سید ابولاعلی مودودي
پښتو ژباړه او سمون: نصیراحمد کوټوال
د یوې پوښتنې ځواب:
پوښتنه کیږي چې ایا زکات او صدقه د اقتصادي پرمختګ او بهبود لپاره کارول کیدای شي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په اصل کې خو د زکات او صدقې موخه اقتصادي غوړیدا او ښه والی دی. خو په دې ځان بشپړ پوه کړﺉ چې له دې څخه موخه دا نه ده چې په ټولیز ډول دې یوازې زکات د ټول هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره وکارول شي او دا کار ناروا هم دی. د زکات موخه خو دا ده چې په مسلمانه ټولنه کې یو وګړی د نادارۍ له امله وږی، بې لباسه، بې مسکنه، بې علاجه او بې سواده پاتې نه شي او په ټولنه کې د ټولو هغو وګړو اقتصادي اړتیاوي پوره شي کوم چې د ګټې وټې د لاس ته راوړلو وړتیا نه لري لکه یتیمان، بوډاګان، ماشومان، معیوب وګړي، داسې خلک چې د ځینو لاملونو له مخې بې روزګاره وي او یا هغه وګړي چې کوم زیان ورته اوښتی وي.
زکات د پورته ډول خلکو د مرستې لپاره دی او په ټوله کې د اقتصادي پرمختګ لپاره به مونږ نور وسایل او ذرایع هم په کار اچوو.
د دوهمې پوښتنې ځواب:
دوهمه پوښتنه دا پوښتل کیږي چې آیا مونږ د سود نه پرته اقتصادي نظام پر پښو درولای شو؟
په ځواب کې یې وایو چې هو بیشکه داسې یو نظام قایمولای شو. په لومړیو کې تر سوونو کلونو پورې داسې یو نظام قایم پاتې شوی او اوس که څوک په رښتیني توګه داسې یو نظام قایمول غواړي او په پټو سترګو د نورو تقلید نه کوی نو د داسې نظام پر پښو درول کوم ستونزمن کار نه دی.
له اسلام څخه د مخه د نړۍ اقتصادي نظام پر سود ولاړ وو کټ مټ لکه د اوس مهال په څیر، اسلام نوموړی نظام بدل او سود یې لومړی په عربو کې او بیا چې کوم ځای ته اسلامي نظام رسیدو حرام او منع کړو. له سود پرته دغه نظام تر سوونو کالو چلیدو او هیڅ دلیل نه شي جوړیدای چې دغه نظام دې ونه چلیږي. که چیرې په مونږ کې د اجتهاد قوت او وړتیا وي او ایماني ځواک ولرو او دا مو اراده وي چې کوم شی چې خدای تعالی حرام کړی دی هغه به ختموو نو په یقین سره چې مونږ دا نظام بدلولی شو او له سود پرته هم ټولې اقتصادي معاملې سرته رسولی شو.
ما په خپل کتاب (سود) کې دا خبره په تفصیل سره څیړلې چې پکې کومه پیچلتیا نشته، د موضوع نوعیت روښانه او ساده دی. پانګې ته دا حق نشته هغه دې په پور د ورکړې له مخې یو ټاکلې ګټه تر لاسه کړي او هغه څوک دې په پام کې ونه نیول شي چې په دغه پانګې یې زیار او کار کړی او د نظم او مدیریت چارې یې سرته رسولي.
له دې پرته په سود کې اصلی ستونزه او خرابوالی دادی چې یو څوک خپله پانګه، صنعت، زراعت او یا سوداګري په پور ورکوي او د هغه لپاره یو ټاکلې اندازه ګټه ټاکي پرته له دې چې د ټاکلې مودې دننه د کاروبار ګټه یا نقصان په نظر کې ونیسي او یوازې کال په کال یا میاشت په میاشت خپله ټاکلې ګټه اخلي او د اصل پانګې د بیرته اخیستلو حق هم لري. دا چاره باید ختمه شي. د نړۍ هیڅوک هم د دې کار د معقولیت دلیل نه شي راوړلای.
خو اسلام چې کوم اصول وړاندې کوي او هغه دا چې که تاسو پور ورکوﺉ نو یوازې د خپل ورکړي پور د مبلغ د بیرته اخیستلو حق لرﺉ او که چیرته د ګټه اخیستلو تمه او غوښتنه لرﺉ نو بیا په سمه توګه شریک او برخوال شۍ. په هغه سوداګرۍ یا صنعت کې چې تاسو خپله پانګه لګوﺉ په دې شرط یې ولګوﺉ چې په ګټه کې به یې تاسو د یو ټاکلي تناسب له مخې خپله برخه اخلﺉ. دا انصاف هم دی او د اقتصادي ژوندانه د ښیرازتیا لامل هم.
دا کومه ګرانه لار نه ده ، کومې پیسې چې د پور په ډول ورکول کیږي هغه دې د شراکت د اصولو له مخې ورکول شي او د سود پر ځای دې پکې ټاکلې اندازه ګټه واخیستل شي. دا کومه ستونزه نه ده، خو ستونزه دا ده چې مونږ د اجتهاد وړتیا نه لرو او دا مو عادت ګرځیدلی چې پرته له دې چې د اجتهاد له مخې ځان ته یوه لاره پیدا کړو په پټو سترګو د نورو تقلید کوو. ملایان ملامتوو چې هغوی تقلید کوي دا په داسې حال کې چې مونږ خپله ړانده مقلدان او په خپلو اقتصادي مسایلو کې اجتهاد ته اماده نه یو. که دا ستونزه په مونږ کې نه وه نو اوس به دا هر څه حل او فصل وو.
د دریمې پوښتنې ځواب:
بل سوال دا دی چې په اسلام کې د اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او مذهبي نظامونو اړیکه یو د بل سره څه ده؟
ځواب دا دی چې د دوی اړیکه داسې ده لکه د ونې د ریښو سره د هغه د ډډ یا تنې او د تنې سره د هغه د ښاخونو او پاڼو اړیکه. اسلام داسې یو نظام چې د خدای په توحید او د رسولانو په رسالت د ایمان راوړلو څه رامینځ ته کیږي، له دې څخه اخلاقي نظام رامینځ ته کیږي، د عبادتونو نظام ورڅخه تشکیلیږي چې هغې ته مذهبي نظام هم وایي او له همدې نظامه اقتصادي، سیاسي او ټولنیز نظامونه هم رازیږي چې دا ټول شیانو یو د بل سره لازم او ملزوم دي.
که چیرې تاسو په خدای او د هغه په رسول ایمان لرﺉ او قران د څښتن تعالی کتاب ګڼﺉ تو تاسو به خامخا هغه اخلاقي اصول اختیاروﺉ کوم چې اسلام مونږ ته راښودلې دي، هغه سیاسي اصول به اختیاروو چې اسلام ټاکلي. د اسلام د وضع شوو اصولو له مخې به خپل اقتصادي ژوند تنظیموو او د همدغه اصولو له مخې به د خپل ټولنیز ژوندانه ټولې لارې چارې پر مخ بیایو.
د کومې عقیدې پر بنسټ چې مونږ لمونځ کوو د همدغه عقیدې پر بنسټ به سوداګري هم کوو. د کوم دین د اصولو له مخې چې مونږ خپل حج او روژه تنظیموو د همغه دین له اصولو له مخې باید خپل بازار یا مارکیټ هم تنظیم کړو. په اسلام کې مذهبی، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نظامونه سره بیل بیل نه دي بلکې د یوه نظام بیلابیلې څانګې دي چې د یو بل سره تړلې هم دي او یو د یو بل نه توان هم اخلي او ورڅخه استفاده کوي.
که چیرې د توحید، رسالت او اخرت ګروهه شتون ونه لري نو د اسلام اقتصادي نظام به هیڅکله هم پر پښو ونه دریږي او که قایم هم شي نو کامیاب به نه شي. همدارنګه د اسلام سیاسي نظام هم نه شي چلیدلی. که په خدای، رسول، آخرت او قران باندې ایمان نه وي نو د اسلام سیاسی نظام به هم نه وي ځکه قران وایی چې لوی څښتن تعالی زمونږ لوی حاکم دی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه استازی دی، قران د هغه فرمان او اطاعت یې واجب دی او مونږ به په اخرت کې د خپلو عملونو ځواب ورکوو.
پس دا فکر چې سیاسي یا اقتصادي نظام د مذهبي او اخلاقي نظام نه بیل او جدا دی باالکل غلط دی او کوم سړی به چې په اسلام پوهیږي او هغه مني هم د دې خبرې به هیڅ تصور هم ونه کړي چې مسلمان دې وي او د هغه سیاست او د اقتصادي ژوند چارې دې د مذهب نه بیلې وي.
پای