زه او ته

زما له سترګو نه پنا زړګيه

د زړه درزا دې ښه په مينه اورم

هو دا منم چې زما زړه کې ووسې

خو نه پوهيږم چې ته چيرې به وې

ژوند به دې څنګه وي؟

خوشاله  به وې؟

که نه غمونه به دې مخ ته ناڅي

اوس به دې هم سترګې ډيوې بلوي

که نه ګل شوي به وي سوي به وي

اوس به دې باد ته وربل ناڅي که نه؟

اوس هم کوم ګل پکې څوک ږدي او که نه؟

اوس هم د ژمي لارې څارې به که هير به دې وي؟

اوس هم په واوره يبله پښې ګرځې که نه زړګيه؟

اوس درته واورې نه سړى څوک جوړوي او که نه؟

څوک دې زما په نامه اوس هم ځوروي او که نه؟

اوس دې هم پښې له ازغو ډکې وي که نه زړګيه؟

په خوله به نوم دې د ادکې وي که نه زړګيه؟

د ټيکري پيڅه کې دې اوس هم ګوړه ساتې که نه؟

باران ته اوس هم  ها د مخکې په شان ناڅې که نه؟

د بريښنا پړک ته به لا اوس هم خوشاليږې که نه؟

ها د پخوا په شان له تندر نه  ډاريږې که نه؟

اوس هم خيالونو کې له ځان سره غږيږې که نه؟

په نه  خبره به چې اوس هم غصه کيږې که نه؟

په ټوقو ټوقو به لا اوس هم خپه کيږې که نه؟

اوس دې ننځکې ودوې او که نه؟

ورته بچوڼي جوړوې او که نه؟

 ته به اوس هم هغسې يې او که نه؟

بس زه د ځان په اړه دومره وايم

چې زه هماغسې يم تا چې ليدم،

زه خو اوس هم د ژمي لارې څارم.

اوس هم له واورې نه سړي جوړم،

د څادر پيڅه کې زه اوس هم ګوړه ساتم ګرانې،

باران مې ډير خوښيږي اوس هم  ورته ناڅم ګرانې،

زه اوس هم ځان سره غږيږمه خبرې کوم

اوس هم  بريښنا ته خوشاليږمه سندرې کوم،

خو اوس مې تندر نه د مخکې په شان ډار نه کيږي،

د بل ګوزار خورمه خو مانه پرې ګوزار نه کيږي،

پښو کې مې ډير ازغي راشنه شي بيرته خپله وچ شي،

ځکه چې

اوس داسې څوک نه شته چې ما وځوروي،

اوس مې دې تا په نامه هيڅوک ګرانې نه ځوروي.

                                                                                                                                                                                              ١٧ مرغومي ١٣٨٨