نړیوال سوداګریز نندارتونونه
لیکنه: نصیر کوټوال
نن سبا په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې نندارتونونو ته پاملرنه زیاته شوې او کاروباریان د خپلو تولیداتو او خدماتو د ښه او ډیر خرڅلاو په موخه وخت نا وخت خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي. د کاروبار په پرمختګ کې د نندارتونونو ونډې او د کاروباریانو له لوري پر نندارتونونو اتکا د ننداریز اقتصاد Exhibition Economy په نامه یو اصطلاح هم رامینځ ته کړې، ننداریز اقتصاد په دې برخه کې یو نوی فورم یا جوړښت ګڼل کیږي چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه د عرضه کوونکو او تقاضا کوونکو تر مینځ اړیکو ته لار هواروي.
په لنډ ډول، نندراتون لیدونکو ته د یو لړ ځانګړو توکو ښودل او وړاندې کول دي، په نندارتون کې کیدای شي د ډیرو توکو پر ځای یوازې یو جنس هم نندارې ته وړاندې کړل شي. ځینې نندارتونونه تلپاتې او ځینې یې بیا مهالني وي خو په عام مفهوم نندارتون د توکو او چوپړتیاوو مهالنۍ نندارې ته ویل کیږي. سوداګریز نندارتونونه چې trade fair او trade show یي هم بولي، تولیدوونکې پکې خپل نوي تولیدات او خدمات نندارې ته وړاندې کوي د دې تر څنګ چې تولیدوونکې یا کاروباریان له دې لارې خپلو توکو ته بازار او اخیستونکې پیداکوي ورسره د خپلو سیالو تولیدوونکو له حالته هم ځان خبروي.
سره له دې چې وخت نا وخت دننه په هیواد کې د پانګوالو د هڅونې او تشویق په موخه د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې له لوري ځینې نندارتونونه جوړیږي چې تر ټولو کامیاب یې د تیر کال د کابل نندراتون او په دا وروستیو کې د هرات نندارتون وو، خو په کور دننه د سوداګریزو نندارتونونو په جوړولو بسنه کول به مو له هغه فرصتونو بې برخې کړي چې په نړیوال بازار کې شتون لري او مونږ ترې ګټه پورته کولای شو. د اوسنۍ نړۍ په اقتصادي سیالیو کې هر هیواد کوښښ کوي چې د نورو په پرتله په سوداګریزو چارو کې ځانګړی مزیت ولري، په همدې موخه هغوی تل هڅه کوي چې له خپل هیواد نه بهر هم د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا کړي او له دې لارې د بهرنیو پانګوالو پاملرنه ځان ته جذب کړي. نوموړې موخې ته د رسیدو لپاره هغوی په نورو هیوادونو کې د خپلو تولیداتو د نندارې لپاره ځانګړې نندارتونونه جوړوي. د کابل په سرکونو او واټونو کې به مو د Made in Pakistan او یا هم Made in Turkey ډیری شعارونه تر سترګو شوې وي، پاکستان، ترکیه او نور هیوادونه له دې لارې په افغانستان کې د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره بازار پیداکوي او دا چې افغانستان د نوموړو هیوادونو د ډیری تولیداتو بدیل نه لري ځکه خو هغوی په دغه چاره کې کامیاب هم دي.
د نورو هیوادونو په څیر افغانستان هم د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت په چوکاټ کې د صادارتو د پراختیا او پرمختګ یوه اداره لري، د دې لپاره چې افغاني تولیدات بهرنۍ نړۍ ته ور وپیژندل شي د صادراتو د پراختیا اداره باید په بیلابیلو هیوادونو کې د افغاني تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي. که په نورو هیوادونو کې یې له وسه نه کیږي باید د هیواد دننه یې جوړ او ورته د بیلابیلو هیوادونو د سفارتونو چارواکي او نور بهرني اتباع دعوت کړي. دا چې د معاصر مدیریت په ژبه نندارتون پیښه یا event بلل کیږي، ځکه خو د داسې پیښو د ښه او اغیزمن مدیریت په موخه هم اړین ګامونه اخیستل پکار دي او د کمزوري مدیریت له امله شاید یو لړ نندارتونونه ناکام او بې پایلې وي. ډیری هیوادونه د نندارتونو لپاره ځانګړې ادارې لري ځکه نو که امکان یې وي د کورنیو او نړیوالو نندارتونونو د ښه سمبالښت لپاره باید یوه ځانګړې اداره رامینځ ته کړل شي.
کله چې مونږ د خپل تولید د ترویج او صادراتو لپاره یو هیواد موخه ټاکو نو لومړی باید د هغه هیواد بازار او اقتصادي چاپیریال مطالعه کړو یعنې د نوموړي هیواد هغه توکې چې ورته اړتیا لري په نښه او بیا وګورو چې مونږ په خپلو کورنیو تولیداتو کې نوموړې توکي لرو او که نه؟ که مو لرل نو په دغه هیواد کې نوموړی تولید د نندارتونونو له لارې د هغه هیواد وګړو ته ور ښایو، ګټې او ځانګړتیاوې یې ورته په ګوته کوو او له دې لارې هغوی د نوموړي تولید مصرف ته جذیوو. که بې پلانه او د بازار د څیړنې او په نورو هیوادونو کې په یو ځانګړې تولید کې د خپلو سیالانو د ځواک د څیړلو پرته هلته نندارتونونه جوړ کړو نو پرته له دې چې د نندارتون درانه لګښتونه پرې کړو بله ګټه به ونه لرو.
د نندارتونونو یو ډول پر لیکه یا انلاین نندارتون دی، نن سبا ډیری تولیدې او نورې ادارې د خپلو توکو د نمایش په موخه د دا ډول نندارتونونو څخه ګټه اخلي. انلاین نندارتون ډیرې ګټې لري، یو خو دا چې د دا ډول نندارتون لګښت د فزیکي نندارتونونو په پرتله ډیر کم وي، په فزیکې ډول د توکو په نندارتون کې یوازې هغه ډله خلک کولای شي چې د نندارتون څخه ننداره وکړي چې عملاً هلته ورشي خو په انلاین نندارتون کې بیا داسې نه ده، وګړي یوازې د خپل کمپیوټر شاته کښینې او د نندارتون د توکو ننداره کوي او په دې توګه هغوی د نندارتون سیمې ته د ورتګ د ترانسپورتي لګښتونو او نورو څخه ساتل کیږي. د دې تر څنګ انلاین نندارتون په وخت پورې تړلی نه وي او شپه ورځ کولای شو د دا ډول نندارتون ننداره وکړو.