غزل
ولاړ په نزاکت چې دى اساس دآيېنې
دا ځکه زخمي کيږي تل احساس د آيېنې
ورکۍ چې خپل ښائست ته داد په لاس د آيېنې
زياتيږي ځکه ورځ په ورځ وسواس د آيېنې
په ځان کې ورته ښکاري ټول دخلقو نظرونه
اغوستى چې اشنا کله لباس د آيېنې
چې ده زما دقد دهرې برخې ترجمانه
خالي نه دى شعور نه انعکاس د آيېنې
ښائست ديو مړوند يې دپوره ملک ننداره ده
خلاف نه دي ديو بل نه اجناس د آيېنې
ګيله دخپل تصوير د هېرېدو مۀ کړۀ طايره
د ورېځو په مثال دي ټول خواس د آيېنې
11.01.2011
- طاېر ځلاند
يخې شونډې
لیکوال: سید تفسيراحمد
ژباړه : طایرځلاند
زه سټوري هوټل ته دچای څکلو په نیت دننه شوم، دکیناستلو له پاره مې دځای پېدا کولو هڅه وکړه خو یوه چوکۍ هم ت...
26.01.2011
- طاېر ځلاند
راليږونکی : نوریه وهاب وختونه
وختونه تیر شول ښه ډیر کلونه تیرشولسپرلی می وبایلل ټول خزانونه تیرشولستا په دیدن پسی می اینظا رونه تیرشولتا خپله لاربیله کړه په ما مزلونه تیر شولته په لوګی هم نشویپه ما اورونه تیر شولتاته یو درد نه رسی په ما رنځونه تیرشولله تا می صبر نشی څمره عمرونه تیرشولنوریه په سیندلاهوشوهډیر پری موجونه تیرشول...