لیکنه: نصیر کوټوال

د اقتصادي پرمختګ منابع او وسایل

د لومړنیو اقتصاد پوهانو ادم سمیت او ریکارډو له وخته راهیسې اقتصاد پوهان هڅه کوي چې د اقتصادي پرمختګ او ودې لارې چارې ومومي. د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو مطالعه ډیر لنډ تاریخ لري او یوازې د پرمختیایي هیوادونو سره تړلې ده. د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته کوم چې د جیو پولیټیکي اهدافو په تر څ کې رامینځ ته شوی وو د ملتونو اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه زیاته شوه. په دغه دوران کې د اقتصادي پرمختګ یا توسعې په نامه د اقتصاد علم اړوند د مطالعې ځانګړې څانګه رامینځ ته شوه. د نوموړې څانګې یا مضمون بنسټزه پوښتنه دا ده چې ولې ځینې ملتونه بیوزله او ځینې شتمن دي؟ اقتصاد پوهان هڅه کوي چې د نوموړې پوښتنې د ځواب لپاره هغه لاملونه رابرسیره کړي چې له مخې یې یوه ټولنه اقتصادي پرمختګ کوي او یا هم یوه ټولنه د اقتصادي پرمختګ څخه راستنوي.

د اقتصادي پرمختګ داسې یوه تیوري چې په ټولیز ډول د ټولو ملتونو د اقتصادي پرمختګ په لاره کې د پلې کیدو وړ وي تر اوسه نه ده تشخیص شوې ولې اقتصاد پوهانو ځینې عوامل په ګوته کړي چې له مخې یې بیوزله هیوادونه د پرمختګ لارې ته سوق کیدای شي. دغه لارې چارې د غښتلي بشري ځواک او سرچینو، د پانګې د جوړښت، د تنظیم او اداره کولو غښتلی ځواک، تکنالوجیکي پرمختګ او په نورو پرمختللو هیوادونو پورې تړلتیا ده. د اقتصادي پرمختګ د پورته یاد شوو عواملو تر څنګ په ځینې نورو یې دلته لنډ بحث کوو.

د پانګې راټولیدنه یا جوړښت: مخ پر ودې هیوادونه زمونږ د هیواد په څیر پراخه طبیعي سرچینې لري خو د پانګې له اړخه خورا غریب دي. تولید د څلور سره عواملو یعنې کار، ځمکې، پانګې او مدیریت په لړ کې رامینځ ته کیږي خو نوموړې هیوادونه د دغه عواملو څخه د ټولو مهم یعنې پانګې څخه محروم دي دا په داسې حال کې چې پریمانه کاري ځواک لري خو نوموړی کاري ځواک د فزیکي پانګې ماشینونو، تجهیزاتو، وسایلو او نورو پانګه ایزو توکو د نه شتون له امله بیکاره او بې ګټې دی. په نوموړو هیوادونو کې د پانګې د نه راټولیدو او جوړښت لاملونه باید په ګوته شي چې په پرمختیایي هیوادونو کې ولې د پانګې عرضه کمه ده. د دغه کار بیلابیل لاملونه شته چې د نوموړو لاملونو څخه یو یې هم په نوموړو هیوادونو کې د بیوزلۍ د بدمرغه دوران Vicious Circle of Poverty تکرار دی. د فقر بد مرغه دایره په دې مانا چې د بیوزله هیوادونو وګړي ډیر کم عاید لري او دنوموړي عاید ډیری برخه د خپل اړتیاوو د پوره کولو په موخه مصرفوي ځکه خو د هغوی سره د پس انداز لپاره څه نه پاتې کیږي، نو دا چې پس انداز کم وي نو پانګونه به کمه وي او چې پانګونه کمه وي نو په یوه ټولنه کې به پانګه څه ډول راټوله او زیاته شي. دا چاره دوام کوي یعنې عاید کم، له امله یې پس انداز کم، د پس انداز د کموالي له امله پانګونه کمه او د پانګونې د کموالي له امله بیرته د وګړو عاید کم او بیا هم د همدغه چارې تکرار.

که په یو هیواد کې د بیوزلۍ بدمرغه دایره په دوران کې پاتې وي نو هیڅکله به داسې هیوادونه پرمختګ ونه کړي ځکه نو اقتصادي پرمختګ ته د لارې هوارولو په موخه باید نوموړې دایره ماته کړل شي. دا دایره هغه وخت ماتیدای شي چې کله د وګړو لاسو ته د هغوی د لګښتونو څخه زیاتې پیسې ولویږي. دغه پیسې د وګړو له لورې پس انداز او بیا پرې پانګونه کوي. په پرمختیایي هیوادونو کې د پانګې کموالی هم هلته د څه نا څه پانګونې په لار کې خنډ کیږي ځکه هلته شته پانګوال د نا سم اقتصادي چاپیریال او اقتصادي بې ثباتۍ له امله په یادو هیوادونو کې پانګونې ته زړه نه  ښه کوي او خپله پانګه هغه هیوادونو ته لیږدوي چې ګټورتوب یې یقیني او د زیان ویره پکې نه وي چې دې ته Capital Flight هم ویل کیږي. په پرمختیایي هیوادونو کې د پانګې د نه راټولیدو یو بل لامل د حکومتونو ناسمې پالیسی ګانې دي د بیلګې په ډول د هغه دولتي ملکیتونو نه خصوصي کول چې بیکاره وي، د قیمتونو کنټرول او نور. یادونه باید وکړو چې د اقتصادي پرمختګ لپاره پانګې ته اړتیا ده خو د پانګې راټولیدنه په یوازې ځان د اقتصادي پرمختګ لامل کیدلای نه شي. د دریمې نړۍ په ډیری هیوادونو کې سرمایوي توکې، تجهیزات او ماشینونه بیکاره پراته دي، په داسې حالاتو کې د پرمختګ لپاره د نورو لارو چارو لټول پکار دي.

بشري سرچینې او د مدیریت ځواک: د پانګې تر څنګ کاري ځواک هم د تولید د مهمو عواملو څخه دی. خو هر ډول کاري ځواک د اقتصادي پرمختګ سره مرسته نشي کولای. د دې  لپاره چې اقتصادي پرمختګ مو چټک کړی وي باید مسلکي او په کارپوه بشري ځواک ولرو. کولی شو د څو لارو څخه خپل کاري ځواک غښتلی کړو. وګړو ته د باکیفیته صحي چوپړونو او د خوراکي پروګرامونو برابرول د یوې ټولنې کاري ځواک پیاوړی کوي چې په پایله کې یې د وګړو مولدیت او عاید هم زیاتیږي. له بله اړخه په بشري سرچینو د پانګونې مهم ډول وګړو ته د رسمي زده کړو برابرول، په دنده کې د کاري ځواک روزنه، د سواد زده کړه او کارګرو ته ځانګړې او تخصصي زده کړې ورکول دي. مخ پر ودې هیوادونو د خپلو وګړو په زده کړه او تعلیم ډیر مصرف کوي ځکه په کار پوه او زده کړي وګړي د کارونو د ښه او اغیزمن پر مخ بیولو له امله د اقتصادي پرمختګ لامل کیږي. دا چې پولي یا مالي پانګه د ډیرې ګټې د لاس ته راوړلو په موخه په کار اچول کیږي کټ مټ بشري پانګونه هم د یو هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره ثابتیدای شي او د چارو د موثریت او اغیزمنتوب لامل کیږي.

نوښتګر او خطر ته غاړه ایښودونکې مدیران د هیوادونو په اقتصادي ودې او پرمختګ کې رغنده ونډه لري؛ همدغه خلک په یو هیواد کې د بشري سر چینو تر ټولو بنسټیز او اغیزمنه ډله خلک دي خو د دا ډول وګړو اندازه په مخ پر ودې هیوادونو کې ډیره کمه ده، هلته د کورنیو فشارونو، سیاسي ګډ وډیو او په راتلونکې د نه باور له امله وګړې د سترو پانګونو په لړ کې احتمالي زیانونو ته غاړه نه ږدي، همدا لامل دی چې په نوموړو ټولنو کې د ډیری وګړو پانګې د هغوی سره په کور پرتې او راکدې پاتې وي او د اقتصادي ودې په موخه په اقتصادي جریان کې نه غورځول کیږي. په مخ پر ودې هیوادونو کې تر هغې پرمختګ ته لار نه پرانیستل کیږي تر څو چې هلته پیاوړی، مسلکي او په کارپوه بشري ځواک را ونه ټوکیږي، دا په داسې حال کې ده چې په نوموړې هیوادونه د یادو ځانګړنو لرونکي کاري ځواک د نه شتون او یا کموالي سره مخ دي. د باسواده وګړو کچه او سلنه يې خورا ټیټه ده. روزل شوی وګړي لکه انجینیر، کمپیوټرکار، محاسب او نور چې په خپل مسلک کې وړتیا ولري ‌ډیر کم دي. له بل لوري ځینی زیرکه او هو ښیار زده کوونکي چې کله پرمختللی هیوادونو ته دزده کړو لپاره ولاړ شي بیرته خپلو هیوادونو ته نه ور ګرځي، یو شمیر چې بیرته خپلو هیوادونو ته راستنیږی دولتي دندې ترسره کوي چې د خپلو کمو معاشونو څخه خوښ او راضی نه وي ځکه خو دا ډول وګړي په پرمختللو هیوادونو کې ځان ته دندې لټوي او د خپل هیواد په اقتصادي پرمختیا کې کوم رول نه لوبوي. دا چې د مخ پر ودې هیوادونو با استعداده او وړتیا لرونکې وګړي په پرمختللي هیوادونو کې زده کړې کوي او بیا د بیلابیلو لاملونو او ستونزو له امله خپلو هیوادونو ته نه راستنیږي  د مغزونو د فرار په نوم یادیږي چې په انګلیسې کې یې brain drain بولي. لکه څنګه چې د فزیکي پانګې فرار د یو هیواد اقتصادي وضعیت بد لوري ته بیایي کټ مټ د مغزونو فرار هم د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي او ځنډ او خنډ لامل کیږي. د اقتصادي وروسته پاتې والي تر څنګ د مغزونو تیښته په پرمختیایي هیوادونو کې ټولنیزو ستونزو او فساد ته هم لاره هواروي. افغانستان یې ښه بیلګه ده چې بې کفایته او بې استعداده دولتي مامورین او چارواکي یې خپل مسولیتونه نه پیژني او له فساد او رشوت پرته خپل ورسپارل شوی یو کار هم نه کوي. په مخ پر ودې هیوادونو کې خپله دولتمشران او چارواکي د مغزو فرار ته لار هواروي ځکه هلته زده کړي، مسلکي او وړتیا لرونکې وګړي نه تقدیریږي او په کلیدي چارو ګومارنې د خپلوۍ، ګوندیتوب، رشوت او نورو له مخې تر سره کیږي. که د بیوزلۍ د بدمرغه دایرې څخه راوتل موخه وي نو دولتونه نه یوازې دا چې د بشري ځواک په غښتلي کولو پانګونه وکړي بلکې همدغه روزل شوی بشري ځواک ته د چارو سمبالښت هم وسپاري.

 تکنالوجیکي پرمختګ: د مخ پر ودې هیوادونو تکنالوجیکي او د تولید د تخنیک او لارو چارو نه پرمختګ هم د نوموړو هیوادونو د اقتصادي پرمختګ بهیر ټکنی کوي. د نوموړې بهیر د چټکتیا په موخه باید د تولید د پرمختللی ټکنالوژۍ، مجهزو ماشینونو او نورو اغیزمنو لارو څخه کار واخیستل شي تر څو نوموړې هیوادونه د خپلو سیالو هیوادونو سره همغاړي شي.

په اوسنۍ نړۍ  تکنالوژي د دې تر څنګ چې د تولید او نورو چارو په پرمخ بیولو کې یې اسانتیا رامینځ ته کړې تر ډیره بریده یې په دولتي چارو کې شفافیت ته هم لار هواره کړې. ډیری هیوادونو د خپلو دولتي عوایدو سرچینو ته منظم ډیټابیسونه جوړ کړي چې پکې ټول عواید ثبت او د ټولو اړونده خلکو په واک کې ورکول کیږي. په همدې تړاو په دا وروستیو کې ویل کیږي چې د مخابراتو وزارت په داسې یوه پروژه کار کوي چې د یو بریښنایی او معلوماتي سیستم له مخې د دولتي چارو د تنظیم په موخه یو سافټویر رامینځ ته کړي چې ټولې دولتي ادارې به ترې استفاده کوي. یادونه باید وکړو چې د داسې یو سافټویر جوړوونکو ته جایزې هم په پام کې نیول شوي.

د معلوماتي ټیکنالوجې پرمختګ په دغه سکتور کې د استخدام موارد هم لري چې په دې سره د ټولنې ډیری وګړو ته د کاروبار زمینه هم برابریږي

ټولنیزه شتمني او پانګه:  د مخ پر ودې هیوادونو چارواکي باید د ټولنیزو او عامه  شتمنیو لکه سرکونو، بریښناکوټونو، اوبو لګولو او نور زیربناوي پروژو عملي کولو ته لومړیتوب ورکړي ځکه نوموړې ټول شیان ټولنیزه پانګه ده او پرته د داسې بنسټیزو شتمنیو د یوې ټولنې اقتصادي پرمختګ نا شونی دی. د نوموړو پروژو پلې کول ځکه حکومتونو ته ور تر غاړه دي چې پلې کول یې د خصوصي سکتور له وسه وتلې کار دی ځکه دا ډول پروژې د حجم له پلوره ډیرې سترې دي او همدارنګه خصوصي سکتور یې په پلي کولو کې د ځان لپاره کومه ګټه هم نه ویني. که چیرته دولتونه د بنسټیزو پروژو د عملي کولو په وسیله اقتصادي زیر بنا و نه رغوي نو وروسته پاتې هیوادونه هیڅکله پرمختیایي بهیر ته داخلیدای نشي.

که په مخ پر ودې هیوادونو کې سوداګریز توکې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته لیږدول کیږي نو پخو سرکونو د نه شتون له امله یا خو په لاره کې ضایع کیږي او یا هم په خپل وخت ټاکلې ځای ته نه رسیږي او په کیفیت کې یې ټیټوالی راځي. د پاخه سرکونو د نه شتون له امله د توکو ترانسپورتي لګښتونه لوړ او په پایله کې یې د اجناسو قیمتونه هم لوړیږي. د اړیکتیایي یا کمونیکیشن د منظم سیستم د نه شتون له امله هم د وروسته پاتې هیوادونو وده ټکنۍ کیږي او دا چاره هم د کاروبار په روابطو او اړیکو منفی اغیز لري. د بریښنا نه شتون او یا کموالی هم د اقتصادي پرمختګ په لار کې یو بل ستر خنډ دی. د تولید په پروسه کې تولیدي ماشینونه، د تنویر وسایل او نور ټول د بریښنا پر مټ چلیږي ځکه خو بریښنا د تولید بنسټیزه اړتیا ده، نه یوازې د تولید اړتیا بلکې پرته د بریښنا څخه د وګړو د ژوند ټولې چارې پر ټپه دریږي. که په ټپه ونه دریږي نو په عنعنوي ډول به پرمخ ځي او په دې خو ټول پوهیږو چې عنعنوي ټولنې د اقتصادي پلوه وروسته پاتې ټولنې دي.