بهرني کارګر، د عوایدو یوه سرچینه

لیکنه: نصیر کوټوال

بهرني کارګر هغه کارګر دي چې په مهالني ډول له خپل هیواد پرته په یو بل هیواد کې کار او مزدوري کوي. اوسني نړیوالتوب کاري ځواک هم خوځنده کړی او د اړتیا پر مهال دغه ځواک له پولو څخه اوړي او اړمنو هیوادونو ته خپریږي. یو هیواد ته د بهرنیو کارګرو راتګ څو لاملونه لري؛ یو خو دا چې شاید یو هیواد ته د خپلو وګړو په پرتله د پردیو هیوادونو د کارګرو په کار ګومارل ارزانه تمامیږي او له دې لارې یې وګړي د تولید د لوی عامل یعنې کار د لګښت د راکمولو له لارې د خپل تولید لګښتونه راکموي چې دا چاره په کوربه هیواد منفي اغیزې هم لري ځکه چې په دغه حالت کې کورنیو کارګرو ته د هغوی له لوري وړاندیز شوی مزد نه ورکول کیږي او د استخداموونکو له لوري د همدغه چارو د پرمخ وړلو لپاره بهرنی کارګر په ډیر ټیټ مزد استخدامیږي. دغه چاره د کارګرو زبیښاک یا استثمار هم ګڼلی شو ځکه هغوی ته د هغه کار په پرتله چې ترې اخیستل کیږي کم مزد ورکول کیږي په داسې حال کې چې د یو هیواد خپل وګړي په دومره مزد کار نه کوي. په بهرنیو پرمختللو هیوادونو کې د افغانستان او ډیری نورو وروسته پاتې هیوادونو کارګران د همداسې یو برخلیک سره مخ دي.

یو هیواد ته د بهرنیو کارګرو د راتګ یو بل لامل هم په کوربه هیواد کې د مسلکي او په کارپوه کاري ځواک نه شتون دی. مخ پر ودې هیوادونه په خپل پرمختیایي بهیر کې د چارو د موثر او ښه پر مخ بیولو لپاره له پرمختللې نړۍ څخه مسلکې او په کارپوه وګړي استخداموي تر څو هغوی د خپلو هیوادونو د تجربو په عملي کولو سره نوموړې هیوادونه د اقتصادي پرمختګ لارې ته برابر کړي. د نوي حکومت په رامینځ ته کیدو سره زمونږ د هیواد په بیلابیلو وزارتونو او ادارو کې هم پریمانه بهرنیان د مشاورینو په توګه په کار وګمارل شول، دا چې مونږ دیرش کاله جنګ ځپلې وو او حکومتي او اداري بنسټونه مو شړېدلي او کاري کړنلارې او طرزالعملونه مو زاړه وو ځکه خو په ځینو برخو کې د نوموړو خارجي وګړو د موثریت، ښه کار، د سیستم د نوي کولو او نورو پرمختګونو څخه سترګې نشي پټیدلای. د دې تر څنګ د نوموړو بهرنیو مشاورینو څخه ځینو یې یوازې ډالري معاشونه خوړلي او د کابل میلمستونونه یې ستړي کړي. په ځینو مواردو کې د نوموړو خارجي اتباعو په استخدام کې مسلکیتوب په پام کې نه دی نیول شوی او دا چې هغه بهرني وګړي چې مسلکي او په کار پوه وي وروسته پاتې او بې امنه هیوادونو ته له تګ څخه ډډه کوي ځکه خو استخداموونکو یې هم یوازې سر پوره کړی او ډیری بې مسلکه او نا اهله بهرني وګړي یې په کار ګومارلي. په وزارت مالیې کې د یو خارجي مشاور په هکله ویل کیدل چې مسلک یې کیمیا پوهنه ده خو هلته یې د عوایدو په برخه کې د مشاور په توګه کار کاوه، همدغه مشاور به په عمومي مجالسو کې په چوکۍ کې ویده وو او تر هغه به چې چا خوځولی نه وو له خواږه خوبه نه راویښیده.

زمونږ اره خبره د بهرنیو کارګرو څخه د عاید دلاس ته راوړلو په اړه وه. په هر هیواد کې بهرنیو کارګرو ته د کار جوازونه یا work permits ورکول کیږي چې بهرني کارګر اړ دي چې د نوموړې جواز کلنی فیس تادیه کړي، زمونږ په هیواد کې بهرنیو وګړو ته د کار د جواز ورکړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د واحد دنده ده. که د کار د جواز لپاره  کوربه هیواد وړ او منطقي پلان ولري نو د بهرنیو کارګرو د جواز د فیسونو له لارې کولی شي خپل عاید زیات کړي. له بده مرغه دلته لا تر اوسه د بهرنیو کارګرو د ثبت ډیټابیس هم لا نشته چې ورڅخه د بهرنیو کارګرو د دندې او ځای ځایګي پته ولګي له همدې امله ځینې بهرني اتباع خو له سره د کار جواز نه لري. ځینې نور بیا ادعا کوي چې مونږ د دولت سره د یوې پریکړې له مخې د کار د جواز د اخیستلو څخه معاف شوې یو.

له بله اړخه د کار د جواز هغه فیس چې د بهرنیو اتباعو څخه اخیستل کیږي ډیر کم دی. نوموړی کلنی فیس اوه نیم زره افغانۍ دی چې د یو نیم سلو ډالرو څخه هم کم دی، همدارنګه نوموړی فیس د یو خارجي وګړي د میاشتینۍ تنخواه په پام کې نیولو پرته د ټولو بهرنیو وګړو لپاره مساوي ټاکل شوی دا په داسې حال کې چې ځینې بهرنیان د میاشتې تر پنځوس زرو ډالرو معاش اخلي او د وروسته پاتې هیوادونو لکه بنګله دیش څخه افغانستان ته ځینې راغلي کارګر شاید د میاشتې ۱۲۰۰ امریکایي ډالر معاش ولري، دلته باید د هغوی د تنخوا او مزد په پام کې نیولو سره  د بهرنیو وګړو د کار د جواز کلنی فیس وټاکل شي. د دغه کار لپاره باید معاشات ډلبندي شي او د هره ډله خلکو لپاره د کار د جواز وړ او مناسب فیس وټاکل شي، کله چې د یو چا مزد ټیټ او یا لوړیږي نو باید اړونده ادارې ته خبر ورکړي، که چیرته کوم څوک د معاش د لوړوالي په صورت کې اړونده ادارې ته خبر نه ورکوي نو باید درنه جریمه ترې واخیستل شي. همدارنګه که چیرته بهرنیان د خپل کارجواز کلنی فیس تادیه نه کړي نو له هغوی څخه دې د وروسته تادې جریمه واخیستل شي. د کار د جواز حق دې ترې واخیستل شي یا دې د هغوی د کار د جواز تمدید لغو شي. دغه ټول کارونه هغه وخت شونې دي چې مونږ د بهرنیو کارګرو د ثبت او رجستر منظم پروګرام ولرو چې په دا وروستیو کې د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو واحد د کار او ټولنیزو چارو  د وزارت سره په ګډه د ټولو بهرنیو کارګرو دثبت په اړوند یو لړ ګامونه اخیستې خو څرنګه چې هغوی یوازې د هوایي میدان څخه تلونکې او راتلونکې بهرني اتباع ثبتوي ځکه خو د ګاونډیو هیوادونو او یا هم د ځمکنیو پولو څخه تګ راتګ کوونکې بهرني کارګر له دغه پروګرام څخه پاتې کیږي.