څښتنه! زمونږ علماء اصلاح کړې


لیکنه: الهام الدین کوټوال


علماء د پیغمبرانو ځایناستي او وراثین دي. زمونږ دیني عالم زمونږ مشر، زمونږ رهبر او زمونږ لار ښود دی او د معاصرې نړۍ مسایلو ته په پام سره باید ووایم چې زمونږ عالم زمونږ سیاسي لیډر، اقتصاد پوه، پوځي مشر او حتی ادیب دی.
علماوو ته د هغوی د پیغمبري مسولیت په تړاو زمونږ د سپیڅلي دین د نشر او خپراوي، د ټوټه ټوټه اسلامي امت د یو والي، اسلامي نړۍ ته د امن او سوکالۍ راوستلو او د داسې نورو پیغمبر ګونه کارونو ستر رسالت ور ترغاړه دی خو آیا زمونږ علماوو د دغه رسالت حق ادا کړ؟ هیڅکله نه، زمونږ علما اوس هم د دین په فرعي مسایلو کې یو پر بل د کفر ټاپې وهي او په څنګ کې یې نړیوال صهیونیزم او صلیبیان لګیا دی د دوی د دغه غفلت څخه په ګټه اخیستلو سره د مسلمانانود ورکولو لپاره بیلابیل پلانونه جوړوي.


زمونږ لوی او برجسته عالمان هم د کینې او ځان غوښتنې او په ځینو مواردو کې په حقیقت د سترګو پټولو په عجیب مرض اخته دي. د دوی نوموړي کینه آن یو د بل پرضد د پنډو کتابونو لیکلو ته رسیږي، زه به یې دلته د یو لوی دیني عالم د کتابونو یو څو نمونې تاسو سره شریکې کړم:

د اهل حدیثو حقانیت او د پنجپیریانو کوکارې
د پنجپیریانو های ناتار چې مونږ څه وکړو
شمشیر شهنشاه بر ګردن خان بادشاه

زه بیا وایم که زمونږ قدرمنو مولوي صاحبانو پر یو بل د ګوزارونو او نیوکو پر ځای خپله وړتیا او انرژي د اسلامي نړۍ د یو والي لپاره وقف کړې وه نو څومره به ښه وه، اوس به مونږ پر دغه شته بدبختیو او ناورین اخته نه وو او دیني هویت به مو د منځه تللو په لور نه وو روان.


مونږ د دې پر ځای چې په کومه رغوونکي اسلامي نظریې کتاب ولیکو د امین باالجهر او رفع الیدین د فرعي مسایلو په رد او اثبات پنډ پنډ کتابونه لیکو دا په داسې حال کې که له فاتحې وروسته آمین بیخي و نه ویل شي هم لمونځ کیږي او کوم خلل پکښې نه راځي.
په دیني فروعو کې اختلاف داسې یو مرض دی چې زمونږ دیني عالمان یې د هغوی د سترو مسولیتونو او رسالته را ستانه کړي. فکر او سوچ یې یوازې یو بل ته په ماتې ورکولو متمرکز وي. د دوی دغه خصومت ډیرې ناوړه پایلې لري، که یو لوری په شرکیاتو معتقد وي نو بل لوری بیا د ستر امام اعظم په شان کې ګستاخي کوي هغه بل لوری بیا له دې هم پښه ور اړوي او د اسلامی تاریخ د بل ستر عالم، نابغه او مجاهد شیخ الاسلام ابن تیمیه د نظریاتو محض لوستونکی هم کافر ګڼي عمل خو پرې لا په خپل ځای پریږده.


یوه ډله عالمان تقلید نه مني او وایي چې یوازې په قران او حدیثو کې په راغلو مسایلو باید عمل وشي او ترمینځ یې هر ډول وساطت بدعت او ناروا دی. دا چې لیکنه مې درته ستړي کوونکي و نه اوسي د تقلید اړوند یوه جالبه کیسه درسره شریکوم.
پخوا زمونږ په سیمه کې د ملایانو کمیټي وې چې د بې نمازانو او یا د دینې چارو سره تړاو نه لرونکو خلکو مخونه به یې په خټو تورول او یا به یې په خره سپرول. یوه ورځ دغه ملایانو د یو کلیوال نه د نورو پښتنو په ترڅ کې پوښتنه کړې وه چې د چا په مذهب یې، هغه ورته ویلې وو چې د ګل پاچا، ملایانو دغه سړی د ځان سره اخیستی وو او ګل پاچا ته یې ور وستی وو او ورته یې ویلي وو چې دغه سړی داسې وایي! تا لکه چې کوم نوی مذهب رامینځ ته کړی! هغه ورته ویلې وو ملاصاحبانو تاسو د دغه سړي څخه هم ساده یاست، تاسو خو به ترې لږ تر لږه دا پوښتنه هم کړې وه چې ګل پاچا د چا په مذهب دی؟ که داسړی زما په مذهب دی نو زه د امام صیب په مذهب یم، پس د دواړو مذهب یو شو.


دا خبره مې د دې پورې وکړه چې مونږ ټول دومره پوهه نه یو چې مستقیماً په قران او حدیث پوه شو او لکه د دغه ساده کلیوال په څیر باید قران او حدیث له نورو زده او د خپلو مسایلو په حل کې د هغوی په وسیله د قران او حدیث څخه د مشتق شوو مسایلو څخه استفاده وکړو او دا خو روښانه ده چې د امام صیب مذهب همدا قران او حدیث دي او هغه رحمه الله خپله فرمایلي که چیرته زما کومه خبره د قران او حدیثو سره ضد وي نو په دیوال یې وولئ.


بله خبره دا چې کاش دغې ډلې بیا خپله تقلید نه کولو. دوی په ډیرو وړو مسایلو حتی په لباس کې هم د خپل مشر تقلید کوي، خپل وعظ او یا بیان هم د هغه په طرز کوي. دریغه چې دغه خلکو بیا د خپل مشر هغه خبرې نه منلې کومې چې په ښکاره د قران او احادیثو سره په ټکر کې دي چې ښه بیلګه یې د نجونو او د عصري تعلیم مخالفت دی.


دوی د عصري تعلیم سره په مخالفت د خدای د دغه فرمان چې ( و اعدو لهم ما استطعتم من قوه) په ضد عمل کوي. او د نجونو د تعلیم په مخنیوي د ستر پیغمبر د حدیث چې ( د پوهې لاس ته راوړل په هر نارینه او ښځینه فرض دي) څخه ښکاره سر غړونه کوي او په دې تړاو د قران او سنت پر ځای د خپل مشر مولوی صیب تقلید او د هغه وینا ته ترجیح ورکوي.
په پای کې باید ووایم چې که ملایان او عالمان مو اصلاح نه شي او په رښتینې ډول د خپل پیغمپري رسالت حق ادا نه کړي نو د ټولنې اصلاح او سمونه ممکن نه دي ځکه خو مونږ باید د خپلو علماوو د اصلاح دعا وکړو او دا هغه چاره ده چې د ستر څښتن پرته د بل چا له وسه نه ده پوره ځکه هغه علما چې د امت او عوامو د اصلاح دعوه کوي د هغوی د اصلاح لپاره د لوی څښتن د رحم پرته بله هیله نه شته ځکه خو مونږ لاس په دعا یو چې:

څښتنه! زمونږ علماء اصلاح کړې