لیکنه: نصیر کوټوال
د کورني صنعت ساتنه او غښتلتیا
په لنډ ډول په کاریدونکو تولیداتو د خامو توکو بدلولو ته صنعت وایي. غښتلی صنعتي سکتور د یو هیواد په اقتصادي پرمختګ کې ستره ونډه لري، له اقتصادي پلوه د نړۍ اوسني پرمختللې هیوادونه د خپل صنعتي سکتور د ځواکمن کولو له امله خپلو موخو ته رسیدلي؛ ځکه خو باید وروسته پاتې او مخ پر ودې هیوادونه د خپل اقتصادي پرمختګ د چټکتیا په موخه د خپل صنعت د غښتلي کولو لپاره ګامونه واخلي. پرمختیایې یا مخ پر ودې هیوادونه پریمانه خام مواد او طبیعي منابع لري چې د کرهڼې او د کانونو یا معادنو د سکتور پیداوار او یاد محصولات د صنعتی محصولاتو لپاره خام مواد دي، خو داچې د پرمختیايي هیوادونو صنعت ضعیف دی ځکه خو هغوی خپل دا ډول محصولات د خامو موادو په بڼه پرمختللو هیوادونو ته صادروي چې نوموړې خام مواد له پروسس او دهغوی د شکل د تغیر وروسته بیرته په همدې هیوادونو په ډیره لوړه بیه پلورل کیږي.
نوموړې هیوادونه باید خپل صنعتي سکتور ته پاملرنه وکړي او هغه ورغوي. د صنعت رغول او پرمختګ سترو پانګونو ته لار هواروي، د سترو پانګونو په لړ کې بیلابیل تولیدات رامینځ ته کیږي او وګړي د تولید په بیلابیلو برخو کې ځانګړې پوهه او تخصص تر لاسه کوي. همدارنګه د سترو پانګونو ګټه او لاس ته راوړنې د یو هیواد د ملي عاید زیاتوالي لامل کیږي او دا چې د هیواد ملي عاید د وګړو په سر وویشل شي نو د سړي سر عاید ورسره زیاتیږي چې پایله یې بیا هم ډیر پس اندازونه او ډیره پانګونه ده.
مصرفي توکي طبعي ده چې د خامو موادو د پروسس او بڼې اړولو څخه وروسته لاس ته راځي چې دا چاره د صنعتي سکتور پورې اړه لري؛ نو که یو هیواد هر څومره خام مواد او منابع ولري خو چې په کار تمامو تولیداتو د نوموړو منابعو د بدلولو ځواک او وړتیا ونه لري نو بیا به هم نورو ته محتاج او اړمن وي. د صنعت تقویه کول د نوموړې کار مخنیوی کوي او یوه ټولنه یا هیواد د اقتصادي پر ځان بسیاتوب او خپلواکۍ پر لوري بیایي.
صنعت د بیکارۍ په مخنیوي او کموالي کې ستر رول لري او د روزګار نوي فرصتونه رامینځ ته کوي. د صنعت سکتور د عامو کارګرو تر څنګ د ټولنې بیلابیلو وګړو ته د کار زمینه برابروي ځکه په نوموړې سکتور کې بیلابیلو مسلکي او متخصصو وګړو ته اړتیا پیښیږي تر څو په مسلکي ډول اړونده کارونه پر مخ یوسي. د ډیری مخ پر ودې هیوادونو ټول تولید د کرهڼې د سکتور پورې اړه لري، د نوموړو هیوادونو ډیری وګړي په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او یواځینی کسب او کار یې کرهڼه او بزګري ده. دا چې د نوموړو هیوادونو نفوس په چټکۍ سره وده کوي او د کرنیزې ځمکې مقدار ثابت دی ځکه خو د ویش په وخت کې هر وګړي ته د ځمکې یوه محدوده حصه ور رسیږي نو داچې نفوس زیات شي او ځمکه ثابته وی طبعاً سړی سر کلنی عاید را کمیږی. یا هم داسې وي چې د ځمکې په یوه محدوده ټوټه د یوې کورنۍ ټول غړي کار کوي خو د نوموړې ځمکې څخه لاس ته راتلونکی حاصل دومره نه وي چې نوموړي ټول وګړي دې له کاره وباسي. دغه حالت ته په اقتصاد کې پټه بې روزګاري وایي. کله چې د یو هیواد صنعتي سکتور پرمختګ کوي نو نوموړي پټ بې روزګاره وګړي د کرنیز سکتور څخه صنعتي سکتور ته مخه کوي او په پایله کې یې د دا ډول پټې بې روزګارۍ او د کارګرو د نه مولدیت مخه نیول کیږي. د دې تر څنګ هغه صنعتي فابریکې چې خام مواد یې د کرنیز سکتور څخه تر لاسه کیږي د نوموړي سکتور د لا پرمختګ لامل کیږي، ښه بیلګه یې د بوري، ټوکر، تیلو یا غوړیو او نورو صنعتونو له امله د چغندرو او ګنیو، پنبې، غوړ لرونکو دانو او نورو د کښت و کر زیاتوالی او له دې لارې د بزګرانو د عاید لوړیدل په ګوته کولای شو.
زمونږ د هیواد په ډیری سیمو کې کرهڼه پایداره نه ده او ډیری وخت د وچکالۍ او ځینو نورو لاملونو له امله بزګران زیات مالي زیانونه ویني خو د نوموړې سکتور په مقابل کې د صنعت سکتور بیا ثابت او پایښت لرونکی وي. که د صنعت ځینې برخه مو په کرهڼیزو خامو موادو متکي وي نو په کور دننه د کرهڼیزو خامو موادو د نه شتون پر وخت د خپلې اړتیا وړ توکې له نورو سیمو او هیوادونو څخه هم اخیستل کیدای شي. همدارنګه مونږ باید پر کرهڼیزو محصولاتو پورې اړوند صنعتونو پرته هغه صنعتونو ته هم پام وکړو چې خام مواد یې طبیعي منابع او یاد د کانونو او معادنو څخه لاس ته راځي. زمونږ د هیواد ځنګلونه چې د نړۍ په کچه غوره ونې او لرګي لري، د دې پر ځای چې نوموړي لرګي بهر ته قاچاق شي باید په داخل کې ورته د نجارۍ ځانګړې فابریکې جوړې شي چې بیلابیل تولیدات به یې د کورنیو اړتیا د پوره کولو تر څنګ بهرنیو هیوادونو ته هم صادر شي. همدارنګه مونږ د خپلو کورنیو معادنو په لرلو سره د اوسپنې او مسو د استخراج او د نوموړو عناصرو څخه په ډیر کم لګښت د بیلابیلو توکو د تولیدولو چانس لرو خو بدبختانه د داخلي صنعت د نه شتون له امله راڅخه نوموړې منابع په ډیره ارزانه بیه له لاسه وتونکي دي.
تر ټولو مهمه دا چې په یو هیواد کې د صنعت پرمختګ ډیری نوښتونو او ابتکاراتو ته لار هواروي چې له امله یې نوموړی سکتور لا زیات پرمختګ کوي. که پام وکړئ؛ چین د خپل بیسارې صنعتي پرمختګ له امله هره ورځ نوي نوي تولیدات بازار ته وړاندې کوي. هغوی تل په دې فکر کوي چې څه ډول د ماشین په وسیله د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نوي سامان آلات اختراع او تولید کړي، ځکه که هر څومره یو تولید د وګړو لپاره نوی وي نو په هماغه اندازه یې تولیدوونکو او صنعتکارانو ته ګټه زیاته وي. له بله اړخه غښتلی صنعتي سکتور د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو پرته صادراتو ته هم لار هواروي او په نړیواله کچه د یو هیواد د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.
پرمختللې هیوادونه د خپل رغاو یا صنعت د سکتور رغونه او پر پښو درونه له لومړي سره پیلوي چې په ترڅ کې یې په یو هیواد کې نوې صنعتونه زیږي چې ځینې خلک یې infant industry یا تازه زیږیدلي صنعتونه بولي. په یو هیواد کې نوموړې نوي رامینځ ته شوي صنعتونه له ډیرو ګواښونو او تهدیدونو سره مخ وي ځکه پر هغه خلکو چې نوموړو هیوادونو ته مشابه یا ورته تولیدات عرضه کوي دغه چاره ډیره درنه تمامیږي چې یو هیواد د دوی له تولید پرته د خپل هیواد د دتولید شوو توکو مصرف ته مخه کوي او د دوی د مارکیټ یا بازار څخه ووځي ځکه خو نوموړې هیوادونه هڅه او کوښښ کوي تر څو د بیلابیلو لارو چارو له مخې د یو هیواد کورني صنعت او یا هم یو مطلوب او ځانګړي صنعت ته ماتې ورکړي.
د یو هیواد کورني صنعت ته د ماتې ورکولو د لارو چارو څخه یوه هم د ډمپینګ Dumping پالیسي او سیاست دی. ډمپینګ په بهرنۍ سوداګرۍ کې د چل او فریب قیمت دی داسې چې صادروونکې هیوادونه په یو بهرني هیواد کې خپل صادراتي توکي د خپل کورني بازار د قیمت څخه په ټیټ قیمت پلوري، تر دې چې په ځینو مواردو کې په دې موخه چې د یو هیواد مشابه کورني صنعت ته ماتې ورکړي خپل تولیدات پر هغوی د راغلي لګښت څخه په کم لګښت هم پلوري.
په داسې حالاتو کې دولتونه باید د خپل کورني صنعت د ساتلو او ژغورلو په موخه یو لړ اقدامات وکړي. دا چې نن سبا نړیواله ازاده سوداګري د یو اصل په توګه ټولو هیوادونو منلې ځکه خو هیوادونه د یو هیواد څخه په واریدیدونکو توکو بشپړ بندیز نشي لګولای خو پر بهرنیو وارداتي توکو د بشپړ بندیز پرته داسې ډیرې لارې چارې شته چې په پایله کې یې کورني صنعتونه د بیروني تاړاکونو څخه ژغورل کیدای شي. د نوموړو لارو چارو پلي کول د کورني صنعت څخه د ساتنې یا Protectionism په نوم یادیږي. د protectionism اقتصادي پالیسي د بهرنۍ سوداګرۍ د مهار او کابو کولو لپاره یو لړ لارې چارې لري چې دلته ترې په لنډ ډول یادونه کوو.
ګمرکي تعرفه: د داخلي تولید د ساتنې او ډمپینګ د مخنیوي په موخه چارواکي په مشابه تولیداتو ګمرکي مالیه یا تعرفه لوړوي او دا چې د ګمرکي محصول اندازه د واریدیدونکي توکي په قیمت ور زیاتیږي نو په دې ډول د مشابه وارد شوو توکو قیمت د داخلي مشابه تولید څخه زیات او ور سره سیالي نشي کولی. یادونه باید وکړو چې د ډمپینګ د سیاست له مخې تر کومه چې صادروونکی هیواد د خپلو توکو قیمت راکموي په متناسب ډول پرې باید ګمرکې تعرفه لوړه کړل شي. ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو په ځینو چینایي واریدیدونکو توکو ۵۰٪ تعرفه وضع کړې یعنې که یو چینایي جنس ۵۰ ډالره قیمت ولري نو پنځوس نور پرې د تعرفې له امله اضافه کیږي او نوموړی جنس به د امریکا دننه په ۱۰۰ ډالره پلورل کیږي، خو له دې ټولو خنډونو سره بیا هم د امریکا په څیر ډیرو هیوادونو ته د چینایي توکو د صدور بهیر ګړندی دی. په بهرنۍ سوداګرۍ کې وخت نا وخت د چین او امریکا ترمینځ د ګمرکي تعرفو پر سر ناندرۍ راپورته کیږي.
وارداتي سهمیه: د دې لپاره چې به بیدریغه ډول د مشابه تولید د وراداتو مخه ونیول شي؛ چارواکي یو شمیر ځانګړو سوداګرو ته د دا ډول تولید د واردولو جواز او سهم ورکوي. په دغه حالت کې د تعرفو څخه تر لاسه کیدونکی عاید د سهمیو د جوازونو د فیس له لارې د دولت لاس ته ورځي.
پورتنۍ دواړه لارې د ډمپینګ د مخنیوي لپاره ګټورې دي او باید چارواکي ترې د خپل کورني صنعت د ساتنې او تقویې په موخه استفاده وکړي. که چیرته د حکومت د بېغورۍ له امله د هیواد کورنی صنعت د ماتې سره مخ کیږي نو په دې سره به د هیواد ملی عاید په بیسارې ډول راکم، په نړیواله سوداګرۍ کې به د هیواد دریځ زیانمن او په کورني صنعت کې ډیری بوخت وګړي به خپلې دندې له لاسه ورکړي.
بلا عوضه مرستې یا سبسایډی: ډیری وختونه دولتونه هغه کاروبارونو یا صنعتونو ته بلا عوضه مرستې ورکوي چې د وارداتي توکو له امله ورته ګواښ پیښ وي. دا ډول مرستې کورني صنعتونو ته دا وړتیا وربخښي تر څو په کور دننه د بهرنیو توکو سره سیالي وکړي او تر څنګ یې په نړیوال بازار کې هم خپل موقف وساتي. د دې تر څنګ دولتونه د صادراتو د تشویق په موخه صادروونکو صنعتونو ته یو ډول ځانګړې سبسایډي لري چې د صادراتي سبسایډي په نوم یادیږي. نوموړې سبسایډی پر صادراتو د تعرفې وضع کولو معکوس اقدام دی او په ترڅ کې یې دولتونه غواړي چې خپل صادرات زیات کړي.
د تبادلې د نرخ بدلول: د کورني صنعت څخه د حمایت او ساتنې په لړ کې ځینې وختونه یو هیواد د بهرنیو اسعارو په مارکیټ کې مداخله کوي او د خپلو اسعارو د عرضه کولو او خرڅولو له لارې د خپلې کورنۍ کرنسۍ ارزښت یا د تبادلې نرخ راکموي. دا چې د نورو په مقابل کې د یو هیواد د کرنسۍ ارزښت کمیږي نو طبعي ده چې د نورو هیوادونو توکي به د نوموړې هیواد په کرنسۍ سره قیمته او خپل صادراتي توکي به یې د نورو لپاره ارزانه وي. په دې کار سره هم په غیر مستقیم ډول د وارداتي توکو قیمت لوړیږي، خو دا کار یوه بدي لري او هغه دا چې په بهرني بازار کې د کرنسۍ د ارزښت د لویدلو له امله په کور دننه انفلاسیون ته لار هواریږي چې له امله یې د صادراتو لګښتونه لوړیږي او په مقابل کې یې د وارداتو بیې په نسبي ډول رالویږي، ځکه خو نوموې پالیسي باید په لنډ مهال کې په کار واچول شي.
د دې تر څنګ د کورنیو صنایعو د کارولو په موخه باید په ټولنه کې بیلابیل کمپاینونه پکار واچول شي او د بیلابیلو لارو چارو او تبلیغاتو له لارې وګړي د خپل کورني تولید کارولو ته تشویق او ژمن کړل شي. همدارنګه؛ پوهیږو چې حکومتونه هم د یو اقتصادي جریان د سترو مصرف کوونکو څخه دي چې باید خپل ټول د اړتیا وړ مصرفي توکې د کورنیو تولیداتو څخه را ونیسي.
پای