سید ابو الاعلی مودودي

پښتو ژباړه اوسمون: نصیر کوټوال

 

د شتمنۍ په کارولو کې د حلالو او حرامو په پام کې نیول:

وروسته له دې چې یو وګړی شتمني لاس ته راوړي نو د هغه په کارولو کې هم په هغه یو لړ بندیزونه لګیږي. د دغه شتمنۍ د لګولو یا مصرفولو یو اړخ په خپل ځان او د خپلو مصارفو لپاره د دغه شتمنۍ مصرفول دي. په دغه مصرف اسلام داسې یو لړ بندیزونه لګوي چې له مخې یې خپله مصرف کوونکي او ټولنې ته  کوم زیان نه رسیږي. هغه شراب نه شي څښلی، زنا نه شي کولی، په قمار یا جوارۍ کې د خپل دولت او شتمنۍ د بربادولو څخه منع شوی، د غیر اخلاقی کارونو لپاره خپله شتمنی نه شی مصرفولی، د سرو او سپینو زرو لوښی او ظروف نه شی کارولی او همدارنګه په خپل استوګنځای هم له زیات دولت او شتمنۍ د لګولو څخه منعه شوی.

د لاس ته راغلی شتمنۍ بل اړخ هم د هغه پس انداز کول یا د ځان سره ساتل دی چې اسلام دا چاره نه خوښوي او غواړي چې دغه شتمني باید په مشروع طریقه په دوران کې پاتي شي. په راټول شوي دولت یا شتمنۍ باندې  اسلام  د یو ځانګړي قانون له مخې د زکات ورکړه لازموي تر څو  دغه دولت یوه ټاکلې برخه  د بیوزله وګړو د لاسنیوي  او ټولنیزو خدمتونو لپاره وکارول شي.

که قرانکریم وګورﺉ نو هلته د دولت  زیرمه کوونکي وګړي غندل شوي او  ویل شوي چې همدغه زیرمه شوی مال او شتمني به د قیامت په ورځ د هغه د څښتن د داغلو لپاره کارول کیږي. لامل یې دا دی چې لوی څښتن شتمنی او دولت د انسانانو د ګټې لپاره خلق کړیدی او هیچا ته یې د بندولو او ځان سره ایسارولو حق او اختیار نشته. د همدې موخې لپاره اسلام احتکار هم منعه کړی.

د احتکار مانا دا ده چې یو څوک قصداً د اړتیا وړ اجناس او توکي له ځانه سره زیرمه کړي تر څو یې په بازار کې قیمتونه لوړ شي او بیا یې په لوړ قیمت وپلوري. دا کار په اسلام کې حرام دی او تجارت باید  په روا او حلاله طریقه تر سره شي. که د یو چا سره د خرڅ لپاره مال موجود وي او په بازار کې ورته اړتیا وي نو د دغه کس لپاره د اسلام د لارښوونو په اساس هیڅ کوم معقول دلیل نشته چې دغه مال دې له ځان سره وساتي. دا کار د یو شخص نه د سوداګر پر ځای غل جوړوي.

همدارنګه اسلام د بې ځایه انحصار او اجاره داریو هم  مخالف دی ځکه دا چاره عام خلک د اقتصادي وسایلو او منابعو د ګټه اخیستنې څخه محروموي او اسلام دا معقوله او جایزه نه ګڼي چې د ګټې وټې فرصتونه او منابع دې د یوې ځانګړې ډلې لپاره ځانګړې شي.

په اسلام کې اجاره داري یواځې د ټولنیزو ګټو د تحقق لپاره جایز ده کنه اساساً اسلام غواړي چې د زیار او هڅو میدان دې د ټولو وګړو لپاره خلاص وي او د ګټې د لاس ته راوړلو فرصت باید ټولو وګړو ته یو ډول مهیا وي، البته دا فرصتونه باید جایز فرصتونه وي.

د وګړو په شتمنۍ کې د ټولنې حق:

اسلام په فردي شتمنۍ کې دټولنې حق ثابتوي. په قرانکریم کې ګورو چې د ذوی القربا حقوق بیان شوي په دې معنی چې د یو وګړي په شتمنۍ کې د هغه څخه پرته د هغه د نورو خپلوانو حق هم شته. که د یو شتمن وګړي په خپلوانو کې کوم اړمن شخص وي نو دا په هغه فرض دي چې د خپل لګښت څخه په اضافه شتمنۍ کې د خپل دغه خپلوان اړتیاوي ور پوره کړي. که چیرته د ټولنې هر وګړي خپله دغه ذمه واري او دنده  احساس کړي نو په ټولیز ډول به د ټولنې د ډیرو کورنیو اړتیاوې د کورنیو او خپلوانو دننه پوره شي او د بل چا مرستې او کومک ته به اړتیا پیښه نه شي.

که قرانکریم وګورﺉ نو هلته د ټولو څخه مخکې په حقوق العباد کې د مور او پلار د حق څخه یادونه شویده.

همدارنګه قرانکریم  د یو وګړي په دولت کې د هغه د ګاونډی حق هم ثابتوي په دې مانا چې د یو کلي او کوڅې نسبتاً شتمن او هوسا خلک به د هغه کلي او کوڅې د بیوزله او محتاجو وګړو لاسنیوی کوي.

له دې وروسته قرانکریم یو شتمن سړي ته دا حکم هم کوي چې هغه دې د خپل وس په اندازه د هر بیوزله او محروم مرسته وکړي ( وفی امْوالهمْ حق للسایل والمحروم) . سایل هغه څوک دی له تا څخه مدد او مرسته غواړي او مراد ترې هغه سوالګر نه دی چې سوال یې خپل کسب ګرځولی وي بلکې موخه ترې هغه وګړی دی چې رښتیا هم محتاج وي. تاسو به خامخا لومړی د هغه د محتاجۍ ریښتینولي معلوموۍ او له هغه وروسته ستاسو په هغه مال کې چې ستاسو د اړتیاوو څخه زیات دی د نوموړي سوالګر یا سایل حق دی. پاتې شو محروم، د محروم نه موخه هغه شخص دی چې له تاسو څخه د څه غوښتلو لپاره نه راځي خو  خو تاسو ته د هغه محتاجی او بیوزلي معلومه وي نو داسړی هم ستاسو په مال کې حقدار دی.

د پورته ذکر شوو حقوقو برسیره  اسلام مسلمانانو ته د انفاق فی سبیل الله عام حکم کړی دی او د ټولې ټولنې حق یې د دوی په مالونو کې قایم ګرځولی. د دې کار موخه داده چې مسلمان دې یوه مهربانه، پراخ زړه خاوند او با احساسه هستي وي. د هغه په زړه کې دې د خلکو سره همدردي وي. هغه باید له خود غرضۍ پرته د الله د خوشحالۍ لپاره د دین او ټولنې د هرې اړتیا لپاره په پراخ زړه خپل دولت او شتمني خرچ کړي. دا یوه عالي اخلاقي روحیه ده چي اسلام یي د خپلو تعلیماتو په وسیله په هر مسلمان فرد کې پیداکوي په دې موخه چې هغوی د څه زور پرته په خپله خوښه د ټولنیزي رفاه په تحقق کې مرسته وکړي.

زکات:

له دغه رضاکارانه قربانۍ او انفاق نه وروسته یو بل څه چې په اسلام کې لازم او وضع شوي هغه په  راټوله شوې پانګه، تجارتي اموالو، کاروبار، کرهنڼیز پیداوار او په څارویو باندې زکات دی تر څو له دې لارې د هغه وګړو لاسنیوی وشي چې له اقتصادي پلوه کمزوري دي.

د دغه دواړه ډولونو انفاق مثال داسې دی لکه یو چې نفل لمونځ او بل فرض وي. د نفل لمونځ  ستا خوښه ده  چې هر څومره یې کوي کوه یې، څومره روحاني پرمختګ او د الله سره نزدیکت چې غواړې په خپله خوښه نفلي لمونځونه کوه ولې فرض لمونځ خو به خامخا کوې.

همداسې معامله د فی سبیل الله انفاق هم ده چې یو ډول نفل دی چې وګړي یې په خپله خوښه کوي  او دوهم ډول انفاق یا زکات فرض دی او هغه به  خامخا ورکول غواړي په دې شرط چې د یو چا مال او شتمني د یو ټاکلي حد څخه واوړي.

د زکات او مالیې یا ټیکس تر مینځ توپیر:

زکات په اصل کې مالیه یا ټیکس نه بلکې یو عبادت  او د لمانځه په څیر د اسلام یو مهم رکن دی. په زکات او ټیکس کې د ځمکې او اسمان په اندازه توپیر موجود دی. مالیه یا ټیکس هغه دی چې په زور او جبراً له یو چا اخیستل کیږي او دا اړینه نه ده چې یو تن دې هغه په خوشحالۍ قبوله کړي. هر څوک چې مالیه ورکوي نو په خپل ځان یې یو بار او بوج ګڼي، هیڅ کله پرې معتقد نه وي، هغه حق نه ګڼی،  په ورکړه یې تل تندی تریو وي او د مالیې نه خلاصي لپاره بیلابیلې بهانې او تدبیرونه لټوي دا په داسې حال کې چې د دغه ټولو خبرو با وجود د ده په ایمان کې کوم فرق نه راځي.

له دې برسیره په ټیکس او زکات کې بل فرق دا دی چې ټیکس د هغه خدماتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره  اخیستل کیږي چې ګټه یې خپله مالیه ورکوونکي ته هم رسیږي یعنې مالیه په دې مفهوم ده چې که ته د دولت څخه غواړې چې تا ته یو شمیر سهولتونه او اسانتیاوې برابرې کړي نو د دغه سهولتونو لپاره باید ته د مالیې د ورکړې په وسیله قرباني ورکړې او د دولت سره مرسته وکړې.

زکات د دې بر عکس یو ډول عبادت دی، هیڅ یو پارلمان د زکات په چارو کې د لاس وهلو حق نه لري بلکې دا خو خدای وضع کړی قانون دی او هر مسلمان چې خدای تعالی خپل ریښتونی معبود ګڼي نو هغه به هیڅکله هم د زکات د ورکړې په مقابل کې ناغیړي ونه کړي. که چیرته د مسلمان څخه په زور د زکات اخیستلو هم څوک نه وي  نو هغه د خپل مسولیت له مخې د خپل زکات حساب پخپله کوي او هغه ادا کوي. له بله اړخه مسلمان زکات په دې موخه هم نه ورکوي چې ګویا د مالیې په څیر د هغې څخه خپله هم مستفید شي بلکې زکات یوازې هغه خلکو ته ورکول کیږي چې هغوی د شتمنۍ په ویش کې د نورو په پرتله محروم او بیوزله وي.

په همدې بنسټ وایو چې زکات اساساً او د خپل روح او شکل له مخې  د مالیې یا ټیکس څخه بیخي بیل او مختلف دی. دا ستاسو لپاره د نهرونو، سړکونوجوړولو او د دولت او نظام د چلولو په موخه نه ورکول کیږي بلکې دا د یو ډله ځانګړي وګړو حق دی او د څښتن تعالی له لوري نه د یو عبادت په ډول فرض شوی دی. زکات د اسلام د پنځو رکنونو څخه یو رکن دی او تاسو ته یې د څښتن تعالی د رضا پرته چې په اخرت کې به درکول کیږي بله هیڅ فایده نه رسیږي.

ادامه لري .......