لیکنه: نصیر کوټوال
د نوري فایبر کیبل Fiber Optic Cable
فایبر اپتیک یا د نوري فایبر سپڼسی (کیبل) لکه د نامه څخه چې یې ښکاري سیګنالونه د رڼا یا نور په بڼه لیږدوي او هیڅ بریښنایی سیګنال نه شي کولای د نوري فایبر څخه تیر شي ځکه خو دا ډول کیبلونه د خارجي څپو د زیانونو څخه چې بریښنایی څپې دي په بشپړ ډول خوندي دي.
نوري فایبر د لوړ Bandwidth ، لوړې چټکتیا، په لیرو فاصلو د سیګنالونو د انتقال د توانایۍ او د زیاتو معلوماتو د لیږدولو د ظرفیت لرونکی دی. دا ډول کیبل په منځنۍ برخه کې یو نری او نازک شیشه یي استوانه cylinder لری چې د core په نوم یادیږي، نوموړې استوانه د یو سخت پوښ په وسیله احاطه شوې او په پای کې د یو باند یني پوښ په وسیله ټول کیبل پوښل کیږي.ځینې وختونه په منځنۍ برخه کې د ښیښې پر ځای پلاستیک کارول کیږي. پلاستیک په اسانۍ سره د بدلون وړ او ډیر حساس نه دی خو د شیشې په پرتله په زیاته فاصله د سیګنالونو د لیږدولو ځواک نه لري.
په هر رڼایي سپڼسي کې د رڼا د لیږدولو هر لیږدوونکی conductor یا هادي یوازې په یوه لوري سیګنالونه لیږدولی شي ځکه خو د تل لپاره یو لوری لیږدونکی او بل لوری اخیستونکی وي. پر همدې بنسټ د نوري فایبرونو زیاتره ډولونه د دوه ښاخونو لرونکی وي چې هر یو یې د بیل پوښ لرونکی او بیا دواړه ښاخونه په یو بهرني پوښ پوښل کیږي او یا کیدای شي چې دوه بیل بیل کیبلونه وي. د نوري فایبر په ډیری ډولونو کې د رڼا د لیږدولو منځنی هادي د یو شیشه یې یا پلاستیکي پوښ په وسیله د لا پیاوړتیا په موخه پوښل شوی وي.
رڼایي سپڼسی د ډیر زیات بینډویډت لرونکی دی چې په یوه ثانیه کې یې سرعت د لس ګیګابایټو څخه عبارت دی. همدارنګه ځینې ازمایښتونه ښایي چې نوري فایبر کولی شي تر 200Gbps په اندازه معلومات ولیږدوي.
د نوري فایبر د سیګنالونو د لیږد اعظمي فاصله د دوه کیلومترو نه تر سل کیلو مترو پورې ده. انسټالول یې یو څه ستونزمن او حساس کار دی، قیمت یې د کیبل د ټولو ډولونو څخه لوړ دی، د مختلفو نښلوونکو یا کنکټرونو لکه ST, SC, MIC او MT-RJ څخه استفاده کوي. د نورو ټولو کیبلونو په پرتله د خارجې زیانونو او څپو څخه کم او یا هیڅ نه اغیزمن کیږي.
نوري فایبر په دوه ډوله دی، یو یې single mode کیبل دی چې یو شیشه یی فایبر لري او بل یې multi mode چې په منځنۍ برخه کې دوه او یا څو ښیښه یی فایبرونه لري. سینګل موډ کیبلونه ډیر قیمتی او د لایزر پر بنسټ د سیګنالونو د لیږدولو ټیکنالوجي کاروي او په اوږدو واټنونو کې کارول کیږي. د ملټي موډو کیبلونو قیمت کم او د LED یا Light Emitting Diodes سره کار کوي.
د نوري فایبر د زیات قیمت په پام کې نیولو سره دا ډول کیبل یوازې په هغه حالت کې کارول کیږي چې زیاتې چټکتیا ته اړتیا وي او په اوږدو واټنونو کې سیګنالونه لیږدول کیږي. خو اوس مهال د نوموړو کیبلونو د قیمت په یو څه راپریوتو او د ښه امنیت په لرلو سره (ځینې هیکران ضعیفه کیبلونه Leak کوي او معلومات ترې غلا کوي) په ډیری شبکو کې د backbone په ډول او همدارنګه په هغه شبکو کې چې پکې زیات معلومات، غږونه او نور لیږدول کیږي کارول کیږي.
د کمپیوټری جال (نیټورک) لپاره د کیبل ټاکنه
د نیټورک لپاره بیلابیل کیبلونه کارول کیږي چې مخکې مو وپیژندل، دا چې د د دې کیبلونو تر مینځ کوم یو د خپل کمپیوټری جال لپاره وټاکو لاندې ټکي باید په پام کې ولرو:
۱ – سرعت یا bandwidth : یعنې شبکه باید څومره تیزه وي؟ د لوړ سرعت په صورت کې مونږ اړ یو چې قیمتي کیبلونه وکاروو او د نصبولو لوړ لګښت وګا لو.
۲ – بودیجه: غواړئ څومره پیسې په کیبل ولګوئ؟ چې د بودیجې د کموالي په صورت کې د ټیټ قیمت کیبلونه او د کافی بودیجې په صورت کې د لوړ قیمت او غوره کیفیت کیبلونه رانیول کیږي.
۴ – ظرفییت: نیټورک مو څومره ترافیک لري؟ د نیټورک د ترافیکو او تړل کیدونکو آلاتو په پام کې نیولو سره د کیبل د ډول ټاکل.
۵ – چاپیریال: د نیټورک چاپیریال مو څومره بیړ او بار لري؟ د چاپیریال د زیانونو په نظر کې نیولو سره د ښه امنیت لرونکی کیبل ټاکل.
۶ – د کیبل ځای پر ځای کول: کیبل په کومو ځایونو کې غزوئ؟ د کیبل د غزولو د ځای او موقعیت په پام کې نیولو سره د همغه ځای مناسب کیبل ټاکل.
۷ – د نیټورک پراخوالی: غواړئ د خپل نیټورک سره څومره آلات وتړئ؟ د آلاتو د زیاتوالي په صورت کې د وړ کیبل ټاکل.
۸ – فاصله یا واټن: کیبل باید څومره فاصله احاطه کړي، د فاصلو د لنډوالي او اوږدوالي په نظر کې نیولو سره د اړتیا وړ کیبل ټاکل.
۹ – اړتیاوې: د بیلګې په ډول د کیبل په شا او خوا کې د اور وژونکو آلاتو اړتیا او نور
.Network Interface Card یا NIC:
په تیرو بحثونو کې مو د نیټورک د مزو یا کیبلونو بیلابیل ډولونه وپیژندل، د دې لپاره چې نوموړي کیبلونه د کمپیوټر سره وصل شي نو د کمپیوټرونو او نوموړو کیبلونو ترمینځ یو فزیکي سرحد ته اړتیا ده. په ډیری کمپیوټرونو کې نوموړی سرحد د یو اضافي کارډ په واسطه چې د NIC یا Network Interface Card یادیږي رامینځ ته کیږي داسې چې په نوموړې آلې کې د نیټورک د کیبل د ننویستلو لپاره ځانګړي درشلونه Ports موجود وي.
نوموړې آله د کمپیوټر د اساسې دړې یا motherboard پرمخ په یوه سلاټ کې ایښودل کیږي او د نیټورک کارډ او نیټورک اډاپټر په نامه هم یادیږي چې تاسو یې لاندې انځور کتلای شئ
په لپټاپ کمپیوټرونو همدارنګه په اوسنیو ټولو کمپیوټرونو کې د نیټورک د کیبل لپاره تیار جوړ شوی پورټ موجود وي او NIC ته یې اړتیا نشته. په پخواینو لپټاپ کمپیوټرونو کې چې تیار جوړ شوی پورټ یا درشل نه لري د PCMCIA په نامه د اضافی نیټورک کارډ څخه استفاده کیږي. څرنګه چې دا زړې او پخوانۍ خبرې دي ځکه خو پرې دلته بحث نه کوو دلته په دې غږیږو چې د نیټورک کارډ او یا په اوسنیو کمپیوټرونو کې د نیټورک د درشل یا پورټ دنده څه ده؟
په ټولو کمپیوټرونو کې NIC دوه مهمې دندې سرته رسوي لومړی دا چې د کمپیوټرونو ترمینځ ارتباط یا کنکشن قایموي او دوهم دا چې ډیجیټل معلومات یا سیګنالونه داسې یوې بڼې ته اړوي چې د نیټورک د تړاو په آلاتو یا Network Media کې د لیږدیدو وړ وي او په مقابل لوري یا د اخیستونکې کمپیوټر NIC نوموړي معلومات بیرته ډیجیټل بڼې ته اړوي.
د NIC یوه بله مهمه دنده دا ده چې د CPU څخه چې کومه ډیټا په موازي یا Parallel بڼې NIC ته راځي هغه بل کمپیوټر ته د انتقال په موخه پرله پسې بڼې یا serial بڼې ته اړوي او باالعکس راتلونکې سیریال ډیټا CPU ته په موازي بڼه استوي.
د نیټورک کارډ فزیکي ادرس:
د نیټورک هر یو کارډ ځانګړی ادرس لري چې د هغه په حافظه یا ROM (Read Only Memory) کې ثبت وي. نوموړی ادرس MAC Address یا Media Access Control Address په نوم یادیږي او Physical Address او یا Hardware Address هم ورته وایي. دغه ادرس شپږ بایټه یا 48bit دی چې د Hexadecimal یا شپاړلسو په سیستم لیکل شوی. دغه ادرس د هر نیټورک پورټ لپاره جدا او بیل وي او هیڅ MAC ادرس باید مثنی و نه لري.
د نوموړې ادرس یا پتې جوړښت داسې دی چې لومړی درې بایټه د تولیدوونکې کمپنۍ ادرس ښایی او وروستني درې بایټه خپله د نیټورک کارډ یا نن سبا د نیټورک پورټ د ادرس ښودونکي دي د بیلګې په ډول که 9C-00-10-A5-1B-AA د یو نیټورک کارډ فزیکي پته وي نو 9C-00-10 د تولیدوونکې کمپنۍ او A5-1B-AA خپله د نیټورک پورټ یا کارډ ادرس دی نوموړي ادرسونه د IEEE له لوري د نیټورک کارډونو تولیدونکو کمپنیو ته ورکول کیږي تر څو په یو ادرس دوه نیټورک پورټونه جوړ نه شي.
دا چې MAC Address د NIC په یواځې لوستل کیدونکې حافظې یا ROM پرمخ ثبت وي ځکه خو په هغه کې بدلون نه شو راوستلای ولې د نیټورک کارپوهان او کمپیوټري غله یا هکران Hackers د ځینو پروګرامونو او وسایلو پرمټ کولی شي نوموړی ادرس بدل کړي
که تاسو غواړئ د خپل نیټورک کارډ MAC یا فزیکي پته معلومه کړئ نو په لاندې ډول عمل وکړئ:
۱ – سټارټ مینو او بیا Run کلیک کړئ او هلته cmd ولیکئ، انټر ووهئ.
۲ – په راښکاره شوې کمانډ وینډو کې ipconfig /all ولیکئ او انټر یې کړئ. د ځینو نورو معلوماتو سره به به ستاسو د نیټورک پورټ او یا هم NIC فزیکي پته د لاندې وینډو په بڼه کې را څرګند شي.
همدارنګه د getmac کمانډ د لارې نه هم خپل او د نورو MAC ادرس معلومولی شو:
هغه کمپیوټرونه چې په یو یا عین نیټورک کې وي د MAC address پر مټ یو له بله سره اړیکه نیسي او معلومات یا ډیټا شریکوي. یعنې که یو کمپیوټر بل یو ته څه ورلیږي نو د هغه د MAC پتې له مخې یې ور استوي او که د بل کمپیوټر څخه څه غواړي یا اخلي هم د هغه د فزیکي ادرس یا MAC په اساس ترې غوښتنه کوي. خو په یو له بل څخه جدا او بیلو شبکو کې د IP ادرس پر بنسټ لیږدونه صورت نیسي.
یادونه باید وکړو چې یوازې د NIC له لاري یو کمپیوټر د شبکې سره نه تړل کیږي بلکې کولی شو د USB پورټ، د کوم بل پورټ او یا هم په بې سیمه wireless ډول د شبکې سره وتړل شو. همدارنګه یاد لرئ چې اوسنی ټول نیټورک پورټونه د RJ-45 کنکټر لپاره جوړ شوي چې د یو ټي پی کیبل لپاره کارول کیږي.
MAC د OSI په نیټورک برخه یا Layer کې کار کوي چې وروسته به پرې خبرې وکړو.
نور بیا...
د سرچینې له یادولو پرته یې کاپي کول مجاز نه دي