د کاروان خبره
يو ړوند د لښتي پر غاړه روان و لکڼه يې ټکوله،نږدې و چې لښتي ته وروغورځيږي،ما ورمنډه کړه غېږ مې ورنه چاپېره کړه لښتي نه مې پورې کړ او ورسره روان شوم،يو ملګری هم راسره و؛خو نه پوهېږم چې چېرته رانه ورک شو،ړانده سړي وېل : شېوکيو ته ځم تر چوکه مې ورسوه! بس ورسره روان شوم يو بل مو کلک له لاسه نيولی و په تلو تلو کې به يې پوښتنه وکړه: دا پلانی ځای دی کنه؟ زه به حیران شوم، چې دا څنګه پوه شو؛خو د چا له خولې مې ارویدلي وو، چې کله د چا سترګې ړندې شي،د زړه سترګې یې وغړيږي، له چوکه تېریدو چې په يوه موباېل مې سترګې ولږیدې د هغه لاس مې پرېښودموبايل مې په بيړه راپورته کړ،ده ته مې غلي غوندې وويل: ستا له برکته مې موبايل پیدا کړ،هغه وخندل او ويې ويل: الله ډیرمهربانه دی. هغه مې په ملي بس کې کښېناوه په مخ يې ښکل کړم او ډیرې دعاګانې يې راته وکړې. په خوښۍ خوښۍ راروان شوم انډيوال مې پیدا کړ هغه موبايل ته تر ما ډیر خوشاله شو،دی لېلیې ته لاړ زه ماما کره راغلم، د کور دروازې سره مې ماما ته زنګ وواهه همدې سره ورننوتم،هغه وخت مې جيب کې د موږک لکۍ هم نه خړیده ماما مې هم راته حیران شو، چې موبايل يې له کومه کړ هغه مې چې له کیسې خبر کړ ؛ نو راته يې وویل : خرڅ يې کړه ! ځان ته به يو څه ورباندې واخلې؛ خو ما ورته ویل چې نه خپل څيښتن ته یې سپارم. هغه وډار کړم، چې د کوم بل څه دعوا به درباندې وکړي دا کابل دی کابل څه اريوب نه دی.ما ويل : دا به څنګه سړی وي،چې زه ښه ورسره کوم او هغه بد راسره وکړي، نه پوهېږم ،چې ماما مې ولې دا خبره راته کوله.
سهار ليسې ته راغلم د شپې ښه باران وریدلی و؛خو اوس اسمان تک شين و يو څو شېبې وروسته د موبايل څېښتن زنګ راته وواهه نه پوهېږم ولې مې نا سم ځای ورته وښود؛ خو چې کله مو اړيکه سره پرې شوه، ډیر خپه شوم،چې ولې مې دروغ ورته وویل په دغه موبايل کې پیسې نه وې،له يوه دوکانه مې هغه کس ته زنګ وواهه او ورته مې وویل : خوشحال خان ليسې ته راشه زه همدلته يم تا ته به دې خپل موبایل درکړم.
- څومره شيریني غواړې؟
- يوه روپۍ هم نه غواړم
هغه ډیر خوشاله شو.سبا سهار دوه کسان په موبايل پسې راورسيدل،کله مې چې د موبایل څيښتن ته موبایل ورسپاره؛ نو بخښنه مې ورنه وغوښته،چې يو ځل خو مې دروغ درته وویل او بل دا،چې ستا له موبايل نه مې يو ځای ته زنګ وهلی د دروغو ویلو بخښنه دې خدای راته وکړي؛ خو د زنګ وهلو به پيسې درکړم . هغوی مننه رانه وکړه يو بل ته یې وکتل موسکۍ شول او لاړل.
څلور پينځه ورځې مخکې مې موبايل ورک کړ ډیر ورپسې خپه شوم يو خو مې د ملګرو شمېرې او پیغامونه پکې وو، بل د يوه ملګري د لاس نخښه وه . د کاروان صاحب هغه پيغام ،چې يو دوه کاله پخوا يې راته راليږلی و تر اوسه مې ساتلی و؛خو اوس رانه ورک شو. دغه پیغام يې هغه وخت راته ليږلی و،کله چې د بي بي سي راډیو له پاره په يوه ورکشاپ کې ډرامه ليکوالان وټاکل شول او زه پاتې شوم ډیر خپه وم،ناهيلۍ نه ډک یو پيغام مې کاروان صاحب ته وروليږه، چې په ځواب کې يې کاروان صاحب داسې راته ليکلي وو:
« شفقه! دا دنیا يو عظیم انسان له ډیرو ناکاميو وروسته لوی بري ته رسوي،نو د مایوسۍ او د ګناه خبرې مه کوه .»
بس دا خبره مې هغه د چا خبره لکه ملهم په زړه ولږیده هماغه و، چې د هر ډول ستونزې او تکلیف ګاللو په چل پوه شوم بيا مې د يوه کار په ځای دوه ځایه کار پيدا کړ،کاروان صاحب اوس راته وايي ،چې ګوره کنه ما نه درته ويل؟
کله مې چې خپل موبايل ته زنګ وواهه هغه کس راته وویل :
- په موبايل کې خو دې د ډیرو کسانو شمیرې دي لکه استاد اسدالله غضنفر،اجمل تورمان،د بي بي سي راډیو دځينو کسانو شمیرې، دوی سره څنګه پیژنې؟
- زه په خپله هم يوې راډیو سره کار کوم،بل د افغان ادبي بهير غړی يم ،ځکه له دغو کسانو سره پیژنم.
- نو بيا خو به ډیرې پیسې اخلې بايد شيریني هم ډیره راکړې!
- نه والله اوس دومره پیسې نه اخلم ځکه، دا يو څو ورځې مخکې مې ،چې په کوم ځای کې ډالري معاش و هلته مې وظیفه خلاصه شوه.اوس دومره ډیرې پيسې نه اخلم.
- ښه دا ووايه چې موبايل غواړې که سيمکارټ؟
- ستا خوښه! ديوه انسان په خوشالولو خدای پاک خوشاليږي؛نو که چیرې خدای پاک خوشالوې او ما خوشالوې نو دواړه راکړه.
- په کټ کټ يې وخندل ښه ځه زه اوس په کمپنۍ کې یم د شنبې په ورځ به يې درکړم.
- ښه سمه ده.
دوه ورځې راته دوه کاله شوې سړي موبايل ګل کړی و د شنبې ورځ تیره شوه؛ خو د سړي درک رامعلوم نه شو ځان سره مې ډیرې ښکنځلې ورپسې وکړې . د يکشنبې په ورځ مې سهار وخته ويښتان ومينځل له ويښتانو مې هماغسې اوبه څڅيدې ورور مې زنګ راته وواهه، چې هغه کس موبايل درته راوړی په شاه شهيد کې چیرته درته ولاړ دی ورشه! زه ډیر خوشاله شوم په لانده سر مې خولۍ په سر کړه يو پينځساويز مې د شيرنۍ له پاره ورته بيل کړ او بایسيکل ته مې منډه ورکړه،واوره وريدله د شاه شهيد په کوڅو کې خټې کاګیل ته ښې جوړې شوې وې بایسيکل مې څو ځايه وښويد؛خو زه په ځان نه پوهيدم داسې روان وم لکه جاز .هغه سړی زموږ له کوټې نه لږ بره ولاړ و؛ خو زه ډیر وړاندې تللی وم څو ځله يې زنګ راته وواهه،چې دوهم سرک سره ولاړ يم او سور سوپرکیسټم موټر راسره دی لږ چې وړاندې راغلم پيدا مې کړ ستړي مشي نه وروسته يې موبايل راته ونيوه او ويې ویل:
- دا موبايل ستا دی؟
- په خندا،هو همدا زما دی .
- ريښتیا زه غضنفر استاد او اجمل تورمان دوی پيژنم، زه ازادۍ راډیو سره د موټر چلوونکي دنده لرم.
ما جيب ته لاس کړ؛ خو ده راته وویل چې نه که داسې مې کولی بیا مې بيخي موبايل نه درکاوه دا خو څرګنده غلا ده، چې يو څوک څه پيدا کړي څيښتن يې هم پیدا شي او بیا يې ورته ونه سپاري. ما ترې مننه وکړه او خپله کيسه مې ورته وکړه،چې ما هم يو وخت موبايل موندلی و...
د چایو ست مې ورته وکړ؛خو ده وويل چې نه مننه دفتر ته ځم. هغه کس، چې دی ورته ولاړ و ښايي د ازادۍ راډیو کارکوونکی به و له کوره راووت په موټر کې ورسره کیناست . دوی لاړل ما ته مې خپل موبايل هم بیرته لاس ته راغی او د کاروان صاحب خبره هم.
۲۱ دلوې ۱۳۸۸ MSPA دفتر کابل افغانستان