نصیر احمد کوټوال
پايله
د اقتصاد د بیلابیلو تعریفونو په پای کې باید ووایو چې د اقتصاد د لومړنیو ستونزو څخه یوه هم د منابعو د کمیابۍ یا scarcity ستونزه ده په دې مانا چې د انسان ضرورتونه او اړتیاوې بې شمیره او نامحدودې دي او په مقابل کې یې هغه وسایل یا عوامل چې انسان یې د خپلو اړتیاوو د رفع کولو لپاره کاروی محدودې یا limited دي. همدا د منابعو کمیابي یا scarcity of resources د دې لامل کیږي چې وګړي انتخاب یا Choice وکړي یعنې د کالیو او خدماتو تر مینځ تر ټول ګټور وټاکي، دا چې په اجناسو او خدماتو کې ټاکنه کیږي نو ناچاره د یو په ټاکلو سره د بل څخه صرف نظر کیږي چې دا د فرصتي مصارفو په نوم یادیږي او په دې ډول د منابعو کمیابي د فرصتي مصارفو یا opportunity cost لامل کیږي. په پای کې وایو چې د اقتصاد عمده ستونزه(Economic Problem) کمیابي ده، که کمیابي نه وای او د وګړو لپاره منابع پریمانه وای نو د اقتصاد نورې ستونزې لکه د وګړو ناپایه غوښتنې خپله مشبوع کیدې او فرصتي مصارف چې د کمیابۍ څخه سر چینه اخلي خبله له مینځه تلل.
يادونه: ځینې وایي چې د اقتصاد Economic کلیمه د یوناني Oikonowea یا Oikonomous څخه اخیستل شوې چې د د کور د ادارې یا household management په مانا ده، او ځینې نور بیا وایي چې اقتصاد د لومړي ځل لپاره د حکومتدارۍ او د دولتي امورو د پرمخ بیولو لپاره رامینځ ته شو تر څو هغه لارې چارې په ګوته کړي چې په وسیله یې دولتونه په ښه او سمه توګه خپل عواید راټول او په موثر او سمه توګه یې مصرف کړي.
په پورته بحث کې د ځینو کارول شوو اصطلاحاتو پيژندنه:
لاندې هغه اصطلاحات دي چې په پورته بحث کې ترې یادونه شوې، غواړو چې د لوستونکو لا زیات پوهاوي په موخه د دغه اصطلاحاتو څخه په ځینو یې لا زیاته رڼا واچوو:
۱ – شتمني یا Wealth
۲ – اجناس یا Goods
۳ – خدمات یا Services
۴ – د تولید منابع یا عوامل Factors of Production
۵ – فرصتی مصارف Opportunity Costs
لومړی – شتمني:
ټول هغه شیان چې یو ارزښت ولري، وګړي یې کاروي او په طبیعت کې په ازاد ډول نه پیداکیږي لکه پیسې، سره زر او نور شتمني بلل کیږي. په اقتصاد کې شتمني پراخ مفهوم لري چې پکې کور، ځمکه، ودانۍ، سرکونه، ماشینونه، تجهیزات او داسې نور شامل دي.
د شتمنۍ یوه ځانګړنه ګټورتوب یا افاده ده، په دې مانا چې د شتمنۍ په وسیله د انسانانو اړتیاوې پوره کیږي او هر هغه څه چې د انسانانو کومه اړتیا پوره نه کړي شتمني نه ده، او دا چې د انسانانو د اړتیا د پوره کولو وسایل کمیابه دي نو شتمني هم د اړتیا په پرتله کمیابه وي. همدارنګه د شتمنۍ ملکیت د یو تن څخه بل ته د لیږد او یا د نورو اجناسو په مقابل کې د تبادلې وړ دی.
شتمني بیلابیل ډولونه لري:
شخصي شتمني: لکه د نوم څخه یې چې ښکاري ټول هغه شیان چې د یو ځانګړي وګړي په ملکیت کې وي لکه پیسې، ځمکه، ګاڼه او نور....
ټولنیزه یا عامه شتمني Public Wealth : هغه شتمني ده چې د ټولنې د وګړو د ګټه اخیستنې په موخه رامینځ ته شوي وي لکه سرکونه، بریښناکوټونه، دولتي ودانۍ او نور...
ملي شتمني: د یو هیواد هغه شتمني چې طبیعت پرې لورولې وي لکه سیندونه، غرونه، کانونه او ځنګلونه د هغه هیواد د ملي شتمنۍ یا National Wealth په نوم یادیږي.
دوهم – توکي، او یا اجناس Goods او خدمات یا Services:
ټول هغه مادي شیان او وسایل چې د وګړو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کیږي د اجناسو یا Goods په نوم یادیږي د بیلګې په ډول لباس، خواړه، موټر اونور، همدارنګه د انسانانو ټول هغه کوښښونه او هڅې چې د وکړو غیر مادي اړتیاوې پوره کوي د خدماتو یا Services په نوم یادیږي د بیلګې په ډول روغتیاي خدمتونه، اړیکتیايي یا مخابراتي چوپړونه، ښوونیز خدمتونه او نور.
یادونه کوو چې توکو او خدماتو ته په مشترک ډول کالي یا Commodities هم وایي او په لاندې ډولونو ویشل شوي:
وړیا او اقتصادي کالي: د ځمکې پرمخ ټول هغه شیان چې چې د وګړو د فعالیت زیږنده نه وي او د وګړو د غوښتنو په مقابل کې کمیابه نه وي د وړیا کالیو Free Goods په نوم یادیږي. دا هغه شیان دي چې اخیستل او خرڅول کیږي نه او لوی څښتن په وړیا ډول د انسانانو په واک کې ورکړي لکه هوا، لمر او نور.
له بل لوري ټول هغه کالي چې تولید یې محدود او د انسانانو د غوښتنو په مقابل کې کمیابه وي د اقتصادي کالیو یا Economics Goods په نوم یادیږي. دا ډول کالي ټاکلي قیمتونه لري او په بازار کې خرڅول او پیرودل کیږي. اقتصادي کالي په دوه ډوله دي یو ډول طبیعي لکه کانونه او نور، او بل ډول یې هغه دی چې د وګړو د کار او زیار په لړ کې رامینځ ته کیږي لکه موټرونه، کورونه، ماشینونه او نور.
مصرفي او پانګه ایز کالي:
هغه شیان یا کالي چې په مستقیم ډول د وګړو د اړتیاوو لپاره لګول کیږي د مصرفي اجناسو Consumer Goods په نوم یادیږي لکه خوراکي توکې، لباس او نور. له بل لوري هغه کالي چې د تولید په پروسه کې د نورو کالیو د تولید په موخه کارول کیږي د پانګه ایز (سرمایوي) Capital Goods په نوم یادیږي د بیلګې په ډول ماشینونه او نور تولیدي وسایل.
دوام لروني او مهالني کالي:
دوام لرونکي توکي durable goods هغه کالي دي چې په اوږدمهالي ډول ترې ګټه اخیستل کیږي، په دغه کالیو کې هم مصرفي اجناس (بریښنایي اوتو....) او هم سرمایوي اشیاء لکه ماشین آلات او نور تجهیزات شامل دي. له بله اړخه مهالني یا بې دوامهnondurable goods کالي هغه کالي دي چې په یو ځل مصرفولو له مینځه ځي لکه خواړه او نور...
د کالیو نور ډولونه د ځایناستو یا جانشین کالیو، بشپړونکو کالیو او نورو څخه عبارت دي چې د تقاضا په بحث کې به پرې په تفصیل سره وغږیږو.
د تولید عوامل Factors or Means of Production :
په اقتصاد کې تر ټولو ستره موضوع تولید دی، ټولې اقتصادي اړیکې او فعالیتونه د تولید زیږنده او همدا تولید دی چې د یو اقتصادي سیستم ارابه څرخوي. دلته د تولید څخه زمونږ موخه د دواړو اجناسو او خدماتو رامینځ ته کول دي، خو د اجناسو او خدماتو نوموړې رامینځ ته کیدنه یا تولید یو لړ عواملو او منابعو ته اړتیا لري. دغه عوامل چې په وسیله یې تولید رامینځ ته کیږي د تولید د عواملو یا Factors of Production په نوم یادیږي. په دغه عواملو په راتلونکي کې په تفصیل سره غږیږو خو اوس د دې لپاره چې د نوموړو عواملو څخه زمونږ په ټولو بحثونو کې یادونه کیږي هغوی ته یو ځغلنده کتنه کوو:
لومړی – ځمکه Land : ځمکه د تولید د کمیابه منابعو یا عواملو څخه یوعامل دی چې د شتون پرته یې د تولید پروسه صورت نشی نیولای. نوموړې اصطلاح یوازې د ځمکې لپاره نه کارول کیږي او موخه یې ټول هغه شیان دي چې له ځمکې څخه تر لاسه کیږي د بیلګې په ډول کانونه، اوبه او نور هغه شیان چې په طبیعت کې په ازاد ډول موندل کیږي لکه هوا، سیندونه او نور.
دوهم – کار یا Labor : کار د تولید د یو کمیابه عامل په توګه د انسانانو د ټولو هغو هڅو څخه عبارت دی چې په ترڅ کې یې د اجناسو او خدماتو تولید رامینځ ته کیږي. همدغه ټکي ته په پام سره د انسانانو ټول فکري او فزیکي کوښښونه او مهارتونه چې د تولید په پروسه کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي کار بلل کیږي.
دریم – پانګه Capital : پانګه یا سرمایه له هغه اجناسو یا کالیو څخه عبارت ده چې د مستقیم لګښت په موخه نه بلکې د نورو کالیو د تولید په موخه کارول کیږي د بیلګې په ډول ماشین آلات او نور.
څلورم – اداره او مدیریتEntrepreneurship : د تولید څلورم عامل تنظیم یا مدیریت دی. دا د رهبرۍ د هغه وړتیا او نوښت څخه عبارت دی چې د تولید د پورته درې ګونو عواملو ( ځمکه، کار او پانګې) د همغږۍ او تنظیم لپاره کارول کیږي.
نور بیا .....