په تیر پسې
لیکنه: نصیر کوټوال
عرضه (Supply)
لکه څنګه چې مو مخکې وویل مارکیټ دوه اړخه لري چې د تقاضا او عرضې یا supply څخه عبارت دي په تقاضا مو مخکې خبرې کړي دلته غواړو د مارکیټ په دوهمې خوا یا عرضې یو څه بحث وکړو.
که د بازار یا مارکیټ اړیکو ته ځیر شو، لیدل کیږي چې د مارکیټ دواړه لوري تولیدوونکي او مصرف کوونکي د خپلو ګټو زیاتوالی او خوندیتوب په پام کې نیسي. تولیدوونکی باید د ګټې دلاس ته راوړلو په منظور بازار ته خپل تولید عرضه کړي چې د تولیدوونکې له لوري همدا د تولید وړاندې کول یا د بازار عرضه په لاندې ډول تعریفوو:
عرضه د تولیداتو هغه مقدار دی چې یوه تولیدي اداره یې د بیلابیلو قیمتونو له مخې په یوه ټاکلي دوره کې بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کوي.
څرنګه چې عرضه کوونکی غواړي زیاته ګټه لاس ته راوړي له همدې امله د لوړ قیمت په حالت کې د مولد عرضه زیاته او په ټیټ قیمت کې یې عرضه کمیږي چې د کالیو دعرضې او د هغوی د قیمت تر مینځ نوموړی مستقیم تړاو او رابطه د عرضې د قانون supply law په نوم یادیږي. د عرضې د نوموړي قانون پر بنسټ د یو تولیدي شرکت د عرضې (البته دلته د غوښې عرضه په نظر کې نیول شوې) جدول په لاندې ډول راکړل شوی داسې چې د قیمت په ټیټیدو سره پکې د عرضې مقدار کمیږي او په لوړیدو سره یې دا چاره باالعکس ده.
پورتنی جدول د عرضې د جدول یا Supply Schedule په نوم یادیږي.
د عرضې منحنی یا کرښه Supply Curve :
د عرضې منحنی د یو تولیدي واحد د تولیداتو د خرڅلاو د مقدار او د هغه لپاره د بیلابیلو قیمتونو ترمینځ اړیکي او تړاو په ګرافیکی بڼه ښایي. څرنګه چې یوازیني عامل چې د عرضې په مقدار مستقیم اغیز لري د قیمت څخه عبارت دی نو د قیمت نوموړی اغیز او بدلون او له امله یې په عرضې کې بدلونونه په همدې منحني باندې د حرکت له مخې ښودل کیږي. د بیلګې په ډول که د پورتني جدول نقطې د وضعیه کمیاتو په محور کې کیږدو، له سره تړلو څخه یې د عرضې منحني لاس ته راځي او د نوموړي منحنی هره نقطه په یوه ټاکلي قیمت کې د عرضې مقدار ښایي. په لاندې ګراف کې عرضه یا سپلای د S توري په وسیله ښودل شوې.
که د پسه د یو کیلو غوښې قیمت د 250 نه 300 ته لوړ شي نو د عرضې مقدار د C نه D ته لوړیږي او همدارنګه د نوموړې منحنی پر مخ د حرکت څخه په یو ټاکلي قیمت کې د عرضې یو ټاکلی مقدار لاس ته راځي. د عرضې د منحني میل مثبت او پورته ښي لوري ته دی ځکه چې د قیمت په زیاتیدو سره عرضه زیاته او په کمیدو سره یې عرضه کمیږي.
د مارکیټ عرضه Market Supply :
د یو مارکیټ عرضه په مارکیټ کې د شاملو ټولو عرضه کوونکو د عرضو د مجموعي څخه عبارت ده. که د A, B او C او داسې نور عرضه کوونکې ولرو نو:
Market Supply = SA+SB+SC+………. +SN
د مارکیټ د عرضې د ښه روښانه کولو لپاره د همدغو A, B او C په نومونو د دریو تولیدي شرکتونو عرضه د بیلګې په ډول په نظر کې نیسوچې د نوموړو شرکتونو عرضه په بیلابیلو قیمتونو مثلاً 250 او 400 کې په نظر کې نیول شوې. د دغه دوو قیمتونو لپاره د یاد شوي هر یو تولیدي واحد د عرضې منحنی او مقدار په بیل بیل ډول په لاندې شکل کې ښایو:
اوس دوه سوه پنځوس او څلور سوه په قیمتونو کې د بازار عرضه د پورتنیو درې سره تولیدي واحدونو د عرضې د مقدارونو د مجموعي څخه په لاندې توګه لاس ته راوړو:
د پورتني جدول په نظر کې نیولو سره د مارکیټ د عرضې ګراف په لاندې ډول رسمولی شو:
په عرضه کې بدلون
لکه د تقاضا په څیر په عرضه کې هم دوه ډوله تغیرات او بدلونونه رامینځ ته کیږي چې یو د عرضې په مقدار کې تغیر یا بدلون او بل په ټوله عرضه کې اوښتون دی. د نوموړو دوه ډوله بدلونونو توپیرونه باید وپیژندل شي.
د عرضې په مقدار کې تغیرات یوازې په قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي او دغه تغیرات مونږ مخکې د عرضې په کرښه د حرکت له مخې مطالعه کړل چې د قیمت په زیاتیدو عرضه هم زیاته او په کمیدو سره یې کمیږي. خو دا په داسې حال کې چې د عرضې نور عوامل چې وروسته ترې یادونه کوو ثابت Cetris Paribus په نظر کې نیول شوي وي.
دوهم ډول بدلون د عرضې بدلیدل او اوښتون یا شیفټ shift دی چې د لاندنیو عواملو څخه په یو کې د تغیراتو له امله رامینځ ته کیږي:
۱ – د تولیدي ټیکنالوجۍ تغیرات
۲ – د تولید د عواملو یا منابعو قیمتونه
۳ – د نورو توکو قیمتونه
۴ – د راتلونکې لپاره د مولدینو او عرضه کوونکو امیدونه
۵ – د عرضه کوونکې تصدۍ موخې او مقاصد چې ایا غواړي د کالیو د عرضې له مخې ګټه لاس ته راوړي او کنه څه نورې موخې هم لري.
۶ – په بازار یا همدغه ځانګړي صنعت کې د نورو تولیدوونکو شمیر او تعدد
که د قیمت څخه پرته په پورتنیو یادو شوو عواملو کې بدلون زیاتوالی او یا کموالی رامینځ ته شي نو له امله یې عرضه هم زیاتوالی او کموالی کوي چې د زیاتوالي په وخت کې د عرضې منحنی ښي لوري او د کموالي په صورت کې کیڼ لوري ته انتقال یا شیفټ کیږي. لکه په لاندې ګراف کې چې د عرضې کرښه (S) د زیاتوالي په صورت کې (S1) او د کموالي په صورت کې د (S2) موقعیت ته اوښتې ده.
په پای کې په لنډیز سره وایو چې:
- د یو جنس په قیمت کې تغیرات د هغه د عرضې په مقدار کې د تغیراتو سبب ګرځي چې د عرضې په منحنی باندې د حرکت له مخې لاس ته راځي.
- د عواملو په قیمت، د نورو کالیو په قیمت، ټیکنالوجۍ، امیدونو او نورو کې تغیرات د عرضې د کرښې د انتقال یا شیفټ لامل کیږي.
متوازن قیمت یا د بازار توازن
Market Equilibrium
تر اوسه مو د یو وګړي تقاضا، د مارکیټ تقاضا، د یو فرم یا تولیدي واحد عرضه، د ټول مارکیټ عرضه او هغه عوامل چې په تقاضا او عرضه کې د بدلون لامل کیږي مطالعه کړل. په دې برخه کې دې پوښتنې ته ځواب وایو چې زمونږ د بیلګې پر بنسټ د پسه د یو کیلو غوښې قیمت او یا د بازار د بل هر توکي بیه څه ډول ټاکل کیږي؟ د مارکیټ دوه ګوني ځواکونه تقاضا او عرضه د یو توکي لپاره د مارکیټ د متوازن قیمت د ټاکلو لپاره څه ډول عمل کوي؟ خو تر هر څه له مخه غواړو متوازن قیمت وپیژنو.
متوازن قیمت د هغه قیمت څخه عبارت دی چې د تقاضا مقدار پکې د عرضې د مقدار سره مساوي وي یعنې:
Quantity Demanded (Qd) = Quantity Supplied (Qs)
په یو رقابتی بازار کې دا ډول قیمت د عرضې او تقاضا د شریکو اغیزو له امله رامینځ ته کیدای شي. په لاندیني جدول کې 350 د بازار متوازن قیمت دی ځکه چې د عرضې او تقاضا مقدارونه پکې سره مساوي دي.
د پورتني جدول څخه په مشترک ډول د تقاضا او عرضې ګراف رسموو او ځینې هغه مسایل چې د عرضې او تقاضا له امله رامینځ ته کیږي تر څیړنې لاندې نیسو:
د ګراف هغه نقطه چې د تقاضا او عرضې منحني ګانې پکې یو بل قطع کوي د بازار د توازن د نقطې یا د متوازن قیمت څخه عبارت ده چې دلته د (E) توري په وسیله ښودل شوې. زمونږ په پورتني مثال کې نوموړې نقطه پنځه ده چې د تقاضا او عرضې مقدارونه پکې سره مساوي او ګرافونو یې پکښې سره قطعه کړیدي. که قیمت د توازن د حالت څخه کم یا زیات شي نو په یایله کې یې کمښت یا Shortage او زیاتوالی یا اضافه والی Surplus رامینځ ته کیږي.
Shortage: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې د مقدار څخه د تقاضا مقدار زیات شي یعنې
Qd > Qs
Surplus یا excess supply: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې مقدار د تقاضا د مقدار څخه زیات شي.
کمښت او زیاتوالی د بازار هغه دوه حالتونه دي چې په متوازن قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي. د ښه روښانتیا په موخه فرض کړئ چې د پسه د في کیلو غوښې قیمت د یو وخت لپاره 250 ته رالویږي. نوموړی هغه قیمت دی چې د جدول له مخې پکې د یاد جنس تقاضا (9)ده په داسې حال کې چې د غوښې عرضه کوونکي په دې قیمت کې یوازې دوه واحده (کیلو) عرضه کوي ځکه خو دلته د 9 او دوو 2 تر مینځ د تفاوت(9 -2 = 7) یعنې اوو 7 په اندازه اضافي تقاضا رامینځ ته کیږي.
همدارنګه که قیمت د 350 څخه لوړ د بیلګې په ډول 450 ته لوړ شي نو د جدول له مخې مارکیټ 9 کیلو غوښه عرضه کوي په داسې حال کې چې مصرف کوونکي په دغه قیمت کې یوازې یو کیلو غوښې ته تقاضا لري او د اته کیلو په اندازه اضافي عرضه یا excess supply او یا هم Surplus رامینځ ته کیږي.
د بازار دا ډول عدم توازن تل دوام نه کوي او د بازار دواړه اړخونه یو وخت یو ځل بیا د تعادل نقطې ته رسیږي. که قیمت د تعادل د قیمت 350 څخه ټیټ شي نو اضافه تقاضا یا excess demand رامینځ ته کیږي. څرنګه چې د مولدینو عرضه نسبت تقاضا ته کمه ده نوطبیعي ده چې قیمتونه لوړيږي او د بازار دواړه خواوې عرضه او تقاضا یو ځل بیا د بازار د تعادل یوې بلې نقطې 300 ته رسیږي.
ادامه لري....
د سرچینې له یادولو پرته یې کاپي کول مجاز نه دي.