د تادیاتو بیلانس
د تادیاتو بیلانس د نړیوالې سوداګرۍ اړوند د ملي اقتصاد د پام وړ برخه ده چې په انډول کې ساتل یې د هیوادونو په ګټه دي. د تادیاتو بیلانس یا Balance of Payments) BoP) د نورې نړۍ سره د یو هیواد د ټولو پولي راکړو ورکړو د ثبت او صورت حساب څخه عبارت دی. نوموړی صورت حساب د حسابدارۍ د غبرګ ثبت double entry) ) اصل له مخې د یو ټاکلې مودې په معمول ډول د یو کال لپار جوړیږي داسې چې هغه تادیات چې نورو هیوادونو ته کیږي په ډیبیټ Debit اړخ کې او هغه تادیات چې له نورې نړۍ څخه مونږ ته صورت نیسي په کریډیټ اړخ کې ثبتیږي. په نوموړې بیلانس کې یوازې د یوې کرنسۍ څخه کار اخیستل کیږي چې اکثره نوموړې کرنسي کورنۍ کرنسي وي. تر هر څه له مخه د تادیاتو د بیلانس په جوړښت باندې یو څه رڼا اچوو او له هغه وروسته به یې د نورو اړخونو څیړلو ته هم تم کیږو.
د تادیاتو د بیلانس کې شامل توکي عبارت دي له:
سوداګریز حسابونه: د تادیاتو د بیلانس په نوموړې برخه کې د یو هیواد صادرات او واردات ثبتیږي. کله چې د یو هیواد د صادراتو د ارزښت څخه د نوموړې هیواد د وارداتو ارزښت کم کړل شي لاس ته راغلی مقدار د یو هیواد د سوداګرۍ د بیلانس په نوم یادیږي. د تادیاتو د بیلانس په نوموړې برخه کې هم د یو هیواد د صادراتو او وارداتو بیلانس یا د سوداګرۍ بیلانس Trade Balance سنجول کیږي. دا چې د صادراتو په لړ کې نور هیوادونه مونږ ته تادیات کوي ځکه خو د تادیاتو په بیلانس کې صادرات کریډیټ اړخ او واردات چې د نورو د توکو او خدماتو په مقابل کې زمونږ تادیات دي په ډیبیټ اړخ کې ثبتیږي. هغه شیان چې د تادیاتو د بیلانس په نوموړې برخه کې رسول کیږي د توکو یا اجناسو، چوپړتیاوو یا خدماتو، سود، ګټې، د ونډو له لارې د تر لاسه شوي ګټې او د یو اړخیزه تادیاتو لکه تحایفو یا ډالیو، د خیر ښیګڼې مرستو او نورو څخه عبارت دي.
که د دوو هیوادونو تر مینځ د پورته یادو شوو شیانو راکړه ورکړه د تادیاتو د بیلانس په وسیله محاسبه شي نو درې ډوله پایلې به ولري. یا به د راکړو او ورکړو ارزښت سره مساوي وي چې دا مطلوبه پایله ده، یا به د بهرنيو هیوادونو سره د راکړې ورکړې په لړ کې د یو هیواد له لوري تر لاسه شوی ارزښت د لاس څخه د وتلي ارزښت څخه کم وي چې دې ته د تادیاتو د بیلانس کسر وایي او یا به هم ترلاسه شوی مبلغ د تر لاسه وتلي مبلغ څخه زیات وي چې نوموړي حالت ته بیا د تادیاتو او سوداګرۍ د بیلانس زیاتوب یا زیاتوالی Surplus وایي. پرمختللي او صنعتي شوي هیوادونه د خپلو کار تمامو او مصرفي توکو د صادرولو له امله د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې تل د سوداګرۍ او تادیاتو د surplus بیلانس لرونکې وي؛ خو دا چې د مخ پر ودې هیوادونو صادرات لومړني توکي او خام مواد دي ځکه خو د نوموړو توکو په بدل کې دغه هیوادونه دومره ډیر څه نه ترلاسه کوي چې د کار تمامو او پانګه ایزو وارداتي توکو په مقابل کې د خپل تادیاتي بیلانس انډول وساتلای شي. په مخ پر ودې هیوادونو کې هغه هیوادونه چې د نفتو صادروونکې وي چې OPEC بلل کیږي، نسبتاً د تادیاتو مطلوب بیلانسونه لري. یادونه باید وکړو چې د تادیاتو د بیلانس د سوداګرۍ د برخې حسابونو ته جاري حسابونه هم ویل کیږي.
پانګه ایز یا سرمایوي حسابونه: د تادیاتو د بیلانس د سرمایوي حسابونو په برخه کې د پانګونې اړوند حسابونه او راکړې ورکړې ثبت او رسول کیږي. په دغه برخه کې بهرنۍ پانګونه او د اوږدمهالو او لنډ مهالو پورونو راکړه ورکړه شامله ده. په دغه برخه کې هم که د کریډیټ څخه مو ډیبیټ زیات وي نو د تادیاتو بیلانس به مو د کسر سره مخ وي او که کریډیټ مو د debit څخه زیات وي نو تادیاتي انډول یا بیلانس به مو د surplus لرونکی وي.
د بهرنیو اسعارو زیرمه یا ریزرف: د تادیاتو د بیلانس بله برخه د بهرنیو اسعارو د زیرمو څخه عبارت ده. دغه زیرمي د تل لپاره د نړۍ د مشهورو او غښتلو اسعارو لکه ډالر، پونډ، یورو او نورو زیرمې وي. د هیوادونو سره د خارجې اسعارو زیرمې کټ مټ د یو وګړي د نغدو پیسو د زیرمو سره ورته دي داسې چې که نوموړی وګړی د اقتصادي راکړو ورکړو په ترڅ کې باقي کیږي نو نوموړې زیرمه یې کمه او که ګټه کوي نو د نغدو پیسو زیرمه یې لا پسې زیاتیږي. همدغسې که یو هیواد د خپل تادیاتو د بیلانس په پورتنیو دوو یادو شوو حسابونو (سوداګریز او پانګه ایز) کې ګټه کوي نو د بهرنیو اسعارو زیرمې یې زیاتې او بډایه کیږي؛ خو کله چې پورتني یاد شوی حسابونه د کسر سره مخ وي نو د دغه کسر او کمبود د مخنیوي او له مینځه وړلو په موخه د بهرنیو اسعارو زیرمې کارول کیږي او په دې سره په نوموړو زیرمو کې کموالی راځي. یادونه باید وکړو چې د بهرنیو اسعارو زیرمې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې د نرخ د ثابت ساتلو په موخه کارول کیږي.
د تادیاتو د بیلانس کسر په دې مانا دي چې یو هیواد په نړیوال اقتصاد کې هغه څه چې باید تادیه کړی یې وو نه تادیه کوي. دا هغه څه دي چې د تادیاتو بیلانس یې د کسر یا زیان په بڼه ښایي؛ یعنې کله چې د یو هیواد بیلانس د کسر سره مخ وي نو دا په دې مانا ده چې نوموړی هیواد د هغه توکو او خدماتو څخه چې په کور دننه یې تولیدوي زیات مصرف لري. هیوادونه نوموړي اضافه توکي او کالي د نورو هیوادونو څخه واردوي. همدارنګه د تادیاتو د بیلانس کسر دا هم ښایي چې د یو هیواد د پانګې ستره برخه د دې پر ځای چې په کور دننه وکارول شي بهرنۍ نړۍ ته لیږدول کیږي. لومړنی حالت یعنې د داخلي تولید څخه زیات مصرف د تادیاتو د بیلانس د جاري حسابونو (صادراتو او وارداتو) اړوند او دوهم حالت یا په بهر کې د کور دننه څخه زیاته پانګونه د تادیاتو د بیلانس د پانګه ایزو حسابونو اړوند ده.
پوښتنه دا ده چې څه شی د تادیاتو د بیلانس د نا انډولۍ لامل کیږي؟ په دې هکله د پوهانو تر مینځ همغږي نشته، ځینې اقتصاد پوهان د تادیاتو د بیلانس د نا انډولۍ بنسټیز لامل د سوداګریزو حسابونو یا د توکو او خدماتو د صادراتو او وارداتو نا انډولي بولي خو ځینې نور بیا د دغه ستونزې اصلي لامل د نورې نړۍ سره د یو هیواد د پانګه ایزو یا سرمایوي تادیاتو توپیر او نا انډولي ګڼي. په هر صورت، لاندې د هغه لاملونو څخه یادونه کوو چې د تادیاتو د بیلانس د نا انډولۍ لامل کیږي. د چین، جرمني، جاپان، ناروی او ځینې نور هیوادونو د غښتلي صادراتو له امله د surplus بیلانس لرونکي دي. دا چې ولې د یو هیواد تادیاتي بیلانس مثبت وي لاملونه یې عبارت دي له:
د صادراتو ډیروالی: دا ډول هیوادونه د خپلو صادراتو غښتلي کولو او ډیر والي ته ځانګړې پاملرنه کوي او د صادراتو تقویه کول د نوموړو هیوادونو د اقتصادي ستراتیژۍ په سر کې ځای لري. په همدې موخه نوموړې هیوادونه خپل تولیدات زیاتوي او د لویې پیمانې د تولید یا economy of scale څخه هم ګټه اخلي.
بهرنۍ پانګونه: د یو هیواد د صادراتو پرمختګ نوموړې هیواد ته د بهرنۍ پانګونې بهیر راماتوي چې په پایله کې یې د بیرون څخه نوموړي هیواد ته په پراخه پیمانه پانګه داخلیږي.
پریمانه پس اندازونه: د نوموړو هیوادونو وګړي د توکو او خدماتو کم لګښتونه لري د همدې امله د عاید ډیره برخه یې پس انداز کیږي. د چین وګړي په همداسې یو موقف کې قرار لري. ځینې پوهان په دا ډول ټولنو نیوکه کوي او وایي چې د تادیاتو د بیلانس زیاتوب د نړیوالې سوداګرۍ په مخ کې خنډ دی.
تړلی اقتصاد: ځینې هیوادونه په وارداتو لوړې تعرفې وضع کوي او یا هم د وارداتو د کموالي او مخنیوي لپاره د بیلابیلو لارو چارو څخه کار اخلي، طبعي ده چې د وارداتو کموالي بیرون ته د تادیاتو د کموالي لامل کیږي او په دې سره د یو هیواد د تادیاتو بیلانس زیاتوب کوي.
د تادیاتو د بیلانس کسر هم بیلابیل لاملونه لري چې دلته ترې په لنډ ډول یادونه کوو:
اقتصادي پرمختګ: چټک اقتصادي پرمختګ د وګړو د اخیستلو ځواک پیاوړی کوي چې له امله یې مجموعي تقاضا زیاته او د مجموعي تقاضا زیاتوالی د قیمتونو د لوړوالي لامل کیږي. د اقتصادي پرمختګ څخ رامینځ ته شوی کسر د مخ پر ودې یا پرمختیايي هیوادونو ځانګړنه ده ځکه هغوی د خپل پرمختیايي بهیر په لړ کې بیلابیل سرمایوي او مصرفي توکي را واردوي.