د نیټورک فزیکي بڼه Network Topology
د نیټورک د تړاو آلات (کیبلونه او نیټورک پورټ) مو وپیژندل ، دا چې د نوموړو کیبلونو په وسیله د شبکې الات په کومه بڼه او شکل سره تړل کیږي زمونږ د دغه بحث موضوع ده. د نیټورک فزیکي بڼې او جوړښت ته Network Topology وایي او مونږ د شبکې د فزیکي بڼو څلور ډولونه لرو.
د Bus بڼه یا Bus Topology :
په دا ډول نیټورک کې ټول کمپیوټرونه یوازې د یو کیبل سره تړلې وي. د نیټورک دا بڼه چې Linear Bus په نامه هم یادیږي او د نیټورک تر ټولو ساده شکل دی چې یو وخت د کمپیوټرونو د تړلو یوه عامه لاره او میتود وو. خو دا لاره یو څه ستونزې او غلطیانې لري او هغه دا چې د کیبل د یوې برخې په غوڅیدو یا ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي. د نوموړي ټوپالوجۍ ټول کمپیوټرونه د کیبل د یو سیګمینټ په وسیله په یوه مستقیمه کرښه تړل کیږي تاسو یې په لانديني انځورکې کتلی شئ.په bus ټوپالوجۍ کې معلومات داسې لیږدول کیږي چې کله یو کمپیوټر اړ وي چې معلومات ولیږدوي، نوموړي معلومات په بیلو بیلو برخو تجزیه کوي چې د پیکیټ Packet په نامه یادیږي او د بریښنایی سیګنالونو په ډول یې لیږدوي داسې چې نوموړي سیګنالونه په ټول کیبل کې خوریږي او ټولو تړلیو کمپیوټرونو ته رسیږي خو ولې یوازې هغه کمپیوټر چې د لیږونکی کمپیوټر له لوري یې نوموړو معلوماتو ته ادرس ورکول شوی نوموړي معلومات اخلي او قبلوي یې.
په Bus بڼې کې په یو وخت کې یوازې یو کمپیوټر کولی شي معلومات ولیږدوي ځکه خو باید ټول کمپیوټرونه د نیټورک وخت سره شریک کړي. په همدې بنسټ که په دا ډول شبکه کې د کمپیوټرونو شمیر زیاتیږي د نیټورک فعالیت هم ورسره ورو کیږي او د دې لپاره چې تر څو یو کمپیوټر ته د معلوماتو د اخیستلو او لیږلو وار ور رسیږي باید ډیر انتظار وکړي.
په Bus نیټورک کې کله چې یو سیګنال لیږدول کیږي نو تر هغې چې نوموړی سیګنال د یو کمپیوټر له لوري ونه منل شي د نیټورک په کیبل کې ښکته او پورته ځي او راځي او نور کمپیوټرونه نشي کولای چې معلومات ولیږدوي چې دې حالت ته Signal Bounce وایي. د دې لپاره چې د نوموړي کار مخنیوی وشي نو ټول سیګنالونه باید د کیبل په پای کې له مینځه یوړل شي. په بس نیټورک کې نوموړې دنده د Terminator په نوم یوه آله سرته رسوي چې د کیبل د دواړو خواوو سره نښلول کیږي او په کیبل کې لیږدیدونکي سیګنالونه چې پای ته رسي هغوی جذبوي او کیبل د نورو سیګنالونو د لیږد لپاره پاکوي.
په Bus نیټورک کې کله چې کیبل په کومه برخه کې غوڅ شي نو سیګنالونه نه terminate یا نه جذبیږي او د سیګنالونو د یو سره څخه بل سر ته دوامداره تګ راتګ یا سیګنال بونس رامینځ ته کیږي او ټول نیټورک د فعالیت څخه لویږي
د بس نیټورک د پراختیا یا غزولو لپاره د کیبل بیلې بیلې برخې segments د BNC نښلوونکي په وسیله سره نښلول کیږي. دا چې بس بڼه یو څه ستونزې لري او یوازې د کیبل د یوې برخې په ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي ځکه خو د بس نیټورک ځای نن سبا سټار Star ټوپولوجۍ نیولی.
ستوري ډوله شبکه Star Topology :
د نیټورک په نورو بڼو کې د ستونزو له امله ستوري ډوله بڼه نن سبا د نیټورک د ډیرو کارول کیدونکو او تایید وړ ټوپولوجیو څخه ده.د نیټورک په دا ډول بڼه کې شامل کمپیوټرونه د یو ټوټه یا سیګمینټ کیبل په وسیله د یوې مرکزي آلې یا Hub سره تړلي وي، کله چې یو کمپیوټر معلومات لیږدوي نوموړي معلومات لومړی مرکزي هب ته ځي او له هغه ځایه په نیټورک کې ټولو شاملو کمپیوټرونو ته استول کیږي، ټول کمپیوټرونه نوموړي معلومات معاینه کوي او یوازې د هغه کمپیوټر له خوا چې معلومات د هغه په ادرس استول شوي منل کیږي.
په ستوري ډوله شبکه کې د ټول نیټورک ویجاړیده یوازې د مرکزي هب د ویجاړیدو له امله رامینځ ته کیږي او په انفرادي ډول د کوم کمپیوټر د غوڅیدو یا زیانمن کیدو له امله یوازې هماغه کمپیوټر په نیټورک کې له کاره لویږي او نوره شبکه خوندي پاتې کیږي.
د سټار نیټورک بله ګټه دا ده چې په اسانۍ سره په دا ډول شبکه کې راپیښې ستونزې له مینځه وړلای شو ځکه چې د نیټورک آلات پکې د یو مرکز سره تړلې وي او د نیټورک اداره کوونکی کولی شي بیلابیلې ستونزې یو له بل څخه بیلې او د هغوی د له مینځه وړلو لپاره ګام واخلي.
څرنګه چې د نن ورځې ټولې شبکې د همدې سټار ټوپولوژۍ پر بنسټ جوړیږي ځکه خو مونږ هم غواړو د نوموړې شبکې په جوړښت او څرنګوالي په تفصیل سره وغږیږو.
په سټار نیټورک کې کمپیوټرونه او د نیټورک ټول آلات لکه چې مخکې مو یادونه وکړه د یو مرکزي آلې سره تړل کیږي، دغه مرکزي آله چې مونږ یې ډیری وخت په کورنۍ شبکه کې کاروو په دوه ډوله ده چې د Hub او Switch سویچ څخه عبارت دي.
لومړی – هب HUB :
هب په ستوري ډوله شبکه کې د نیټورک د آلاتو د تړاو مرکزي نقطه ده، نوموړې آله په خپل ځان کې د نیټورک د آلاتو د نښلولو لپاره درشلونه یا پورټونه لري. که له نورو یې راتیرشو په اوسنیو ټولو هبونو کې نوموړې درشلونه د RJ-45 نښلوونکې لپاره دي چې د یو ټي پي کیبل لپاره کارول کیږي.
هب د لیږونکي کمپیوټر څخه معلومات یا ډیټا په نیټورک کې ټولو کمپیوټرونو ته استوي او یوازې هغه کمپیوټر چې نوموړي معلومات د هغه په ادرس لیږل شوي وي نوموړې معلومات اخیستلی شي.
د هب سره د تړلیو کمپیوټرونو انځور
هب بیلابیل ډولونه لري چې عبارت دي له:
۱ – فعاله هبونه Active Hubs :
د هبونو مهم ډول فعاله هب دی. نوموړی هب سیګنالونه پیاوړي کوي او بیا یې د شبکې په اوږدو کې استوي دا ډول هبونه اته یا زیات پورټونه لري چې د Multi ports hub په نامه هم یادیږي او له دې امله چې سیګنالونه پیاوړي، تازه او سریع کوي ځکه خو بریښنایی جریان ته هم اړتیا لري. نوموړي هبونه یو کمی لري او هغه دا چې د کیبل Bandwidth د تړلو کمپیوټرونو ترمینځ شریکوي. د بیلګې په ډول که په یوه شبکه کې لس کمپیوټرونه چې 10Mbps سرعت ولري د یو مرکزي هب په وسیله سره تړل شوي وي نو د هر کمپیوټر Bandwidth به 1Mbps وي. په پخوانیو شبکو کې دا کومه ستونزه نه وه خو نن سبا چې په شبکو کې په زیات شمیر کمپیوټرونه او په زیات شمیر لیږدونې سرته رسیږي له همدې امله لوړ سرعت ته اړتیا ده چې نن سبا د هب پر ځای د سویچ څخه چې وروسته پرې خبرې کوو ګټه اخیستل کیږي.
۲ – غیر فعاله هب Passive Hub:
د هبونو هغه ډول دی چې یوازې سیګنالونه ترې تیریږي او تیز یا پیاوړي کیږي نه، دا ډول هبونه برقي جریان ته هم اړتیا نه لري.
۳ – Hybrid Hubs: د هبونو هغه ډول دی چې په وسیله یې د کیبلونو مختلف ډولونه سره نښلول کیږي. همدارنګه د نیټورک مختلفې بڼې یا ټوپالوجیګانې هم د دا ډول هبونو په وسیله سره یو ځای کیږي.
دوهم – سویچونه یا Switches :
سویچ هم د هب په څیر په سټار نیټورک کې د تړاو مرکزي نقطه ده او د هب په څیر په خپل ځان کې د آلاتو د نښلولو لپاره څو درشلونه یا پورټونه لري، خو د دې پر ځای چې د یو کمپیوټر څخه راغلي سیګنالونه د نیټورک ټولو آلاتو ته واستوي یوازې هغه کمپیوټر معلوموي چې نوموړي معلومات ورته لیږل کیږي او بیا یې د هغه په لوري لیږدوي. سویچ د نوموړي وړتیا یا قابلیت له مخې کولی شي په یو وخت کې څو کړنې تر سره کړي او د دې پر ځای چې د نیټورک bandwidth د کمپیوټرونو تر مینځ شریک شي په بشپړ bandwidth لیږدونه سرته رسیږي.
د سویچ د ښه فعالیت له مخې د نن ورځې په ډیری شبکو کې ورڅخه استفاده کیږي.
د ستوري ډوله شبکې د مرکزي تړاو د ځینې آلاتو د پیژندلو څخه وروسته د بیلګې په ډول یو څو کمپیوټریزه شبکه جوړه کړو که مونږ په شبکه کې سویچ یا هب ولرو نو زمونو شبکه به لاندې بڼه ولري.
د مرکزي هب یا سویچ سره چې کمپیوټرونه وصلوو نو د مستقیم یا Straight کیبل څخه استفاده کوو. د دې لپاره چې UTP کیبلونه جوړ کړو نو کریمپر یا Crimping Tool په نامه یوې آلې او د کیبل د دواړو اړخونو لپاره د RJ – 45 نښلوونکو یا کنکټر ته اړتیا لرو.
کله چې کمپیوټر د هب یا سویچ سره تړو نو د Straight through کیبل څخه کار اخلو. د دغه کیبل د جوړولو یا تیارولو طریقه په لاندې ډول ده:
۱ - د یو ټي پی کیبل څخه د تیره چاقو او یا هم د کریمپر د تیرې برخې په وسیله نزدې د یو انچ په اندازه خارجې پوښ واړوئ، د پوښ د اړولو سره به د کیبل څلور جوړه تاو شوي تارونه راښکاره شي، دغه تارونه یو د بل څخه بیل او سم کړئ.
۲ - د کیبل تارونه مو د ګوتو په وسیله سیده کړئ او بیا یې د دې لپاره چې په یوه مستقیمه کرښه برابر شي د دولس ملی مترو په اندازه د کریمپر د تیرې برخې په وسیله غوڅ کړئ.
۳ - له دې څخه وروسته د کیبل تارونه د رنګونو له مخې له کیڼ لوري ښي لوري ته په لاندې ډول سره ترتیب کړئ. دغه ترتیب د کیبل په دواړو اړخونو کې یو ډول وي. تاسو د دواړو اړخونو رنګونه په لاندې انځور کې کتلای شئ.
۴ - اوس RJ-45کنکټر را واخلئ، راوتلې برخه یې لاندې اړخ ته کړئ او با د کیبل اته واړه تارونه په منظم ډول او په احتیاط ور دننه کړئ داسې چې نارنچې سپین تار کیڼ لوري او نصواري رنګه تار یې ښي لوري ته راشي
۵ - مخکې له دې چې د کریمپر په وسیله کیبل ته زور ورکړئ هغه له اړخ څخه وګورئ چې ایا هر یو تار خپل خپل ځای ته سم ورغلی او کنه، که تارونه منظم نه وي ورغلي هغه بیا راوباسئ او له سره یې منظم په کنکټر کې دننه کړئ، بیا یې له مخامخ لوري څخه وګورئ چې د کنکټر په سر کې د مسو څخه جوړو شوو کوچنیو کنکټرونو ته رسیدلې او کنه.
۶ - له دې وروسته کیبل د کریمپر په هغه خانه کې چې د RJ-45 کنکټر لپاره ده دننه کړئ، فکر مو وي چې د دغه کنکټر لپاره د کریمپر اته ګونې راوتلې تیرې برخې په کنکټر کې هغه وړو د مسو څخه جوړو شوو نوکو ته برابرې شي. بیا کریمپر تر هغې کښیکاږئ تر څو مطمین شئ چې د کنکټر نوکې د کیبل د اتو سرو تارونو سره ولګیدې. بس نو نور ستاسو کیبل تیار دی. دغه ټولې لارې چارې په لاندې انځورونو کې هم کتلای شئ:
د کمپیوټرونو او یا سویچونو لپاره د کیبل د تیارولو وروسته د کیبل یو اړخ د کمپیوټر په نیټورک پورټ چې د نیټورک کارډ پرمخ او یا په ځینو کمپیوټرونو کې د اساسي تختې یا مادر بورډ پرمخ دی ننباسو او بل اړخ یې د هب یا سویچ په یوه پورټ کې نښلوو
خو کله چې د مرکزي هب یا سویچ سره د کمپیوټرونو د تړلو پر ځای دوه کمپیوټرونه، دوه هبونه او یا هم دوه سویچونه سره وصلوو نو د Straight Cable پر ځای Cross Over کیبل کارول کیږي، د نوموړي کیبل دواړه اړخونه A او B په یو ټي پي کیبل کې د تارونو له مخې د لاندي انځور پر بنسټ تر تیبوو:
کله مو چې د نیټورک لپاره کیبل تیار کړو او غواړئ ځان د هغه په روغوالي او د سیګنالونو په سم لیږد یقیني کړئ نو د کیبل ازمویونکي یا Cable Tester څخه کار واخلئ. د نوموړي آلې په یو پورټ کې د کیبل یو اړخ او په بل کې یې بل اړخ دننه کړئ بیا وګورئ که د کیبل ازمویونکي اشارې ولګیدې نو کیبل سالم او کنه نو د کیبل تارونه مو له سره ترتیب کړئ.
نور بیا......
.