اسعار او د تبادلې نرخ
پول یا پیسې د اقتصادي سیستم او جریان یوه مهمه برخه ده داسې چې د ټولو اقتصادي فعالیتونو، کالیو یا توکو او چوپړونو ارزښت د پیسې په وسیله ټاکل کیږي. که مو پیسه درنه او با ارزښته وي نو په ټوله کې به د پیر غښتلی ځواک ولرو او د نورو توکي او خدمات به ارزانه رانیسو. د هیوادونو تر مینځ د پیسو یا اسعارو واحدونه بیلابیل دي یعنې ټول هیوادونه خپل خپل پولي واحدونه لري. د اوسني نړیوالتوب په لړ کې هیوادونه له اقتصادي اړخه یو د بل سره تړلي دي، په همدغه ترڅ کې هیوادونه یو له بل سره سوداګریزي اړیکې لري او خپل تولید شوي توکي او خدمات یو په بل پلوري. دا چې د هیوادونو پولي واحدونه سره توپیر لري نو طبعي ده چې د دغه پیر او پلور لپاره باید خپل اسعار سره تبادله کړي تر څو د هر هیواد په اړونده کرنسۍ د هغوی توکي او خدمات وپیري.. بیلابیل اسعار چې په کوم نرخ یو د بل سره تبادله کیږي د اسعارو د تبادلې د نرخ په نوم یادیږي. په لنډ ډول د تبادلې نرخ د بهرنیو اسعارو له مخې د یو هیواد د پیسو د قیمت څخه عبارت دی، یا د تبادلې نرخ هغه نرخ دی چې له مخې یې یو پولي واحد د کوم بل پولي واحد سره بدل یا تبادله کیږي. د بیلګې په ډول په افغانیو د یو ډالر قیمت ۵۴ افغانۍ دی نو د افغانیو سره د یو ډالر د تبادلې نرخ ۵۴ افغانۍ او که د یوې افغانۍ د تبادلې نرخ په ډالرو سره پیدا کوو نو یو ډالر په ۵۴ افغانیو ویشو چې په دې صورت کې به د ډالرو له مخې د یوې افغانۍ قیمت یا د تبادلې نرخ 0.0185185 وي.
اوریدلې به مو وي چې ځینې هیوادونه په لوی لاس د خارجې اسعارو په مقابل کې د خپلو پیسو ارزښت را ښکته کوي؛ دغې چارې ته چې دولتونه په شعوري توګه او د ځانګړو پولي پالیسیو په وسیله په یو ثابت نرخ سره د نورو اسعارو په مقابل کې د خپلې کرنسۍ د تبادلې نرخ راکموي Devaluation وایي. هغه حالت ته چې د دولت د کومې ځانګړې پالیسۍ پرته د مارکیټ د ځواکونو ( عرضې او تقاضا) په وسیله د خارجي اسعارو په مقابل کې د یوې کرنسۍ ارزښت رالویږي Depreciation وایي. نوموړې دواړه حالتونه د بهرني اسعارو په مقابل کې د کورنۍ کرنسۍ بې ارزښته کیدل ښایي خو لومړنی حالت یې په شعوري او د ځانګړو ګټو په موخه رامینځ ته کیږي او دوهم یې په نا مطلوب ډول د بازار د قواوو د کړنو او برخورد پایله وي چې مرکزي بانک یې د بیلابیلو لارو چارو په کار اچولو سره مخنیوی کوي. له تاسو سره به هم پوښتنه پیدا شوې وي چې له بهرنیو پیسو څخه د کورنیو پیسو د ارزښت کمول خو نا معقول کار دی او څومره چې شونتیا ولري باید د کورنیو پیسو کم واحدونه هیواد ته د ډیرو بهرنیو پیسو د راوړلو وړتیا ولري نو بیا دولتونه ولې په داسې یو عمل لاس پورې کوي؟ ستاسو د پوښتنې د ځواب لپاره دلته د پیسو د ارزښت د کمولو د ګټو او زیانونو دواړو څخه په لنډ ډول یادونه کوو.
ګټې: د devaluation په وسیله د یو هیواد د صادراتو قیمت رالویږي دا چاره د کورني تولید لپاره د بهرنیو وګړو تقاضا را جذبوي او صادرات ورسره لا زیات پراخیږي خو دا په هغه صورت کې چې یو هیواد په کور دننه په پراخه پیمانه تولید ولري او په ډیرو اړتیاوو کې پر ځان د بسیا والي تر څنګ د توکو او خدماتو د صادرولو ځواک هم ولري. طبعي ده چې د صادراتو نوموړې پراختیا به د تادیاتو د بیلانس د کسر په له مینځه وړلو کې ستره ونډه ولري. همدارنګه د صادراتو لوړه کچه به مجموعي تقاضا زیاته او چټک اقتصادي پرمختګ ته به لار هواره کړي.
زیانونه: د پیسو د ارزښت راکمول د بیلابیلو لاملونو له امله پړسوب یا انفلاسیون ته لار هواروي. واردات به په کورنۍ کرنسۍ سره ډیرې لوړې بیې ولري ځکه د بیرون څخه وارداتي توکي په بهرنیو اسعارو پیرودل شوي وي او د کورنیو اسعارو د ارزښت د کموالي له امله به دغه توکي په کور دننه ډیر لوړ قیمتونه ولري. همدارنګه د مجموعي تقاضا زیاتوالی هم پړسوب یا انفلاسیون ته لار هواروي ځکه د انفلاسیون د لاملونو څخه یو هم د زیاتې شوې تقاضا له امله رامینځ ته کیدونکی انفلاسیون دی چې Demand pull Inflation ورته وایي. له بله اړخه devaluation د یو هیواد د وګړو د پیر ځواک کموي، په ځانګړي ډول کله چې بهرني هیوادونو ته د کوم کار او یا چکر لپاره ځي. د یو هیواد د پیسو چټک بې ارزښته کیدل په نوموړې هیواد کې د پانګونې لپاره بهرني پانګوال دوه زړې کوي ځکه دا چاره د وخت په تیریدو سره د هغوی د شتمنیو ارزښت را کموي. ځینې اقتصاد پوهان د تجربو پر بنسټ ادعا کوي چې د اقتصادي رکود په حالت کې devaluation په اقتصادي پرمختګ او غوړیدا کې اغیزمن ثابتیدای شي او د انفلاسیون د رامینځ ته کیدو لامل کیږي نه، خو د اقتصادي سوکالۍ او عروج پر وخت د نوموړې پالیسۍ عملي کول د انفلاسیون په زیاتوالي کې ستر رول لرلای شي.
په هر صورت د پیسو د ارزښت د راکمولو پالیسي باید په بشپړې پاملرنې او احتیاط سره تر لاس لاندې ونیول شي؛ دا چاره به هغه وخت ګټورتوب ولري کله چې د یو هیواد کرنسۍ د تبادلې نرخ د نړۍ ډیری مهمو پیژندل شوو هیوادونو د کرنسیانو څخه لوړ وي په دې صورت کې به مطلوبو موخو یعنې د سوداګرۍ د بیلانس توازن او د صادراتو زیاتوالی ته لار هواره شي. له بله اړخه د اقتصادي پرمختګ او د صادراتو د زیاتوالي په موخه د نوموړې پالیسۍ عملي کول شاید په دې اړوند د هیوادونو تر مینځ سیالي رامینځ ته کړي او ډیری هیوادونه په متقابل ډول د خپلو پیسو ارزښتونه د نورو اسعارو په مقابل کې راکم کړي چې د یو هیواد د devaluation په پالیسۍ به منفي اغیز ولري او پایلې یې شاید سرچپه را وخیژي.
مخکي مو وویل چي ډیری هیوادونه په راکړه ورکړه کې له خپلو ځانګړو کرنسيانو څخه کار اخلي، خو د دې تر څنګ ځینې داسې هیوادونه هم شته چې د یو بل هیواد کرنسي د خپلې چلښت وړ کرنسۍ په توګه مني او یا هم یو څو هیوادونه سره یو ځای کیږي او په ګډه سره د یوې کرنسۍ څخه استفاده کوي. دا چې یو هیواد په خپلو کورنیو او بهرنیو راکړو ورکړو کې د یو بل هیواد غښتلې او ټول منلې کرنسي کاروي د ډالرایزیشن Dollarization په نوم یادیږي. له بله اړخه کله چې یو څو هیوادونه په ګډه سره په خپلو منځونو کې د یوې ځانګړې کرنسۍ په چلند موافقه کوي د اسعاري اتحادیې یا Currency Union په نوم یادیږي چې ښه بیلګه یې د ځینو اروپایې هیوادونو تر مینځ د یورو پر شریکې کرنسۍ توافق دی چې وروسته به پرې خبرې وکړو.
ډالرایزیشن ډیری وختونه په مخ پر ودې او هغه هیوادونو کې چې بشپړه ازادي و نه لري او یا هم تازه خپلواکه شوې وي صورت نیسي. غیر رسمي ډالرایزیشن خو نزدې د نړۍ په هر هیواد کې شتون لري. غیر رسمي ډالرایزیشن په دې مانا چې د یو هیواد د کورنۍ کرنسۍ د چاپ او چلښت تر څنګ ځینې راکړې ورکړې په بهرنیو اسعارو تر سره کیږي. رسمي ډالرایزیشن بیا هغه حالت ته ویل کیږي کله چې بهرنۍ کرنسي په رسمي ډول د یو هیواد د قانوني کرنسۍ په توګه ومنل شي او ټولې راکړې ورکړې لکه د قرضونو او مزدونو تادیه، خرڅلاو، مالیه او نور ټول تادیات د همدغه بیروني کرنسۍ په وسیله تر سره شي. دا په یاد لرئ چې د ډالرایزیشن څخه وروسته خپلې کورنۍ کرنسي ته بیرته ګرځیدل یا د هغې بیا رواجول ستونزمن کار دی؛ له همدې امله ډیری هیوادونه دغه کار ته زړه نه ښه کوي. ډالرایزیشن ګټې او زیانونه دواړه لري چې دلته یې د هر یو څخه یادونه کوو.
ګټې: نوې کرنسي د اقتصادي ثبات سره مرسته کوي او د اقتصادي ثبات په پایله کې بهرنۍ پانګونه را جذبیږي. د خپلې کرنسۍ په توګه د یوې بهرنۍ منل شوې کرنسۍ ټاکل د انفلاسیون مخنیوي کوي، همدارنګه د تبادلې لګښتونه او د devaluation زیانونه له مینځه ځي.
تاوان او زیانونه: د ډالرایزیشن یا د خپلې کرنسۍ د نه شتون په حالت کې په یو هیواد کې د مرکزي بانک اړتیا نه وي، کله چې مرکزي بانک شتون ونه لري نو طبعي ده چې هلته به ځانګړې پولي پالیسي ګانې هم و نه اوسي تر څو د اړتیا پر وخت له اقتصادي نظم سره مرسته وکړي. په دې صورت کې به یو هیواد د اسعارو د حق الضرب یا seigniorage له ګټې محروم وي. حق الضرب د یوې کرنسۍ د ارزښت او د هغه په نشر باندې د راغلي لګښت تر مینځ تفاوت ته ویل کیږي، که نوموړی تفاوت مثبت وي نو دا د یو هیواد د اقتصاد په ګټه او که منفي وي نو په زیان یې تمامیږي. که دغه توپیر مثبت وي نو ورڅخه لاس ته راغلی عاید یې دولتونه د خپلو بیلابیلو لګښتونو د تمویل په موخه کاروي، د بیلګې په ډول که د سلو افغانیو د یو نوټ پر چاپ او نشر پنځه افغانۍ لګښت راځي نو حق الضرب seigniorage یي له 95 څخه عبار دی یعنې: 100-5=95 . د بهرنۍ کرنسۍ د چلښت په صورت کې د حق الضرب نوموړې ګټه هم بهرني هیواد ته رسیږي. د دې تر څنګ په بهرنۍ کرنسۍ پورې تړلتیا د ژوند په ټولو چارو کې یو هیواد د پردیو پورې تړي او د خپلې کرنسۍ د نه شتون په صورت کې وګړي د محرومۍ او د خپلې بې هویتۍ احساس کوي.
په لومړي ځل د پاناما هیواد په ۱۹۰۴ زیږدیز کال کې امریکایي ډالر د خپلې کرنسۍ په ډول وټاکه، دا چاره د پانامې هیواد د اقتصاد په غوړیدا او پرمختګ تمامه شوه.کله چې ایکوادور له سخت اقتصادي بحران او انفلاسیون سره مخ شو نو نوموړي هیواد هم په دوه زرم زیږدیز کال کې امریکایې ډالر د خپلې کرنسۍ په توګه ومنلو چې دغه کار د نوموړي هیواد د اقتصادي ښه والي سره څه نا څه مرسته وکړه. دا چې د السلوادرو هیواد ټولې راکړې ورکړې د امریکا د متحده ایالاتو سره تر سره کیدې او د السلوادور هغه کارګر چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په کار بوخت وو خپل مزدونه په ډالرو اخیستل ځکه خو نوموړي هیواد هم په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ډالر د خپل کرنسۍ په حیث ومانه.
مخکې مو وویل چې د ډالرایزیشن پروسه ډیری وختونه په هغه هیوادونو کې چې نوې خپلواک شوي وي عملي کیږي ځکه چې نوموړې هیوادونه تر خپلواک کیدو وروسته سمدلاسه او په بیړني ډول خپله کرنسي نشي رامینځ ته کولای او د دغه ستونزې د حل په موخه باید د یو بهرني هیواد د کرنسۍ څخه استفاده وکړي. د نوموړو هیوادونو ښه بیلګه ختیځ تیمور دی چې تر اوږدې مبارزې وروسته یې په ۲۰۰۲ کال کې د اندونیزیا څخه خپلواکي واخیسته. ختیځ تیمور په دې موخه چې بهرنۍ پولي مرستې او پانګونه په اسانۍ سره را جلب کړي ډالر د خپلې کرنسۍ په توګه وټاکلو. په ۲۰۰۹ کال کې کله چې زمبابیا د نړۍ په بدترین انفلاسیون اخته وه نو د دغه ناورین څخه د راوتلو لپاره یې خپله کرنسي یعنې زمبابوي ډالر ختم کړو او پر ځای یې امریکایي ډالر، انګلیسي پونډ، د جنوبي افریقا رینډ او نور د خپلې کرنسۍ په توګه وټاکل تر څو په وسیله یې انفلاسیوني بحران ختم او تر هغه وروسته بیرته خپله کرنسي په دوران کې واچوي.
د ډالرایزیشن په لړ کې ډیری هیوادونه د امریکایي ډالر پرته د ځینو نورو هیوادونو کرنسیانې هم کاروي د بیلګې په ډول د پسیفیک درې کوچني هیوادونه کیریباټی، ټیوالو او نیرو د آسترالیایي ډالر څخه، نیمیبیا، سوازیلینډ او لوسوتو د خپلو رسمي کرنسیانو تر څنګ د جنوبی افریقا د رینډ څخه استفاده کوي. همدارنګه هندي روپۍ په بوتان او نیپال کې په پراخه پیمانه د چلښت وړ ده.
د هیوادونو تر مینځ د کرنسۍ د یو والي بله بڼه ګډه کرنسي یا Currency Union دی. ګډه کرنسي یا اسعاري اتحادیه د څو هیوادونو ټولګه وي چې په ګډه سره په خپلو منځونو کې د راکړې ورکړې لپاره مشترکه کرنسي کاروي. د کرنسۍ د دا ډول یو والي موخه او ګټه دا ده چې د هیوادونو تر مینځ د اسعارو د بدلولو اړتیا له مینځه وړي او د اقتصادي نزدیوالي او انضمام Economic Integration سره مرسته کوي. د مشترکې کرنسۍ لرونکو هیوادونو تر مینځ سوداګریزې چارې په اسانۍ سره پر مخ وړل کیږي دا ځکه چې د هغوی د راکړو ورکړو او معاملاتو ارزښت د یوې مشترکې کرنسۍ په وسیله قیمت ګذاري کیږي. د اسعاري اتحادیو څخه تر ټولو مشهور یې د ځینو اروپایې هیوادونو تر مینځ د یورو ګډ پولي واحد دی چې د دغه پولي واحد کاروونکي هیوادونه د یورو زون Eurozone په نوم یادیږي. هغه هیوادونه چې د یورو په زون کې سره را غونډ شوي د پرتګال، سلواک، نیدر لینډ، یونان، ایرلینډ، بلجیم، هسپانیه، ایټالیا،جرمني، فرانسې، فنلینډ، مالتا، لوکزامبورګ، فنلینډ، استریا، استونیا، او سلووینیا څخه عبارت دي. د دغه زون لپاره د پولي ثبات د پالیسیو جوړول د اروپا د مرکزي بانک European Central Bank (ECB) له لوري اداره کیږي. یورو زون چې په ۱۹۹۹ کال کې تاسیس شوی، مشترکه کرنسی یعنې یورو یې د نوموړې اتحادیې له ګډونوالو هیوادونو پرته په ډیری نورو هیوادونو کې هم کارول کیږي. دا هغه هیوادونه دي چې د خپلې رسمي کرنسۍ د کارولو تر څنګ یې د یورو د کارولو په موخه د نوموړې زون د چارواکو سره هم قرار داد کړی وي. نوموړې هیوادونه د یورو د نشر او چاپ حق نه لري ځکه نوموړې حق یوازې د هغه هیوادونو لپاره وي چې د یورو غړیتوب ولري.
د اسعارو بله اتحادیه د ختیځ کارابین ډالري اتحادیه ده. نوموړی ډالر په ۱۹۶۵ کال کې معرفی شو او د نړۍ شپږ هیوادونه ترې ګډه استفاده کوي. همدارنګه په ۱۹۴۰ میلادي کال کې فرانسې په افریقا کې د خپلو څوارلسو مستعمره هیوادونو لپاره ګډه کرنسي رامینځ ته کړه چې تر اوسه ترې نوموړې هیوادونه په راکړه ورکړه کې کار اخلي. دغه ګډه کرنسي د فرانسې د مرکزي خزانې څخه اداره کیږي او د همدوی له لوری ورته د یورو سره د تبادلې ثابت نرخ ټاکل شوی. دغه چارې د نوموړو مخ پر ودې هیوادونو د اقتصادي پرمختګ او هلته د پړسوب یا انفلاسیون د مخنیوي سره ډیره مرسته کړې. همدارنګه د نوموړو هیوادونو طبیعي منابع هم له همدې امله په ډیرې اسانۍ سره بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
د اسعارو بازار: د اسعارو بازار هغه ځای ته ویل کیږي چیرته چې بیلابیل اسعار اخیستل او خرڅول کیږي، نوموړي بازار ته د بهرنیو اسعارو د تبادلې یا Foreign Exchange بازار هم وایي چې په لنډ ډول یې Forex بولي.په دغه بازار کې بیلابیل اسعار د بهرنۍ سوداګرۍ یا د بهرنیو توکو د رانیولو په موخه یو د بل سره تبادله کیږي. د دې تر څنګ د اسعارو په پیر او پلور کې وګړي او دولتونه نورې موخې هم لري چې په خپل وار به پرې خبرې وکړو. د نورو هیوادونو د اسعارو له مخې د یو هیواد د کرنسۍ بیه او قیمت هم په همدغه بازار کې د ازاد بازار د اقتصاد د اصولو له مخې د هغوی د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. د یو هیواد د پیسو مقدار یا د هغه پیسو مقدار چې په اقتصادي جریان کې غورځول شوي وي هم د نوموړې هیواد د پیسو په ارزښت او د نورو اسعارو له مخې د هغوی په قیمت اغیز لري. که د بیلګې په ډول د الف او ب په نومونو دوه هیوادونه په نظر کې ونیسو چې د الف هیواد د کرنسۍ مقدار په ب هیواد کې د چلیدونکې کرنسۍ دوه چنده وي نو ښکاره خبره ده چې د ب هیواد د کرنسۍ یو واحد به د الف هیواد د کرنسۍ د دوو واحدونو د رانیولو ځواک ولري. اوس که موخه مو د ب هیواد په مقابل کې د الف هیواد د کرنسۍ د تبادلې د نرخ لوړول وي نو باید د نوموړې هیواد په اقتصادي دوران کې د اچول شوو پیسو مقدار راکم کړل شي.
دولتونه د نورو په مقابل کې د خپلو اسعارو د تبادلې لپاره د تبادلې د نرخ د لاندې ډولونو څخه استفاده کوي:
د تبادلې بدلیدونکی نرخ: د تبادلې بدلیدونکی نرخ په دې مانا چې د نورو په مقابل کې د کرنسۍ د تبادلې د نرخ ټاکل د بهرنیو اسعارو بازار ته پریښودل کیږي تر څو هلته د عرضې او تقاضا د قواوو د برخورد په پایله کې نوموړی نرخ وټاکل شي. دلته دولتونه د خپلو اسعارو د تبادلې د نرخ د بدلون او یا په هغه کې د تغیر راوستلو سره کومه دلچسپي نه لري او د بازار له لوري ټاکل شوی نرخ د خپل ځان او د نړیوال تجارت په خیر او ګټه ګڼي او په کومو حالاتو کې چې دغه چاره د یو هیواد په ګټه نه وي او یا په بهرنۍ سوداګرۍ کې د نا انډولۍ لامل کیږي نو بیا نوموړې هیوادونه د ګمرکي تعرفو، سهمیو او د نورو پالیسیو په عملي کولو سره دغه ستونزه حلوي.
د تبادلې ثابت نرخ: د تبادلې ثابت نرخ په دې مانا چې د خارجې اسعارو سره د کورنیو پیسو د تبادلې لپاره یو ثابت نرخ ټاکل کیږي. د بیلګې په ډول د افغانیو سره د یو ډالر د تبادلې نرخ د ۵۲ او ۵۶ افغانسو تر مینځ ټاکل کیږي. کله چې د افغانیو او ډالرو د تبادلې نرخ د دغه ټاکل شوي حدودو څخه کم او یا زیاتیږي نو چارواکي د بیلابیلو لارو د دغه کار مخنیوی کوي او د تبادلې نرخ بیرته خپل اصلي حالت ته راولي.
د تبادلي ګډ یا مشترک نرخ: د تبادلې دا ډول نر خ د ثابت او بدلیدونکې یا flexible نرخ ګډوله ده چې د تبادلې کنټرول شوی نرخ هم ورته وایي. د نوموړې نرخ له مخې د اسعارو د تبادلې نرخ د عرضې او تقاضا له مخې ازاد پریښودل کیږي خو د اړتیا پر مهال پکې د دولت له لوري مداخله کیږي او د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ د بازار د عملیاتو له لارې مطلوبې کچې ته راوړل کیږي. نن سبا د نړۍ ډیری هیوادونه په خپلو اقتصادي پالیسیو کې د تبادلې د همدغه نرخ څخه کار اخلي ځکه د هغوی په اند تر ډیره بریده د بازار ځواکونو ته د اقتصادي چارو پریښودل د یوې ټولنې په ګټه وي خو کله چې دا چاره د یوې ټولنې په زیان تمامیږي او د تبادلې نرخ ډیر لوړ او یا هم ډیر زیات ټیټیږي نو بیا چارواکي د نوموړې کار د مخنیوي په موخه د تبادلې د نرخ د کابو کولو لپاره بیلابیل ګامونه اخلي.
اقتصاد پوهانو د تبادلې د نرخ د دغه ټولو ډولونو ښیګڼې او زیانونه په ګوته کړي دي. د تبادلې ثابت نرخ؛ د اسعارو اړوند د سوداګرو او نورو وګړو د راتلونکې احتمالي زیانونو په هکله ویره له مینځه وړي چې په دې صورت کې هغوی په بهرنیو تادیاتو کې له کومې ویرې پرته په ډاډه زړه خپل هر ډول کاروبار پر مخ وړلای شي اوله بله اړخه دغه چاره د نړیوالې سوداګرۍ په پرمختګ کې هم اغیزمنه ثابتیږي. د تبادلې پر ثابت نرخ د ځینو نیوکه دا ده چې نوموړی سیستم زوړ او پخوانی دی چې له امله یې شاید د یو هیواد د کرنسۍ ارزښت له خپل اصلي ارزښت او یا له هغه ارزښت څخه چې په ازاد بازار کې ورته ټاکل کیږي کم او یا هم زیات وټاکل شي چې په دې صورت کې د یو هیواد په اقتصاد او د تادیاتو په بیلانس کې نا انډولي رامینځ ته کیږي او دغه نا انډولي بیا د یوې ټولنې په خیر او ګټه نه وي.
د تبادلې بدلیدونکی نرخ هم ځینې ګټې او زیانونه لري؛ د نوموړې نرخ ګټه دا ده چې د پولي نظام تنظیموونکې چارواکي د خپلو پیسو د نرخ د ثابت ساتلو لپاره د بهرنیو اسعارو زیرمو ته اړتیا نه لري. همدارنګه نوموړې چارواکي په اړونده چارو کې خپلواک دي چې څه ډول د پیسو د تنظیم پالیسي ګانې جوړې او عملي کوي. د تبادلې د نرخ نوموړی سیستم بهرنۍ ازادې سوداګرۍ ته لار هواروي او د همدغه سیستم له لارې په بازار کې د یوې کرنسۍ کمبود او یا هم ډیروالی د بازار د قوانینو له مخې په خپلسري ډول له مینځه ځي او نوموړې ستونزه حل کیږي. د پورته یادو شوو ګټو تر څنګ د تبادلې نوموړی سیستم ځینې زیانونه هم لري. د تبادلې بدلیدونکې یا متغیر نرخ د کرنسۍ د نرخ د غورځیدلو او لوړیدلو له امله د سوداګرو او کاروباریانو راتلونکې ګټه له ګواښ سره مخامخ کوي. دغه چاره سوداګر زړه ماتې کوي، له کاروبار او بهرنۍ سوداګرۍ لاس اخلي او له امله یې د بهرنۍ سوداګرۍ حجم کمیږي. کله چې د کرنسۍ د تبادلې په نرخ کې نوسانات زیات وي نو دغه کار هغه صنعتونه هم زیانمنوي چې نورو هیوادونو ته خپل تولیدات صادروي.
په دا وروستیو کې د ډالر او ځینو نورو خارجي اسعارو په مقابل کې په بیسارې ډول د افغانۍ نرخ را پریوتی. مرکزي بانک چې د افغانۍ د ثبات لپاره کومې لارې چارې په کار اچوي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالر په مقابل کې د افغانۍ په ثبات کې اغیزمنې نه دي ثابتې شوي. مرکزي بانک د ازار بازار له لارې بازار ته ډالر وړاندې کوي او په وسیله یې د بازار څخه افغانۍ رانیسي، دا چاره د ډیرې لنډې مودې لپاره د ډالر په مقابل کې د افغانۍ راښکته کیدونکی ارزښت ثابت ساتي خو وروسته بیا چې کله مرکزي بانک هره ورځ بازار ته ډالر پمپ نه کړي د افغانۍ ارزښت په چټکۍ سره رالویږي. دلته ستونزه په دې کې ده چې د مرکزي بانک له لوري د اسعارو بازار ته پمپ شوي ډالر په ډیرې تیزۍ سره له دوران څخه ووځي ځکه دلته ټول وګړي د راتلونکو زیانونو له امله چې د افغانۍ د ارزښت د رالویدو له امله یې محسوسوي خپلې شته افغانۍ ډالرو ته بدلوي، نوموړې ډالر بیا بیرته په اقتصادي دوران کې نه اچول کیږي او د وګړو له لوري بهر ته لیږدول کیږي.
د افغانۍ د ارزښت د رالویدو یو بل لامل هم د خپلې ملي کرنسۍ پرته په پردیو اسعارو پېر او پلور دی. په غالب ګمان د افغانستان د تدارکاتو په قانون کې هم داسې کومه ماده نشته چې د تدارکاتو کرنسي باید خامخا افغانۍ وي. دلته ډیری بهرني موسسات او سازمانونه د خپلې اړتیا وړ توکې په ډالرو اخلي، چې افغانۍ ته د تقاضا او په پایله کې د افغانۍ د ارزښت د لوړیدلو په موخه باید د نوموړې کار مخه ونیول شي
د بیلګې په ډول که د ننګرهار ولایت د اقتصادي راکړو ورکړو او معاملاتو ارزښت د پیسو په وسیله وسنجول شي نو په یو ورځ کې شاید ملیونونو افغانیو ته ورسیږي خو له بده مرغه چې نوموړې ټولې راکړې ورکړې د ګاونډي هیواد په کرنسۍ کلدارې سرته رسیږي چې د کلدارې په مقابل کې یې د افغانۍ ارزښت راټیټ کړی. که چیرته همدغه راکړې ورکړې د افغانیو په وسیله تر سره شي نو ملیونونو افغانیو ته به نوې تقاضا وزیږي او په پایله کې به یې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت لوړ شي. عام خلک هم باید خپلې ملي کرنسۍ ته په درناوي چې زمونږ د هویت برخه ده د بهرنیو اسعارو د کارولو څخه لاس واخلي او دولت هم باید په راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د چلښت مخنیوی وکړ ي او سرغړوونکي باید سخت مجازات کړي.