کمپیوټری جال یا شبکه
Networking
لیکنه: نصیر کوټوال
د نن ورځې د کمپیوټر د مهمو موضوعاتو څخه یو هم کمپیوټری جال یا شبکه ده چې په وسیله یې کولای شو څو کمپیوټرونه یو د بل سره وتړو چې د کمپیوټرونو تر مینځ نوموړی تړاو او ارتباط د یو کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته د معلوماتو (Data) د لیږدولو او د بل کمپیوټر څخه د ډیټا د اخیستلو چانس رامینځ ته کوي. همدارنګه د کمپیوټري شبکې یا نیټورک له لارې کولی شو سریع مکالمه او لیږدونه سرته ورسوو.
دا چې کمپیوټری جال یا شبکه څه شی دی؟ څه ډول کار کوي؟ څنګه څو کمپیوټرونه یو د بل سره تړلی یا وصل کولی شو؟ که په شبکه کې ستونزې رامینځ ته شي هغه څه ډول له مینځه وړلی شو؟ دا او دې ته ورته پو ښتنې به مو په راتلونکي کې په بشپړ ډول ځواب شي.
نیټورک څه دی What is Networking ؟
نیټورک Networking د کمپیوټرونو تر مینځ د هغه تړاو څخه عبارت دی چې د معلوماتو Information او منابعو Resources د شریکولو یا Sharing لپاره کارول کیږي یا د کمپیوټرونو تر مینځ د معلوماتو او منابعو شریکولو ته نیټورکینګ وایي.
هغه منابع چې کمپیوټرونه یې یو د بل سره شریکوي عبارت دي له:
1. پوستکالیزي منابع Software Resources
2. کلکالیزي منابع Hardware Resources
پوستکالیزي منابع لکه معلومات (Data & Information) چې د نیټورک د کاروونکو Users ترمینځ لیږد رالیږدول کیږي د بیلګې په ډول ایمیل یا بریښنالیکونه، انځورونه، ویډیواو غږونه او نور ډول ډول فایلونه. کلکالیزي منابع لکه چاپګر یا پرینټر، سکینر، د فاکس د لیږدولو ماشین، هارډ ډسک، سی ډی او نور.
د منابعو د شریکولو ګټه دا ده چې مونږ د لا زیات او اضافي لګښت څخه ژغوري د بیلګې په ډول که مونږ په خپل دفتر کې شبکه یا نیټورک ولرو دې ته اړتیا نشته چې هر کمپیوټر ته بیل بیل پرینټر واخلو، یواځې یو پرینټر اخلو د شبکې سره یې وصلوو په شبکه کې شته ټول کمپیوټرونه کولی شي د نوموړي پرینټر څخه ګټه واخلي او له دې لارې خپل معلومات چاپ کړي.هر هغه کمپیوټر چې د کوم بل کمپیوټر سره نه وي تړلی د Standalone Computer په نوم یاديږي.
منفرد یا Standalone کمپیوټر
که کمپیوټرونه د شبکې یا نیټورک په وسیله وتړل شي بیا نو نوموړي کمپیوټرونه کولی شي معلومات سره شریک کړي، یو بل ته معلومات ولیږي او یا د یو بل څخه معلومات واخلي، هغه پرینټر ته لاسرسی ولري چې د شبکې سره تړلی دی او نور ....
د سره تړلیو یا Networked کمپیوټرونو انځور
د شبکو ډولونه Kinds of Networks :
شبکې یا نیټورکونه په درې ډوله دي:
لومړی – محلي شبکه Local Area Network (LAN) : لکه څنګه چې د نامه څخه یې معلومیږي هغه شبکه یا نیټورک دی چې په هغه ځایونو کې چې د پراخوالي له پلوه کوچني وي جوړيږي د بیلګې په ډول د یو دفتر نیټورک، د یوه کور نیټورک او نور. په نوموړي شبکه کې محدود شمیر کمپیوټرونه او د تړاو کیبلونه کارول کیږي.
دوهم – پراخه شبکه یا جال Wide Area Networking (WAN) :
هغه شبکه ده چې د مختلفو منطقو او حتی هیوادنو ترمینځ جوړیږي. په هغه صورت کې چې د محلي شبکو شمیر زیاتوالی کوي او نوموړې شبکې یو د بل سره په تړاو کې وي چې د همدې محلي شبکو د یو ځای کیدو څخه پراخه شبکې یا (WANs) رامینځ ته کیږي. د تعریف له مخې WAN داسې شبکي دي چې د میلونو په حساب فاصلې رانغاړي او د زیات شمیر محلي شبکو څخه تشکیل شوي وي.
د پراخه شبکو یا WANs ښه بیلګه انټرنیټ یا نړیجال دی چې په ملیاردونو کمپیوټرونه او کاروونکي لري.
دریم - Metropolitan Area Network (MAN) :
MAN هغه کمپیوټری شبکه ده چې د پراخه شبکو د ټیکنالوجۍ څخه په استفادې په یو ځانګړي جغرافیوي موقعیت مثلاً یو ښار یا یو هیواد کې جوړیږي.
لنډیز: په لنډ ډول باید ووایو چې LAN هغه شبکه ده چې په یو محل مثلاً دفتر، کور، اپارتمان او نورو کې د کمپیوټرونو د تړلو لپاره کارول کیږي چې دې ډول شبکې ته کورنۍ شبکه یا کورني جال هم ویل کیږي. MAN هغه شبکه ده چې په سیمه ایز ډول یا د یو ښار د کمپیوټرونو د تړاو لپاره او WAN هغه شبکه ده چې د هیواد دننه او ټولې نړۍ ته لاسرسی لري.
دلته زمونږ د بحث موضوع یوازې کورنۍ یا محلي شبکه Local Area Network (LAN) دی چې تر بحث لاندې یې نیسو خو تر هر څه له مخه ځیني هغه اصطلاحات زده کوو چې د نیټورک پ راتلونکي موضوعاتو کې ورسره مونږ سرو کار لرو:
۱ - Server یا خدمتي کمپیوټر: هغه کمپیوټر ته ویل کیږي چې په شبکه کې خپل معلومات او منابع شریکوي. ځینې مهم او د یادونې وړ Servers عبارت دي له:
· د فایلونو ساتونکی یا وړاندې کوونکی کمپیوټر File Server
· د فایلونو انتقالوونکی FTP Server
· ویب سرور یا د ویبپاڼو خدمتی کمپیوټر HTTP Server, Web Server
· د بریښنالیک لیږدولو خدمتي کمپیوټر Mail Server
· د فاکس لیږدوونکی خدمتی کمپیوټر Fax Server
· او نور
۲ – Client کلاینټ: هغه کمپیوټر ته ویل کیږي چې د شبکې یا نیټورک شریکي شوې منابع کاروي او هغوی ته لاس رسی لري
په لنډ ډول باید ووایو چې Server منابع شریکې او وړاندې کوي او Client ترې استفاده کوي چې دغې تړاو ته (Client/Server relationship) وایی.
۳ – هاسټ Host : د نیټورک سره تړلې هر کمپیوټر او آلې ته هاسټ ویل کیږي.
د کورنۍ شبکې ډولونه:
کورنۍ شبکه دوه ډوله ده
لومړی – د ملګري نه ملګري ته شبکه Peer to Peer Network :
په دا ډول نیټورکونو کې یو کمپیوټر هم د Server او هم دکلاینټ رول ادا کوي یعنې همر کمپیوټر چې د peer to peer نیټورک غړی وي کولی شی د خدمتي کمپیوټر یا سرور په ډول د نورو کمپیوټرونو سره منابع شریکي Share او د کلاینټ په ډول د نورو کمپیوټرو لخوا شریک شوو موادو ته لاسرسی ولري. دلته په شریک شوو معلوماتو او منابعو کوم مرکزي کنټرول نشته همدارنګه هیڅ کمپیوټر په نورو کمپیوټرونو منابعو ته د لاسرسۍ کوم امتیاز نه لري.
د peer to peer نیټورک انځور
په دا ډول نیټورک کې هر کمپیوټر دنیټورک د اداره کوونکي Network Admin په ډول عمل کولی چې له مخې یې یو کاروونکي یا User ته د خپلو ځینو شریکو شوو معلوماتو ته د لاس رسۍ اجازه ورکوي او د ځینو څخه یې منع کوي. دا چې اجازه څنګه ورکوي او څنګه یې منع کوي په راتلونکي کې به پرې پوه شو.
په نوموړي نیټورک کې کله چې مونږ یو کمپیوټر Access کوو نو که هغه کمپیوټر پاسورډ ولري نو زمونږ څخه د پاسورډ د ورکولو غوښتنه کیږي او د صحیح پاسورډ د ورکولو څخه وروسته مونږ د هغه کمپیوټر شریک شوو موادو ته لاسرسی پیداکوو.
په پیر ټو پیر نیټورک کې کمپیوټرونه په ګروپونو ویشل کیږي چې هر ګروپ یې د Workgroup په نامه یادیږي. کیدای شي زمونږ ټول نیټورک یوازې یو Workgroup وي.
د
Peer to Peer Network په کوچنیو ادارو او سازمانونو کې کارول کیږي چې محدود شمیر کمپیوټرونه او آلات لري خو چې کله د کمپیوټرونو شمیر زیاتیږي نو په دا ډول شبکو هم بوج Load زیاتیږي د بیلګې په ډول کله چې زیات شمیر کاروونکي د یو کمپیوټر یو شریک شوی فایل Access کوي نو د نوموړي کمپیوټر فعالیت هم ورسره ورو کیږي او اجراتو کې یې وقفه رامینځ ته کیږي.
د نیټورک نوموړی ډول د مصرف له پلوه ارزانه او د کارولو له پلوه اسان او کوم مسلکي کس ته یې په کارولو کې اړتیا نشته. همدارنګه کوم ځانګړي پوستکالي یا سافټ ویر ته ضرورت نه لري او په ټولیز ډول په هر چلیز سیستم Operating System (OS) کې جوړیدای شي.
دوهم – د خدمتي کمپیوټر پر بنسټ شبکه Server Based Network :
د کمپیوټري شبکو هغه ډول دی چې پکې شامل کمپیوټرونه Clients د یو مرکزي کمپیوټر د خدماتو څخه استفاده کوي، دغه خدمات کیدای شي د پرینټر خدمات وي یا د بریښنالیک خدمات او یا نور وي.په دا ډول نیټورک کې ټول شامل کمپیوټرونه د خدمتی کمپیوټر یا سرور له لوري اداره کیږي. سرور باید د ښه امنیت یا سیکیوریټی لرونکی او فوق العاده تیز وي تر څو په یو وخت کې ورڅخه زیات شمیر کمپیوټرونه استفاده وکړای شي.
دا ډول نیټورک د peer to peer نیټورک خلاف د کاروونکو د نومونو او شفرونو Passwords یو لیست لري او د پیر ټو پیر نیټورک خلاف د شبکې د هر شامل کمپوټر څخه د کارن د نوم او پاسورډ په ورکولو سره د سرور منابعو ته لاسرسی پیداکولی شو.
Windows 2008 server او windows 2012 Server د کاروونکو د ګروپونو او نومونو د کنټرول لپاره د Domain Model په نامه یو سیستم رامینځ ته کړی داسې چې کله هر کارن وغواړي د سرور منابعو ته لاسرسی پیدا کړي نو باید دغه ډومین کنټرولر ته ځان ور وپیژني یعنې خپل نوم او پاسورډ داخل کړي چې دغه سرور یې بیا د کاروونکو د لیست سره چې په یو Database کې چې د Active Directory (AD) په نوم یادیږي ثبت دی مقایسه کوي او یوازې د شته نوم او پاسورډ له مخې یو کارن یا user ځانګړو منابعو ته لاسرسي پیداکوي. یوازې د نیټورک اداره چي یا اډمین کولی شي په Active Directory کې بدلونونه او تغیرات راوړي.
په Peer to Peer نیټورک مو کولی شو تر لسو پورې کمپیوټرونه وصل کړو خو په دا ډول نیټورک کې په زرهاوو کمپیوټرونه ځاییدای شي.
د کورنۍ یا محلي شبکې جوړول
که وغواړو د کمپیوټرونو تر مینځ یوه شبکه یا نیټورک جوړ کړو نو نو لاندې توکي باید ولرو:
1. دوه او یا زیات کمپیوټرونه
2. د کمپیوټرونو یو د بل سره نښلولو او تړاو آلات Network Media
3. د نیټورک د لیږد طریقه Protocol
4. د نیټورک پوستکالي Network Software
د شبکې د تړاو آلات Network Media :
د شبکې د جوړولو لپاره تر هر څه له مخه باید د یو څخه زیات کمپیوټرونه ولرو، تر دې وروسته نوموړي کمپیوټرونه باید یو د بل سره وصل شی چې د نن ورځې د ډیری شبکو کمپیوټرونه د کیبل په وسیله یو د بل سره تړل کیږي. د نیټورک نوموړي کیبلونه د کمپیوټرونو تر مینځ د سیګنالونو د لیږد دنده سرته رسوي او هغوی ته دا اسانتیا برابروي چې یو د بل سره مکالمه سرته ورسوي. د کیبل له لارې دوه ډوله سیګنالونه یو برقي او بل نوري سیګنالونه لیږدول کیږي. کیبلونه ډیر ډولونه لري خو مونږ دلته یوازې هغه کیبلونه د مطالعې لاندې نیسو چې په نیټورک کې د کمپیوټرونو د د وصلولو لپاره کارول کیږي.
دا هم باید ووایو چې یوازې د کیبل په وسیله د نیټورک سره آلات نه تړل کیږي بلکې د نوې ټیکنالوجۍ یعنې بې سیمه Wireless ټیکنالوجۍ له مخې هم آلات د نیټورک سره وصلیدای شي چې په خپل وار به پرې خبرې وکړو.
د نیټورک د تړاو کیبلونه (سڼسي):
په ټولیز ډول په نیټورک کې د کمپیوټرونو د وصلولو لپاره د درې ډله مزو یا کیبلونو څخه استفاده کیږي:
1. کوکشیل کیبلونه Coaxial Cables
2. جوړه تاو شوي کیبلونه Twisted pair Cables (TP)
3. د نوري فایبر کیبل Fiber Optic Cable
د نوموړو کیبلونو څخه هر یو یې بیلابیل ډولونه، تیزوالی او جوړښتونه لري خو د ټولو دنده یوه او هغه دا چې د نیټورک سیګنالونه په فزیکي ډول د یو ماشین څخه بل ماشین ته لیږدوي که دا سیګنالونه الیکټریکي وي او یا که نوري څپې وي.
د کیبلونو ځانګړنې:
د کیبلونو د ښه پیژندلو لپاره باید د هغوی ځانګړنې وپیژنو، دا لاندې هغه ځانګړنې دي چې په عمومي ډول د نیټورک هر کیبل یې لري.
۱ – تیزوالی یا Bandwidth Rate : د نیټورک هر ډول کیبل ټاکلې اندازه معلومات په یو ټاکلي وخت کې لیږدوي چې دې ته د Bandwidth اصطلاح کارول کیږي.
Bandwidth=Quantity of transferred data/Transformation time
ځکه نو د یو کیبل د انتقال یا لیږد چټکتیا په bit په سیکنډ یا bit/sec همدارنګه Mb/sec یا Mbps او نورو اندازه کیږي.
۲ – د انتقال اعظمي فاصلهMaximum segment length : د نیټورک هر یو کیبل تر یو ټاکلې فاصلې پورې د سیګنالونو په بشپړ ډول د انتقال توانايي لري او تر هغې وروسته سیګنالونه مات، زیانمند او په بشپړ ډول نه شي لیږدول کیدلی ځکه خو نوموړي سیګنالونه باید دوباره منظم او په ټاکلي لوري ولیږدول شي. په همدې موخه یو نیټورک د کیبلونو د زیات شمیر سیګمنټونو (بیلوبرخو) څخه تشکیل شوی وي.
۳ – د نیټورک د بیلو برخو اعظمي اندازه: یعنې یو نیټورک د څو ځانګړو او بیلو برخو څخه جوړ شوی وي چې د هرې برخې لپاره یې د ځانګو مشخصاتو لرونکي کیبلونه کارول کیږي.
۴ – په یو سیګمینټ کې د آلاتو شمیر: دا یو حقیقت دی کله چې د نیټورک سره یوه نوې آله وصل کیږي نو د نیټورک فعالیت ورسره یو څه ضعیفه کیږي. د نیټورک په اصطلاح دغه حالت ته Insertion Loss وایی. ځکه نو دا یو اړتیا د ه چې د نیټورک سره په وصلیدونکو آلاتو په شمیر محدودیت ولګول شي تر څو کیبلونه په سالم، بشپړ او روښانه ډول سیګنالونه ولیږدوي.
۵ – د بیرون څخه زیانمن کیدل Interference Susceptibility :
د نیټورک ټول کیبلونه په څه نا څه اندازه په چاپیریال کې د شته نورو سیګنالونو او څپو په واسطه اغیزمن کیږي، نوموړې مداخلې او زیانونه د الیکترو مقناطیسی مداخلو Electro Magnetic Interference (EMI) او همدارنګه راډیو فریکوینسي مداخلو (RFI) څخه عبارت دي.
الیکټریکي زیانونه د نیټورک سره د نزدې ماشینونو، ټرانسفارمرونو او ځینو لایټونو له امله رامینځ ته کیږي او د رادیويي څپو زیانونه د قوي خپرنیزو څپو له امله په هغه ځایونو کې رامینځ ته کیږي چې د راډیو یا تلویزیو د سټیشن سره نزدې وي
۶ – نښلوونکي آلات Connection Hardware :د نیټورک د کیبلونو هر ډول د کمپیوټر سره د نښلولو لپاره یو ځانګړی نښلوونکی یا Connector ته اړتیا لري، نوموړی کنیکټر لومړی د کیبل د هغه سر سره چې په کمپیوټر کې ننویستل کیږي وصلیږي او بیا د کمپیوټر د نیټورک لپاره په ځانګړې دریڅه یا Port کې ننویستل کیږي.
۷ – د موادو قیمت: د کیبلونو هر ډول د اوږدوالی د واحد له مخې بیلابیل قیمتونه لري چې د نیټورک یا شبکې د شکل او جوړښت په پام کې نیولو سره مونږ د خپل نیټورک لپاره کیبل ټاکو.
۸ – د نصبولو یا انسټالولو قیمت: د دې لپاره چې کیبلونه د کمپیوټرونو تر مینځ وغزوو او انسټال یې کړو نو مسلکي کار کوونکو ته اړتیا لرو تر څو هغوی د نیټورک جوړښت ته په پام سره نوموړي کیبلونه نصب کړي.
ادامه لري ...