تقاضا، عرضه او د بازار توازن
Demand, Supply and Market Equilibrium
لیکنه: نصیر کوټوال
داسې ورځ به نه وي چې په بازار کې د توکو یا کالیو د قیمتونو د لوړیدو او ټیټیدو په هکله خبرونه وا نه ورو. خو آیا په بازار یا مارکیټ کې د قیمتونو د ټاکلو له میکانیزم او هغه قواوو څخه چې نوموړي قیمتونه ټاکي خبریاست؟ د ازاد بازار په اقتصادي سیستم کې د قیمتونه ټاکنه د نوموړي بازار د دوو لوریو عرضې او تقاضا په وسیله ټاکل کیږي.
په دغه بحث کې به په همدې موضوع غږیږو چې په ازاد بازار کې قیمتونه څه ډول ټاکل کیږي خو دا چې خبره د بازار یا مارکیټ راغله چې نوم به یې ټولو اوریدلی وي او ورسره به اشنا یاست، خو بیا هم دلته یې د لا روښانتیا او پیژندلو لپاره یو څو لنډې خبرې کوو.
مارکیټ هغه ځای دی چې د اخیستونکي او خرڅوونکې ترمینځ د اجناسو او خدماتو راکړه ورکړه پکې صورت نیسي. نن سبا د مارکیټ د رامینځ ته کیدو لپاره فزیکي شتون شرط نه دی او مارکیټ د یو ځانګړي توکې د اخیستونکو او خرڅوونکو د ټولګې یا ګروپ د رامینځ ته کیدو او د دوی تر مینځ د معاملې د تر سره کیدو په مانا دی. اړینه نه ده چې دا معامله یا راکړه ورکړه دې لاس په لاس او د یو ځانګړي موقعیت پورې تړلې وي بلکې کیدای شي نوموړې راکړه ورکړه د نړیجال یا انټرنیټ او یا هم د تلیفون له لارې صورت ونیسي.
د مارکیټ د رامینځ ته کیدو او فعال پاتې کیدلو لپاره دازاد بازار د اقتصاد د دوو محرکو ځواکونو عرضې او تقاضا شتون اړین دی چې د دغه دواړه قواوو په وسیله د بازار دریم عامل یا قیمت price ټاکل کیږي. دا چې تقاضا او عرضه څه شی دی، په بازار کې د قیمت د ټاکلو په لړ کې څه ډول عمل کوي، د بازار د توازن یا د عرضې او تقاضا د برابرۍ نقطه څه ډول رامینځ ته کیږي، مجموعی تقاضا او عرضه څه ډول محاسبه کیږي او داسې نورې پوښتنې به مو د نوموړي بحث تر پایه په بشپړ ډول ځواب شي.
تقاضا Demand :
په عامیانه ژبه کې مونږ تقاضا د غوښتنې او خواهش په مانا کاروو خو د اقتصاد له پلوه د بازار تقاضا د نوموړي مفهوم څخه له یوې مخې بدله ده. دلته د تقاضا څخه موخه د یو جنس لپاره د غوښتنې سره سره د هغه د اخیستلو توان هم باید موجود وي. خبره به لږه ریاضیکی کړو:
دا خیستلو یا رانیول توان+غوښتنه = تقاضا
Demand = Desire + purchasing power
اوس نو تقاضا په لاندې ډول تعریفوو:
تقاضا د هغه مقدار اجناسو څخه عبارت ده چې لګښت کوونکی یې په یو ټاکلي وخت او یو ټاکلي قیمت کې د اخیستلو غوښتنه او ځواک ولري.
په تعریف کې د موجودو قیمت او غوښتنې یا تقاضا ترمینځ یوه معکوسه رابطه او تړاو شتون لري. یعنې د جنس د قیمت په لوړیدو سره ورته تقاضا کمیږي او د قیمت په کمیدو سره یې تقاضا زیاتیږي. د قیمت او تقاضا نوموړی معکوس تړاو د تقاضا د قانون یا law of demand په نوم یادیږي او د تقاضا او قیمت د همدغه معکوسې رابطې یا د تقاضا د قانون له مخې د یو وګړي د تقاضا مقدار په یوه اونۍ کې د بیلګې په توګه د پسه د غوښې لپاره په لاندې جدول کې مطالعه کوو.
مونږ د پسه د غوښې د تقاضا لپاره پورتنی جدول تیار کړی خو د هر جنس د تقاضا او قیمت د سنجولو لپاره همداسې جدول جوړیږي چې د تقاضا د جدول یا demand schedule په نوم یادیږي.
د تقاضا منحنی Demand Curve :
که د تقاضا د جدول ارقام د وضعیه کمیاتو په مثبته ربع کې وضعه شي کومه کرښه چې لاس ته راځي د تقاضا د کرښې یا منحنی په نوم یادیږي. د نوموړې کرښې هره نقطه په یو ټاکلي قیمت کې د تقاضا ټاکلی مقدار ښایی داسې چې قیمتونه په عمودي یا Y محوراو د اجناسو مقدار په افقي یا X محور ښودل کیږي. که فکر وکړو د تقاضا د منحنی میل یا slope ښکته لوري ته دی، لامل یې هم دا دی چې مصرف کوونکی په ټیټ قیمت کې زیاتو اجناسو ته تقاضا لري.
په پورتنی شکل کې د D کرښه د پسه د غوښې لپاره د تقاضا کرښه ده. که قیمتونه په P1, P2, P3…. Pn او د تقاضا مقدار په Q1, Q2, Q3 …. وښایو نو په ټولیز ډول د هر توکي د تقاضا لپاره لاندې ګراف صدق کوي:
د تقاضا پورتنۍ کرښه یوازې د د یو تن تقاضا ښایی خو ښکاره خبره ده چې په بازار کې د یو توکي لپاره یو تقاضا کوونکی نه وي، اوس پوښتنه دا ده چې د بازار یا مارکیټ تقاضا څه ډول سنجول کیږي؟
د بازار تقاضا Market Demand:
د بازار تقاضا په بازار کې د ټولو مستهلکینو او مصرف کوونکو د تقاضاوو د مجموعي څخه لاس ته راځي. د بیلګې په ډول که مونږ فرض کړو چې مونږ د پسه د غوښې لپاره درې تقاضا لرونکې A, B اوC لرو نو په دې صورت کې:
Market Demand = DA+DB+DC
که نوموړي تقاضا کوونکي د 250 په قیمت هر یو A درې کیلو، B څلور کیلو او C شپږ کیلو د پسه غوښه د یوې اونۍ په دوران کې رانیسي نو د هغوی د تقاضاګانو د کرښو څخه د بازار د تقاضا کرښه یا منحنی په لاندې ډول لاس ته راځي:
د دې لپاره چې د بازار مجموعي تقاضا لاس ته راوړو نو د پورتنیو ټولو مصرف کوونکو د تقاضا مقدارونه جمع کوو:
Market Demand = DA+DB+DC= 3+4+6 = 13
اوس د پسه د غوښې لپاره د ټول مارکیټ د تقاضا د مقدار چې په یوه اونۍ کې دیارلس کیلو کیږي ګراف په لاندې ډول رسموو چې همدغه ګراف د پسه د غوښې لپاره په یوه اونۍ کې د ټول مارکیټ د تقاضا ګراف دی.
په تقاضا کې تغیرات:
د یو تن او د بشپړ بازار د تقاضا د پوهیدلو څخه وروسته غواړو په دې پوه شو چې کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون یعنې کموالي او زیاتوالي او یا د تقاضا د بشپړ اوښتون Shift لامل ګرځي .هغه عوامل چې د تقاضا د تغیراتو سبب ګرځي عبارت دي له
۱ – د جنس یا توکي قیمت: لکه څنګه چې د تقاضا قانون بیانوي د یو جنس قیمت د هغه د تقاضا په تغیراتو کې مهم او کلیدي رول لري
۲ – د نورو اړونده توکو په قیمتونو کې تغیرات: د جنس سره د متبادلو اجناسو په قیمتونو کې بدلونونه هم دغه جنس ته د تقاضا د بدلون لامل کیدای شي. د بیلګې په ډول که د چرګ یا د غوايي غوښه ډیره ارزانه شي نو کیدای شي د یو مصرف کوونکي تقاضا د پسه د غوښې لپاره یو څه را ولویږي او باالعکس که د چرګ د غوښې قیمت لوړ شي نو د پسه د غوښې لپاره په تقاضا کې زیاتوالی راځي.
هغه توکي چې د یو د قیمت په زیاتیدو سره د بل یو په تقاضا کې زیاتوالی راځي د متبادلو اجناسو یا Substitutes goods په نوم یادیږي چې بیلګه یې همدا پورته د پسه او چرګ غوښه او داسې نور کیدای شي.
۳ – د مصرف کوونکي په ذوق کې بدلون: د لګښت کوونکې د ذوق اوطبعې بدلون هم د یو جنس د تقاضا د مقدار د بدلون لامل کیږي په دا پورتني مثال کې د بیلګې په ډول که د مصرف کوونکي په ذوق کې د پسه د غوښې لپاره بدلون راشي او د اونۍ په دوران کې د پسه د غوښې پر ځای د خوراک لپاره یو بل څه وټاکي چې دا هم د یاد جنس ( د پسه غوښه) تقاضا راکموي او بالعکس یې د پسه د غوښې لپاره تقاضا زیاتوي. یادونه باید وکړم چې دلته مونږ د لګښت کوونکې د ذوق او یا هم ترجیح په اړه فیصله نه شو کولی ځکه دا د هغه د ذات پورې تړلې خبره ده چې د یو مصرف کوونکې د رواني ځانګړنو څخه سرچینه اخلي او ټاکل یې د اقتصاد د توان خبره نه ده.
۴ – د لګښت کوونکو په عاید کې بدلون: دا طبیعي خبره ده چې د عاید په زیاتیدو سره د وګړو تقاضا زیاتیږي او په کمیدو سره یې تقاضا کمیږي. ډیر عاید په دې مانا چې مونږ د توکو د رانیولو لپاره ډیره پانګه لرو ځکه خو د هغه کورنیو چې عاید یې لوړ وي تقاضا هم لوړه وي او د کم عاید لرونکو کورنیو تقاضا کمه وي.
۵ – د لګښت کوونکي امیدونه: د راتلونکې لپاره امیدونه هم د یو لګښت کوونکي د تقاضا د تغیر لامل کیږي. که مونږ په راتلونکي کې د ډیر عاید د لاس ته راوړلو چانس لرو نو د بیلابیلو توکو لپاره مو خپله موجوده تقاضا زیاتیږي او د همدغه لاس ته راتلونکي عاید په امید مو موجوده لګښتونه لوړیږي. دا خبره بیا د ثابت عاید لرونکو وګړو لپاره سرچپه ده، هغوی چې په راتلونکې کې د عاید د لوړیدو امید نه لري تقاضا یې بدلون نه کوي او حتی په ځینو مواردو کې یې تقاضا کمیږي هم.
پورتنی عوامل په تقاضا کې دوه ډوله بدلون رامینځ ته کوي:
لومړی - که د تقاضا د بدلون نور عوامل لکه د مصرف کوونکي عاید، ذوق، د هغه امیدونه او د نورو توکو قیمتونه ثابت په نظر کې ونیول شي او یوازې د تقاضا د بدلون کلیدي عامل یا قیمت بدلون وکړي نو د قیمت د بدلون له امله د تقاضا په مقدار کې تغیر رامینځ ته کیږي چې په لاندې بیلګې کې یې کتلای شئ که قیمت د ۲۰۰ څخه ۲۵۰ ته لوړ شي نو تقاضا د A د نقطي څخه B نقطې ته بدلون کوي چې په دې صورت کې د تقاضا د قانون له مخې د تقاضا مقدار د څلورو څخه دریو ته راښکته کیږي. تاسو یې په لاندې ګراف کې کتلای شئ.
یادونه: دا چې ځینې متحولین ثابت فرض کیږي او یوازې یو کلیدي متحول بدلون کوي د Cetris Pribus په نوم یادیږي. دا یوازې یوه فرضیه ده چې په عام ډول د اقتصادي مسایلو په تحلیل او ځینې نورو برخو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
دوهم – په تقاضا کې دوهم ډول بدلون د تقاضا اوښتون یا انتقال Shift دی چې د تقاضا د پاتې څلورو عواملو عاید، ذوق، امیدونو او د نورو توکو د قیمتونو څخه په یو کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي چې په ترڅ کې یې د تقاضا منحنی ښي یا کیڼ لوري ته انتقال مومي.
که د پورتنیو متحولینو څخه په ټولو یا یو کې کموالی راشي د تقاضا منحنی چپ لوري ته شیفټ او که پکې زیاتوالی راشي د تقاضا منحنی ښي لورې ته شیفټ یا انتقالیږي. دلته لومړی انتقال یعنې کیڼ لوري ته د تقاضا د منحني نقلیدل د یوتن او یا د ټول بازار د تقاضا کموالی او دوهم انتقال یا ښي لوري ته لیږدیدل یې د تقاضا زیاتوالی ښایي.
په پای کې لاندې څو ټکې په پام کې ونیسئ:
د وګړو د تقاضا منحنی ګانې یو ډول نه دي ځکه د وګړو عاید، ذوق، امیدونه او نور سره توپیر لري
د بازار د تقاضا منحنی هم ښکته خوا ته میل لري ځکه چې نوموړي منحنی د وګړو د تقاضا ګانو د منحنیاتو د ترکیب څخه لاس ته راغلي.
د پیریدونکو شمیر یا نفوس د مارکیټ تقاضا ټاکي چې په زیاتوالي یې د تقاضا مقدار زیات او په کمولي یې کمیږي.
همدرانګه د ځان د ارزیابۍ په موخه لاندې پوښتنې ځواب کړئ:
د تقاضا د منحنی میل ښکته خواته یا منفي دی، ولې؟
کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون لامل کیږي؟
تقاضا څه شی دی؟ آیا د اقتصادیانو تقاضا زمونږ د ورځنی ژوندانه د مانا څخه بیله ده؟
د تقاضا قانون څه شی دی؟
ادامه لري ...