غزل
نصیر کوټوال
 
نازولې وه ښایسته وه چې وړه وه
بس د سرو ګلو غونچه وه چې وړه وه
 
لا یو بل راباندې ګران وو چې واړه وو
لا یاري زمونږ پخه وه چې وړه وه
 
د نانځکې د واده محفل به یې تود وو
او تر څنګ به یې ویده وه چې وړه وه
 
جنګیرکه د جنګونو مینه واله
له غوسې به تکه سره وه چې وړه وه
 
پښتنه پیغله رالویه شوه غمو کې
او لا برخه یې سپیره وه چې وړه وه
 
په ژړا به د شهید پلار ومزار ته
آن تر ټکنده غرمه وه چې وړه وه
		
			
					
					
						
							26.11.2012
						
						 - نصیر کوټوال
					
					د قران معاشي یا اقتصادي لار ښوونې
بنسټیز حقیقتونه:
سید ابوالاعلی مودودي
پښتو ژباړه او سمون: نصیر احمد کوټوال
 
د انساني ژوندانه په هکله  د قرانکریم تر ټولو ب...
			 
			
					
					
						
							28.11.2012
						
						 - نصیر کوټوال
					
					سید ابو الاعلی مودودي
پښتو ژباړه اوسمون: نصیر کوټوال
 
د شتمنۍ په کارولو کې د حلالو او حرامو په پام کې نیول:
وروسته له دې چې یو وګړی شتمني لاس ته راوړي نو د هغه په کارولو کې هم په هغه یو لړ بندیزونه لګیږي. د دغه شتمنۍ د لګولو یا مصرفولو یو اړخ په خپل ځان او...