د قران معاشي یا اقتصادي لار ښوونې

بنسټیز حقیقتونه:

سید ابوالاعلی مودودي

پښتو ژباړه او سمون: نصیر احمد کوټوال

 

د انساني ژوندانه په هکله  د قرانکریم تر ټولو بنسټیز حقیقت چې قرانکریم پرې ډیر تاکید کوي دادی چې  د انسانی ټولنې د اړتیا وړ ټول وسایل او منابع څښتن تعالی خلق کړیدي او د انسان د ګټې رسولو ځواک یې پکښې ایښی. څښتن تعالی نه یوازې دغه وسایل او ذرایع پیداکړي بلکې د دې تر څنګ یې انسانانو ته دا چانس او ځواک هم ورکړی چې له دغه منابعو څخه ګټه واخلي.

هوالذی جعل لکم الارض ذلولاً فامشو فی مناکبها وکلو من رزقه و الیه النشور. الملک ۱۵

ژباړه: څښتن تعالی هغه ذات دی چې ځمکه یې ستاسو تر واک لاندې کړه،نو ګرځۍ د دغه ځمکې په اوږدو کې او د الله تعالی د رزق څخه خورﺉ او هرو مرو تاسو به د همدغه څښتن په لور ورځﺉ.

و هوالذی مدّ الارض و جعل فیها رواسی و انهارا و من کل الثمرات جعل فیها زوجین اثنین. الرعد ۳

او الله هغه ذات دی چې ځمکه یې خوره او اږده کړه او پکې یې غرونه پیدا او سیندونه وبهول او د بیلابیلو میوو جوړې یې پیداکړې.

هو الّذی خلق لکمْ ما فی الارضِ جمیعاً .. البقره – ۲۹   ژباړه: او الله تعالی په ځمکه کې ټول شیان ستاسو لپاره پیداکړل.

ولقد مکّنکمْ فی الْارْض و جعلْنا لکمْ فیها معایش. الاعراف – ۱۰

مونږ په ځمکه کې تاسو ته واک او اقتدار درکړو او ستاسو د ژوندانه وسایل او منابع مو پکښې راټول کړل.

افرءیتم ما تحرثونهُ ءَ انْتُمْ تزرعونه ام نحن الزارعون. الواقعه – ۶۳-۶۴

آیا فکر مو کړی هغه څه چې تاسو یې کښت کوﺉ  تاسو یې راشنه کوﺉ کنه د هغو راشنه کوونکي او زرغونوونکي مونږ یو.

د روا او ناروا حد ټاکل د الله تعالی حق دی:

څښتن تعالی نوموړې ټول وسایل او منابع د انسان د ګټې لپاره پیداکړي خو انسانان بیا د نوموړو منابعو او وسایلو په کارولو او لاس ته راوړلو کې  خپلواک نه دی او نه په خپله خوښه د روا او ناروا د ټاکلو حق لري بلکې دغه حق الله تعالی ته ثابت دی ځکه خو څښتن تعالی د عربو د پخوانی قام (مدین) غندنه کوي چې هغوی د خپلې ګټې او خرڅ یا لګښت په کارونو کې د خپل غیر محدود تصرف او واک ادعا کوله:

قالو یا شعیب اصلوتک تامرک ان نترک مایعبد اباونا و ان نفعل فی اموالنا ما نشاءُ. (هود – ۸۷)

هغوی وویل چې ای شعیبه ستا لمونځ تا ته دا حکم کوی چې مونږ دې د خپلو پلرونو معبودان پریږدو او په خپلو مالونو کې دې د خپلې خوښې د تصرف حق ونه لرو.

څښتن تعالی هغه خبرو ته درواغ وایی چې څوک یو شی پخپله حرام او یا حلال بولي:

ژباړه: او په خپلو ژبو د درواغو حکمونه مه وایۍ چې دا حلال او دا حرام دي. النمل – ۱۱۶

د حلالو او حرامو اختیار  الله او د هغه د استازي په توګه د هغه  رسول صلی الله علیه وسلم ته ځانګړی شوی دی.

ژباړه:  او هغه (پیغمبر) دوی ته د نیکۍ امر کوی او دبدۍ نه یې منعه کوي. پاک شیان د دوی لپاره حلال او ناپاک ورته حراموي او د دوی نه هغه بندیزونه او پیټی لیرې کوي چې په دوی پراته وو.

د حدود الله دننه د شخصی ملکیت اثبات:

د څښتن تعالی تر ملکیت لاندې او د هغه د وضع شوو حدود په دایره کې قرانکریم د شخصي ملکیت اثبات هم کوي.

لا تاکلو اموالکم بینکم باالباطل الّا ان تکون تجارةً عن تراض منکم. النساء – ۲۹

یو دبل مال په ناروا سره مه خورﺉ مګر دا چې ستاسو تر مینځ حلاله سوداګري وي.

و احل الله البیع و حرم الربوا

الله تعالی بیعه حلاله او سود یې حرام کړو

و ان تبتم فلکم رءوس اموالکم. البقره۲۷۹

که چیرې تاسو د سود له اخیستلو توبه کړﺉ نو د خپل اصل مال د اخیستلو حق لرﺉ.

اذا تداینتم بدین الی اجل مسمی فاکْتبوهُ. البقره ۲۸۲

او کله چې په خپلو منځونو کې دیوې ټاکلې مودې لپاره د قرض راکړه ورکړه کوﺉ نو د هغې سند ولیکﺉ

للرجال نصیب مما ترک الوالدان والاقربون وللنساء نصیب مما ترک الوالدان والاقربون. النساء ۷

د سړیو په هغه مال کې خپل حق دی چې له والدینو او خپلوانو ورته پاتې کیږي او د ښڅو په هغه مال کې خپل حق دی چې له والدینو او خپلوانو ورته پاتې کیږي.

لا تدخلو بیوتاً غیر بیوتکم حتی تستاْنسو. النور ۲۷

له خپلو کورونو پرته د بل چا کور ته بغیر له اجازې مه ننوزﺉ.

اولم یرو اناّ خلقنا لهم ممّا عملت ایدینا انعاماً فهمْ لها مالکوْن.يسین ۷۱

آیا دا خلک نه ګورې چې مونږ د دوی لپاره د خپلو لاسونو جوړ کړې شیانو څخه حیوانات پیداکړل او دوی یې مالکان دي.

والسارق والسارقة فاقطعو ایدیهما. المایده

او د غل سړي او غلې ښځې لاسونه غوڅ کړﺉ.

و اتو حقه یوم حصاده. الانعام

او د ځمکې د حاصل اخیستلو په وخت کې د هغه دحاصل څخه د خدای حق ادا کړﺉ.

خذْ من اموالهمْ صدقة. التوبه ۱۰۳

ای پیغمبره!  د دوی د مالونو څخه زکات واخلۍ.

و اتوالیتمی اموالهم ....... ولا تاکلو اموالهم الی اموالکم. النساء – ۲

او د یتیمانو مال هغوی ته ورکړﺉ ....... او د هغوی مالونه د خپلو مالونو سره مه ګډوﺉ.

و احل لکم ما وراء ذالکم ان تبتغو باموالکم محصنین غیر مصافحین. (النساء ۲۴)

او له دې (حرامو ښځو) نه پرته  د نورو ښځو په هکله تاسو ته جایز ده چې هغوی د خپل مال په بدل کې په نکاح واخلۍ نه په ناجایزه اړیکو سره.

و اتو النساء صدقتهنّ نحله. النساء ۴

او ښځو ته د هغوی مهر په خوشحالۍ ورکړﺉ.

و اتیتم احداهن قنطاراً فلا تاخذو منه شیأً. النساء – ۲۰

که چیرې تاسو ښځې ته د نکاح په وخت کې ډیر زیات دولت هم ورکړی وي نو د طلاق پر وخت ترې هیڅ هم مه غواړﺉ.

مثل الذین تنفقون اموالهم فی سبیل الله کمثل حبة انبتت سبع سنابل. البقره ۲۷۱

د هغه خلکو د لګښت مثال څوک چې د الله په لار کې خپل مال لګوي داسې دی لکه د یوې دانې د کښت څخه چې اوه وږي را زرغون شي.

و تجاهدو فی سبیل الله باموالکم و انفسکم. الصف ۱۱

او د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانو جهاد وکړﺉ.

وفی اموالهم حق للسایل والمحروم.

او د دوی په مالونو کې  د سوالګر او محروم وګړي حق دی.

که پورته لارښوونو او حکمونو ته پام وکړو نو مانا یې پرته د شخصي ملکیت د شتون بل څه نه ده. قرانکریم  د داسې یو اقتصادي نظام نقشه وړاندې کوي چې په ټولو اړخونو کې  په خصوصي ملکیت ولاړه ده. په دې کې باید د مصرفی اجناسو یا consumer goods او تولیدي اجناسو یا وسایلوMeans of Production ترمینځ توپیر و نه شي او شخصي ملکیت باید یواځې په لومړي ډول اجناسو پورې محدود نه شي داسې چې دوهم ډول دې اجتماعي ملکیت وګڼل شي. په دې ډول به هغه شتمنی کومه چې په زحمت یا خوارۍ ګټله شوې earned income او په هغه شتمنۍ کې کومه چې بې زیاره او زحمته ګټل شوی وي unearned income  کې کوم توپیر نه وي.

د بیلګې په ډول چاته چې له مور او پلار، ښځې، خاوند، اولاد او یا ورور څخه میراث پاتې شي او یا هم چاته زکات ورکړل شي چې دا داسې عاید نه دی چې هغه دې په زیار او زحمت ګټلی ويٍ. له بل لوري په دې ډول اقتصادي نظام کې  دا تصور نه شي کیدلای چې دا به ګوندي یو عارضي مرحله وي او بنسټیزه موخه  به داسې یو منزل وي چې هلته دې شخصي ملکیت ختم شي، که په قرانکریم کې همدا موخه وه نو څښتن تعالی به دا خبره په روښانه الفاظو کې بیان  کړې وه او د داسې یو نظام په هکله به یې لارښوونې کړې وې.

د دې خبرې نه چې د قرانکریم په یو ځای کې راغلي چې (( ان الارض لله)) څخه  دا پایله اخیستل معقول نه دي  چې د دغه آیت موخه د ځمکې د شخصي ملکیت ابطال او د عمومی یا اجتماعی ملکیت تثبیت دی. قرانکریم خو دا هم وایی چې ((لله ما فی السموات والارض)) یعنې د ځمکې او اسمانونو هر څه د الله تعالی دي، نو د دې څخه خو دا نتیجه نه شي اخیستل کیدای چې د ځمکې او اسمانونو هیڅ یو شی دې د وګړو ملکیت نه وي او نه ورڅخه دا پایله اخیستل کیږي چې دا شیان د ټول قام او ټولنې ګډ او مشترک مال دی. د خدای ملکیت که چیرته د وګړو د ملکیت نفی کوي نو بیا خو د وګړو او ټولنو د ټولو د ملکیت نفی کوي.

همدارنګه د سورت حم د دې آیت نه استدلال کول هم سم نه دي چې  چې قرانکری د ځمکې وسایل په ټولو انسانانو په برابرۍ سره ویشل غواړي او دا مساوات د اجتماعی ملکیت نه پرته نه شي راتلای نو ځکه د قرانکریم موخه هم د دغه نظام قایمول دي. که چیرې د نوموړي آیت دا ترجمه هم ومنل شي چې الله تعالی د ټولو غوښتونکو لپاره د هغوی د خوراک وسایل په څلورو ورځو کې  مساوي او یو ډول کیښودل نو بیا هم د غوښتونکو نه موخه یوازې انسان نه دی ځکه په غوښتونکو کې له انسانانو پرته د حیواناتو نور ټول انواع هم شامل دي او د هغوی د خوراک وسایل هم خدای تعالی په ځمکه کې پیدا کړي. که چیرې د دغه آیت له مخې د ټولو غوښتونکو برخه مساوي ده نو په هیڅ دلیل دا مساوات یوازې په انسانانو پورې نه شي تړل کیدای.

د قرانکریم د هغه آیتونو نه هم دا استدلال نشي کیدلای چې پکې د بیوزله او کمزورو وګړو د لاسنیوي او مرستې تاکید شوی چې ګویا د دغه مقصد د تحقق لپاره دې اجتماعی یا اشتراکی نظام رامینڅ ته شي. قرانکریم د دغه هدف د تحقق یوازی یوه لار بیانوي او هغه دا چې د ټولنې شتمن وګړي دې د بیوزله، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او نورو اړمنو وګړو اړتیاوې د الله تعالی د رضا لپاره پوره کړي، همدارنګه دولت هم باید د بډایه وګړو د مال یوه برخه ترلاسه او د بیوزله وګړو اړتیاوې دې پرې پوره کړي. له دې پرته په قران کې د دې موضوع په اړه بل هیڅ کوم تصور  نشته.

که چیرته د یو شی اجتماعی ملکیت د شخصي ملکیت په مقابل کې یوه اړتیا او د ټولنې په ګټه وي  نو په دې حالت کې د قرانکریم حکم  کوم بندیز نه لګوي خو د شخصي ملکیت نه غوڅ انکار کول او اجتماعی ملکیت د یو فلسفې او نظام په ډول منل او اختیارول د قرانکریم د لارښوونو سره په ټکر کې دي.

په روا لارو چې کومه شتمني وګټل شي نو دا حلاله شتمني ده. د دغه حلالې شتمنۍ څخه وګړي خپله هم ګټه اخیستلای شي، د هبې او بخشش په ډول یې نورو خلکو ته هم ورکولای شي ، د نورې شتمنۍ د ګټلو لپاره یې هم کارولای شي  او د خپلو وارثانو لپاره یې په میراث هم پریښودلی شي. د جایزې ګټې او شتمنۍ په لاس ته راوړلو هیڅ کوم محدودیت نشته داسې چې شتمنی دې یو ځانګړې اندازې ته ورسیږی او بیا نوره شتمني لاس ته راوړل حرام وي، که یو څوک د حلالو منابعو او وسایلو په کارولو سره کروړونه هم وګټي نو اسلام د هغه مخنیوی نه کوي. د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره که یو وګړی هر څومره  هڅې کوي و دې کړي خو د روا لارو نه  او دا جوته خبره ده چې د جایزو ذرایعو له لارې یو وګړی په اسانۍ سره ملیونر کیدلی نه شي مګر چې په چا باندې الله تعالی خپل فضل وکړي  خو اسلام  د حلالو لارو په وسیله دشتمنۍ په لاس ته رواړلو کې د چا مخه نه نیسي ځکه د بې ځایه بندیزونو په وجه د زیار او کوښښ کولو کوم محرک incentive نه پاتې کیږي.

....... ادامه لري.......