتي سازمانونو فنډ په بیسارې ډول زیات کړی. همدارنګه د دولتونو د حمایې په صورت کې د دوی د زیانونو کچه هم ټیټه او بار یې د دولت پر اوږو لویږي.

د بهرنیو ډونرانو په صورت کې ځینې کار پوهان د انجوګانو او یا هم د د کوربه هیواد په چارو کې د هغوی ونډه خنثی بولي خو ځینې نور بیا دا خبره ردوي او وایي چې ډونران په یو نه یو ډول د نوموړو ادارو په تصامیمو او اقتصادي چارو او جریان اغیر لرلای شي. تر ټولو ستر اغیز یې د همدغه نا دولتي ادارو په نوم د یو دریم سکتور رامینځ ته کول دي چې نوموړی دریم سکتور اقتصادي لیبرالیزم ته لار هوارو ي او کرار کرار د بازار په چارو کې د دولت ونډه کمیږي.

پر انجوګانو نیوکې:

پر نا دولتي ادارو یا انجوګانو په بیلابیلو برخو کې نیوکې او انتقادونه شوي د نوموړې نیوکو څخه یو یې هم د انجوګانو د فنډ او د پیسو د لګښت پر څرنګوالي نیوکه ده، په دې اړوند نیوکه کوونکې وایي چې د انجوګانو د فنډ یوه ډیره کمه فیصدي اړمنو خلکو ته ورکول کیږي او نورې ټولې پیسې د نوموړو ادارو لګښتونو او د کارکوونکو او لوړې کچې مدیرانو پر تنخواګانو او د هغوی په  نورو بیلابیلو لګښتونو مصرفیږي. نوموړې نیوکه تر یوه بریده سمه ده خو په ځینو مواردو کې نوموړې نیوکې د داسې وګړو له لوري مطرح کیږي چې هغوی د انجوګانو شتون د خپلو ګټو پر زیان ویني له همدې امله هغوي کوښښ کوي چې په ټولنه کې انجوګانې بدنامې کړي. انجوګانې د خپلو لګښتونو او د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې څخه ناچاره دي او باید د خپلو کارونو د پر مخ بیولو لپاره دا ډول لګښتونه تادیه کړي خو په ډیری مواردو کې انجوګانې د تر لاسه شوي فنډ ډیره ستره برخه پر دغه کار مصرفوي چې له امله یې انجوګانې د دا ډول نیوکو سره مخ دي. د انجوګانو د لګښت د زیاتوالي یو لامل هم د فنډ د لاس ته راوړلو لپاره د خصوصي سکتور په څیر په مارکیټینګ ډیر زور راوړل او د بازار موندنې لګښټونه دي تر څو د بیلابیلو لارو خپل د اړتیا وړ فنډ لاس ته راوړي.

پر انجوګانو یوه بله نیوکه دا ده چې د هغوی د فعالیتونو د ګټې څخه یې شاید زیان  زیات اوسي یعنې په یو کار کې به د هغوی اراده ګټه رسول وي خو په غیر ارادي توګه شاید وګړو او ټولنې ته زیان واړوي. د بیلګې په ډول کله چې د خوراکي موادو مرستندویه نا دولتي سازمانونه د بډایه هیوادونو څخه مخ پر ودې هیوادونو ته خوارکي توکې راوړي نو په دې سره د خوراکي توکو کوربه تولیدوونکو ته زیان اړوي چې په پایله کې یې د یو هیواد بزګرانو او په لویه کې ټول اقتصاد ته زیان رسیږي.

د انجوګانو له لارې د ډیری بهرنیو مرستو ویشل د مرسته کوونکو د ځانګړو پالیسي ګانو او موخو سره تړاو لري ځکه خو د دا ډول مرستو ډیره ګټه د تر لاسه کوونکو پر ځای د نوموړو مرستو ورکوونکو ته رسیږي، همدارنګه دا ډول مرستې د یو هیواد خپلواکۍ ته هم زیان رسوي او پر ځای د دې چې هغه د ورپیښ ناورین څخه راوباسي او د پرمختګ لارې ته یې برابر کړي لا یې په نورو پورې منحصر کوي. دا خبره ناسمه ده چې ګویا غریب هیوادونه پخپله هیڅ هم نشي کولای بلکې خبره داده چې د ښکیلاکګرو ځانګړې موخې، اداري فساد، سیاسي ګډوډی او شخړې او داسې نور ګڼ لاملونه دي چې نوموړې هیوادونه یې د نورو مرستې ته اړ کړي. د بهرنیو مرستو څخه تر ټولو غوره هغه دي چې په وسیله یې غریب هیوادونه د خپل ځان سره مرسته وکړای شي او ځان پرې د پرمختګ لارې ته برابر کړي د هغه مشهور متل په مصداق چې که کوم وږي ته دې ماهي ورکړو نو هغه دې یوازې د یو وخت لپاره موړ کړ خو که د ماهي نیولو چل دې ور وښود نو د تل لپاره دې مړښت لار ور وښوده. د ایتوپیا لپاره د هالینډ ځانګړي سفیر د بهرنیو مرستو په اړه د خلکو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډول مرستې هیوادونه د نورو غاړې ته ورغورځوي  او پر خپل ځان اعتماد یې زیانمنوي، همدارنګه هر ډونر هیواد نورو ته د مرستې په بدل کې د هغه هیواد دننه خپل ځانګړې لومړیتوبونه پلې کول غواړي چې دا چاره وروسته پاتې یا مخ پر ودې هیوادونه لپاره ډیره ګرانه او درنده تمامیږي.

د نا دولتی بنسټونو یا انجوګانو څخه ډیری یې  اړمنو وګړو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه جوړ شوي چې په دې برخه کې ځینو غښتلو خصوصي بنسټونو هم ډیرې با ارزښته مرستې کړي. که دولتونه د اقتصادي پرمختګ لپاره پایداره او غښتلې پالیسي ونه لري نو خصوصي سوداګرو او  د نورو په مرستو چلیدونکې خیریه ادارې د تل لپاره فعالیت نشي کولای. که چیرته د وګړو د اساسي زده کړو او یا لومړنیو روغتیایي  خدمتونو، خوراکي پروګرامونو او نور د یو شمیر داخلي او یا هم بهرني بډایه وګړو او یا بزنسونو په غاړه وي نو کله چې یاد وګړي او یا خصوصي بزنسونه د اقتصادي رکود له امله تاوان کوي او یا یې هم ګټه کمیږي نو ورسره سم د اړمنو خلکو او هیوادونو سره د نوموړو بشري مرستې کمې او یا له مینځه ځي. د تنظیمي جګړو پر مهال هغه وخت چې مونږ حکومت نه درلود، د هیواد دننه او په مهاجرت کې زمونږ د هیوادوالو د ښوونې او روزنې، روغتیایې چوپړتیاوو، خوراکي توکو او نورو لګښتونه بهرنیو اسلامي او نا اسلامي هیوادونو د نادولتي بنسټونو په وسیله تادیه کول، که د ځینو لاملونو له امله دغه بشر دوستانه مرستې قطع شوې وای نو هیوادوال به مو په بشپړ ډول د یادو شوو بنسټیزو اړتیاوو څخه بې برخې وو ځکه خو هیوادونه باید د خپلو وګړو د دا ډول بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې د نورو په مرستو پورې تړلې و نه اوسي، که هیوادونه له داسې تړلتیا ځان وژغوري او دوامداره اقتصادي پرمختګ ته لار هواره کړي نو د بیوزلۍ او غربت د کمولو سره به یې لویه مرسته کړې وي. ډیویډ ریف وایي چې د مرستو دا ډول بنسټونه او مدني خوځښتونه نشي کولای په دې برخه کې د دولت په اندازه رول ولوبوي او نه هغوی دومره ځواک او قوت لري، له بله اړخه د دولت له لوري د مرستندویه او خیریه پروګرامونو څخه د ټول هیواد وګړي په مساوي ډول برخمن کیږي خو که چیرته دا ډول پروګرامونه د نا دولتي بنسټونو له لوري پرمخ یوړل شي نو هغوی شاید د خپلو ګټو لپاره کار وکړي او یوازې د یوې ځانګړې ژبې، قوم او سیمې د خلکو سره مرسته وکړي چې دا ډول کړنې هم د نا دولتي بنسټونو د زیانونو څخه یو زیان شمیرل کیږي.

د نا دولتي بنسټونو ځینې ګټور کارونه:

که د نا دولتي بنسټونو ګټور اړخ وڅیړل شي نو ښکاره ده چې په بیلابیلو پرمختیايي او پرمختللې هیوادونو کې دا ډول بنسټونه ډیر مهم او ګټور کارونه هم تر سره کوي او د ډیرو ستونزو په حل کولو کې رغنده رول لري، د بیلګې په توګه په دا وروستیو کلونو کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې فعال نا دولتي بنسټونه ډیر اغیزمن او ګټور ثابت شوي. د نا دولتي بنسټونو کارونه به هغه وخت لا نور هم ګټور شي کله چې دوي د وګړو او ټولنو سره په همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي او د هغوی په خپلو پښو درولو کې ورسره مرسته وکړي خو دا خبره باید له یاده ونه باسو چې همدومره څه بسنه نه کوي او د انجوګانو د ښه فعالیت او پرمختګ لپاره باید ځینې نور اړین ګامونه هم واخیستل شي.

پر نا دولتي بنسټونو د دولت او خصوصي سکتور نیوکې:

پر نا دولتي بنسټونو د نیوکه کوونکو د ډلو څخه یې یو هم خصوصي کاروبارنونو ته د زیان اړولو له اړخه نیوکې دي. د ټولنیز عدالت د تامین او پرمختګ ځینې نا دولتي بنسټونه له دې امله د نوموړې سکتور د نیوکو لاندې راځي چې د هغوی کیپیټالیزم او له نامشروع لارو ګټه لاس ته راوړل یې تر پوښتنې لاندې راوستلې، یا هم ځینې هغه کارونه چې دوهم یا خصوصي سکتور یې د پیسو په بدل کې سر ته رسوي، نادولتي بنسټونه یې د ټولنیزې خیر ښیګڼې په موخه په وړیا ډول تر سره کوي. له خصوصي سکتور پرته ډیری دولتونه هم د نا دولتي بنسټونو کړنې د خنډ سره مخامخ کوي په داسې حال کې چې نوموړي دولتونه ځانونه تر نورو دیموکراتیک ګڼي. د نا دولتي بنسټونو سره د دولتونو دا ډول چلند د دریمې نړۍ په هیوادونو کې تر نورو ډیر پیښیږي ځکه نا دولتي بنسټونه د خلکو سره مرستې او د هغوی سره نزدې کار کوي چې په ډیری مواردو کې د نوموړو بنسټونو کار اغیزمن وي په داسې حال کې چې د یادو هیوادونو دولتونه په وړ او ښه ډول هغه کارونه نشي تر سره کولای کوم چې نا دولتي بنسټونه یې پرمخ وړي. د دې تر څنګ په یو هیواد کې د نا دولتي بنسټونو ډیرښت د ټولنې او وګړو د ټولو اړتیاوو په پوره کولو کې د دولت د پاتې راتګ او ناکامۍ په مانا هم تعبیریدای شي.

په هر صورت په مخ پر ودې هیوادونو کې په ځانګړې ډول په هغه برخو کې چې هلته دولتونه خپلو وګړو ته د اړتیا وړ خدمات نشي برابرولای نا دولتي بنسټونو د اقتصادي پلوه د پرمختللو هیوادونو د مرستو په را جذبولو کې د پام وړ رول لوبولای، خو لکه مخکې مو چې یادونه وکړه دا مرستې باید په داسې برخو کې تر سره شي چې د پرمختیایي یا مخ پر ودې هیوادونو وګړي په خپلو پښو ودروي او په راتلونکې کې یې د نورو له احتیاج نه وژغوري. که نا دولتي بنسټونه رښتیا هم د خپل تعریف له مخې یعنې د خیر ښیګڼې او د ګټې د لاس ته راوړلو،  مذهبی تبلیغ او یا د یو ځانګړي سیمې او قوم د ټارګټ کولو پرته خپل کارونه پرمخ یوسي نو د وروسته پاتې هیوادونو په اقتصادي پرمختګ به څرګند اغیز ولري. د نړۍ په ډیری هیوادونو کې نا دولتي بنسټونو ډیر مهم کارونه تر سره کړي د بیلګې په ډول په بیلابیلو وروسته پاتې هیوادونو کې د ایډز د مخنیوي پروګرامونه، په زیږون کې د میندو د مړینې د مخنیوي پروګرامونه، بیوزله وګړو ته د لومړنیو زده کړو او لومړنیو روغتیایي چوپړونو برابرول، د بیوزلۍ د کچې راکمول او داسې نور ډیر د خیر ښیګڼې کارونه چې تر سره کول یې د وروسته پاتې هیوادونو د حکومتونو د وس کار نه وو.