لیکنه او راټولونه: نصیر کوټوال
نن سبا د ډیرو وګړو د بحث سکالو یا موضوع ټولنیز او یا اقتصادي نظامونه دي. د هر سیستم یا نظام پلویان د خپلې ایډیالوژۍ د دفاع لپاره غږیږي او خلکو ته یې مزایاوې په ګوته کوي.
تر ټولې نړۍ ورپورته یواځیني خلک به افغانان وي چې بیلابیلو مفکورو، نظامونو او ایډیالوژیو بلا ځپلي او دردولي دي، د دې لامل دا ګڼم چې مونږ یوه نظریه په ډیر افراط سره راخپلوو، دومره افراط چې د همدغه نظریاتو هغه اصلي مکتشف هم راته ګوته په غاښ پاتي کیږي.
مونږ د ډیری داسې ایډیالوژیو په دفاع کې یو د بل سرونه مات کړي چې له مینځ او محتوا یې خبر قدرې هم نه یو او یواځې د خپل بې مهاره جنون او خوش باورۍ له مخې بې ګودره ورګډ شوې یو. دا شاید زمونږ شعوري درک نابالغه وي، یا مالي تشویقوونکي وي، پردي پالنه وي او یا هم شخصي تربګنۍ وي چې مونږ یې بې له پلټنې او تجسس څخه د یوې پردې ایډیالوژۍ په خپلولو سره په خپلو کې اخته کړي یو
شاید زمونږ د دغه کړو وړو لامل یاد محرکین هم وي خو زما په اند دا چاره زمونږ د خپلې کم شعورۍ او بې شعورۍ څخه سرچینه اخلي او د دغه بدبختۍ یوازینی لامل زمونږ خپله ناپوهي او احساساتي تعامل دی. که مونږ پوه او په شعوري ډول بیدار و اوسو نو د هیڅ لوري ترزیق شوې مفکورې به مونږ د یو بل پرضد ونه دروي. هو دا خبره بیا رښتیا ده چې نور بیا زمونږ د دغه شعوري بیدارۍ او ویښتابه څخه په ویره کې دي او داسې لارې چارې یې په کار اچولي چې تل مو همداسې په شعوري ډول مړه وساتي دا ځکه زمونږ دا ډول بی شعوره ژوندون زمونږ دښمنانو ته بې توپیره ده.
د دا ډول نظریاتو او ایډیالوژیو څخه یوه هم مارکسیستي نظام وو چې د مارکس د ډیالکټیک د اصل پر بنسټ ترې سوسیالیزم او کمونیزم رازیږي. که څه هم کمونیزم د دغه ایډیالوژۍ وروستی پړاو دی خو په ټوله کې زمونږ په هیواد کې دغه نظام د کمونیزم په نوم یاد شو. هیواد ته د دغه نظر راوړونکو یې د عملي کولو په پار د ډیرو متدینو هیوادوالو وینې وبهولې او ډیری نور یې د زندان د تورو تمبو شاته وغورځول.زمونږ په هیواد د کمونستانو د واکمنۍ په مهال لا زیږیدلی هم نه وم او زوکړه مې د دغه ایډیالوژۍ د وروستي واکمن لاروي د کوچ د کلونو سره هم مهاله ده خو د مشرانو له کیسو او تاریخ د کتابونو له لوستلو څخه د کمونیزم د لارویانو د وحشتونو، وژنو او زړه بوږنوونکو پیښو خبر شوی یم.
مونږ باید هره ایډیالوژی او مفکوره له علمي، منطقي او عملي اړخه و ارزوو او له هغه وروسته یې د ښه والي او بد والي په اړه پریکړه وکړو کنه هر نظام ټولنې او بشریت ته د نیکمرغیو د راوړلو لاپې وهي. که د هغه وخت علماء او ملایان غافل نه وو نو د مارکس د موعود او موهوم جنت یا کمونیزم نظریه به له په ګوتو د شمار یو څو روزل شوو کسانو پرته بل چا ته غزیدلې هم نه وه. خو هغوی لکه د دې دنیا سره چې هیڅ تړاو نه لري د اسلام بشپړ او شامل دین یې یوازې تر جومات او لمانځه محدود کړی وو او تر دې ور پورته هر څه یې د کفر معادل ګڼل. دوی په مذهبي او علمي استدلال د کمونستانو ادعاوې نه شوې رد کولی خو د کمونستانو دغه جواب هماغه مکتبیانو یا ښوونځي والا ورکړو چې د وخت ملایانو بیلارې او کافر ګڼل.
داچې کمونیزم د مارکس د تاریخي مټییریالیزم زیږنده ده نو لومړی د کمونیزم د همدغه اساس یا بنسټ (مارکسیزم) د منطقیت او علمیت ارزولو ته تم کیږو، له هغه وروسته که وتوانیدو دا لړۍ به لا پسې وغزوو.
تاریخي مټیریالیزم:
بیلابیل پوهان د انساني تاریخ د تحول بیلابیل لاملونه په ګوته کوي، د دغه لیدلورو څخه یو یې هم تاریخي مټیریالیزم دی داسې چې د دغه نظریې خاوندان د ټولو تاریخي بدلونونو او تحولاتو لامل اقتصادي وضعیت ګڼي. مارکس هم همدغه نظریه را خپله کړې او د هغې مارکسیزم په دې باور دی چې د یوې ټولنې ټول سیاسي، ټولنیز، دیني او فکري جوړښتونه او حالات د هماغه ټولنې د اقتصادي وضعیت تابع دي او هغه څه چې د اقتصادي وضعیت د بدلون لامل کیږي هغه د تولید مادي منابع او د هغوی شکل او څرنګوالی دی.
د تولید وسایل هغه څه دي چې وګړي یې د خپلو تولیدي او مادي اړتیاوو د پوره کولو یا ترلاسه کولو لپاره کاروي. دغه وسایلو دوخت په تیریدو سره بدلون کړی او له بیلابیلو پړاوونو تیر شوي مثلاً په لومړیو وختونو کې یوازې لاسونه وو بیا انسانانو د خپلو لاسونو په مټ د تیږو څخه ځینې وسایل جوړ کړل بیاهمدغه وسایلو لا پرمختګ وکړ او تبر، ترښځ، بیل، چاقو او نور رامینځ ته شول همدا سلسله دغه ده اوسنۍ د اټوم او غښتلي ماشینونو دورې ته رارسیدلې.
اوس د دې په هکله چې د تولیدي وسایلو دا بدلون او تحول نو څه وړ د د تاریخ د تحول لامل ګرځي مارکسیزم وایی چې د تولید د وسایلو د بدلون د هر پړاو لپاره ځانګړې تولیدات موجود وي چې د هغه وسایلو سره متناسب او انډول وي ځکه خو د تیږو پورې تړلي تولیدات د اوسپنې په وسیله د جوړو شوو تولیداتو سره توپیر لري. دا چې وګړو په ډله ایزه توګه د طبیعت په خپله ګټه کارولو هڅې کړي او تولیدات یې رامینځ ته کړي ځکه خو د تولیدي فعالیتونو په لړ کې د وګړو تر مینځ ځینې ځانګړي اړیکې او روابط رامینځ ته شوي د دغه روابطو او اړیکو څخه یو هم د مالکیت موضوع ده. (همدغه د مالکیت موضوع په هر اقتصادي نظام کې بنسټیزه موضوع ده چې د مارکس د تاریخي دورو په ټولو پړاوونو یعنې کمون اولیه، مرییتوب، فیوډالی، پانګوالي او کمونیزم کې سره توپیر لري. په دې هکله به په راتلونکي کې بحث وکړو، انشالله.)
د مارکسیزم په اند، همدا د مالکیت بیلابیل ډولونه د ټولنې د بیلابیلو اړیکو لکه سیاسي، حقوقي، فکري او دیني تړاوونو اساس او بنسټ دی. هر ډول تولید د اړتیا له مخې ځانګړي تولیدي روابط رامینځ ته کوي ځکه خو د تولیدي قواوو او وسایلو د رشد په هره مرحله کې د تولید ځانګړي ډولونه شتون لري چې د ځانګړي مالکیت درلودونکي هم وي او دا ډول تړاو په خپل وار سره نور اجتماعي تړاوونه هم ټاکي.
دا حالت غزیږي تر څو چې د تولید وسایل د یو پړاو څخه بل پړاو ته ننوزي، د همدغه پړاو په بدلون سره تیر یا پخواني اقتصادي اړیکې او روابط د نوي حالت سره جوړ نه راځي او د نوو اړیکو غوښتنه کوي. له همدغه ځایه د نوو تولیدي قوتونو یا وسایلو او د شته اقتصادي اړیکو ترمینځ کشمکش رامینځ ته کیږي. دا کشمکش په ټولنه کې را څرګندیږي او په لړ کې یې هغه وګړي چې ګټې یې د نوو او پرمختللي تولیدي قواوو یا وسایلو په سیورې کې خوندي وي د همدغه وسایلو پلوي کوي. په غبرګون یې بله ډله چې ګټې یې په شته یا موجوده اقتصادي اړیکو کې خوندي وي د موجوده اقتصادي وضعیت په پلوۍ راپاڅيږي.
اوس دې ته په پام سره چې تولیدي قوتونه تاریخ په حرکت راولي او د تاریخ د تحول لامل ګرځي همدا نوي تولیدي قوتونه پر ټولنه مسلطیږي د دې مانا دا ده چې هغه خلک غالبیږي چې د نوو تولیدي قواوو پلویان دي. د دې په پایله کې د مالکیت پخواني اړیکې شیندل کیږي او د ټولنې اقتصادي نظام بدلون کوي. دا چاره په خپل وار سره د ټولنې نور ارزښتونه او جوړښتونه لکه سیاست، مذهب، اخلاق، افکار او نور هم ګډ وډ کوي.
په همدې تسلسل هر کله چې تولیدي ځواکونه بدلون وکړي د مارکسیزم په اند پورتنۍ پایله تکراریږي. دا هم د مارکس د تاریخي مټیریالیزم د ایډیالوژۍ یوه لنډه توضیح وه چې په راتلونکې کې به یې د رد په هکله غږیږو.
مارکسیستان وایی چې تاریخ یې له تخیل څخه په یو انساني علم بدل او د نورو علومو سره یې سیال کړی. هغوی د تاریخي ماټریالیزم مخالفین د تاریخ د علم دښمنان ګڼي، دوی په خپلو ادعاوو کې وایي چې تاریخي مټیریالیزم په دوه ټکو متکي دی.
لومړی – دا چې ټولنه د انسان د ذهن نه بیرون یو حقیقت دی او د انسان د ذهن او فکر محصول نه ده.
دوهم – دا چې تاریخي پیښې تصادفي نه دي.
مارکسیستان د پورتنیو دوه ټکو څخه په استدلال وایي چې د تاریخي مټیریالیزم مخالفین په حقیقت کې د دغه دوه خبرو سره مخالف دي
مونږ وایو چې: مونږ به د مارکسیستانو سره پورتنۍ دوه خبرې هم ومنو خو هغوی دې دا راته ثابت کړي چې په داسې کولو سره به مونږ تاریخي مټیریالیزم منلی وي. که پورتنۍ دوه خبرې مو ومنلې نو آیا مارکسیزم مو ومنلو؟ نه هیڅکله نه. له بله اړخه مونږ خو هسې هم د ټولنې شتون او د هغه بدلون د خپل فکر او ذهن په ماورا کې ګڼو او زمونږ دا عقیده دتاریخي مټیریالیزم په انحصار کې نه ده او نه دا د هغوی کوم امتیاز دی. د دوهمې خبرې په هکله باید ووایو چې که د علت د اصل له مخې تاریخي پیښې تصادفي نه دي او خامخا یو علت لري نو آیا د دغه پیښو او بدلون یوازینی علت او لامل د مادي او تولیدي وسایلو بدلون دی؟ له دې پرته نور څه د ټولنو د تحول لامل کیدای نه شي؟ آیا نه شي کیدای چې د ټولنېزو اړیکو د تحول لامل دې د پوهانو افکار وي، طبیعي اوضاع وي او یا دا ټول لاملونه دې مارکس د تاریخي مټیریالیزم سره په شریکه ټولنو ته بدلون ورکړي.
نور بیا