حلم (برده باری)

د مسلمان داعي لپاره اړین صفت

لیکوال: ضیاالرحمن منیب

 

د اسلامی دعوت د لاري لاروي لپاره په فردي توګه په ځینو صفاتو ځان سمبالول ضروري او اړین دي چې په دغه اږده او اغزنه لاره کې ورته د لارې مشال او د تکیه امسا وي. د دې صفاتو د جملې څخه یو مهم صفت چې هر مسلمان داعي په ټولیزه توګه او قاید داعي په ځانګړي توګه پرې سینګار وي حلم دی.

حلم د الله تعالی صفت دی

د قرانکریم په ګڼو ایاتونو کې څښتن تعالی خپل ځان په حلم توصیف کړی، راځې ویې لولو:

(( ..... والله غفور حلیم)) البقره ۲۲۵

((...... والله غنی حلیم)) البقره ۲۳۵

((...... والله علیم حلیم)) النساء ۱۲

((...... انه کان حلیماً غفورا)) الاسراء ۴۴

 

انبیاء کرام د حقیقي لارې دعوتګر حلیمان وو!

د الله جل جلاله  استازي او غوره مخلوق انبیاء کرام د حلم په صفت متصف وو، قرانکریم د هغوی په اړه فرمایي:

(( ..... ان ابراهیم   لاواه حلیم)) التوبه ۱۱۴

ژباړه: او یقیناً ابراهیم علیه السلام حق ته ګرزیدونکی او حلیم وو.

د شعیب علیه السلام په هکله یې سر غړونکي قوم ویل:

انک لانت الحلیم الرشید ... او یقیناً ته ای شعیبه!  حلیم برده بار او په سمه لاریې.

ابراهیم علیه السلام ته الله په حلیم زوی زیری ورکړی

(( .... فبشرناه بغلامٍ حلیم)) الصافات ۱۰۱ ژباړه: نوزیری ورکړو مونږ هغه ( ابراهیم علیه السلام) ته په زوی حلیم باندې.

ستر داعي محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د حلم په اړه څرګندوي:

(( ... ما من شیٍ احبَُ الی الله من الحلم)) رواه ابو یعلی

ژباړه: الله تعالی ته هیڅ څیز دومره ګران نه دی لکه څومره چې ورته حلم محبوب دی.

او یوځلې یې اشج رضی الله عنه ته چې د عبد القیس قبیلې سردار وو وویل: (( انّ فیک لخصلتین  یحبهما اللهَ، الحلم و الاناه)) رواه مسلم والبخاري

ژباړه: ای اشجه! په تا کې دوه داسې صفتونه دی چې الله تعالی یې خوښوي چې هغه حلم او لویه حوصله ده.

نو ای حق ته بلونکیه! سر له اوس نه سینه پراخه کړه، د چاپیریال ستغوالی او د مخاطبینو له لوري را ولاړې شوې ستونزې په پراخه حوصله وزغمه، د خپل مقتدا محمدر سول الله صلی الله علیه وسلم په پل پل کیږده او متوجه  اوسه چې: (( ولکم فی رسول الله اسوه حسنه))

راځۍ د سیرت نبوي له البم نه څو انځورونه مخې ته کیږدو:

انس بن مالک رضی الله عنه د رسول الله خادم وایی: یوه ورځ د خپل آقا سره روان وم  په داسې حال کې چې نجراني ( د ځای نوم دی) شړۍ یې په ځان را تاوه کړې وه او د شړۍ څنډې ډیرې زیږې وې. یو اعرابی راوړاندې شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د شړۍ څخه کلک راکش کړو. انس رضی الله عنه وایی ما چې د رسول الله څټ مبارک ته وکتل د شړۍ سختو څنډو پرې کرښې ویستلې وې ـ ویې ویل: د الله تعالی له هغه مال څخه چې له تا سره دی ماته څه برخه راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وکتل مسکی شو او بیا یې امر وکړ چې څه ورکړﺉ. بخاري

عایشه ام المومنین رضی الله عنها یو ځل رسول الله پوښتي: آیا د احد له ورځې سخته او غمجنه ورځ هم پر تا راغلې؟

ځواب فرمایي: ستا له قوم څخه مې هغه ستونزې ګاللي چې ډیرې لویې دي او په ټولو کې سخته هغه ورځ وه کله چې مې د عقبې په ورځ خپله  برنامه او بلنه د عبدیالیل زوی ته وړاندې کړه او هغه راسره ونه منله او په داسې حال کې ترې راستون شوم چې ډیر غمجن وم، په ځان پوه نه شوم چې  د قرن الثعالب سیمې ته رسیدلی وم، ناڅاپه مې سر پورته کړ ګورم چې وریځ راباندې سیوری کړی چې ورته مې وکتل جبریل علیه السلام پکې وجود لري او غږ کوي: الله تعالی ستا د قوم منفی ځواب واورید او دا دی الله تعالی د غرونو واکداره ملایکه رالیږلی څه چې دې خوښه وي امر ورته وکړه چې تر سره یې کړي ورپسې د هماغه ملایکې غږ پورته شو سلام یې وکړ او بیا یې وویل: یا محمده! که دې خوښه وي په سر غړوونکي قوم د دواړو خواوو غرونه را یو ځای کوم چې هلاک شي؟

حلیم داعي محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ځواب کې وایی: نه زه تمه لرم چې له دوی څخه به داسې اولاد وزیږیږي چې یوازې د الله تعالی عبادت به کوي او هیڅ به نه ورسره شریکوي. بخاری او مسلم

نو ای بلونکیه وروره! ستا مقتدا په داسې حالاتو کې هم د حلم څرګندونه کوي چې غرونه لړزوي او اوسپنه ویلي کوي او د ډیرو اتلانو او پهلوانانو پښې سستوي. داسې ونه ګڼې چې په عادي حالاتو کې چې وضعه ارامه او هرڅه په معمولی توګه روان وي ځان حلیم  حلیم څرګند کړي ځکه چې لقمان حکیم فرمایی درې کسان په درې ځایونوکې پیژندل کیږي: حلیم د غوسې پر مهال، زړه ور د جګړې پرمهال او ورور د اړتیا پر مهال.

او که غواړې علم ته دې ښکلا ورکړې د دوهم خلیفه حضرت عمر ابن الخطاب رضی الله عنه په دې نصیحت عمل وکړه: (( تعلّمو للعلم السکینه والحلم)) د امام غزالي احیا العلوم.

ژباړه: د علم لپاره مو وقار او حلم زده کړﺉ.

د حلم دنیوي ګټه د څلورم خلیفه علی رضی الله عنه څخه واوره:

ژباړه: حلیم ته لومړنی عوض دا ورکول کیږي چې ټول خلک یې د جاهل په مقابل کې ملګري وي.

د وحی کاتب معاویه بن ابی سفیان رضی الله عنهما د نظر او رایی د څښتن کیدلو لپاره لاندې شروط ایښي چې یو پکې حلم دی:

لا یبلغ العبد مبلغ الرای حلمه جهله او صبره شهوته .... احیاء العلوم

ژباړه: یو څوک تر هغې د نظر او رایی څښتن کیدلی نه شي تر څو حلم یې په جهل او صبر یې په نفسانی غوښتنو بریالی نه شي.

ډیره به ښه وي چې څوک مزاجاً حلیم وي خو که نه وي احنف بن قیس رحمه الله ورته وایی:

 ژباړه: زه حلیم طبیعتاً نه یم خو په ځان بوج راوړم او حلم کوم.

او په پای کې حلم خپل خوی وګرځوه او لاندې ګټې تر لاسه کړه

  • د الله تعالی مینه اورضا
  • دملایکو مرسته
  • د وګړو مرسته او ستا په صف کې د هغوی اودریدل
  • د خلکو زړونه لاس ته راوړل
  • د کینې او بغض له مینځه وړل
  • د لوړو درجو لاس ته راوړل

د الله تعالی دربار ته سوال کوو چې حلم او نور ټول غوره خویونه مو په برخه کړي، آمین.