په تیر پسې

لیکنه: نصیر کوټوال

د شبکې ارتباط ، لیږدلاره او پروتوکول

Network Communication and Protocol


په فزیکي بڼه د شبکې جوړول مو مخکې زده کړل، په اوسنۍ موضوع کې په دې غږیږو چې په فزیکي ډول د نیټورک د جوړولو او د آلاتو د تړلو څخه وروسته د هغوی ترمینځ د معلوماتو لیږدونه څه ډول او پر کوم بنسټ سر ته رسیږي.

لکه څرنګه چې په نیټورک کې د تل لپاره اوږده اوږده پیغامونه messages لیږدول کیږي چې شبکه نشي کولای د معلوماتو دومره ډیر مقدار په اغیزمن ډول په یو وخت کې ولیږدوي ځکه خو نوموړي معلومات په کوچنیو او وړو وړو برخو چې په ښه ډول اداره کیدای شي ویشي چې د معلوماتو یا ډیټا نوموړې کوچنۍ برخې د نیټورک په اصطلاح د پیکیټ Packet او یا فریم Frame په نوم یادیږي.

دا چې نوموړي معلومات ولې په کوچنیو ټوټو یا پیکیټونو ویشل کیږي دوې ګټې لري، لومړی دا چې د معلوماتو لوی واحدونه دنټورک د لیږد د آلاتو په ډکولو سره نه پریږدي چې د شبکې نور تړلي آلات په اسانۍ سره مکالمه سرته ورسوي او دوهم دا چې که په لویه پیمانه لیږدول شوي معلومات څه غلطي ولري نو ټول معلومات باید دوباره ولیږدول شي خو که نوموړي معلومات په کوچنیو برخو ویشل شوي وي یوازې هغه برخه یا پیکیټ چې غلطي ولري دوهم ځل استول کیږي. همدارنګه که معلومات په کوچنیو برخو وویشل شي انفرادي ارتباطات تیز او اغیزمن وي چې زیات شمیر کمپیوټرونو ته د تړاو او لیږدونې چانس ورکوي.

کله چې نوموړي پیکیټونه ټاکلي ځای ته رسیږي اخیستونکی کمپیوټر یې راټولوي او په وړ ترتیب یې دوباره سره یوځای کوي تر څو ترې اصلي معلومات لاس ته راشي او که کوم پیکیټ غلطي ولري نو د هغه د دوباره لیږد غوښتنه کوي.

د Packet جوړښت:

ټول پیکیټونه د درې برخو Header ، Data او Trailer څخه جوړ شوي.

 

د پیکیټ سر یا header د تل لپاره د د لیږونکي او ورته لیږل کیدونکي کمپیوټر ادرس لري. د معلوماتو یا ډیټا په برخه کې هغه معلومات شامل وي کوم چې لیږل کیږي، د نوموړو معلوماتو حجم یا اندازه د 512bytes بایټو نه تر 16 کیلو بایټو پورې او یا د نیټورک په ډول پورې اړه لري د ډیټا یا معلوماتو برخې ته Payload هم وایي.

د trailer برخه د پیکیټ د معلوماتو د شتون او کنټرول په اړه معلومات لري چې د تل لپاره د Cyclical Redundancy Check یا CRC په نوم یو قیمت وي کوم چې لیږونکی کمپیوټر یې معلوماتو ته ورکوي کله چې اخیستونکی کمپیوټر پیکیټ تر لاسه کوي د CRC قیمت دوباره حسابوي او د هغه قیمت سره یې چې ټریلر ته ورکول شوی پرتله کوي که دواړه CRC  یو ډول وي نو اخیستونکی کمپیوټر پیکیټ د بې زیانه پیکیټ په ډول مني او که سي آر سي یو ډول نه وي نو کمپیوټر پیکیټ نه قبلوي او باید دوباره ولیږدول شي.  

 

د شبکې د ازاد تړاو موډل

OSI Model


OSI یاOpen System Interconnection د شبکې یو تیوریکي ماډل دی چې د نیټورک بیلابیلې کړنې یا activities روښانه کوي دنیټورک یو بل موډل د IEEE802 په نامه هم شته خو د ټولو موډلونو ترمینځ OSI کامیاب موډل دی چې د International Organization for Standardization یا ISO له لوري وړاندې شوی

په نوموړي موډل کې د شبکې کارونه په بیلو بیلو یو بل سره تړلو دندو او برخو ویشل شوي چې هره برخه د Layer په نوم یادیږي چې هر لیر د یو ځانګړي او بیلې دندې او حالت مسولیت لري. په دې سیستم کې د نیټورک ټولې برخې د سافټویر څخه نیولې تر هارډویر پورې په یو سلسله یو بل سره تړلیو برخو ویشل شوي چې د ستونزو په صورت کې کولی شو د هرې برخې ستونزې په جدا او بیل ډول حل کړو. د OSI ماډل د شبکې یا نیټورک ارتباطات په اوو برخو ویشلي چې په لاندې بڼې کې یې لیدلای شئ.

 

د Application برخه د موډل تر ټولو پاسنۍ برخه ده چې د یو شمیر غوښتنیزو(Applications) پوستکالیو یا سافټویرو لپاره د نیټورک د خدماتو د لاسرسۍ سرحد یا Interface رامینځ ته کوي  د بیلګې په ډول ویب بروز په وسیله چې یو اپلیکیشن سافټویر دی کولی شو یو ویبپاڼه چې په نیټورک کې په بل کمپیوټر کې ده په خپل کمپیوټر کې وګورو. همدارنګه د اړونده فایلونو او پیغامونو لیږدونه او د غلطیو ښودنه هم د همدې لایر دنده ده.

شپږمه برخه یا د Presentation لایر لیږدیدونکې ډیټا داسې بڼې ته اړوي چې د شبکې د پروتوکول مطابق وي، یادونه کوو چې نوموړي برخه معلومات د اپلیکیشن د برخې څخه اخلي، همدارنګه د اخیستونکي کمپیوټر نوموړی برخه یا لیر معلومات بیرته داسې بڼې ته اړوي چې د اخیستونکي کمپیوټر د Application Layer لپاره د منلو وړ وي. همدارنګه نوموړې برخه د نیټورک د پروتوکولونو تبادله او د معلومات encryption او decryption هم سر ته رسوي. په ځینو شبکو کې نوموړې برخه د معلوماتو د لنډولو یا compression لپاره د یو ځانګړي سافټویر څخه استفاده کوي تر څو معلومات تر لیږدولو د مخه یو څه مختصر کړي.

پنځمه برخه یا Session Layer په شبکو کې د دوو لوریو تر مینځ د ژوندۍ مکالمې او په یو وخت کې د دواړو لوریو د تړاو دنده سر ته رسوي.نوموړې برخه د سیشن ترتیب بندي، پیغامونه او نور تبادلات اداره کوي او د سیشن په پای ته رسیدو سره یې له مینځه وړي. همدارنګه نوموړې برخه د هر session نظارت کوي او یوازې ټاکل شوې او پیژندل شوې ډلې کولی شي په سیشن کې ونډه واخلي. ځینې هغه دندې چې نوموړې برخه یې په نیټورک کې سرته رسوي د کارن د ننوتلو Login او وتلو Logout څخه عبارت دي.

څلورمه یا د لیږدTransport برخه د لیږونکي څخه تر اخیستونکي پورې د معلوماتو لیږدونه اداره کوي او د معلوماتو لوی او اوږده مقدارونه په وړو برخو تجزیه کوي چې د نیټورک د لیږد د آلاتو د اعظمي لیږد د اندازې سره برابر وي. د نوموړې برخې یوه بله دنده دغلطیو کتنه ده تر څو د غلطیو څخه پاکه لیږدونه سر ته ورسیږي. دا خیستونکي کمپیوټر په لوري کې نوموړې برخه تجزیه شوي معلومات بیرته سره راټولوي او په اصلي معلوماتو یې اړوي.

همدارنګه نوموړې برخه د نیټورک جریان هم کنټرولوي یعنې اخیستونکي کمپیوټر ته د هغه اندازې معلوماتو څخه چې هغه یې نشي اخیستلای مخنیوی کوي.

دریمه برخه یا نیټورک لییر ادرس لرونکي پیغامونه کنټرولوي او د شبکې بیلابیل منطقي ادرسونه د هغوی فزیکي مطابقت لرونکو ادرسونو یا MAC ادرسونو ته اړوي. نوموړې برخه د یو ځای څخه بل ځای ته د معلوماتو لیږد بررسي کوي او دا معلوموي چې معلومات څه ډول د یوې نقطې څخه بلې نقطې ته ور رسیږي. همدارنګه د نوموړې برخې بله دنده د هغه معلوماتو چې لیږدول کیږي په کوچنیو برخو ویشنه ده تر څو د نیټورک د تړاو او لیږد د الاتو په وسیله انتقال شي او د هغه معلوماتو کمونه downsize کول دي چې د مقابل لوري اخیستونکې آله نشي کولای په یو ځل هغه واخلي چې نوموړې پروسې ته fragmentation او segmentation وایي.

دوهمه برخه یا ډیټا لینک layer ځانګړې ډیټا فریمونه د نیټورک د برخې څخه فزیکي برخې ته لیږدوي، همدارنګه په اخیستونکي لوري کې نوموړې برخه د فزیکي برخې خام معلومات د فریمونو په بڼه د نیټورک برخې ته لیږدوي. په یو عام فریم کې ونډه لرونکې توکي په لاندې شکل کې کتلای شئ.

د فریم یوه برخه د لیږونکي او ورته لیږل کیدونکي کمپیوټرونو ادرسونه په ځان کې لري. د کنټرول برخه د فریم د مختلفو برخو د کنټرول او سیګمینټ کولو دنده لري CRC د بیټونو ریاضیکي بڼه ده چې د فریم یا پیکیټ سره یوځای لیږدول کیږي، دغه ریاضیکي ارزښت په اخیستونکي لوري کې حسابیږي که د لیږونکي لوري سره مطابق وي لیږل شوې ډیټا بې له کومه زیانه منل کیږي.

ډیټا لینک برخه د فزیکي برخې په وسیله د فریمونو د لیږد دنده په غاړه لري، د هغوی د غلطیو څارنه کوي او هغه فریمونه چې د غلطیو لرونکي وي نه پریږدي او ختموي یې. یادونه باید وکړو چې د فریمونو دوباره لیږد د نوموړې برخې دنده نه ده او د غلطیو د شتون په صورت کې د ترانسپورت د برخې دنده ده چې فریم دوهم ځلې ولیږدوي.

لومړی برخه یا Physical Layer هغه برخه ده چې لیږل کیدونکي پیغامونه او معلومات د بیټونو bits څخه سیګنالونو او اخیستونکي معلومات د سیګنالونو څخه بیټونو ته اړوي. د بیټونو اړونه سیګنالونو ته د Encoding په نوم یادیږي لکه برقي ولتیج یا رڼایي څپې، د بیلګې په ډول یو بیټ کیدای شي د مسي سیم پر مخ د پنځه ولټه سیګنال په شکل انتقال شي.

د نیټورک د فزیکي برخې دنده د کیبل او کمپیوټر تر مینځ فزیکي سرحد یا NIC سر ته رسوي. په پای کې د OSI د اوو ګونو برخو په هکله لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.

 

 

د پیکیټ یا فریم او د OSI د اوه ګونو برخو د پیژندلو وروسته دا خبره څیړو چې د اخیستونکي او لیږدونکي لوري معلومات د دغه اوه ګونو برخو تر مینځ څه ډول لیږدول کیږي.

په نوموړي موډل کې هغه معلومات چې لیږدول کیږي یا د لیږونکي اړخ معلومات په لیرونو کې د پورته خوا څخه ښکته خوا ته حرکت کوي او په اخیستونکي لوري کې بیا د ښکته لوري څخه پورته لوري ته حرکت کوي، هره برخه دغه معلوماتو ته خپل خپل header او trailer معلومات ور زیاتوي چې په مقابل لوري کې نوموړي معلومات د همدغې برخې له خوا لوستل کیږي او نوموړې هیډر او ټریلر له مینځه ځي د بیلګې په ډول هغه معلومات چې د پریزینټیشن برخې ته ورکول شوي په مقابل لوري کې د همدې پریزینټیشن د برخې له خوا لوستل کیږي.

کله چې د لیږدیدونکې ډیټا یو مقدار د لیږد یا ترانسپورت برخې ته راورسیږي، نوموړې ډیټا یو بشپړ مقدار وي، د ترانسپورت برخه نوموړې ډیټا د لیږد لپاره په وړو وړو برخو ویشي. یادونه باید وکړو چې د نوموړي ویش اندازه د دواړو لوریو د نیټورک پروتوکول له لوري ټاکل کیږي.

دا چې د ترانسپورت برخه معلومات په برخو ویشي نو د نوموړو برخو سره یو ځای له خپله اړخه یو سلسله معلومات هم په نوموړو برخو ور زیاتوي تر څو د مقابل لوري د ترانسپورت برخه بیرته نوموړې بیلابیلې برخې په وړ ترتیب سره راټولې کړي. همدارنګه کله چې معلومات د نیټورک برخې ته رسیږي نو نوموړې برخه هم په معلوماتو خپل Header ور زیاتوي او په دغه وخت کې نوموړې معلومات د یو پیکيټ بڼه اختیاروي.

د پیکیټ په هکله مو مخکې یادونه کړې وه چې هر کمپیوټر د خپل هیډر په معلوماتو کې د هغه کمپیوټر ادرس هم لري چې نوموړی پیکيټ ورته استول کیږي. په یاد لرئ هغه پیکیټونه چې یوازې د یو کمپیوټر ادرس ولري یعنې یو کمپیوټر ته لیږل کیږي د unicast پیکیټونو په نوم یادیږي.NIC په یو کمپیوټر کې ټول پیکیټونه او د هغوی ادرسونه ګوري او په خپل ادرس یې مختلفو ماشینونو ته استوي.

همدارنګه یو ډول ځانګړي پیکيټونه چې د خپرنیزو پیکیټونو Broadcast packets په نوم یادیږي هم شته چې په یو وخت کې د نیټورک ټولو آلاتو ته لیږدول کیږي د بیلګې په ډول غږیز پیغامونه ... او داسې نور

نور بیا...

راتلونکې برخه: د نیټورک پروتوکولونه

یادونه: د سرچینې له یادولو پرته یې کاپی کول مجاز نه دي.